بلوسوف ټينګار وکړ: «د افغانستان بېثباته وضعيت لا هم د پولو پورې تړلو جرمونو او ترهګريزو ګواښونو اساسي سرچينه ده».
مسکو د داعش خراسان ډلې او د منځنۍ اسيا د ځينو سختدريځو خوځښتونو، لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ، انصارالله تاجکستان او نورو اسلامپالو ډلو د شتون او فعاليت په اړه اندېښنه لري.
د روسيې د دفاع وزير د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د سيمې څخه بهر هېوادونو پوځي شتون په منځنۍ اسيا کې «د منلو وړ نه» وباله. هغه پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي، وويل: «موږ د سيمې څخه د باندې هېوادونو هغه هڅې په دقت څارو چې غواړي په منځنۍ اسيا کې پوځي حضور رامنځته کړي او لوژستيکي چارې تنظيم کړي، او دا کار موږ ته د منلو وړ نه دی».
تر دې مخکې، د روسيې لوړپوړو چارواکو، لکه د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي، ويلي وو چې امريکا هڅه کوي افغانستان ته بېرته ستنه شي، او روسيې څو ځله په دې اړه خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي، ضمير کابلوف، ويلي وو چې مسکو په افغانستان کې د امريکا د پوځي اډو بيا فعالېدل، په ځانګړي ډول د بګرام اډې ته بېرته ستنېدل، په بشپړه توګه د منلو وړ نه بولي. هغه دا هيله هم څرګنده کړې وه چې طالبان به خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او امريکا ته به د بېرته راتګ اجازه ورنه کړي.
د همدې اندېښنو په ترڅ کې، کابلوف د سېشنبې په ورځ د وري په ۲۸مه کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د بهرنيو چارو او کورنيو چارو له وزيرانو سره يې وليدل.
په همدې حال کې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر وتلو نيوکه کړې او هغه يې «شرموونکی» بللی دی. هغه ويلي وو چې امريکا بايد د بګرام اډه د چين د اټومي تاسيساتو د څار لپاره ساتلې وای.
ځينې شنونکي هم باور لري چې د سيمهييزو کړکېچونو، په ځانګړي ډول له ايران سره د تاوتريخوالي وروسته، د بګرام اډې ارزښت د امريکا لپاره نور هم زيات شوی دی.
بګرام اډه د امريکا له سترو پوځي مرکزونو څخه وه چې په ۲۰۲۱ کال کې پرېښودل شوه.
د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزيرانو غونډه د سېشنبې په ورځ، د غويي په اتمه، د قرغيزستان په بشکېک ښار کې ترسره شوه.
شانګهای همکارۍ سازمان يو سيمهييز جوړښت دی چې د منځنۍ اسيا هېوادونه، چين، روسيه، پاکستان، هند او ايران پکې شامل دي او د امنيتي، اقتصادي او سياسي همکاريو د پياوړتيا لپاره رامنځته شوی دی.
د دې سازمان کلنۍ غونډې د غړو هېوادونو د لوړو چارواکو لپاره مهم فرصت برابروي، څو د ګډو ننګونو په اړه سلا مشورې وکړي او د سيمهييزو تګلارو په همغږۍ کې پرمختګ رامنځته کړي.