شانګهای همکارۍ سازمان يو سيمهييز جوړښت دی چې د منځنۍ اسيا هېوادونه، چين، روسيه، پاکستان، هند او ايران پکې شامل دي او د امنيتي، اقتصادي او سياسي همکاريو د پياوړتيا لپاره رامنځته شوی دی.
د افغانستان د پوهنتونونو استادانو په کونړ کې پر سید جمالالدین افغان پوهنتون د پاکستان بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې پوهنتونونه د علم او سولې مرکزونه دي، نه د جگړې ډگرونه. دغو استادانو د پوهنتونونو په نښه کول جنگی جنایت بللی دی.
د افغانستان د پوهنتونونو استادانو د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان وروستي بریدونه او په ځانګړې توګه د پوهنتونونو او روغتونونو په نښه کول «ښکاره وحشیانه ظلم» بللی او په ډاګه کړې یې ده، چې دا ډول کړنې نه يوازي د نړيوالو اصولو او بشري ارزښتونو خلاف دي، بلکې د اسلامي شريعت له صریحو لارښوونو سره هم په ټکر کې دي.
دوی په ډاګه کړې، پوهنتونونه د علم او سولې مرکزونه او د ټول بشریت د استادانو کورونه دی، نه دې جگړې ډگرونه او همداراز یې زیاته کړې: «موږ د افغانستان د پوهنتونونو استاذان د پاکستان د نظام مستبد رژیم له خوا پر کونړ ولایت په ځانګړي ډول پر ملکی وګړو او سید جمالالدین افغان پوهنتون توغندیز ناوړه او وحشیانه بریدونه په کلکو ټکو غندو».
دغو استادانو له نړیوالې ټولنې او ټولو اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د دغه ډول تېريو د مخنیوي لپاره کلک او عملي ګامونه واخلي او د بې ګناه علمي شخصيتونو او خلکو ژوند، عزت او حقونو ساتنه یقیني کړي».
یادو استادانو په دې اعلامیه کې څرګنده کړې: «په پای کې وایو چې د پوهنتونونو په نښه کول یو جنګي جنایت دی او عاملین یې باید د جنګي جنایت کارو په توگه محکمې ته وړاندې شی او ټوله نړې دې، دې ته د جنګي جنایت په سترگه و گوري او له موږ سره دې همغږي شي».
د یادونې وړ ده، چې پاکستاني ځواکونو وړمه ورځ (دوشنبه د غويي ۷مه) د کونړ پر مرکز او ولسوالیو د درنو وسلو بریدونه وکړل او له امله یې ۷ تنه ملکیان وژل شوي او تر ۷۵ پورې نور ټپیان شوي دي. طالبانو ویلي، پاکستان په دې بریدونو سره په کونړ کې د سیدجمالالدین افغاني پوهنتون په نښه کړی، خو پاکستان بیا ویلي، پوهنتون یې نهدی ویشتی.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې افغان ښځې دوه ځله زیانمنې شوې دي؛ یو ځل طالبانو له خپلو کورونو او ډګرونو وشړلې او بل ځل نړیوالو ورزشي بنسټونو پرې سترګې پټې کړې. د یاد سازمان د اقتصادي او ټولنیز عدالت مشر ویلي، د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې رسمي پېژندنه د عدالت پر لور یو مهم ګام دی.
سټیو کاکبرن په یوه لیکلي بیان کې ټینګار کړی، چې د ښځو د ملي لوبډلې رسمیت به یوازې د سپورتي حقونو خبره نه وي، بلکې د هغو ښځو د ستړیا او مقاومت د درناوي مانا هم لري چې د طالبانو تر واک لاندې له سیستماتیکو محدودیتونو سره مخ دي. هغه ویلي: «کله چې نړیواله ټولنه سترګې نه پټوي، بدلون ترلاسه کېدای شي.»
د بخښنې نړیوال سازمان په خپلو څرګندونو کې له نړیوالو ورزشي ادارو غوښتي چې د افغانو ښځینه ورزشکارانو د ګډون او استازیتوب خنډونه لیرې کړي او هغو ټیمونو ته واضح چوکاټونه او ملاتړ برابر کړي چې له هېواده د ایستلو او ګواښ له امله په تبعید کې فعالیت کوي. سازمان زیاته کړه چې د رسمیت موضوع باید له عملي اسانتیاوو، مالي ملاتړ او د خوندیتوب له تضمینونو سره مل وي.
دغه بشري حقونو سازمان همدارنګه پر هغو بنسټونو غږ کړی چې د نړیوالو سیالیو تنظیموونکي دي، څو د ښځو د ګډون حق ته په شفافو میکانیزمونو کې ځای ورکړي او د جندر پر بنسټ تبعیض ته صفر زغم عملي کړي. امنستي ویلي چې د ورزش په ډګر کې د افغانو ښځو د حقونو خوندیتوب د نړیوالو مکلفیتونو یوه برخه ده او د بېپروايي دوام به نور زیانونه وزېږوي.
د طالب چارواکو په وینا، له پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۴نیم میلیونه افغان کډوال د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه بېرته هېواد ته استول شوي دي. خو طالبانو په دې موده کې یوازې پر څه باندې ۱۰ زره کورنیو د استوګنې نمرې وېشلي،چې د راستنېدونکو پر تله خورا کمې دي.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو لهمخې، تر اوسه هېواد ته پر راستنو شویو کډوالو کورنیو ۱۰ زره او ۲۹۰ استوګنیزې نمرې وېشل شوي او دا لړۍ لا هم په «منظم ډول» روانه ده.