د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو لهمخې، تر اوسه هېواد ته پر راستنو شویو کډوالو کورنیو ۱۰ زره او ۲۹۰ استوګنیزې نمرې وېشل شوي او دا لړۍ لا هم په «منظم ډول» روانه ده.
د معلوماتو لهمخې، د کندوز په خواجه کفتر کې ۳ زره، د کندهار په دامان او ژېړۍ ولسوالیو کې ۲۱۸۵، د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ په خانکي ښارګوټي کې ۱۲۴۹، د لغمان په کافرګله سیمه کې ۹۵۴، د بلخ په مولانا جلالءالدین محمد بلخي ښارګوټي کې ۷۲۸، د ابل په دویم شمېره ښارګوټي کې ۷۱۶، د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍکې ۵۰۶، په سمنګان کې ۲۸۰، د غزني په پس حصار کې ۱۵۰، په سرپل کې ۱۴۰، په میدان وردګ کې ۱۳۰، په بامیان کې ۱۱۴، د جوزجان په قوشتېپه درزاب کې ۱۰۰، او د فراه په مرکز کې ۳۸ د نمرې وېشل شوي، چې ټولې ۱۰۲۹۰ استوګنیزې نمرې کېږي.
په دې شمېر سره طالبانو د ۴۳۷ کسانو له منځه یوه کس ته د استوګنې نمره ورکړه ده.د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه داسې کورنۍ افغانستان ته په جبر سره اېستل شوي، چې د کورنیو غړو یې هډو افغانستان لیدلی نهدی.
په دې کې داسې کورنۍ هم شته، چې له شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدلي، کورونه یې جوړ کړي او ځانونو لپاره یې کاروبار درلوده، خو افغانستان ته له ستنول کېدو وروسته اوس هلته د اوسېدو له ځای سربېره د ژوند د دوام لپاره هم هېڅ ډول امکانات نهلري.
له پاکستان څخه یو له دغو ستنو شویو کسانو سیفالدین اڅکزی دی. دغه کس له خپلې کورنۍ سره نږدې ۲۵ کاله د پاکستان په کراچۍ ښار کې اوسېده، خو شاوخوا ۷ میاشتې مخکې د پاکستاني ځواکونو له لوري په جبر سره افغانستان ته واېستل شو او دمګړۍ د کندهار د عینو مېنې اړوند سیمه کې په یوې کېږدۍ کې ژوند کوي.
په کندهار کې د ستنو شویو کډوالو سرپناه دی وايي، تر اوسه ورسره د پام وړ مرستې نهدي شوي او زیاتوي: «یوازې یو ځل لس زره روپۍ مرسته راسره شوې، له هغې وروسته هېچا پوښتنه نهده کړې».
اڅکزی ادعا کوي، چې د کندهار د عینو مېنې په سیمه کې زرګونه ستنې شوې کورنۍ اوس هم په خېمو کې ژوند کوي. د هغه په وینا: «تر څلورو زرو پورې کورنۍ بېرته راغلي او ټول په خېمو کې پراته دي، نه د سرپناه وس لري او نه د ځمکې.»
نوموړي زیاته کړه، چې څو ځله یې له ځايي چارواکو سره هم خپلې ستونزې شریکې کړي، خو په خبره یې، ورته یوازې د «صبر» سپارښتنه شوې ده.
سلګونه زره نورې کورنۍ هم له ورته برخلیک سره مخ دي او د طالبانو دغه ډول ادعاوې چې ګواکې راستنېدونکو کورنیو ته ښارګوټي جوړوي، هسې تبلیغات ګڼي. دوی وايي، په نږدې ۵ کلونو کې شاوخوا ۱۰ زره کورنیو ته د ځمکې ورکړه د دې ښکارندويي کوي، چې طالبان د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته چندانې پام نهلري.
له دې سربېره د دغو کورنیو چې په کېږدویو کې ژوند کوي، ماشومان هم د تعلیم دوام څخه پاتې شوي دي.
له پاکستان څخه یو شمېر اېستل شوې کورنۍ په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت له امله په سختو لارو بېرته پاکستان ته د کار مزدورۍ لپاره تللي دي. اڅکزی وايي، چې اوس یې دوه زامن بېرته کراچۍ ته تللي او هلته میاشتنی عاید کور ته ورلېږي او زیاتوي: «هغوی لس، پنځلس زره روپۍ ګټي، هماغه رالېږي او زموږ ګوزاره پرې روانه ده.»
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې ویاند قېصر اپرېدي ویلي، چې د پاکستان د حکومت له اعلان وروسته تر اوسه شاوخوا ۲،۱ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې نیول شوي او په زوره اېستل شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.
د یادونې وړ ده، چې ستنې شوې کورنۍ له طالبانو او نورو مرستندویه بنسټونو په لومړي سر کې د سرپناه غوښتنه لري او بیا د ژوند د دوام لپار مرستو ته سترګې په لاره دي، خو د کډوالو په چارو کې نړۍوال بنسټونه هم په ځلونو ویلي، چې د بودجې د کمښت له امله نهشي کولی د ټولو ستنو شویو کډوالو لاسنیوی وکړي.