• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د پوهنتونونو استادان: پر پوهنتونونو برید «جنګي جنایت» دی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د افغانستان د پوهنتونونو استادانو په کونړ کې پر سید جمال‌الدین افغان پوهنتون د پاکستان بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې پوهنتونونه د علم او سولې مرکزونه دي، نه د جگړې ډگرونه. دغو استادانو د پوهنتونونو په نښه کول جنگی جنایت بللی دی.

د افغانستان د پوهنتونونو استادانو د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان وروستي بریدونه او په ځانګړې توګه د پوهنتونونو او روغتونونو په نښه کول «ښکاره وحشیانه ظلم» بللی او په ډاګه کړې یې ده، چې دا ډول کړنې نه يوازي د نړيوالو اصولو او بشري ارزښتونو خلاف دي، بلکې د اسلامي شريعت له صریحو لارښوونو سره هم په ټکر کې دي.

دوی په ډاګه کړې، پوهنتونونه د علم او سولې مرکزونه او د ټول بشریت د استادانو کورونه دی، نه دې جگړې ډگرونه او همداراز یې زیاته کړې: «موږ د افغانستان د پوهنتونونو استاذان د پاکستان د نظام مستبد رژیم له خوا پر کونړ ولایت په ځانګړي ډول پر ملکی وګړو او سید جمال‌الدین افغان پوهنتون توغندیز ناوړه او وحشیانه بریدونه په کلکو ټکو غندو».

دغو استادانو له نړیوالې ټولنې او ټولو اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د دغه ډول تېريو د مخنیوي لپاره کلک او عملي ګامونه واخلي او د بې ګناه علمي شخصيتونو او خلکو ژوند، عزت او حقونو ساتنه یقیني کړي».

یادو استادانو په دې اعلامیه کې څرګنده کړې: «په پای کې وایو چې د پوهنتونونو په نښه کول یو جنګي جنایت دی او عاملین یې باید د جنګي جنایت کارو په توگه محکمې ته وړاندې شی او ټوله نړې دې، دې ته د جنګي جنایت په سترگه و گوري او له موږ سره دې همغږي شي».

د یادونې وړ ده، چې پاکستاني ځواکونو وړمه ورځ (دوشنبه د غويي ۷مه) د کونړ پر مرکز او ولسوالیو د درنو وسلو بریدونه وکړل او له امله یې ۷ تنه ملکیان وژل شوي او تر ۷۵ پورې نور ټپیان شوي دي. طالبانو ویلي، پاکستان په دې بریدونو سره په کونړ کې د سید‌جمال‌الدین افغاني پوهنتون په نښه کړی، خو پاکستان بیا ویلي، پوهنتون یې نه‌دی ویشتی.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

امريکايي سناتوران: کانګو ته د افغان کډوالو لېږد د امريکا حيثيت زيانمنوي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۱
امريکايي سناتوران: کانګو ته د افغان کډوالو لېږد د امريکا حيثيت زيانمنوي
100%

د ډيموکراتو سناتورانو يوې ډلې په يوه ليک کې د امريکا له حکومت څخه غوښتي، چې له قطر څخه کانګو ته د څه باندې زر افغان کډوالو د لېږد پروګرام باید سملاسي ودروي. په دې ليک کې ۲۱ امريکايي سناتورانو دا اقدام «د امريکا په تاريخ کې له تر ټولو بدو او ناپوهانه خيانتونو څخه يو» بللی دی.

هغوی خبرداری ورکړی چې د دغو کسانو لېږل، چې نږدې ۴۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي، داسې هېواد ته چې خپله له سخت بشري ناورين سره مخ دی، «د امريکا نوم به د تل لپاره بدنام کړي».

سناتورانو ټينګار کړی چې دغه افغان کډوال، چې پکې ژباړونکي، ځانګړي عملياتي سرتېري او د هغوی کورنۍ شاملې دي، کلونه د امريکايي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو او داعش پر ضد جګړه کړې او خپل ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

دوی د کابل له سقوط وروسته د امريکا د بيا مېشتېدو ژمنه ترلاسه کړې وه، خو دا پروګرام د ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا درول شوی دی.

په ليک کې راغلي: «دا چې زموږ افغان متحدين په بې‌رحمانه ډول يوې بلې فاجعه‌ځپلې سيمې ته ولېږو، دا د امريکا د ميراث برخه نه شي کېدای. موږ هغوی ته ژمنه کړې چې يوازې به يې نه پرېږدو».

هغوی ويلي چې بېرته افغانستان ته ستنېدل يا په کانګو کې ژوند کول، دواړه خراب انتخابونه دي چې د ټرمپ حکومت دغه کډوال ورته اړ کړي دي.

سناتورانو په خپل ليک کې ټينګار کړی چې دا اقدام نه يوازې غيرانساني دی، بلکې د امريکا نړيوال اعتبار ته جدي زيان رسوي. هغوی د امريکا د بهرنيو چارو له وزير، مارکو روبیو، غوښتي چې په دې تړاو له کانګو سره هر ډول خبرې بندې کړي.

د دې خبر له خپرېدو وروسته، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل، چې له قطر څخه کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد له دې طرحې بې‌خبره دی. هغه د غويي په درېيمه نېټه په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته په ځواب کې يوازې دومره وويل: «زه نه پوهېږم.»

تر دې مخکې، نيويارک ټايمز راپور ورکړی و چې د ټرمپ اداره، د افغان کډوالو د بيا مېشتېدو د پروګرام له درولو او د منځني ختيځ د کړکېچونو له امله، پرېکړه کړې چې په دوحه، قطر کې په يو کمپ کې بند پاتې شاوخوا زر افغان کډوال کانګو ته ولېږدوي.

بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځې هم طالبانو او هم نړیوالو ورزشي بنسټونو له پامه غورځولي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱
بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځې هم طالبانو او هم نړیوالو ورزشي بنسټونو له پامه غورځولي
100%

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې افغان ښځې دوه ځله زیانمنې شوې دي؛ یو ځل طالبانو له خپلو کورونو او ډګرونو وشړلې او بل ځل نړیوالو ورزشي بنسټونو پرې سترګې پټې کړې. د یاد سازمان د اقتصادي او ټولنیز عدالت مشر ویلي، د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې رسمي پېژندنه د عدالت پر لور یو مهم ګام دی.

سټیو کاکبرن په یوه لیکلي بیان کې ټینګار کړی، چې د ښځو د ملي لوبډلې رسمیت به یوازې د سپورتي حقونو خبره نه وي، بلکې د هغو ښځو د ستړیا او مقاومت د درناوي مانا هم لري چې د طالبانو تر واک لاندې له سیستماتیکو محدودیتونو سره مخ دي. هغه ویلي: «کله چې نړیواله ټولنه سترګې نه پټوي، بدلون ترلاسه کېدای شي.»

د بخښنې نړیوال سازمان په خپلو څرګندونو کې له نړیوالو ورزشي ادارو غوښتي چې د افغانو ښځینه ورزشکارانو د ګډون او استازیتوب خنډونه لیرې کړي او هغو ټیمونو ته واضح چوکاټونه او ملاتړ برابر کړي چې له هېواده د ایستلو او ګواښ له امله په تبعید کې فعالیت کوي. سازمان زیاته کړه چې د رسمیت موضوع باید له عملي اسانتیاوو، مالي ملاتړ او د خوندیتوب له تضمینونو سره مل وي.

دغه بشري حقونو سازمان همدارنګه پر هغو بنسټونو غږ کړی چې د نړیوالو سیالیو تنظیموونکي دي، څو د ښځو د ګډون حق ته په شفافو میکانیزمونو کې ځای ورکړي او د جندر پر بنسټ تبعیض ته صفر زغم عملي کړي. امنستي ویلي چې د ورزش په ډګر کې د افغانو ښځو د حقونو خوندیتوب د نړیوالو مکلفیتونو یوه برخه ده او د بې‌پروايي دوام به نور زیانونه وزېږوي.

د میلیونونو کډوالو ستنېدنه؛ طالبانو یوازې پر ۱۰ زره کورنیو استوګنیزې نمرې وېشلې دي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۱ GMT+۱
د میلیونونو کډوالو ستنېدنه؛ طالبانو یوازې پر ۱۰ زره کورنیو استوګنیزې نمرې وېشلې دي
100%

د طالب چارواکو په وینا، له پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۴نیم میلیونه افغان کډوال د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه بېرته هېواد ته استول شوي دي. خو طالبانو په دې موده کې یوازې پر څه باندې ۱۰ زره کورنیو د استوګنې نمرې وېشلي،چې د راستنېدونکو پر تله خورا کمې دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو له‌مخې، تر اوسه هېواد ته پر راستنو شویو کډوالو کورنیو ۱۰ زره او ۲۹۰ استوګنیزې نمرې وېشل شوي او دا لړۍ لا هم په «منظم ډول» روانه ده.

د معلوماتو له‌مخې، د کندوز په خواجه کفتر کې ۳ زره، د کندهار په دامان او ژېړۍ ولسوالیو کې ۲۱۸۵، د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ په خانکي ښارګوټي کې ۱۲۴۹، د لغمان په کافرګله سیمه کې ۹۵۴، د بلخ په مولانا جلالءالدین محمد بلخي ښارګوټي کې ۷۲۸، د ابل په دویم شمېره ښارګوټي کې ۷۱۶، د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍکې ۵۰۶، په سمنګان کې ۲۸۰، د غزني په پس حصار کې ۱۵۰، په سرپل کې ۱۴۰، په میدان وردګ کې ۱۳۰، په بامیان کې ۱۱۴، د جوزجان په قوش‌تېپه درزاب کې ۱۰۰، او د فراه په مرکز کې ۳۸ د نمرې وېشل شوي، چې ټولې ۱۰۲۹۰ استوګنیزې نمرې کېږي.

په دې شمېر سره طالبانو د ۴۳۷ کسانو له منځه یوه کس ته د استوګنې نمره ورکړه ده.د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه داسې کورنۍ افغانستان ته په جبر سره اېستل شوي، چې د کورنیو غړو یې هډو افغانستان لیدلی نه‌دی.

په دې کې داسې کورنۍ هم شته، چې له شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدلي، کورونه یې جوړ کړي او ځانونو لپاره یې کاروبار درلوده، خو افغانستان ته له ستنول کېدو وروسته اوس هلته د اوسېدو له ځای سربېره د ژوند د دوام لپاره هم هېڅ ډول امکانات نه‌لري.

له پاکستان څخه یو له دغو ستنو شویو کسانو سیف‌الدین اڅکزی دی. دغه کس له خپلې کورنۍ سره نږدې ۲۵ کاله د پاکستان په کراچۍ ښار کې اوسېده، خو شاوخوا ۷ میاشتې مخکې د پاکستاني ځواکونو له لوري په جبر سره افغانستان ته واېستل شو او دمګړۍ د کندهار د عینو مېنې اړوند سیمه کې په یوې کېږدۍ کې ژوند کوي.

په کندهار کې د ستنو شویو کډوالو سرپناه
100%
په کندهار کې د ستنو شویو کډوالو سرپناه

دی وايي، تر اوسه ورسره د پام وړ مرستې نه‌دي شوي او زیاتوي: «یوازې یو ځل لس زره روپۍ مرسته راسره شوې، له هغې وروسته هېچا پوښتنه نه‌ده کړې».

اڅکزی ادعا کوي، چې د کندهار د عینو مېنې په سیمه کې زرګونه ستنې شوې کورنۍ اوس هم په خېمو کې ژوند کوي. د هغه په وینا: «تر څلورو زرو پورې کورنۍ بېرته راغلي او ټول په خېمو کې پراته دي، نه د سرپناه وس لري او نه د ځمکې.»

نوموړي زیاته کړه، چې څو ځله یې له ځايي چارواکو سره هم خپلې ستونزې شریکې کړي، خو په خبره یې، ورته یوازې د «صبر» سپارښتنه شوې ده.

سلګونه زره نورې کورنۍ هم له ورته برخلیک سره مخ دي او د طالبانو دغه ډول ادعاوې چې ګواکې راستنېدونکو کورنیو ته ښارګوټي جوړوي، هسې تبلیغات ګڼي. دوی وايي، په نږدې ۵ کلونو کې شاوخوا ۱۰ زره کورنیو ته د ځمکې ورکړه د دې ښکارندويي کوي، چې طالبان د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته چندانې پام نه‌لري.

له دې سربېره د دغو کورنیو چې په کېږدویو کې ژوند کوي، ماشومان هم د تعلیم دوام څخه پاتې شوي دي.

له پاکستان څخه یو شمېر اېستل شوې کورنۍ په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت له امله په سختو لارو بېرته پاکستان ته د کار مزدورۍ لپاره تللي دي. اڅکزی وايي، چې اوس یې دوه زامن بېرته کراچۍ ته تللي او هلته میاشتنی عاید کور ته ورلېږي او زیاتوي: «هغوی لس، پنځلس زره روپۍ ګټي، هماغه رالېږي او زموږ ګوزاره پرې روانه ده.»

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې ویاند قېصر اپرېدي ویلي، چې د پاکستان د حکومت له اعلان وروسته تر اوسه شاوخوا ۲،۱ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې نیول شوي او په زوره اېستل شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې ستنې شوې کورنۍ له طالبانو او نورو مرستندویه بنسټونو په لومړي سر کې د سرپناه غوښتنه لري او بیا د ژوند د دوام لپار مرستو ته سترګې په لاره دي، خو د کډوالو په چارو کې نړۍوال بنسټونه هم په ځلونو ویلي، چې د بودجې د کمښت له امله نه‌شي کولی د ټولو ستنو شویو کډوالو لاسنیوی وکړي.

د پاکستان بریدونه او مرګ‌ژوبله؛ ملګري ملتونه وایي ملکي وګړي زیانمن شوي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۱
د پاکستان بریدونه او مرګ‌ژوبله؛ ملګري ملتونه وایي ملکي وګړي زیانمن شوي
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټفان دوجاریک وايي، چې د ځایي روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د پاکستان له لوري د کنړ ولایت په اسعداباد کې د شویو بریدونو له امله لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او ۷۹نور، چې ډېری یې ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

دوجاریک د سه‌شنبې په ورځ (غویي ۸مه) په یوه خبري ناسته کې خبرداری ورکړی، چې د جګړو دوام به زیانمنې ټولنې لا ډېرې له ګواښونو سره مخ کړي او د ملکي وګړو کړاوونه به زیات کړي.

هغه زیاته کړه، چې دغو بریدونو د یوه پوهنتون د محصلینو د لیلیې یوه برخه، د تېلو یو مرکز او د معتادینو د درملنې یو مرکز هم زیانمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له امله په افغانستان کې له سلو زرو ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي.

د ملګري ملتونه ویاند له افغان طالبانو او پاکستان څخه غوښتي، چې د نړیوال بشردوستانه قوانینو درناوی وکړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

تر دې مخکې، د په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت هم پرته له دې چې پاکستان په ښکاره نوم واخلي، د دوشنبې ماښام په اسعداباد کې د بریدونو له امله د لسګونو کسانو د مرګ‌ژوبلې پخلی کړی و.

خو له بلې خوا، پاکستان د طالبانو هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې ملکي وګړي یې په نښه کړي دي، او دا یې «روښانه دروغ» بللي دي. اسلام‌اباد وايي، افغان طالبان د حقایقو په تحریفولو سره هڅه کوي د خلکو خواخوږي ترلاسه کړي او د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ پټ کړي.

ای‌اېچ‌اېچ: د استانبول په ناسته کې د افغانستان او پاکستان د شخړې پر حل خبرې روانې دي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱
ای‌اېچ‌اېچ: د استانبول په ناسته کې د افغانستان او پاکستان د شخړې پر حل خبرې روانې دي
100%

د ترکیې د بشري حقونو او ازادیو بنسټ ویلي، چې د افغانستان او پاکستان استازو د استانبول په غیررسمي ۱،۵ لړۍ خبرو کې ګډون کړی او دا لړۍ د دوی په همغږۍ پیل شوې ده. د بنسټ په وینا، دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو پر حل او لارو چارو بحثونه کېږي.

یاد بنسټ څرګنده کړې، چې د دغه سازمان عمومي مشر وکیل بولنت ییلدرم د دې ناستې پرانیسته وکړه. د بنسټ په بیان کې ویل شوي، چې د جګړو، افتونو او بې‌وزلۍ ځپلو سیمو لپاره د مرستو تر څنګ، دغه بنسټ د بشري ډیپلوماسۍ په چوکاټ کې د شخړو په راکمولو کې منځګړیتوب هم کوي.

د بشري حقونو او ازادیو بنسټ په وینا، په دې بهیر کې د افغانستان او پاکستان تر منځ بنسټیزې مسئلې تر بحث لاندې راوستل شوې او د حل لارې یې وڅېړل شوې. بنسټ زیاته کړه، چې د تلپاتې سولې پر لور مهم ګامونه پورته شوي، خو د تفصیلي موافقو یا نیټو په اړه څه نه دي شریک شوي.

یاد بنسټ ټینګار وکړ، چې دغه خبرې اترې د «۱،۵ ټریک» په چوکاټ کې غیررسمي بڼه لري، خو د دواړو لوریو استازو مستقیمو ګډون ته لاره هواروي او د باور فضا پیاوړې کوي. ای‌اېچ‌اېچ زیاته کړې د دې بهیر دوام د شخړو د حل لپاره د راتلونکو عملي ګامونو په ټاکلو کې مرسته کولی شي.