د رویټرز د راپور له مخې، صالحه بيبي، چې ۴۰ کلنه ده، له هغو سلګونو افغان کډوالو څخه یوه ده چې د پنجشنبې په ورځ د تورخم پر پوله ولاړه وه، څو افغانستان ته ستنه شي، هغه هېواد ته چې خپله یې هېڅکله نه دی لیدلی.
نوموړې وویل: «موږ هېڅکله تصور نه کاوه چې یوه ورځ به موږ ته د وتلو ویل کېږي.» هغې زیاته کړه: «موږ له ماتو زړونو سره بېرته روان یو.»
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې ټول افغانان، پرته له هغو چې قانوني وېزې لري، له خپلې خاورې وباسي. د راپور له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر دې دمه له درې میلیونو افغانانو څخه څه باندې دوه میلیونه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. ډېری دغه کسان هغه کورنۍ دي چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې د جګړو له امله پاکستان ته کډه شوې وې.
راپور زیاتوي چې افغان کډوال د څو ورځو راهیسې د پاکستاني چارواکو لهخوا د تېرېدو اجازې ته انتظار باسي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله دا بهیر ځنډېدلی دی. پاکستان ویلي، چې د سویلي وزیرستان په سیمه کې د افغانستان له لوري د هاوان مرمیو د لګېدو له امله ښځې او ماشومان هم ټپیان شوي دي.
صالحه بيبي د خپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي: «هغه څه چې ما ته تر ټولو ډېر درد راکوي، په افغانستان کې زما د ماشومانو لپاره د زدهکړو د فرصتونو نشتوالی دی.» هغې زیاته کړه چې پنځه زامن او دوه لوڼې لري او د هغوی خوندیتوب او تعلیم ورته لویه اندېښنه ده.
په ورته وخت کې، ۲۴ کلن برهان خان، چې له خپلې کورنۍ سره د پولې په دروازه کې ولاړ دی، وویل: «موږ له ۱۲ ورځو راهیسې دلته انتظار باسو.» هغه زیاتوي چې ځینې نور کډوال لا تر دې هم ډېر وخت هلته پاتې دي.
برهان خان وایي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې به د کډوالو وضعیت نور هم خراب کړي. د هغه په وینا: «ښځې او ماشومان نږدې دوه اوونۍ کېږي چې په موټرو کې ناست دي.»
د راپور له مخې، د تورخم پر لاره دواړو غاړو ته د لاریو اوږده کتارونه ولاړ دي چې کډوال او د هغوی سامانونه پکې بار دي.
دا په داسې حال کې ده چې د د طالبانو حکومت تر واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کال تر ټولو سختې نښتې ثبت شوې دي. اسلاماباد تور لګوي چې کابل د وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي، خو کابل دا ادعاوې ردوي او وایي چې دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.
د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام وزیر ویلي، چې د ثبت بهیر چټک شوی او د نادرا مرکزونه له ۶څخه ۲۲ ته لوړ شوي دي. هغه وویل: «اوس هره ورځ له ۴ زرو څخه زیات افغان کډوال ثبت او د تورخم له لارې افغانستان ته لېږل کېږي.»
خو نوموړي دا هم ومنله چې د ستنېدنې بهیر په بشپړ ډول د طالبانو د حکومت پر تګلارې پورې تړلی دی. د هغه په وینا: «موږ کولای شو تر دې هم ډېر کډوال واستوو، خو افغان لوری وایي چې د زیات شمېر کډوالو منل ورته ستونزمن دي.»
هڅه مو وکړه چې په تورخم کې د کډوالو د ستونزو او د پاکستاني لوري د اعاوو په تړاو طالب استازو سره هم خبرې وکړو، خو د څو ځله هڅو وروسته هم بریالي نه شو چې د افغان کډوالو په تړاو د طالبانو نظر واخلو.
د پاکستان له خاورې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر، چې په وروستیو کلونو کې یې چټکتیا موندلې، د سیمې له مهمو بشري او سیاسي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. دا بهیر په ځانګړي ډول د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې هغه مهال جدي شو، کله چې د پاکستان حکومت د «بې اسناده بهرنیانو» پر وړاندې د اقداماتو لړۍ پیل کړه او زرګونه افغان کډوال یې یا په خپله خوښه ستنېدو ته اړ کړل او یا یې د جبري ایستنې له خطر سره مخ کړل.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستانه د بېرته ستنو شویو افغانانو شمېر تر یو میلیون اوړي. دا لړۍ د ۲۰۲۶ په لومړیو میاشتو کې هم روانه ده، چې په اوونیز ډول زرګونه کسان افغانستان ته اوړي، په دې کې یوه د پام وړ برخه هغه کسان دي چې په جبري ډول ایستل شوي دي.
پاکستاني چارواکي دا اقدامات د امنیتي، اقتصادي او اداري دلایلو له مخې توجیه کوي او وایي چې بې اسناده بهرنیان باید خپل هېوادونو ته ستانه شي. خو په مقابل کې، د طالبانو حکومت دا بهیر «جبري ستنول» بولي او ټینګار کوي چې د کډوالو ستنېدنه باید داوطلبانه، خوندي او باعزته وي.
بل پلو، د بشري حقونو ادارې او نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې د دومره لوی شمېر کډوالو ناڅاپي ستنېدنه، په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او محدودو اسانتیاوو سره مخ دی، کولی شي بشري وضعیت نور هم پېچلی کړي. د دغو اندېښنو تر څنګ، راپورونه ښيي چې ډېری ستانه شوي کسان د سرپناه، کار او لومړنیو خدماتو له جدي ننګونو سره مخ دي.
په ټوله کې، له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو روان بهیر نه یوازې یوه بشري موضوع ده، بلکې د سیمې پر سیاسي اړیکو، اقتصادي وضعیت او د افغانستان پر داخلي ثبات هم ژور اغېز لرلی شي.
۴۰کلنه صالحه بيبي د هغو سلګونو افغان کډوالو له ډلې یوه ده چې له پاکستان نه افغانستان ته د ستنېدو لپاره په تورخم کې انتظار باسي.
۲۴کلن برهان خان وویل چې هغه او کورنۍ یې له دوو اونیوراهیسې د کرښې پر سر په موټرو کې شپې سبا کوي.
اسلاماباد غواړي ټول هغه افغانان، چې قانوني ویزې نه لري، وباسي او له ۲۰۲۳ کال راهیسې یې له درې میلیونو ډېرو افغانانو نه تر دوه میلیونو زیات بېرته خپل هېواد ته استولي دي.
ډېری دا کسان د دویم او درېیم نسل کډوال دي چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې له جګړو تښتېدلي وو.
افغانان له څو ورځو راهیسې انتظار باسي چې پاکستاني چارواکي هغوی ته پر کرښې د اوښتو اجازه ورکړي، خو د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له څو ورځو راهیسې یوځل بیا نښتې پیل شوې دي.
پاکستان ویلي چې د چارشنبې په ورځ د افغانستان له لوري د هاوان په بریدونو کې د جنوبي وزیرستان په ولسوالۍ کې څو تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.