• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د ترکیې او ایران پر پوله د شکنجې له امله ۴ افغان کډوال وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

مسکا سنګر نیازۍ
مسکا سنګر نیازۍ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۷:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۴ GMT+۱

د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو خپلوانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د ترکیې او ایران ترمنځ پر پوله د ترکیې پولیسو له خوا یو شمېر افغان ځوانان سخت شکنجه شوي، یو شمېر وژل شوي او ځیني ټپیان شوي هم دي.

پر قاچاقي لارو تلونکو کډوالو خپلوانو د انځورونو او ویډیوګانو په لېږلو سره ادعا کړې، چې نږدې ۲۴ افغان ځوانانو چې غوښتل یې ترکیې ته واوړي، د ترکیې سرحدي ځواکونو له خوا نیول شوي او تر نیول کېدو وروسته سخت شکنجې شوي دي. د دوی په وینا، د همدې شکنجې له امله څلور ځوانان وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپیان دي، چې د ډېریو ټپیانو پښې ماتې شوې دي.

دوی زیاتوي، چې د وژل شویو جسدونه د ایران د ارومیه ښار سړو خونو ته انتقال شوي او ټپیان لا هم د پولې په اړوندو ځایونو کې په سختو شرایطو کې ساتل کېږي.

د دغو پناه غوښتونکو خپلوان له نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ادارو غواړي چې دې پېښې ته جدي پاملرنه وکړي او د انسان د کرامت د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي. دوی ټینګار کوي، که څه هم دغه ځوانان په غیرقانوني لارو سفر کړی، خو دا د دې معنا نه لري چې له داسې چلند او برخلیک سره مخ شي.

همدارنګه دوی له نورو افغان ځوانانو غواړي چې د انساني قاچاقبرانو فریب ونه خوري او خپل ژوند له خطر سره مخ نه کړي.

واک ته طالبانو له رسېدو وروسته، میلیونونه افغانان د ناامنۍ، بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شول. ډېری دغه کسان لومړی ایران ته او بیا د ترکیې له لارې اروپا ته د رسېدو هڅه کوي. دا لار، چې د غیرقانوني کډوالۍ له خطرناکو لارو څخه شمېرل کېږي، د قاچاقبرانو تر کنټرول لاندې وي او پناه غوښتونکي په کې له جدي خطرونو سره مخ کېږي.

ایران، چې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی، په وروستیو کلونو کې د اقتصادي فشارونو او کورنیو محدودیتونو له امله د افغانانو پر وړاندې خپلې پالیسۍ سختې کړې دي. د پراخو نیونو، جبري ایستلو او محدودیتونو راپورونه ډېر شوي دي. له بلې خوا، ترکیه چې د اروپا پر لور د تګ مهمه دروازه ګڼل کېږي، هڅه کوي د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسي. له همدې امله، د ایران-ترکیې پر پوله امنیتي تدابیر سخت شوي او د سرحدي ځواکونو له خوا د نیولو او بېرته شړلو پېښې زیاتې شوې دي.

د بشري حقونو بنسټونه، لکه بشري حقونو د څار سازمان او د بښنې نړیوال سازمان، په خپلو راپورونو کې په وار وار یادونه کړې چې افغان پناه غوښتونکي په دې مسیر کې له تاوتریخوالي، وهل ټکولو، غیر انساني چلند او جبري بېرته ستنولو سره مخ کېږي. ځینې راپورونه دا هم ښيي چې پناه غوښتونکي پرته له قانوني پروسې بېرته ایران ته شړل کېږي، چې دا کار د نړیوالو قوانینو خلاف بلل کېږي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

•
•
•

نور کیسې

ټېلګراف: په تېر یوه کال کې له برېتانیا یوازې ۲ سلنه افغان ‌پناه‌غوښتونکي اېستل شوي دي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۱
ټېلګراف: په تېر یوه کال کې له برېتانیا یوازې ۲ سلنه افغان ‌پناه‌غوښتونکي اېستل شوي دي
100%

د برېتانوۍ ټېلګراف ورځپاڼې موندنې ښيي، چې په تېر کال کې له برېتانیا څخه د اېستل شویو افغان پناه‌غوښتونکو شمېر تر ۲ سلنې کم وو. د شبانه محمود په مشرۍ د برېتانیې کورنیو چارو وزارت تېر کال افغانانو ته د تحصیلي او همداراز د کاري ویزو بهیر هم بند کړی وو.

د ټېلګراف ورځپاڼې له لوري د برېتانیا د کورنیو چارو وزارتد ارقامو ارزونېښيي، چې د ۱۴ بېلابېلو هېوادونو د پناه غوښتونکو له ډلې څخه یې له ۲ سلنې کم له برېتانیا اېستل شوي دي. د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت یوازې په تېر کال کې د پناه غوښتنې څه باندې ۴۰ زره قضیې ثبت شوې وې، خو یوازې ۲۸۵ کسان اېستل شوي دي.

د ټېلګراف د موندونو پر بنسټ، افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی، چې د اېستل شویو پناه غوښتونکو کچه په‌کې ۲ سلنه ده او په دغه راپور کې راغلي: «تېر کال له دغه هېواد څخه ۶ زره او ۴۶۲ متقاضیانو له ډلې یوازې ۱۲۳ تنه اېستل شوي، چې د بېرته ستنولو کچه یې ۱،۹ سلنه ده».

د ټېګراف د راپور له‌مخې، ځینې هغه هېوادونه چې د پناه‌غوښتنې د ردېدو کچه یې لوړه ده او د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره «امن» هېوادونه ګڼل کېږي، هم د اېستنې کچه یې ټیټه وه. پاکستان تېر کال د ۱۰ زره او ۶۳۸ قضیو په درلودلو سره تر ټولو زیاتې د پناه غوښتنې قضیې لرلې، چې د ردېدو اوسط کچه یې ۷۰ سلنه وه، خو یوازې ۴۵۰ تنه یې اېستل شوي، چې دا کچه یوازې ۴ اعشاری ۲ سلنه ده.

د برېتانیا د پولو پخواني عمومي مفتش جان واین د دغه هېواد له کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود څخه وغوښتل، چې له خپلو واکونو ګټه پورته کړي او د هغو هېوادونو لپاره د ویزو پر ورکړې بندیز ولګوي چې خپل رد شوي پناه غوښتونکي او بهرني مجرمین نه‌مني.

نوموړي زیاته کړې، حکومت باید د پاکستان، هند او بنګله‌دېش په څېر هېوادونو سره چې نږدې ۲۵ زره غوښتنلیکونه لري، سخت چلند وکړي او د ویزو د «بندیز»ګواښ ورته وکړي.

د برېتانیا د پولو پخواني عمومي مفتش جان واین همداراز په ډاګه کړې: «په ښکاره ډول په برېتانیا کې ډېری پاکستانیان مېشت دي، نو زما په فکر دلته د هر حکومت لپاره ډېر سیاستونه په پام کې نیول کېږي. هغه د جګړې له اړخه امن هېواد دی. دا ډېره ګرانه ده، چې خلک له هند او پاکستانه برېتانیا ته راشي او د پناه غوښتنه وکړي، ځکه هغوی ولسواکهېوادونه دي. هغه څه چې باید وشي دا دي چې موږ باید سخت شو».

برېتانیا د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو ته تحصیلي ویزې بندوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د برېتانیا د پولو پخواني عمومي مفتش جان واین دغه نیوکې په داسې حال کې دي، چې د برېتانیا کورنیو چارو وزارت د تېر کال د کب په ۱۳مه د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان اوسېدونکو ته د تحصیلي ویزو بهیر ودراوه او همداراز یې افغانانو ته د کاري ویزو بهیر هم بند کړ، چې د شبانې محمود په مشرۍ د برېتانیې د کورنیو چارو وزارت دغه پرېکړې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې وو.

د یادونې وړ ده، چې شبانه محمود پاکستاني‌الاصله برېتانوۍ وزیره ده.

د ایستنې فشار او جګړه؛ افغان کډوال په تورخم کې د نامعلوم برخلیک سره مخ دي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۹ GMT+۱
د ایستنې فشار او جګړه؛ افغان کډوال په تورخم کې د نامعلوم برخلیک سره مخ دي
100%

تورخم کې سلګونه افغان کډوال چې ډېری یې دویم او درېیم نسل دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تازه نښتو له امله د ورځو راهیسې بند پاتې دي، په داسې حال کې چې اسلام‌اباد د افغانانو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، صالحه بي‌بي، چې ۴۰ کلنه ده، له هغو سلګونو افغان کډوالو څخه یوه ده چې د پنجشنبې په ورځ د تورخم پر پوله ولاړه وه، څو افغانستان ته ستنه شي، هغه هېواد ته چې خپله یې هېڅکله نه دی لیدلی.

نوموړې وویل: «موږ هېڅکله تصور نه کاوه چې یوه ورځ به موږ ته د وتلو ویل کېږي.» هغې زیاته کړه: «موږ له ماتو زړونو سره بېرته روان یو.»

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې ټول افغانان، پرته له هغو چې قانوني وېزې لري، له خپلې خاورې وباسي. د راپور له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر دې دمه له درې میلیونو افغانانو څخه څه باندې دوه میلیونه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. ډېری دغه کسان هغه کورنۍ دي چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې د جګړو له امله پاکستان ته کډه شوې وې.

راپور زیاتوي چې افغان کډوال د څو ورځو راهیسې د پاکستاني چارواکو له‌خوا د تېرېدو اجازې ته انتظار باسي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله دا بهیر ځنډېدلی دی. پاکستان ویلي، چې د سویلي وزیرستان په سیمه کې د افغانستان له لوري د هاوان مرمیو د لګېدو له امله ښځې او ماشومان هم ټپیان شوي دي.

صالحه بي‌بي د خپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي: «هغه څه چې ما ته تر ټولو ډېر درد راکوي، په افغانستان کې زما د ماشومانو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو نشتوالی دی.» هغې زیاته کړه چې پنځه زامن او دوه لوڼې لري او د هغوی خوندیتوب او تعلیم ورته لویه اندېښنه ده.

په ورته وخت کې، ۲۴ کلن برهان خان، چې له خپلې کورنۍ سره د پولې په دروازه کې ولاړ دی، وویل: «موږ له ۱۲ ورځو راهیسې دلته انتظار باسو.» هغه زیاتوي چې ځینې نور کډوال لا تر دې هم ډېر وخت هلته پاتې دي.

برهان خان وایي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې به د کډوالو وضعیت نور هم خراب کړي. د هغه په وینا: «ښځې او ماشومان نږدې دوه اوونۍ کېږي چې په موټرو کې ناست دي.»

د راپور له مخې، د تورخم پر لاره دواړو غاړو ته د لاریو اوږده کتارونه ولاړ دي چې کډوال او د هغوی سامانونه پکې بار دي.

دا په داسې حال کې ده چې د د طالبانو حکومت تر واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کال تر ټولو سختې نښتې ثبت شوې دي. اسلام‌اباد تور لګوي چې کابل د وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي، خو کابل دا ادعاوې ردوي او وایي چې دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

د افغان کډوالو ایستل؛ زرګونه ستنېدونکي له ستونزو، ځنډ او د اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۱
د افغان کډوالو ایستل؛ زرګونه ستنېدونکي له ستونزو، ځنډ او د اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي
100%

له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ له زیاتېدو سره، ستنېدونکي کډوال وایي چې د حکومتي ژمنو سره سره د ثبت، انتقال او اساسي اسانتیاوو ستونزې لا هم پر خپل ځای دي، او ګڼې کورنۍ په لنډي کوتل کې د څو ورځو لپاره د نوبت په تمه په نامناسبو شرایطو کې ژوند کوي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی، خو ستنېدونکي کډوال شکایت کوي چې د ژمنو خلاف، د هغوی ستونزې نه دي هوارې شوې او له جدي خنډونو سره مخ دي.

محمد ابراهیم، چې له اکوړه ځټک څخه لنډي کوتل ته رسېدلی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي، تر اوسه نه پوهېږي چې افغانستان ته د ستنېدو رسمي بهیر به یې کله بشپړ شي. نوموړی زیاتوي چې کورنۍ یې د نورو کورنیو سره یو ځای په یوه خېمه کې اوسیږي او حتی د اوبو اسانتیا هم نه لري.

نوموړي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «د پاکستاني چارواکو او د طالبانو د استازو له ژمنو سره سره، د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو ستونزې نه دي کمې شوې.»

د نوموړي په وینا، هره ورځ یوازې د ۸۰ تر ۱۰۰ کورنیو لپاره ټوکنونه(د تګ اجازه) ورکول کېږي، او خلک اړ دي چې د خپل نوبت د معلومولو لپاره څو ځله مرکز ته ولاړ شي. هغه زیاته کړه چې د چارواکو له وروستي سفر وروسته خلکو هیله لرله چې ستونزې به حل شي، خو «تر اوسه کوم بدلون نه دی راغلی.»

100%

څه وخت وړاندې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپريدي د اپرېل پر ۱۱مه د لنډي کوتل کمپ څخه لیدنه کړې وه او د اسانتیاوو د زیاتولو ژمنه یې هم کړې وه.

په همدې حال کې، د کډوالو د شمېر له زیاتېدو سره د تورخم پر لویه لاره ترافیکي ستونزې هم زیاتې شوې دي. د جمرود له بګیاړي پوستې تر سور کمر سیمې پورې تر ۳۰۰ډېر باروړونکي موټر، چې د کډوالو کورني توکي یې لېږدول، درول شوي وو، څو لومړی په لنډي کوتل کې د موجودو کډوالو اداري چارې بشپړې شي.

100%

راپورونه ښيي، چې د کډوالو د ثبت لپاره په خیبر پښتونخوا کې پنځه مرکزونه جوړ شوي، چې یو یې د لنډي کوتل په حمزه بابا سیمه کې دی. خو ډېری کډوال د لنډي کوتل او شاوخوا سیمو کې په خېمو کې له خپلو کورنیو سره د ورځو لپاره د نوبت په تمه پاتې دي.

د کډوالو د یوې ډلې استازی سعیدالله وایي: «خلک څلور تر پنځو ورځو یوازې د ټوکن اخیستو لپاره انتظار باسي، او له هغه وروسته بیا د نوم ثبتولو لپاره هم څو ورځې نور انتظار کوي.»

هغه زیاته کړه: «زموږ ترمنځ ناروغان، سپین‌ږیري او ماشومان شته چې له سختو ستونزو سره مخ دي، موږ بې وسه د پاکستاني چارواکو رحم ته ناست یو.»

یو بل کډوال عتیق الله چې له ملاکنډ څخه بېرته افغانستان ته ځي، وایي د پاکستاني پولیسو غیرې انساني چلند اړ کړ چې پاکستان پرېږدي او خپل وطن ته وګرځي. هغه وویل: «پولیس نه یوازې خلک نیسي، بلکې په کورونو در اوړي. له همدې وېرې مو پرېکړه وکړه چې بېرته لاړ شو، خو دلته زموږ لپاره هېڅ اسانتیا نشته.»

100%

د پولیسو د غیرې انساني چلند له امله د پاکستان په مختلفو ښارونو کې پېښې راپور شوي، د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې یو افغان د امریکا د کډوالۍ پروګرام لپاره منتظر وو او اوس اړ شوی چې له خپلې کورنۍ سره د تورخم له لارې افغانستان ته وګرځي، د نوم د نه ښودو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل: « د اسلام اباد پولیس د ترهګرو غوندې په افغانانو پسې دروازې ماتوي، همدا کافي ده چې افغان یې، نور دوی ته نه ته انسان ښکارې او نه یې ورته زنانه انسانان ښکاري.»

د هغه په وینا، دلته تورخم ته نږدې، په کمپونو کې د ښځو لپاره تشنابونه، د خوړو اسانتیا، د ناروغانو درملنه او نور بنسټیز خدمات نږدې نه شته.

د لنډي کوتل اداري چارواکي وایي، هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ټوکنونه ورکول کېږي، چې هر ټوکن یوه کورنۍ استازولي کوي.

د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام وزیر ویلي، چې د ثبت بهیر چټک شوی او د نادرا مرکزونه له ۶څخه ۲۲ ته لوړ شوي دي. هغه وویل: «اوس هره ورځ له ۴ زرو څخه زیات افغان کډوال ثبت او د تورخم له لارې افغانستان ته لېږل کېږي.»

خو نوموړي دا هم ومنله چې د ستنېدنې بهیر په بشپړ ډول د طالبانو د حکومت پر تګلارې پورې تړلی دی. د هغه په وینا: «موږ کولای شو تر دې هم ډېر کډوال واستوو، خو افغان لوری وایي چې د زیات شمېر کډوالو منل ورته ستونزمن دي.»

هڅه مو وکړه چې په تورخم کې د کډوالو د ستونزو او د پاکستاني لوري د اعاوو په تړاو طالب استازو سره هم خبرې وکړو، خو د څو ځله هڅو وروسته هم بریالي نه شو چې د افغان کډوالو په تړاو د طالبانو نظر واخلو.

د پاکستان له خاورې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر، چې په وروستیو کلونو کې یې چټکتیا موندلې، د سیمې له مهمو بشري او سیاسي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. دا بهیر په ځانګړي ډول د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې هغه مهال جدي شو، کله چې د پاکستان حکومت د «بې اسناده بهرنیانو» پر وړاندې د اقداماتو لړۍ پیل کړه او زرګونه افغان کډوال یې یا په خپله خوښه ستنېدو ته اړ کړل او یا یې د جبري ایستنې له خطر سره مخ کړل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستانه د بېرته ستنو شویو افغانانو شمېر تر یو میلیون اوړي. دا لړۍ د ۲۰۲۶ په لومړیو میاشتو کې هم روانه ده، چې په اوونیز ډول زرګونه کسان افغانستان ته اوړي، په دې کې یوه د پام وړ برخه هغه کسان دي چې په جبري ډول ایستل شوي دي.

پاکستاني چارواکي دا اقدامات د امنیتي، اقتصادي او اداري دلایلو له مخې توجیه کوي او وایي چې بې اسناده بهرنیان باید خپل هېوادونو ته ستانه شي. خو په مقابل کې، د طالبانو حکومت دا بهیر «جبري ستنول» بولي او ټینګار کوي چې د کډوالو ستنېدنه باید داوطلبانه، خوندي او باعزته وي.

بل پلو، د بشري حقونو ادارې او نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې د دومره لوی شمېر کډوالو ناڅاپي ستنېدنه، په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ او محدودو اسانتیاوو سره مخ دی، کولی شي بشري وضعیت نور هم پېچلی کړي. د دغو اندېښنو تر څنګ، راپورونه ښيي چې ډېری ستانه شوي کسان د سرپناه، کار او لومړنیو خدماتو له جدي ننګونو سره مخ دي.

په ټوله کې، له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو روان بهیر نه یوازې یوه بشري موضوع ده، بلکې د سیمې پر سیاسي اړیکو، اقتصادي وضعیت او د افغانستان پر داخلي ثبات هم ژور اغېز لرلی شي.

په تورخم کې ښځې او ماشومان نږدې دوه اونۍ کېږي چې په موټرو کې ناست دي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۵۰ GMT+۱
په تورخم کې ښځې او ماشومان نږدې دوه اونۍ کېږي چې په موټرو کې ناست دي
100%

۴۰کلنه صالحه بي‌بي د هغو سلګونو افغان کډوالو له ډلې یوه ده چې له پاکستان نه افغانستان ته د ستنېدو لپاره په تورخم کې انتظار باسي. ۲۴کلن برهان خان وویل چې هغه او کورنۍ یې له دوو اونیوراهیسې د کرښې پر سر په موټرو کې شپې سبا کوي.

اسلام‌اباد غواړي ټول هغه افغانان، چې قانوني ویزې نه لري، وباسي او له ۲۰۲۳ کال راهیسې یې له درې میلیونو ډېرو افغانانو نه تر دوه میلیونو زیات بېرته خپل هېواد ته استولي دي.

ډېری دا کسان د دویم او درېیم نسل کډوال دي چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې له جګړو تښتېدلي وو.

افغانان له څو ورځو راهیسې انتظار باسي چې پاکستاني چارواکي هغوی ته پر کرښې د اوښتو اجازه ورکړي، خو د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له څو ورځو راهیسې یوځل بیا نښتې پیل شوې دي.

پاکستان ویلي چې د چارشنبې په ورځ د افغانستان له لوري د هاوان په بریدونو کې د جنوبي وزیرستان په ولسوالۍ کې څو تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د افغانستان په اړخ کې سرچینې وايي، چې پاکستاني ځواکونو د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ بریدونه کړي دي.

صالحه بي‌بي وویل: «موږ هېڅکله فکر نه کاوه چې یوه ورځ به موږ ته وویل شي چې ووځئ.» هغې زیاته کړه چې دې هېڅکله افغانستان ته سفر نه دی کړی.

هغې، چې د پنځو بچیانو مور ده، رویټرز ته وویل چې په افغانستان کې د خپلو ماشومانو د هوساینې، امنیت او زده‌کړو په اړه اندېښمنه ده .

نوموړې زیاته کړه، « یوڅه چې موږ ډېر دردوي، په افغانستان کې زما د ماشومانو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو نشتوالی دی».

د هغې پلار یوازې ۱۷ کلن و چې پاکستان ته کډه شوی و.

پاکستان او طالبانو سږ کال تر ټولو سختې جګړې تجربه کړې دي.

اسلام‌اباد وایي چې کابل هغو سختدریځو ته پناه ورکوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي. افغان طالبان دا خبره ردوي او وایي چې دا د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده.

د لاریو اوږده کتارونه چې کډوال او د هغوی سامانونه پکې بار دي، د کرښې دواړو غاړو ته ولاړ دي.

۲۴ کلن برهان خان وویل چې هغه او کورنۍ یې له ۱۲ ورځو زیات وخت راهیسې د کرښې پر سر انتظار باسي. د هغه په وینا، نور خلک تر دې هم زیات انتظار باسي.

خان وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه د کډوالو حالت لا خرابوي.

هغه وویل: «ښځې او ماشومان نږدې دوه اونۍ کېږي چې په موټرو کې ناست دي».

له پاکستان او ایران نه نږدې ۵زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۴۳ GMT+۱
له پاکستان او ایران نه نږدې ۵زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۹۰۲ کډوالې کورنۍ چې ټولیز شمېر یې ۴زره او ۷۸۲ کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې شوې دي.

یاد کمېسیون ویلي، چې دغه کورنۍ د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د نیمروز د ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې او د هرات د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

دغه کمېسیون زیاته کړې، چې له دې ډلې د تورخم له لارې ۷۲۹، د سپین بولدک له لارې ۶۰، د ورېښمو پله له لارې ۸۵، د بهرامچې له لارې ۳ او د اسلام‌کلا له لارې ۲۵ کورنې افغانستان ته ستنې شوې دي.

طالبانو ویلي، په همدې ورځ یې ۶۱۴ کورنۍ چې ټولټال ۳زره او ۴۳۰ کسان کېږي؛ خپلو مېنو ته لېږدولې دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له ۲۰۲۳کال راهیسې څه باندې ۲،۱ مېليونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
یوشمېر افغان کډوال بیا نیوکه کوي، چې د بېرته ستنېدو پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي. د یادو کډوالو په خبره؛ د دوی د ثبت لړۍ ټکنۍ ده او په دې برخه کې ګومارل شوي پاکستاني کارکوونکي خورا کم دي.