• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په اروزګان کې د جمعې لمانځه لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۷ GMT+۱

په اروزګان کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، چې د مرکز ترینکوټ په ګډون په ټولو ولسوالیو کې یې د جوماتونو د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر نیولي وو. طالبانو ویلي، چې نن هېڅ ډول امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې، خو د شته ګواښونو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

په اروزګان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ نن جمعه، د غويي په ۱۱مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د ترینکوټ ښار پر مهمو نقطو او هغو جوماتونو باندې چې د جمعې لمونځ پکې ادا کېده، وسلوال سرتېري ګمارل شوي وو. دا لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې د جمعې په ورځ د جوماتونو د امنیت لپاره په دې کچه اقدامات اعلانېږي.

که څه هم طالب چارواکو تر اوسه د کوم ځانګړي ګواښ یادونه نه ده کړې، خو د امنیتي تدابیرو په ترڅ کې یې ډاډ ورکړی چې د خلکو د خوندیتوب لپاره یې ټولې لازمې چارې ترسره کړې دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د کارګرو نړۍواله ورځ؛ د افغان کارګرو د اېستلو له امله بلوچستان کې ورځنی ژوند اغېزمن شوی

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۸:۵۳ GMT+۱
د کارګرو نړۍواله ورځ؛ د افغان کارګرو د اېستلو له امله بلوچستان کې ورځنی ژوند اغېزمن شوی
100%

د پاکستان د کارګرو فدراسیون د بلوچستان څانګې سرمنشي پیر محمد کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د زرګونه افغان کارګرو د اېستلو له امله پاکستان ته سخت زیان رسېدلی او افغانستان ته د افغان کارګرو له ستنېدو سره د بلوچستان عاید خورا کم شوی دی.

نوموړي د مئ لومړۍ نېټه د کارګرو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي:« نړۍ اوس په يوه کلي بدله شوې او موږ په یوه کلي کې ژوند کوو. د کارګرو د ورځې فلسفه دا ده، چې د نړۍ په هر کونج کې پر کارګرو چې کوم ظلم کېږي؛ موږ یې باید پر ضد غږ پورته کړو».
نوموړي زیاته کړې: «موږ په وار، وار ملګرو ملتونو، د پاکستان حکومت او افغان حکومت ته ويلي، يوه داسې تګلاره جوړه کړي چې په پاسپورټ یا د کار ورکولو په اسنادو افغان کارګر پاکستان ته راشي او کار وکړي».
هغه وایي، چې اوس هم ګڼ شمېر بنګالیان د بلوچستان ساحلي سیمو ګډانۍ او ګوادر ته د کار لپاره ځي، کښتۍ جوړوي او کبان نيسي. پیر محمد کاکړ زیاته کړه، چې د افغان کارګرو له اېستلو سره د کان کېندنې، کروندې او ورځنۍ چارې زیاتې اغېزمنې شوې دي.
نن په نړۍ کې د کارګرو نړۍوال ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې د کوټې په باچا خان څلور لارې له سهار راهیسې ځايي کارګر د کار موندنې لپاره ناست دي؛ د دغو کسانو په کتار کې یو ۵۳کلن غلام سرور هم ناست دی.
غلام سرور افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې له ۲۵ کالو راهیسې د باچا خان څلور لارې ته د کار موندنې لپاره راځي. نوموړي زیاته کړه، چې مخته به دلته ډېر زیات کارګر راتلل چې ډېری یې افغان کارګر وو او ځايي خلکو به هم افغان کارګر له ځان سره د کار لپاره وړل. د هغه په وینا؛ اوس داسې نه‌ده، دلته ټول‌ټال درې افغان کارګر هم پاتې نه‌دي.

غلام سرور وويل:« افغان کارګر له ځايي کارګرو څخه په کار کې زیات تکړه وو، موږ په ماشینونو د کوټو چتونه ماتوو او دوی به په مارتورړ ماتول». د نوموړي په وینا؛ ځايي خلک چې کار پیل کړي بیا په نیمه کې یې پرېږدي؛ خو افغانان داسې نه‌وو، هغو به هر ډول سخت کار سر ته رسولو.

۶۵ کلن میر احمد هم له هغو کارګرو څخه دی، چې له څلوېښتو کلونو راهیسې د باچا خان څلور لارې ته د کار موندنې لپاره ځي. هغه وايي، حکومت ټول کارګر و اېستل چې زیان يې هم ځايي خلکو ته اوښتی دی.
د نوموړي په وینا؛ یوه افغان کارګر به په ۵۰۰ یا زر کلدارو کار کاوه. هغه وایي، یوه افغان کارګر به ۲۵ خښتې په شا وتړلې او څو پوړیزې ودانۍ ته به یې پورته کړې چې بل څوک یې نه‌شي کولی.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان ته هم ستانه شوي افغان کډوال د بې‌کارۍ له پراخې کچې شکایت کوي.

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي له طالبانو وغوښتل چې ټول نیول شوي خبریالان سملاسي خوشې کړي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۸:۰۳ GMT+۱
د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي له طالبانو وغوښتل چې ټول نیول شوي خبریالان سملاسي خوشې کړي
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو غوښتي، چې د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت ټول نیول شوي خبریالان سملاسي او بې له شرطه خوشې کړي.

ښاغلي بېنېټ ټینګار وکړ، چې د رسنیو کارکوونکي باید وکولای شي د بیان ازادۍ حق وکاروي او د غچ اخیستنې، ځورونې یا نیونې له وېرې پرته خپل کار ته دوام ورکړي. ریچارد بېنېټ ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي «په اندېښمنوونکي ډول کمه شوې» او خپلواکه خبریالي «سخته محدوده» شوې ده.

د هغه په وینا؛ طالبانو د محدودیتونو په لګولو سره داسې فضا رامنځته کړې، چې د خبریالانو او معلوماتي سرچینو ترمنځ یې «پراخه ځان‌سانسورۍ» ته لاره هواره کړې ده. نوموړي زیاته کړه، هغه افغانان چې له رسنیو سره خبرې کوي د ګواښونو، څار او ان له نیولو سره مخ شوي، چې د معلوماتو ازاد بهیر نور هم کمزوری کوي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار کړی، چې ان عادي راپور ورکول هم خطرناک کېدای شي؛ په ځانګړي ډول که دغه راپورونه انتقادي یا حساس موضوعات لکه د ښځو او نجونو حقونه تر پوښښ لاندې ونیسي.

هغه وویل، چې ګواښ او وېره عامه شوې او له «بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ» تورونه د طالبانو ځانګړې غوسه راپاروي. د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا؛ په ۲۰۲۵کال کې لږترلږه د ۳۴ خبریالانو د نیولو پېښې ثبت شوې دي.

ریچارد بېنېټ د ښځینه خبریالانو وضعیت لا ډېر ستونزمن وباله. د هغه په خبره، هغوی نه یوازې په کاري چاپېریال کې له تبعیض سره مخ دي؛ بلکې د تګ‌راتګ پر ازادۍ محدودیتونو او د جبري حجاب مراعتولو شرط سره هم مخامخ دي.

هغه دغه بهیرونه د «مدني فضا د تنګېدو» او په افغانستان کې د بیان ازادۍ د لا زیاتې ځپنې برخه وګڼله او زیاته یې کړه، چې د بشري حقونو مدافعین، مدني فعالان او هر هغه څوک چې د طالبانو له پالیسیو سره مخالفت کوي له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي.

د هغه په وینا؛ کتابونه او نورې خپرونې سانسور کېږي، د معلوماتو بېلابېلو سرچینو ته لاسرسی محدود شوی او ان خبریالان د خواله رسنیو د پوسټونو له امله مجازات کېږي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د طالبانو «تش په نوم جزايي مقررات» د عامه او مذهبي شخصیتونو پر وړاندې نیوکه د مبهمو او اېډیالوژیکو اصطلاحاتو له لارې جرم ګرځوي، چې دا کار د عامه بحث فضا نوره هم سړه کوي، ځان‌سانسوري زیاتوي او نه یوازې خبریالان؛ بلکې فعالان، پوهان او د نظر مخالفین هم وېروي.

ریچارد بېنېټ د هغو افغان خبریالانو د «مقاومت» ستاینه وکړه، چې د هېواد دننه یا په جلاوطنۍ کې کار کوي؛ خو د نړۍوالو مالي او تخنیکي ملاتړ کمېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل، په داسې وخت کې چې خپلواکه خبریالي تر بل هر وخت ډېره اړینه ده؛ دغه کمښتونه د رسنیو توان سخت محدودوي، چې خوندي کار وکړي، معلوماتو ته لاسرسی ومومي او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه میداني راپورونو ته دوام ورکړي.

هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د مطبوعاتو د نړۍوالې ورځې په مناسبت له افغان خبریالانو سره یووالی وښيي، د خپلواکو رسنیو مالي او تخنیکي ملاتړ پراخ کړي، د افغانستان دننه او له هېواده بهر د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره غږ پورته کړي او له ګواښ سره د مخ کسانو لپاره د ملاتړ مېکانیزمونه برابر کړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار وکړ: «ازادې او خپلواکې رسنۍ نه یوازې د بشري حقونو بنسټ دی؛ بلکې د افغانستان راتلونکې لپاره یو نه انکارېدونکې اړتیا هم ده».

د خبریالانو ناروښانه برخلیک؛ جلاوطنه افغان خبریالانې افغانستان ته له جبري ستنېدو وېره لري

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۴:۳۱ GMT+۱
د خبریالانو ناروښانه برخلیک؛ جلاوطنه افغان خبریالانې افغانستان ته له جبري ستنېدو وېره لري
100%

پاکستان کې مېشتې افغان ښځینه خبریالانې او فعالانې چې اوس‌مهال د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ دي وایي، افغانستان ته بېرته تګ کولای شي د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي. افغان خبریاله یاسمین نبي‌زاده د طالبانو تر ګواښونو وروسته دامهال په پاکستان کې له یوه ناروښانه برخلیک سره مخ ده.

هغه وایي، چې اوس افغانستان ته د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ ده. نوموړې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د ښځو د حقونو او مدني اعتراضونو د پوښښ په برخه کې د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله اړه شوه افغانستان پرېږدي. هغه اوس په پاکستان کې ژوند کوي او د خپل ځان او کورنۍ لپاره د ناخوندي او بې‌ثباته وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.

د هغې په وینا؛ لومړنی جدي ګواښ هغه مهال پیل شو، چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانېستلو په ملاتړ د یوې اعتراضي غونډې د خبري پوښښ لپاره ورغلې وه. په دغه پېښه کې طالبانو پر لاریونوالو برید وکړ او خبریالان او لاریونوال تېښتې ته اړ شول.

هغې همداراز د بلې پېښې یادونه کړې، چې د کاج ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو لپاره د یوې عدالت غوښتنې غونډې راپور جوړولو پرمهال رامنځته شوې وه. د هغې په وینا؛ طالبانو پر دغه غونډه هم برید وکړ او یوشمېر ګډونوال یې ونیول. هغه زیاتوي، چې یوه نیول شوې نجلۍ په زندان کې مړه شوه او بلې تر خوشې کېدو وروسته د رواني فشارونو له امله ځان وژنه وکړه.

نبي‌زاده وايي، د دغه راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو له‌خوا ونیول شوه او څو ساعته تر پوښتنو ګروېږنو، ګواښونو، رواني فشار لاندې وساتل شوه. د هغې په وینا؛ وروسته په لنډمهالي او مشروط ډول خوشې شوه.

یاسمین زیاتوي، له خوشې کېدو وروسته او د ځینو نړۍوالو بنسټونو او د بشري حقونو د فعالانو په سلا اړه شوه چې بلخ ولایت پرېږدي. هغه وايي، د بلخ څخه تر پنجشېر او بیا کابل پورې د تېښتې سفر یې شپږ ورځې وخت ونیوه او په دې موده کې یې تل ځان پټ ساته او د طالبانو له څار یې ځان ژغوره.

یاسمین نبي‌زاده بالاخره په ۲۰۲۳کال کې له خپلو درېیو کوچنیو ماشومانو سره د ځمکې له لارې پاکستان ته ولاړه؛ خو اوس هم له یوې نوې ستونزې سره مخ ده. د هغې په وینا؛ له دوو کلونو زیات وخت کېږي، چې له ناروښانه برخلیک سره مخ ده.

نبي‌زاده ټینګار کوي، که بېرته افغانستان ته ستنه شي؛ نو د خپلې کاري مخینې له امله به له نیول کېدو، شکنجې او حتی له مرګ سره مخ شي. نوموړې شکایت کوي، چې د کډوالۍ له پیل راهیسې تراوسه یې د هېڅ کورني یا نړۍوال بنسټ له‌خوا هېڅ ډول مرسته نه‌ده ترلاسه کړې او په دې موده کې یې له ډېرو محدودو امکاناتو سره ژوند ته دوام ورکړی دی.

د یاسمین نبي‌زاده کیسه د هغو لسګونه افغان ښځینه خبریالانو د وضعیت انځور وړاندې کوي، چې تر وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د هېواد دننه د امنیتي ګواښونو او په جلاوطنۍ کې د ناروښانه برخلیک سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې او نړۍوالو سازمانونو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د افغان خبریالانو او نورو فعالانو اېستل دوی د غچ اخیستنې، خپلسرې نیونې او د نورو جدي زیانونو په ګډون له احتمالي ګواښونو سره مخ کوي.

له جلاوطنۍ د المپیک تر هیلو؛ د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې د نړۍوالو سیالیو پر لور

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۵۱ GMT+۱
له جلاوطنۍ د المپیک تر هیلو؛ د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې د نړۍوالو سیالیو پر لور
100%

د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړې چې دامهال جلاوطنه دي، د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) د وروستۍ پرېکړې له امله یو ځل بیا د المپیک سیالیو ته لاره موندلې او راتلونکې ته هیله‌منې شوې دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ فیفا په خپلو مقرراتو کې بدلون راوستی، چې له مخې یې دغه لوبغاړې کولای شي په رسمي ډول په نړۍوالو سیالیو کې برخه واخلي. دغه پرېکړه د «افغان متحدو ښځو» د لوبډلې د ملاتړ پر دوام شوې؛ هغه لوبډله چې د جلاوطنه افغان ښځینه‌و لوبغاړو لپاره جوړه شوې ده.
دغه لوبډله اوس‌مهال د لوبغاړو پر غوراوي بوخته ده او په دې برخه کې فیفا په انګلستان او اسټرالیا کې سیمه‌ییز انتخابي کمپونه ترسره کړي دي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ ګول ساتونکې فاطمه یوسفي چې اوس د اسټرالیا په ملبورن ښار کې ژوند کوي، ویلي چې د دغه خبر تر خپرېدو وروسته دوی یو وار بیا هیله‌منې شوې دي.
هغې زیاته کړې، چې دغه لاسته راوړنه نه یوازې د جلاوطنه لوبغاړو لپاره مهمه ده؛ بلکې د هغو ښځو لپاره هم ارزښت لري، چې لاهم په افغانستان کې له ورته فرصتونو بې‌برخې دي.
د افغانستان د فوټبال ښځینه‌و لوبډله په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، عملاً له نړۍوالو سیالیو څخه پاتې شوه. د زده‌کړو، کار او ورزش په برخو کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه د دې لامل شوي، چې ګڼ شمېر ښځینه ورزشکارانې یا جلاوطنه شي او یا خپل سپورتي فعالیتونه ودروي.
په ۲۰۲۱کال کې تر سیاسي بدلونونو وړاندې شاوخوا ۲۵ ښځینه لوبغاړو په رسمي ډول د افغانستان له ملي لوبډلې سره قراردادونه درلودل، چې ډېری یې اوس د اسټرالیا په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي.

ټاکل شوې، چې یاده لوبډله به د جون په میاشت کې بېرته لوبو ته ستنه شي؛ خو د لوبې، سیالانو او ځای په اړه یې جزییات لا نه‌دي اعلان شوي. له دغه پرمختګ سره د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال لوبډله به د برازیل په ۲۰۲۷کال کې د ښځو د نړۍوال جام په کوالیفای سیالیو کې ګډون ونه کړي؛ خو د ۲۰۲۸کال د لاس انجلس اولمپیک لوبو لپاره د کوالیفای سیالیو کې د ګډون چانس لري.

فاطمه یوسفي چې اوس د ساوت ملبورن په کلب کې هم لوبېږي ویلي: «که موږ وکولای شو دغه سیالیو ته لار ومومو، دا به زموږ د لوبډلې لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه وي». هغې همداراز له افغانستان نه د وتلو ستونزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې ډېرو لوبغاړو په سختو او خطرناکو شرایطو کې له لږو امکاناتو سره هېواد پرېښود. د هغې په وینا؛ هغوی ان اړې شوې چې د ځان امنیت لپاره خپل هویت پټ وساتي.

سره له دې دغه لوبغاړې اوس هیله لري، چې له دغه نوي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره نه یوازې نړۍوالو سیالیو ته بېرته ستنې شي؛ بلکې د افغان ښځو غږ نړۍ ته ورسوي او راتلونکو نسلونو ته الهام بخښونکې اوسي.

جمعیت اسلامي: له طالبانو څخه د افغانستان ژغورل یو ملي او نړۍوال مسوولیت دی

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱
جمعیت اسلامي: له طالبانو څخه د افغانستان ژغورل یو ملي او نړۍوال مسوولیت دی
100%

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د یونېسف تازه راپور په غبرګون خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د واک دوام د افغانستان راتلونکی په ټولو برخو کې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. د طالبانو دغه مخالف ګوند ویلي، له دغه وضعیت څخه د افغانستان ژغورل یو «ګډ ملي او نړۍوال مسوولیت» دی.

جمعیت اسلامي ګوند د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي: «د طالبانو د غاصبانه او نامشروع واک دوام نه یوازې هېواد ته سیاسي زیانونه اړوي؛ بلکې د افغانستان راتلونکی په ټولو برخو او په ځانګړي ډول اقتصادي، ټولنیزو، روغتیايي او کلتوري برخو کې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی».

دغه ګوند زیاته کړې، چې د طالبانو د واک دوام له امله رامنځته شوی ګواښ ښايي د افغانستان له پولو هم واوړي او نورو سیمو ته خپور شي. یونېسف په هغه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو خبرداری ورکړی، که د طالبانو له‌خوا پر ښځو پراخ محدودیتونه دوام وکړي؛ نو افغانستان به تر ۲۰۳۰کال پورې د شاوخوا ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

یونېسف اعلان وکړ، چې اوسنی کړکېچ لاهم ماشومان له زده‌‌کړو او روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کړي او د افغانستان اقتصاد او هغه بنسټیز خدمات چې پر مسلکي ښځو ولاړ دي؛ سخت کمزوري کړي دي.

د راپور له مخې؛ د افغانستان په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه په ۲۰۲۳کال کې له ۲۱ سلنې څخه په ۲۰۲۵کال کې ۱۷.۷ سلنې ته راټیټه شوې ده. یونېسف یادونه کړې، چې له یو مېلیون څخه زیاتې نجونې د طالبانو د امر له مخې له منځنیو او لوړو زده‌‌کړو بې‌برخې شوې دي او که دغه بندیز تر ۲۰۳۰کال پورې دوام وکړي؛ نو له دوو مېلیونو زیاتې نجونې به د لومړنۍ دورې پورته زده‌‌کړو ته لاسرسی ونه لري.

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د دغه راپور د خپرېدو هرکلی کړی او دا یې په ملي او نړۍواله کچه د «د طالبانو د نامشروع واک د ګواښ د لا څرګندولو» یو مهم ګام بللی دی. دغه ګوند ټینګار کړی، چې طالبانو د افغانستان ژوند په بنسټیزو برخو کې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.