ښاغلي بېنېټ ټینګار وکړ، چې د رسنیو کارکوونکي باید وکولای شي د بیان ازادۍ حق وکاروي او د غچ اخیستنې، ځورونې یا نیونې له وېرې پرته خپل کار ته دوام ورکړي. ریچارد بېنېټ ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي «په اندېښمنوونکي ډول کمه شوې» او خپلواکه خبریالي «سخته محدوده» شوې ده.
د هغه په وینا؛ طالبانو د محدودیتونو په لګولو سره داسې فضا رامنځته کړې، چې د خبریالانو او معلوماتي سرچینو ترمنځ یې «پراخه ځانسانسورۍ» ته لاره هواره کړې ده. نوموړي زیاته کړه، هغه افغانان چې له رسنیو سره خبرې کوي د ګواښونو، څار او ان له نیولو سره مخ شوي، چې د معلوماتو ازاد بهیر نور هم کمزوری کوي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار کړی، چې ان عادي راپور ورکول هم خطرناک کېدای شي؛ په ځانګړي ډول که دغه راپورونه انتقادي یا حساس موضوعات لکه د ښځو او نجونو حقونه تر پوښښ لاندې ونیسي.
هغه وویل، چې ګواښ او وېره عامه شوې او له «بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ» تورونه د طالبانو ځانګړې غوسه راپاروي. د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا؛ په ۲۰۲۵کال کې لږترلږه د ۳۴ خبریالانو د نیولو پېښې ثبت شوې دي.
ریچارد بېنېټ د ښځینه خبریالانو وضعیت لا ډېر ستونزمن وباله. د هغه په خبره، هغوی نه یوازې په کاري چاپېریال کې له تبعیض سره مخ دي؛ بلکې د تګراتګ پر ازادۍ محدودیتونو او د جبري حجاب مراعتولو شرط سره هم مخامخ دي.
هغه دغه بهیرونه د «مدني فضا د تنګېدو» او په افغانستان کې د بیان ازادۍ د لا زیاتې ځپنې برخه وګڼله او زیاته یې کړه، چې د بشري حقونو مدافعین، مدني فعالان او هر هغه څوک چې د طالبانو له پالیسیو سره مخالفت کوي له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي.
د هغه په وینا؛ کتابونه او نورې خپرونې سانسور کېږي، د معلوماتو بېلابېلو سرچینو ته لاسرسی محدود شوی او ان خبریالان د خواله رسنیو د پوسټونو له امله مجازات کېږي.
هغه خبرداری ورکړی، چې د طالبانو «تش په نوم جزايي مقررات» د عامه او مذهبي شخصیتونو پر وړاندې نیوکه د مبهمو او اېډیالوژیکو اصطلاحاتو له لارې جرم ګرځوي، چې دا کار د عامه بحث فضا نوره هم سړه کوي، ځانسانسوري زیاتوي او نه یوازې خبریالان؛ بلکې فعالان، پوهان او د نظر مخالفین هم وېروي.
ریچارد بېنېټ د هغو افغان خبریالانو د «مقاومت» ستاینه وکړه، چې د هېواد دننه یا په جلاوطنۍ کې کار کوي؛ خو د نړۍوالو مالي او تخنیکي ملاتړ کمېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل، په داسې وخت کې چې خپلواکه خبریالي تر بل هر وخت ډېره اړینه ده؛ دغه کمښتونه د رسنیو توان سخت محدودوي، چې خوندي کار وکړي، معلوماتو ته لاسرسی ومومي او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه میداني راپورونو ته دوام ورکړي.
هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د مطبوعاتو د نړۍوالې ورځې په مناسبت له افغان خبریالانو سره یووالی وښيي، د خپلواکو رسنیو مالي او تخنیکي ملاتړ پراخ کړي، د افغانستان دننه او له هېواده بهر د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره غږ پورته کړي او له ګواښ سره د مخ کسانو لپاره د ملاتړ مېکانیزمونه برابر کړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار وکړ: «ازادې او خپلواکې رسنۍ نه یوازې د بشري حقونو بنسټ دی؛ بلکې د افغانستان راتلونکې لپاره یو نه انکارېدونکې اړتیا هم ده».