د جرمني د دفاع وزیر د امریکايي ځواکونو له کمېدو وروسته د اروپا پر پیاوړي دفاع ټینګار وکړ

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس اعلان وکړ، چې له جرمني څخه د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو وتل باید د دې لامل شي چې اروپایان خپله دفاع نوره هم پیاوړې کړي.

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس اعلان وکړ، چې له جرمني څخه د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو وتل باید د دې لامل شي چې اروپایان خپله دفاع نوره هم پیاوړې کړي.
د جرمني د دفاع وزیر ویلي، چې له جرمني څخه د امریکايي سرتېرو پلان شوې پریکړه باید اروپايي هېوادونه دې ته وهڅوي چې خپلې دفاعي وړتیاوې لاپسې پیاوړې کړي.
د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریس ویلي، چې دا پرېکړه تمه کېدونکې وه.
د جرمني د دفاع وزیر زیاته کړې، چې د سرتېرو ایستل به په جرمني کې د امریکا پر شاوخوا ۴۰ سرتېرو اغېز وکړي. «موږ اروپایان باید د خپلې امنیتي ساتنې ډېره برخه خپله پر غاړه واخلو.»
نوموړي ټینګار وکړ چې جرمني د خپلو وسله والو ځواکونو پر پراخلو، د پوځي تجهیزاتو د تدارکاتو په چټکولو او د بنسټیزو تاسیساتو په جوړولو سره په سم لوري روان دی.
د سرتېرو د ایستلو دا لړۍ وروسته له هغه توده شوه چې ډونالډ ټرمپ د جرمني له لومړي وزیر فریدریښ ميرز سره په منځني ختیځ کې د واشنګټن پر ستراتیژۍ له ناندریو وروسته، د ځواکونو د ایستلو ګواښ وکړ.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وایي په تېره یوه اوونۍ کې مسکو پر اوکراین شاوخوا ۱۶۰۰ بریدیز ډرونونه، سلګونه هدایتشوې بمونه او توغندي کارولي دي.نوموړی زیاتوي چې دغه بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي.
زیلنسکي په خپل ایکس پوسټ کې ویلي چې د خېرسون ښار پر یوه ښاري بس د روسیې د ډرون برید کې دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي: «ټول ټپیان ملکيان دي، او روسان په بشپړ ډول پوهېدل چې دا ملکي خلک دي.»
د اوکراین ولسمشر زیاته کړې چې دا ډول بریدونه د جګړې لومړۍ کرښې او سرحدي سیمو کې ورځنی واقعیت ګرځېدلی دی. د هغه په وینا، په خارکیف کې د استوګنې پر ودانۍ هم ډرون برید شوی او د مایکولایف په سیمه کې د انرژۍ پر تاسیساتو حملې شوې دي.
نوموړي ویلي چې د دې ترڅنګ د دنیپرو، اودیسه، سومي، خېرسون او دونیڅک سیمې هم تر بریدونو لاندې راغلې دي.
زیلنسکي ټینګار کړی چې روسیه هڅه کوي د پراخو بریدونو له لارې د اوکراین هوايي دفاع سیستمونه تر فشار لاندې راولي، او زیاته کړې یې ده چې د مخنیوي توغندیو دوامداره اکمال حیاتي ارزښت لري.
هغه خبرداری ورکړی چې پر روسیې د نړیوال فشار کمېدل به یوازې د دې هېواد د جګړې توان زیات کړي. د هغه په وینا: «د بندیزونو هر ډول نرمښت د دې لامل کېږي چې روسیه خپل مالي سرچینې بېرته ډکې کړي او بیا یې پر جګړه ولګوي.»
زیلنسکي د هغو هېوادونو او بنسټونو مننه هم کړې چې د روسیې پر وړاندې د نویو بندیزونو د لګولو او د بندیزونو د تېښتې د مخنیوي لپاره کار کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: «نشئ کولای ایران ته اټومي وسله ورکړئ. هغوی به ډېر ژر د اسراییل په نوم ځای باندې به یې وکاروي، په منځني ختیځ کې به یې هم وکاروي، په اروپا کې به یې هم وکاروي او زما په فکر له هغه وروسته به زموږ نوبت وي».
هغه زیاته کړه: «خو دا کار به ونهشي. په اړه یې مه اندېښمن کېږئ. موږ هغوی له منځه وړي دي».
ټرمپ د جمعې په شپه وویل: «دا مهال زه په ایران کې له ډېرو بېرحمو خلکو سره مخ یم. زه نهشم ویلی، چې حالات ډېر ښه روان دي، خو هېڅکله باید ایران ته اټومي وسله ورنهکړل شي».
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «دوی هیڅ مشر نهلري. مشران یې هم تللي دي. دا زموږ د ستونزې یوه برخه ده؛ ځکه موږ نه پوهېږو چې له چا سره مخ یو... موږ له یوه سره خبرې وکړې او بیا بل چا اړیکه ونیوله».
هغه همدارنګه دایران د نظامي وړتیاوو په اړه وویل: «د دوی د پوځ لپاره یو څه اندازه توغندي پاتې دي. د توغندیو د جوړولو یو څه ظرفیت هم ورته پاتې دی. موږ د نویو توغندیو د تولید نږدې ۸۵ سلنه ظرفیت له منځه وړی دی. موږ نږدې ۸۲ سلنه ظرفیت یې له منځه وړی، خو دا په دې معنا ده، چې دوی توغندي لري. موږ د دوی د بېپیلوټه الوتکو ډېرې فابریکې له کاره اچولي دي، خو لا هم د ډرون جوړولو یو څه ظرفیت ورته پاتې دی».
ټرمپ وویل: «بېپیلوټه الوتکې هم خورا اغېزناکې دي، که څه هم موږ په دې لړ کې پرمختګونه کړي دي».
د امریکا جګړې وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې متحده ایالات به خپل پنځه زره سرتېري له جرمني څخه وباسي. رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې دا ګام ښايي د جرمني پر وړاندې یو غبرګون وي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ولسمشر او اروپا تر منځ د ایران د جګړې په تړاو اختلافات روان دي.
د امريکا ولسمشر د همدې اونۍ په پيل کې د جرمني له لومړي وزیر فرېدرېښ مېرڅ سره تر لفظي شخړې وروسته دې هېواد کې د امريکايي ځواکونو د کمولو احتمال ياد کړی وو.
مېرڅ د دوشنبې په ورځ ويلي وو، چې امريکا د ايران د جګړې په اړه روښانه تګلاره نهلري او تهران د خبرو اترو پر مهال واشنګټن له ستونزمن حالت سره مخ کړی دی.
ټرمپ همدارنګه په ښکاره توګه د ایران پر ضد له امریکا څخه د نهملاتړ له امله پر فرېدرېښ مېرڅ او د ناټو د نورو غړو هېوادونو پر مشرانو نيوکه کړې وه.
په جرمني کې د امريکا پوځي حضور اوږده مخينه لري او د دويمې نړيوالې جګړې له پای او د سړې جګړې له کلونو راهيسې دوام لري. د امريکا د جګړې وزارت د شمېرو له مخې، تر تېر ډسمبر پورې نږدې پنځوس زره فعال پوځيان، احتياطي ځواکونه او ملکي کارکوونکي د جرمني په بېلابېلو اډو کې مېشت وو.
جرمني همدارنګه د امريکا د اروپايي او افريقايي قومندانیو کوربه دی او د رامشتاين هوايي اډه د امريکا له مهمو پوځي عملياتي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. له جاپان وروسته، جرمني هغه هېواد دی چې د امريکا تر ټولو ډېر پوځيان پهکې مېشت دي.
ټرمپ له کلونو راهيسې پر ناټو نيوکې کوي او د دې تړون غړي هېوادونه تورنوي، چې د خپلو پوځونو د پياوړتيا لپاره کافي لګښت نهکوي او تر ډېره بريده پر امريکا تکيه لري. هغه څو ځله ويلي، چې اروپايي هېوادونه بايد د روسيې د يرغل پر وړاندې د اوکراين په ملاتړ کې زيات مسووليت واخلي.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو کانګ ویلي، چې د فلسطین موضوع د منځني ختیځ په کړکېچ کې د روانو ترینګلتیاوو سرچینه ده. هغه د چین له لوري په مې میاشت کې د امنیت شورا د دورهيي مشرتابه چارو د پیل په مناسبت ویلي، چې دا موضوع باید له پامه ونه غورځول شي.
فو کانګ د جمعې په ورځ (د غويي ۱۱مه) په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې د فلسطین او اسراییل تکراري شخړو له لسیزو راهیسې دواړو خواوو او سیمې ته لوی سرخوږی جوړ کړی او په باور یې، د فلسطینیانو له ملي حقونو انکار «د خپل وخت لویه بېعدالتي» ده. هغه زیاته کړې، چې دا وضعیت باید ودریږي او «دوه دولتي حل» یوازنۍ عملي لاره ده؛ هر نوی میکانیزم باید دغه لاره پیاوړې کړي.
د چین استازي څرګنده کړې، چې هېواد به یې د امنیت شورا له نورو غړو سره یو ځای د فلسطین د قضیې د هر اړخیز، عادلانه او دوامدار حل لپاره هڅې وکړي، څو د فلسطین او اسراییل سولهییز ګډ ژوند او د منځني ختیځ تلپاتې ثبات تحقق ومومي. هغه وویل، چین به د شورا په کار کې انصاف او شفافیت وساتي او د مسوولیت له قوي احساس او رغنده تګلارې سره همکاري پیاوړې کړي.
چین تر دې مخکې هم په ملګرو ملتونو کې په فلسطین کې د اوربند، د ملکيانو د خوندیتوب او د دوه دولتي حل د بیا فعاله کولو غوښتنې تکرار کړي دي. د رویټرز د راپور له مخې، بېجېنګ ځان د منځګړیتوب پلوي او د څو اړخیز نظم ملاتړی معرفي کوي او وایي، امنیت شورا باید د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
د والسټریټ ژورنال د راپور لهمخې، ایران په مذاکراتو کې د اوسني بندښت د پای ته رسولو لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړی؛ هغه وړاندیز چې د باخبره سرچینو په وینا، له امریکا سره د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د تهران په دریځ کې د نرمښت ښکارندويي کوي.
د باخبره سرچینو په وینا، ایران منځګړو ته ویلي،که واشنګټن له دې وړاندیز سره موافقه وکړي، دوی چمتو دي چې د راتلونکې اونۍ په لومړیو کې په پاکستان کې مذاکرات پیل کړي.
له دې سره سره لا هم دواړه لوري د هُرمز تنګي د بیا پرانېستلو او د اټومي پروګرام په څېر په کلیدي موضوعاتو کې جدي اختلافات لري او د دریځونو ترمنځ یې واټن پر ځای پاتې دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د غويي ۱۱مه) خبریالانو ته وویل: «دوی غواړي هوکړې ته ورسېږي، خو زه ترې خوښ نه یم. وګورو چې څه کېږي.»
باخبره سرچینو والسټریټ ژورنال ته ویلي، چې د ایران په نوي وړاندیز کې د بریدونو د بندولو او د ایران د بندرونو د محاصرې د پای ته رسولو په اړه د امریکا د تضمینونو په بدل کې، د هُرمز تنګي د بیا پرانېستلو لپاره د تهران پر شرایطو د بحث کولو چمتووالی شامل دی.
له دې وړاندې، ایران غوښتنه لرله، چې امریکا باید د خبرو اترو له پیل مخکې محاصره لغوه کړي او د جګړې د پای ته رسولو په اړه هوکړې ته ورسېږي، خو اوس یې په نوي وړاندیز کې ډېر انعطاف ښکاري.
د دې وړاندیز په بله برخه کې، ایران چمتوالی ښودلی، چې د امریکا د بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې به د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې وکړي.
له ایران سره د امریکا پخواني مرکچیانو ریچارډ نیپیو ویلي، چې دا طرحه کولی شي «انګیزې همغږې کړي»، ځکه دواړه لوري به له ځینو محدودو اقتصادي امتیازاتو برخمن شي او پېچلې موضوعګانې به راتلونکي ته وځنډول شي.
د ایران دولتي رسنیو هم تایید کړې، چې منځګړو ته یو نوی وړاندیز سپارل شوی او ویلي یې دي، چې تهران د واشنګټن د دریځ د بدلون په صورت کې، ډیپلوماسۍ ته د بېرته ګرځېدو لپاره چمتو دی.
په مقابل کې، سپینې ماڼۍ ویلي، چې د خصوصي خبرو اترو د جزییاتو په اړه تبصره نهکوي، خو ټینګار یې کړی، چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونهمومي.
دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ دوام لري او په پاکستان کې پخوانۍ خبرې اترې هم کومې پایلې ته نهوې رسېدلې.
ورته مهال، واشنګټن او تهران د ایران په شاوخوا اوبو کې په یوې اقتصادي جګړې او متقابل فشار بوخت دي.
ایران په وروستیو اونیو کې په هُرمز تنګي کې پر بېړیو په بریدونو سره، د نړۍ د نفتو د لېږد یوې مهمې لارې ته لاسرسی محدود کړی دی. په ځواب کې، امریکا هم د ایران پر بندرونو او بېړیو بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.
له دې ترینګلتیاوو سره سره، دواړه لوري لا هم د پاکستان، قطر، مصر او ترکیې په څېر د منځګړو له لارې یو بل ته پیغامونه لېږي.