• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د روغتیا وزارت چارواکو په بنګله‌دېش کې د روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۸:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم رییس نعیم‌الله ایوبي بنګله‌دېش ته د سفر پرمهال د هغه هېواد د درملو د تنظیم ادارې له مشر محمد عالمګیر حسین سره په لیدنه کې د روغتیايي سکتور د همکاریو پر پراختیا او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

ښاغلي ایوبي په دغه لیدنه کې له بنګله‌دېش غوښتي، چې په افغانستان کې د درملو او روغتیایي محصولاتو د ثبت او راجستر د پروسو اسانه کولو په برخه کې همکاري وکړي او د خپل عملي تجربې شریکولو ته چمتووالی وښيي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د دوشنبې په ورځ (د غویي ۱۴مه) په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه خواوو د تخنیکي همکاریو پر اهمیت، د کاري تجربو پر تبادلې او په روغتیايي سکتور کې د اړیکو پر لاپیاوړتیا ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۳
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۴

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

۵

د پېښور په حسن‌خېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د هرمز تنګي بندېدو افغانستان ته د مرستو لېږد لګښت درې برابره زیات کړی

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۱ GMT+۱
ملګري ملتونه: د هرمز تنګي بندېدو افغانستان ته د مرستو لېږد لګښت درې برابره زیات کړی
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف ویلي، چې د هرمز تنګي د تړلو له امله افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد لګښت په وروستیو میاشتو کې درې چنده لوړ شوی دی.

د هغه په وینا؛ د هرمز تنګي د لارې تړل کېدو او د ترانزیټ ګډوډېدو له امله د مرستو لېږد اوس د یوې اوږدې بدیلې لارې څخه ترسره کېږي. دغه توکي له دوبۍ څخه د هند، عمان، مصر او نورو هېوادونو له لارې په تېرېدو افغانستان ته رسېږي، چې له امله یې د لېږد موده نږدې درې اونۍ زیاته شوې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام مشر وایي، د دوی د خوړو مرستې د همدې اوږدې لارې له امله په ځنډ سره رسېږي او دغه وضعیت د افغان ماشومانو د لوږې ګواښ زیات کړی دی. هغه ویلي: «نن ورځ افغان ماشومان د همدې ستونزو له امله وږي پاتې کېږي». هغه خبرداری ورکړی، چې ځینې ماشومان ښایي خپل ژوند هم له لاسه ورکړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په خبره، د ټرانسپورتي لارو د ګډوډۍ له امله نه یوازې د افغانستان؛ بلکې په ټوله سیمه کې یې د مرستو رسولو پر سیستم اغېز کړی دی.

په کونړ کې د پاکستان په بریدونو کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۱
په کونړ کې د پاکستان په بریدونو کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي
100%

طالبان وايي، د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. په دغه تازه بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه هم ویجاړ شوي دي.

د کونړ د دانګام ولسوالۍ طالب ولسوال مولوي عمر صدیق وایي:« پاکستاني پوځیان د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او په ډېر ظلم سره ملکي‌ تاسیسات په نښه کوي». نوموړي زیاته کړې، د پاکستان پوځ د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه په بریدونو ۳ ملکي‌ وګړي وژلي او ۱۴ نور یې ټپيان کړي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

هغه وړاندې ویلي: «د پاکستان په بریدونو کې ۳ ملکي‌وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز، دوه جوماتونه تخریب شوي او ۸۰ څاروي تلف شوي دي».

نوموړي دغه بریدونه د ټولو اصولو خلاف عمل یاد کړی. د طالبانو د معلوماتو له مخې؛ پر کونړ د پاکستان د بریدونو له پيل راهیسې په دغه ولایت کې ۱۲ ښوونځي ویجاړ شوي، چې له امله یې ۱۷زره زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.

کندهار کې د ږېرو پر سر د فشار زیاتوالی؛ خلک وایي د طالبانو له‌خوا له لارو هم راګرځول کېږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۷:۴۴ GMT+۱
کندهار کې د ږېرو پر سر د فشار زیاتوالی؛ خلک وایي د طالبانو له‌خوا له لارو هم راګرځول کېږي
100%

په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو له لوري د ږېرو په اړه وروستي اقدامات د دغه ښار د اوسېدونکو لپاره په یوې نوې اندېښنې بدله شوې ده. خلک وايي، دغه لړۍ چې پخوا یوازې تر هټیو او مارکېټونو محدوده وه؛ اوس عامو سړکونو ته غځېدلې او ورځ تر بلې سخت دریځ خپلوي.

د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، مخکې به د طالبانو د امربالمعروف محتسبین بازارونو ته ورتلل او هلته به یې هټۍوال او کارکوونکي نیول چې ولې یې ږېره کمه کړې؛ خو اوس وضعیت بدل شوی دی.

د کندهار ښار یو ځوان نور احمد په دې اړه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «پخوا به که په هټۍ کې وې امکان وو، چې طالبان درباندې راشي؛ خو اوس که پر سړک روان یې هم درباندې غږ کوي او وایي، ږېره دې ولې خریلې ده بیا دې نو ریاست ته بیايي».

د خلکو په وینا؛ هغه کسان چې ږېره یې کمه کړې یا خریلې وي د محتسبینو له لوري درول کېږي، پوښتنې ترې کېږي او بیا د څو ساعتونو یا حتی یوې ورځې لپاره اړونده ریاستونو ته بیول کېږي او هلته ترې لیکلې ژمنه اخیستل کېږي چې بیا به ږیره نه کموي.

د کندهار یو بل اوسېدونکی اسدالله وایي: «ما خپله ولیدل، چې دوه کسان یې په هرات بازار کې راوګرځول چې ږېرې یې خریلې وې وروسته یې موټر ته پورته کړل؛ نو دغه کسان به هم په یو کار پسې راوتلي وو، کورنۍ به ورته په تمه وي خو دوی هغه ته نه ګوري».

د دغه ډول پېښو زیاتېدو د خلکو ترمنځ وېره خپره کړې او ډېری ځوانان وایي، چې اوس د ښار په واټونو کې په ازاده توګه ګرځېدل هم ورته ستونزمن شوي دي. سیمه‌ییز اوسېدونکي وايي، د طالبانو دغه کار نه یوازې د خلکو شخصي ازادي محدوده کړې؛ بلکې د سلمانیو پر کاروبار یې هم منفي اغېز کړی او د هغوی کاروبار تر ډېره درېدلی دی.

یوشمېر شنونکي وایي، چې دغه ډول سخت دریځي نه یوازې د خلکو شخصي ازادۍ محدودوي؛ بلکې د ټولنې پر رواني وضعیت هم منفي اغېز لري.

د راپورونو له مخې؛ محتسبین اوس په منظم ډول په ښار کې ګرځي خلک څاري او هغه کسان چې د دوی له ټاکلو معیارونو سره برابر نه وي دروي او له ځان سره یې بیايي. د طالبانو د امربالمعروف وزارت د کارکوونکو دغه سخت چلند د کندهار د اوسېدونکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.
خلک وایي، چې دغه ډول تند اقدامات نه یوازې ستونزې نه حلوي؛ بلکې نوې ستونزې زېږوي، ټولنه تر فشار لاندې راولي او د خلکو او ادارو ترمنځ واټن لا زیاتوي. په کندهار کې د طالبانو یادې ادارې تازه په دې اړه وضاحت نه‌دی ورکړی؛ خو ورته مخکېنیو خبرداریو کې یې ویلي، چې دغه اقدام د «شریعت» د پلي کولو په موخه ترسره کوي.

طالبان وایي ننګرهار کې یې پر نږدې ۳۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو استوګنیزې نمرې وېشلې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۱
طالبان وایي ننګرهار کې یې پر نږدې ۳۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو استوګنیزې نمرې وېشلې دي
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې یې پر راستنو شویو ۲۸۲ کډوالو کورنیو استوګنیزې نمرې وېشلې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه نمرې پرون یکشنبه د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب‌الله حیات حقاني له لوري وېشل شوې دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې یاد بهیر د منظم پلان له مخې پر مخ وړل کېږي او موخه یې راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې برابرول او د هغوی د ژوند شرایطو ښه کول ښودل شوي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ په خانکي ښارګوټي کې د استوګنیزو نمرو وېش تېره چهارشنبه پیل شوی، چې د پنجشنبې په ورځ ۴۹۸ کورنیو ته، د جمعې په ورځ ۴۱۳ کورنیو ته او د شنبې په ورځ ۵۳۰کورنیو ته استوګنیزې نمرې ورکړل شوې دي.

طالبان وایي، د یکشنبې ورځې د وېش په ګډون تراوسه ټولټال ۲۰۴۹ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ورکړل شوې دي او دغه لړۍ لاهم دوام لري. د طالب چارواکو په وینا؛ له پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۴نیم مېلیونه افغان کډوال د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران نه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي؛ خو طالبانو په دې موده کې یوازې پر څه باندې ۱۰زره کورنیو د استوګنې نمرې وېشلې، چې د راستنېدونکو پرتله خورا کمې دي.
سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

هرات کې یو فارم په هرو درېیو اونیو کې ۳۰زره چرګوړي تولیدوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱
هرات کې یو فارم په هرو درېیو اونیو کې ۳۰زره چرګوړي تولیدوي
100%

د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې د چرګانو یو تولیدي فارم په هرو درېیو اونیو کې ۳۰زره چرګوړي تولید او بازار ته وړاندې کوي. د دغه فارم مسوولین وایي، چې لسګونه کسانو ته یې په مستقیم او نامستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

د چرګانو د دغه فارم مسوول محمدعارف فیرزوي ویلي، چې په دغه فارم کې د لوړ کیفیت لرونکو تجهیزاتو او عصري‌ ماشینونو پر مټ تولید شوي چرګوړي روزل کېږي او په منظم ډول ساتل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاده کارخونه یې د بهرنیو وارداتو د مخنیوي او کورني تولید د پیاوړتیا په موخه جوړه کړې ده. فیروزي وايي،‌ چې په فارم کې یې د چرګوړو روغتیا، هوا، خوراک او نورو برخو ته پام کړی او په مسلکي ډول روزل کېږي.

یوشمېر سوداګر بیا وایي، وړاندې افغانستان ته له ایران او پاکستان نه په لوی شمېر چرګان، هګۍ او د چرګ غوښه راوړل کېده؛ خو اوس‌مهال په کور دننه تر ډېره د کورنیو تولیداتو له لارې دغه اړتیا پوره شوې ده.
تر دې وړاندې د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي و، تېرکال تر ۱.۲ مېلیونه ډېر چرګان او چرګوړي افغانستان ته صادر شوي. هغه وایي، د تېرکال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د ۱۲۰۰ مېلیارډه ریالو په ارزښت چرګان صادر شوي.