• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهار کې د ږېرو پر سر د فشار زیاتوالی؛ خلک وایي د طالبانو له‌خوا له لارو هم راګرځول کېږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۷:۴۴ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو له لوري د ږېرو په اړه وروستي اقدامات د دغه ښار د اوسېدونکو لپاره په یوې نوې اندېښنې بدله شوې ده. خلک وايي، دغه لړۍ چې پخوا یوازې تر هټیو او مارکېټونو محدوده وه؛ اوس عامو سړکونو ته غځېدلې او ورځ تر بلې سخت دریځ خپلوي.

د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، مخکې به د طالبانو د امربالمعروف محتسبین بازارونو ته ورتلل او هلته به یې هټۍوال او کارکوونکي نیول چې ولې یې ږېره کمه کړې؛ خو اوس وضعیت بدل شوی دی.

د کندهار ښار یو ځوان نور احمد په دې اړه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «پخوا به که په هټۍ کې وې امکان وو، چې طالبان درباندې راشي؛ خو اوس که پر سړک روان یې هم درباندې غږ کوي او وایي، ږېره دې ولې خریلې ده بیا دې نو ریاست ته بیايي».

د خلکو په وینا؛ هغه کسان چې ږېره یې کمه کړې یا خریلې وي د محتسبینو له لوري درول کېږي، پوښتنې ترې کېږي او بیا د څو ساعتونو یا حتی یوې ورځې لپاره اړونده ریاستونو ته بیول کېږي او هلته ترې لیکلې ژمنه اخیستل کېږي چې بیا به ږیره نه کموي.

د کندهار یو بل اوسېدونکی اسدالله وایي: «ما خپله ولیدل، چې دوه کسان یې په هرات بازار کې راوګرځول چې ږېرې یې خریلې وې وروسته یې موټر ته پورته کړل؛ نو دغه کسان به هم په یو کار پسې راوتلي وو، کورنۍ به ورته په تمه وي خو دوی هغه ته نه ګوري».

د دغه ډول پېښو زیاتېدو د خلکو ترمنځ وېره خپره کړې او ډېری ځوانان وایي، چې اوس د ښار په واټونو کې په ازاده توګه ګرځېدل هم ورته ستونزمن شوي دي. سیمه‌ییز اوسېدونکي وايي، د طالبانو دغه کار نه یوازې د خلکو شخصي ازادي محدوده کړې؛ بلکې د سلمانیو پر کاروبار یې هم منفي اغېز کړی او د هغوی کاروبار تر ډېره درېدلی دی.

یوشمېر شنونکي وایي، چې دغه ډول سخت دریځي نه یوازې د خلکو شخصي ازادۍ محدودوي؛ بلکې د ټولنې پر رواني وضعیت هم منفي اغېز لري.

د راپورونو له مخې؛ محتسبین اوس په منظم ډول په ښار کې ګرځي خلک څاري او هغه کسان چې د دوی له ټاکلو معیارونو سره برابر نه وي دروي او له ځان سره یې بیايي. د طالبانو د امربالمعروف وزارت د کارکوونکو دغه سخت چلند د کندهار د اوسېدونکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.
خلک وایي، چې دغه ډول تند اقدامات نه یوازې ستونزې نه حلوي؛ بلکې نوې ستونزې زېږوي، ټولنه تر فشار لاندې راولي او د خلکو او ادارو ترمنځ واټن لا زیاتوي. په کندهار کې د طالبانو یادې ادارې تازه په دې اړه وضاحت نه‌دی ورکړی؛ خو ورته مخکېنیو خبرداریو کې یې ویلي، چې دغه اقدام د «شریعت» د پلي کولو په موخه ترسره کوي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي ننګرهار کې یې پر نږدې ۳۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو استوګنیزې نمرې وېشلې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۱
طالبان وایي ننګرهار کې یې پر نږدې ۳۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو استوګنیزې نمرې وېشلې دي
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې یې پر راستنو شویو ۲۸۲ کډوالو کورنیو استوګنیزې نمرې وېشلې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه نمرې پرون یکشنبه د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب‌الله حیات حقاني له لوري وېشل شوې دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې یاد بهیر د منظم پلان له مخې پر مخ وړل کېږي او موخه یې راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې برابرول او د هغوی د ژوند شرایطو ښه کول ښودل شوي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ په خانکي ښارګوټي کې د استوګنیزو نمرو وېش تېره چهارشنبه پیل شوی، چې د پنجشنبې په ورځ ۴۹۸ کورنیو ته، د جمعې په ورځ ۴۱۳ کورنیو ته او د شنبې په ورځ ۵۳۰کورنیو ته استوګنیزې نمرې ورکړل شوې دي.

طالبان وایي، د یکشنبې ورځې د وېش په ګډون تراوسه ټولټال ۲۰۴۹ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ورکړل شوې دي او دغه لړۍ لاهم دوام لري. د طالب چارواکو په وینا؛ له پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۴نیم مېلیونه افغان کډوال د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران نه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي؛ خو طالبانو په دې موده کې یوازې پر څه باندې ۱۰زره کورنیو د استوګنې نمرې وېشلې، چې د راستنېدونکو پرتله خورا کمې دي.
سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

هرات کې یو فارم په هرو درېیو اونیو کې ۳۰زره چرګوړي تولیدوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱
هرات کې یو فارم په هرو درېیو اونیو کې ۳۰زره چرګوړي تولیدوي
100%

د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې د چرګانو یو تولیدي فارم په هرو درېیو اونیو کې ۳۰زره چرګوړي تولید او بازار ته وړاندې کوي. د دغه فارم مسوولین وایي، چې لسګونه کسانو ته یې په مستقیم او نامستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

د چرګانو د دغه فارم مسوول محمدعارف فیرزوي ویلي، چې په دغه فارم کې د لوړ کیفیت لرونکو تجهیزاتو او عصري‌ ماشینونو پر مټ تولید شوي چرګوړي روزل کېږي او په منظم ډول ساتل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاده کارخونه یې د بهرنیو وارداتو د مخنیوي او کورني تولید د پیاوړتیا په موخه جوړه کړې ده. فیروزي وايي،‌ چې په فارم کې یې د چرګوړو روغتیا، هوا، خوراک او نورو برخو ته پام کړی او په مسلکي ډول روزل کېږي.

یوشمېر سوداګر بیا وایي، وړاندې افغانستان ته له ایران او پاکستان نه په لوی شمېر چرګان، هګۍ او د چرګ غوښه راوړل کېده؛ خو اوس‌مهال په کور دننه تر ډېره د کورنیو تولیداتو له لارې دغه اړتیا پوره شوې ده.
تر دې وړاندې د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي و، تېرکال تر ۱.۲ مېلیونه ډېر چرګان او چرګوړي افغانستان ته صادر شوي. هغه وایي، د تېرکال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د ۱۲۰۰ مېلیارډه ریالو په ارزښت چرګان صادر شوي.

د بشري حقونو بنسټ: افغانستان د خپل رسنیز تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو تېرېږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱
د بشري حقونو بنسټ: افغانستان د خپل رسنیز تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو تېرېږي
100%

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او پراختیا بنسټ (راواه) د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان د خپل رسنیز تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو تېرېږي. یاد بنسټ زیاته کړې، چې پر خبریالانو تپل شوې چوپتیا د خلکو د غږونو ډب کول دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د پراخ سانسور، خپلسرو نیونو، ګواښونو، شکنجې او د خبریالانو جبري تبعید له لارې په عملي ډول د بیان ازادۍ او د خلکو معلوماتو ته د لاسرسي حق پر وړاندې ښکاره جګړه پیل کړې ده.

دغه بنسټ د بې‌پولو خبریالانو له سازمان، د رسنیو ملاتړو ادارو، یونیسکو، یونیسیار، بشري حقونو او نورو بنسټونو غوښتي، چې پر طالبانو فشار زیات کړي تر څو د رسنیو د ازادۍ نقضولو په اړه ځواب ویونکي شي. دوی دارنګه له ګواښ سره د مخ خبریالانو پر ملاتړ ټینګار کړی.

نوموړي بنسټ له دولتونو غوښتنه کړې، چې د بیان ازادۍ د ملاتړ ترڅنګ دې له ګواښ سره مخ خبریالان له خوندي لارو وباسي. یاد سازمان په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو اوسنی وضعیت د تاریخ تر ټولو توره دوره یاده کړې او زیاته کړې یې ده، چې «افغانستان به هیڅکله چوپتیا غوره نه‌کړي».

په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲ خبریالان وژل شوي او ۲ رسنیز کارکوونکي ټپيان شوي دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۲:۲۷ GMT+۱
په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲ خبریالان وژل شوي او ۲ رسنیز کارکوونکي ټپيان شوي دي
100%

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډیو ټلویزیون دوه خبریالان پر خوست او کابل د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي. په دې پېښو کې د یادې رسنۍ یو بل خبریال او یو موټر چلوونکی هم ټپیان شوي دي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې په نیمايي کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د پکتیا ولایت د ملي راډیو ټلویزیون خبریال عبدالغفور عابد د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د راپور جوړولو پر مهال ووژل شو.

په دې پېښه کې د پکتیا د ملي ټلویزیون بل خبریال تواب ارمان او د هغوی موټر چلوونکی هم ټپيان شوي دي.

د کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، د یاد ټلویزیون دویم خبریال عبدالظاهر ساپی بیا په همدې میاشت کې پر کابل د پاکستاني نظامیانو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) د رسنیو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلامیه کې هم ویلي: «په تېر یوه کال کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې ګڼې قضیې ثبت شوې دي او افغانستان د دوو خبریالانو د شهادت او دوو نورو د ټپي کېدو شاهد وو. همدارنګه، خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي او شغلي خوندیتوب په برخو کې له سختو ستونزو سره مخ وو».

دا په داسې حال ې ده، چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سي‌پي‌جې ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال بللی او په وینا یې په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان: ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو | افغانستان انټرنشنل پښتو

یادې کمېټې اسراییل د دغو وژنو د دوه پر درېیمه برخه مسوول بللی او په وینا یې، د غزې تړانګه د راپور ورکولو لپاره تر ټولو مرګونې سیمه وه.

د بښنې نړۍوال سازمان: ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۴ GMT+۱
د بښنې نړۍوال سازمان: ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو
100%

د رسنیو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې ۲۰۲۵ د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره د ثبت شویو کلونو په منځ کې تر ټولو مرګونی کال وو. دغه سازمان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سي پي‌جې) په حواله ویلي، په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) په خپله ایکس‌پاڼه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د راپور په حواله ویلي، چې تېر زیږیز کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو. په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.

دغه سازمان په ډاګه کړې، اسراییل د دغو وژنو د دوه پر درېیمه برخه مسوول دی او په وینا یې، د غزې تړانګه د راپور ورکولو لپاره تر ټولو مرګونې سیمه وه.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي: «له خونړیو جګړو نیولې د رسنیو تر چوپتیاوو پورې، کله چې خبریالان په نښه کېږي، باوري معلوماتو ته لاسرسی هم قرباني کېږي».

د یادونې وړ ده، چې د مې ۳مه د رسنیو د ازادۍ نړۍواله ورځ ده، چې د ملګرو ملتونو او یونېسکو له‌خوا د رسنیو د ازادۍ د نمانځنې، د خبریالانو د ملاتړ او د بیان ازادۍ ته د دولتونو د ژمنتیا د یادونې په موخه، د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د ۱۹مې مادې پر بنسټ نومول شوې ده.