• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هرات کې یو فارم په هرو درېیو اونیو کې ۳۰زره چرګوړي تولیدوي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱

د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې د چرګانو یو تولیدي فارم په هرو درېیو اونیو کې ۳۰زره چرګوړي تولید او بازار ته وړاندې کوي. د دغه فارم مسوولین وایي، چې لسګونه کسانو ته یې په مستقیم او نامستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

د چرګانو د دغه فارم مسوول محمدعارف فیرزوي ویلي، چې په دغه فارم کې د لوړ کیفیت لرونکو تجهیزاتو او عصري‌ ماشینونو پر مټ تولید شوي چرګوړي روزل کېږي او په منظم ډول ساتل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاده کارخونه یې د بهرنیو وارداتو د مخنیوي او کورني تولید د پیاوړتیا په موخه جوړه کړې ده. فیروزي وايي،‌ چې په فارم کې یې د چرګوړو روغتیا، هوا، خوراک او نورو برخو ته پام کړی او په مسلکي ډول روزل کېږي.

یوشمېر سوداګر بیا وایي، وړاندې افغانستان ته له ایران او پاکستان نه په لوی شمېر چرګان، هګۍ او د چرګ غوښه راوړل کېده؛ خو اوس‌مهال په کور دننه تر ډېره د کورنیو تولیداتو له لارې دغه اړتیا پوره شوې ده.
تر دې وړاندې د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي و، تېرکال تر ۱.۲ مېلیونه ډېر چرګان او چرګوړي افغانستان ته صادر شوي. هغه وایي، د تېرکال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د ۱۲۰۰ مېلیارډه ریالو په ارزښت چرګان صادر شوي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو بنسټ: افغانستان د خپل رسنیز تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو تېرېږي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او پراختیا بنسټ (راواه) د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان د خپل رسنیز تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو تېرېږي. یاد بنسټ زیاته کړې، چې پر خبریالانو تپل شوې چوپتیا د خلکو د غږونو ډب کول دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د پراخ سانسور، خپلسرو نیونو، ګواښونو، شکنجې او د خبریالانو جبري تبعید له لارې په عملي ډول د بیان ازادۍ او د خلکو معلوماتو ته د لاسرسي حق پر وړاندې ښکاره جګړه پیل کړې ده.

دغه بنسټ د بې‌پولو خبریالانو له سازمان، د رسنیو ملاتړو ادارو، یونیسکو، یونیسیار، بشري حقونو او نورو بنسټونو غوښتي، چې پر طالبانو فشار زیات کړي تر څو د رسنیو د ازادۍ نقضولو په اړه ځواب ویونکي شي. دوی دارنګه له ګواښ سره د مخ خبریالانو پر ملاتړ ټینګار کړی.

نوموړي بنسټ له دولتونو غوښتنه کړې، چې د بیان ازادۍ د ملاتړ ترڅنګ دې له ګواښ سره مخ خبریالان له خوندي لارو وباسي. یاد سازمان په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو اوسنی وضعیت د تاریخ تر ټولو توره دوره یاده کړې او زیاته کړې یې ده، چې «افغانستان به هیڅکله چوپتیا غوره نه‌کړي».

په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲ خبریالان وژل شوي او ۲ رسنیز کارکوونکي ټپيان شوي دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۲:۲۷ GMT+۱

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډیو ټلویزیون دوه خبریالان پر خوست او کابل د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي. په دې پېښو کې د یادې رسنۍ یو بل خبریال او یو موټر چلوونکی هم ټپیان شوي دي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې په نیمايي کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د پکتیا ولایت د ملي راډیو ټلویزیون خبریال عبدالغفور عابد د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د راپور جوړولو پر مهال ووژل شو.

په دې پېښه کې د پکتیا د ملي ټلویزیون بل خبریال تواب ارمان او د هغوی موټر چلوونکی هم ټپيان شوي دي.

د کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، د یاد ټلویزیون دویم خبریال عبدالظاهر ساپی بیا په همدې میاشت کې پر کابل د پاکستاني نظامیانو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) د رسنیو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلامیه کې هم ویلي: «په تېر یوه کال کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې ګڼې قضیې ثبت شوې دي او افغانستان د دوو خبریالانو د شهادت او دوو نورو د ټپي کېدو شاهد وو. همدارنګه، خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي او شغلي خوندیتوب په برخو کې له سختو ستونزو سره مخ وو».

دا په داسې حال ې ده، چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سي‌پي‌جې ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال بللی او په وینا یې په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان: ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو | افغانستان انټرنشنل پښتو

یادې کمېټې اسراییل د دغو وژنو د دوه پر درېیمه برخه مسوول بللی او په وینا یې، د غزې تړانګه د راپور ورکولو لپاره تر ټولو مرګونې سیمه وه.

د بښنې نړۍوال سازمان: ۲۰۲۵ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۴ GMT+۱

د رسنیو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې ۲۰۲۵ د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره د ثبت شویو کلونو په منځ کې تر ټولو مرګونی کال وو. دغه سازمان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سي پي‌جې) په حواله ویلي، په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) په خپله ایکس‌پاڼه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د راپور په حواله ویلي، چې تېر زیږیز کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو. په دغه کال کې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي.

دغه سازمان په ډاګه کړې، اسراییل د دغو وژنو د دوه پر درېیمه برخه مسوول دی او په وینا یې، د غزې تړانګه د راپور ورکولو لپاره تر ټولو مرګونې سیمه وه.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي: «له خونړیو جګړو نیولې د رسنیو تر چوپتیاوو پورې، کله چې خبریالان په نښه کېږي، باوري معلوماتو ته لاسرسی هم قرباني کېږي».

د یادونې وړ ده، چې د مې ۳مه د رسنیو د ازادۍ نړۍواله ورځ ده، چې د ملګرو ملتونو او یونېسکو له‌خوا د رسنیو د ازادۍ د نمانځنې، د خبریالانو د ملاتړ او د بیان ازادۍ ته د دولتونو د ژمنتیا د یادونې په موخه، د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د ۱۹مې مادې پر بنسټ نومول شوې ده.

حیات‌الله مهاجر فراهي: رسنیز فعالان دې له «بې‌باکه څرګندونو» ډډه وکړي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، حیات‌الله مهاجر فراهي له دیني عالمانو، رسنیزو فعالانو او لیکوالانو غوښتي چې له «بې‌باکه څرګندونو او بې‌منطقه نیوکو» ډډه وکړي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دا ډول څرګندونې کولای شي په ټولنه کې «بدګماني» رامنځته کړي او اختلافات زیات کړي.

فراهي د طالبانو د ملاتړ کوونکو لیکوالانو ستاینه کړې او له هغوی یې غوښتي چې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه ټینګار کړی چې باید د طالبانو پالیسۍ تعقیب شي او له هر هغه اقدام څخه مخنیوی وشي چې د ده په وینا «نفاق» ته لار هواروي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ۲۰۲۱کال راهیسې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د رسنیو او فرهنګي فعالیتونو فضا له جدي محدودیتونو سره مخ شوې ده.

بل لور ته د رسنیو ملاتړو بنسټونو ویلي، چې له تېر کال راهیسې یې ۱۲۷ د خبریالانو د ګواښلو او ۲۰ هم د نیولو او بندي کولو قضیې ثبت کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې طالبانو په تېر یوه کال کې د یادې ډلې د اصولو نه منلو په جرم ۱۱ رسنۍ تړلې او د نږدې ۱۰ رسنیزو بنسټونو کاري جوازونه یې لغوه کړي دي.

کارپوهان وایي، په دې موده کې د بیان ازادي محدوده شوې او ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوې دي. د طالبانو حکومت هڅه کوي چې خپل روایت غالب وساتي او له نیوکو او مخالفو نظرونو څخه مخنیوی وکړي، هغه څه چې د بیان ازادۍ او د معلوماتو د ازاد جریان په اړه اندېښنې زیاتوي.

یونیسف: په ۲۰۲۶ کال کې به ۱،۳میلیونه افغان ماشومانو ته د خوارځواکۍ درملنیز خواړه ورسوو

۱۴ غویی ۱۴۰۵ - ۴ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره یې خپلې هڅې چټکې کړې او په ۲۰۲۶کال کې به ۱،۳ میلیون افغان ماشومانو ته حیاتي او درملنیز خواړه ورسوي، څو د خوارځواکۍ له جدي اغېزو وژغورل شي.

یونیسف وایي، چې دغه درملنیز پروګرام د اسیا پراختیايي بانک په مالي ملاتړ پر مخ وړل کېږي، چې له لارې یې په ځانګړي ډول د افغانستان لیرې پرتو سیمو ته روغتیايي او غذایي کڅوړې رسېږي.

د دې ادارې په وینا، دا ځانګړي خواړه د انرژۍ له پلوه غني دي او هغه ماشومانو چې د غذايي کمښت له امله یې دفاعي سیستم کمزوری شوی، په لنډ وخت کې بېرته عادي حالت ته راولي.

یونیسف زیاتوي، چې د بشري بحران په دوام سره، هڅه کوي د ماشومانو د مړینې کچه راکمه کړي او تر یو میلیون ډېر هغه ماشومان تر درملنې لاندې ونیسي چې د خوړو له کمښت سره مخ دي.

نړیوالې بشري ادارې په دوامداره توګه په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي چې د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او بې‌وزلۍ له امله میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښسره مخ دي. دغو ادارو له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتنه کړې چې په دې حساسو شرایطو کې د افغان ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکړي.