د سند پر ایالتي حکومت له سختو نيوکو وروسته د ښځو د حقونو فعالان خوشې شوي

د پاکستان د سند ايالتي حکومت د ښځو د لاريون بنسټ (عورت مارچ) فعاله شيما کرماني او ورسره نور فعالان وروسته له هغه خوشې کړل چې د یاد ایالت پر حکومت سختې نیوکې وشوې.

د پاکستان د سند ايالتي حکومت د ښځو د لاريون بنسټ (عورت مارچ) فعاله شيما کرماني او ورسره نور فعالان وروسته له هغه خوشې کړل چې د یاد ایالت پر حکومت سختې نیوکې وشوې.
شيما کرماني او ورسره نور فعالان د سه شنبې په ورځ د کراچۍ د مطبوعاتو مرکز مخې ته هغه وخت د پوليسو لخوا ونيول شول، چې غوښتل یې یو خبري کانفرانس ورکړي.
پاکستان کې د ښځو لاريون سازمان، د بشري حقونو کمېسيون او مدني فعالانو د پيپلز ګوند په سند ايالتي حکومت نيوکې وکړې چې د ديموکراسۍ او بيان د ازادۍ ادعا لرونکو لخوا د فعالو سره دغه ډول ناوړه چلند کيږي.
پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون د ښځو د لاريون د څو تنظیموونکو او فعالو نیول په کلکه وغندل او وې یې ویل، د سولهییزې غونډې او د بیان ازادۍ حقونه د اساسي قانون له مخې تضمین شوي دي. «د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او محرومو ډلو منع کول دا څرګندوي چې د حکومتدارۍ چلند ورځ تر بلې سخت او محدودوونکی کېږي».
د ښځو د حقونو دغه بنسټ د مې په لسمه په کراچۍ کې د لاريون کولو اعلان کړی دی. شيما کرماني وویل «د کراچۍ د مطبوعاتو مرکز کې یې، د سند حکومت لخوا د لاريون لپاره د اجازې نه ترلاسه کېدو په حواله» رسنيو سره خبرې کولې چې ونيول شوه او د تشدد کېدو تور یې هم پورې کړی دی.
پاکستان کې د عورت مارچ په نوم سازمان لخوا د ۲۰۱۸ کال راهسې د ښځو لاريون کيږي. دوی وايي د لاريون موخه یې «د داسې بنسټیزو حقونو لپاره ده، لکه له ځورونې، جنسي تېري، کورني تاوتریخوالي، ودونو کې تېري او مالي استحصال څخه ازادي».
سازمان وويل، په دوی فشار اچول کيږي چې «لاریون مه کوه. د ښځو ضد چلند مه رابرسېره کوئ. بس په کور کې کښېنه، چوپ شه. څه اړتیا ده چې له کوره ووځې؟» خو د سازمان په خبره «لاريون به کیږي».

جمهوري نظام پر مهال د میدان وردګ ولایت ښاروالې ظریفه غفاري د طالبانو له لوري د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي د خپلوانو پر خلاصون خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د بدخشان قومي مخور او د ملګرو ملتونو چارواکي باید د طالبانو له زندان څخه د افغان نجونو د خلاصون لپاره هم هڅې وکړي.
نوموړې زیاته کړې: «که چیرې د بدشخان مشران، متنفذین، فعالان، ښځینه خوځښتونه، رسنۍ، ډيپلوماټیکه ټولنه او د یوناما راپور ورکوونکی د کوفي په څېر د طالبانو د یوې نوموتې مخالفې د کورنۍ نیول شوي غړي خوشې کولای شي، نو هغه نجونې دې هم ازادې کړي چې د افغان ښځو لپاره بندي دي».
د ظریفه غفاري په وینا، افغان نجونې د خپلو حقونو د مبارزې له کبله طالبانو زنداني کړي او تر سختو شکنجو لاندې ژوند تېروي. د هغې په خبره، که د هغوی د خلاصون لپاره هم هڅې وشي، نو ډېرې کورنۍ به د خپلو ورکو غړو د موندلو څخه د خوشالۍ شېبې ومومي.
د پخوانۍ ولسي جرګې غړي فوزیه کوفي د سېشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه ولیکل چې د هغې درې تنه خپلوان چې طالبانو نیولي وو، بېرته له زندانه ازاد شوي دي. هغې په دې برخه کې د بدخشان د قومي مخورو، فعالانو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د هڅو یادونه کړې ده.
اروپايي پارلمان اعلان کړی، چې د بکتاش سیاوش له لوري وړاندې شوی غوښتنلیک یې ثبت کړی، چې په کې په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندنې او د طالبانو د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د شاملولو غوښتنه شوې ده.
د راپور له مخې، اروپايي پارلمان د یوه رسمي لیک له لارې سیاوش ته خبر ورکړی چې دغه غوښتنلیک د ثبت کېدو وروسته د دې پارلمان د عریضو کمېټې ته لېږل شوی دی.
په لیک کې ویل شوي چې د عریضو کمېټه به دا غوښتنلیک وڅېړي او پایلې به یې وروسته په لیکلي ډول اعلان کړي.
بکتاش سیاوش څه موده وړاندې د بروکسل په ښار کې د اروپايي پارلمان مخې ته د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د تحصن خېمه درولې وه.
نوموړي په خپل غوښتنلیک کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژندل شي، له طالبانو سره دې ډیپلوماتیک تعامل ودرول شي او دا ډله دې د ترهګرو په نوملړ کې شامله شي.
هغه همدارنګه د ستراسبورګ ښار کې هم تحصن کړی او د دې غوښتنلیک د ثبت لپاره یې زرګونه لاسلیکونه راټول کړي دي.
د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان ويلي، «د پاکستاني رياست فکر د امن نه دی، چې مينه وي، پرمختګ وي، سړک وي، ښوونځې وي او روغتون وي». هغه زیاته کړې، پاکستانی ریاست فکر لري چې «ویره دې وي، چاودنې او تښتونې دې وي».
هغه د سه شنبې په ورځ وويل، په داسې حالاتو کې نه شي کېدای چې سېلګري پرمختګ وکړي.
ايمل ولي خان د خيبرپښتونخوا په حکومت هم نيوکې وکړې، چې د رياست لخوا «په مونږ يو داسې غير سنجيده حکومت راتپل شوی چې ټول فکر یې د يو بندي په خوشي کولو کې دی».
هغه زياته کړه، پښتونخوا کې د ټرېلیونونو کلدارو درغلۍ روانې ده، پښتونخوا کې هر لوري ته حالات خراب دي.
هغه وويل، نه د پښتونخوا اقتصاد ښه دی، نه پرمختيايي کارونه کيږي، نه سړک، نه ښوونځی او نه کالج شته او له بده مرغه هلته د امنيت بده وضعه ده.
نوموړي وويل، ټوله پښتونخوا د سېلګرۍ د ځايونو څخه ډکه ده خو هغې ته هیڅ پاملرنه نه کيږي. کله چې اسانتياوې نه وي بهرني سېلګري نه راځي او سېلګري هیڅ وده نه شي کولی شي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز مارشال عاصم منیر او یو شمېر نورو لوړپوړو پوځي قومندانانو په یوې غونډه کې ویلي، پر کابل د واکمنو طالبانو ادارې له لوري د پاکستاني وسلهوالو ملاتړ «نامعقوله او منحرفه تګلاره» ده، چې د افغانستان د خلکو ملي ګټې له پامه غورځوي.
هغه ټینګار کړی چې د طالبانو پر وړاندې د پاکستان د پوځ بریدونه به دوام ومومي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر د خبرپاڼې له مخې، پوځي جنرالانو ویلي چې د ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه د طالبانو تګلاره په بشپړه توګه بربنډه شوې او برعکس پایلې یې ورکړي دي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز، عاصم منیر، په همدې ناسته کې ویلي، چې د «غضبللحق» په نوم عملیاتو د ترهګرو شبکو وړتیاوې او د هغوی ملاتړي بنسټونه په څرګند ډول کمزوري کړي دي. هغوی زیاته کړې، چې دا عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي، څو ترهګریزې شبکې په بشپړه توګه لهمنځه یوړل شي، د هغوی ملاتړي جوړښتونه ګډوډ شي او هر ډول عملیاتي فضا ترې واخیستل شي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو وسلهوالو پر ضد څو ځله پوځي عملیات ترسره کړي وو، خو ونه توانېد چې د هغوی د بریدونو د زیاتېدو مخه ونیسي. دا بریدونه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا ډېر شوي دي.
اسلاماباد وايي، د دې لامل په افغانستان کې د دغو ډلو خوندي پټنځایونه او د پاکستاني ځواکونو پر ضد د عملیاتو لپاره د هغوی ازادي ده. خو افغان طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.
پاکستان د طالبانو سره د شخړو له زیاتېدو وروسته د «غضبللحق» عملیات پیل کړل. د دې عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو لسګونه پوځي او وسلهوال مرکزونه د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي. پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې د طالبانو سلګونه جنګیالي وژل شوي دي.
افغان طالبانو تر اوسه د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې او د خپلو پوځي تاسیساتو د ویجاړۍ په اړه کوم رسمي شمېر نه دی خپور کړی. دې ډلې پاکستان تورن کړی چې په خپلو بریدونو کې یې ملکي سیمې په نښه کړې او ملکي وګړي یې وژلي دي.
طالبانو رسنیو ته اجازه نه ده ورکړې چې د پاکستان د بریدونو په اړه په ازاد ډول راپورونه خپاره کړي.
اسلاماباد د طالبانو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان په ختیځ، په ځانګړي ډول په کونړ ولایت کې ملکي وګړي په نښه شوي دي. د پاکستان پوځ دغه ادعاوې «همغږې تبلیغاتي کمپاین او ناسم معلوماتي جګړه» بللې چې موخه یې د طالبانو د کورنیو ناکامیو پټول او ځان د قرباني په توګه ښودل دي.
پاکستان ټینګار کړی چې د دوی عملیات «دقیق، هدفمند او یوازې د نفوذي کسانو، ترهګریزو پټنځایونو او ملاتړو بنسټونو پر ضد» ترسره کېږي.
طالبانو مخکې ویلي وو، چې د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې د پاکستان بریدونو ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده. د د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوی هم په خپلو پخوانیو راپورونو کې د پاکستان په بریدونو کې د ملکي تلفاتو شتون تایید کړی و.
د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې پرلهپسې ترینګلې پاتې شوې دي.
دواړو لورو څو ځله د ډیورنډ کرښې مدیریت او امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې کړي، خو تر اوسه کومه دوامداره هوکړه نه ده شوې. د پاکستان د روانو پوځي عملیاتو او متقابلو تورونو له امله لا هم ترینګلتیا په لوړه کچه پاتې ده.
نن (د مئ ۵مه) د قابلو نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره پر زدهکړو لګېدلي بندیز او محدودیتونو د قابلو پر شمېر او فعالیت ناوړه اغېز کړی او د ښځو د روغتیايي وضعیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.
که څه هم قابلې د یوه هېواد د روغتیايي نظام له بنسټیزو ستنو څخه دي؛ خو په افغانستان کې دغه برخه د نجونو د زدهکړو بندیز له امله له ناروښانه وضعیت سره مخ ده. شنونکي خبرداری ورکوي، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د مسلکي قابلو له سخت کمښت سره مخ شي، داسې کمښت چې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو پر روغتیا به ناوړه اغېزې ولري.
ورته مهال په ګڼو روغتونونو کې د زېږون څانګې له بېسارې ګڼېګوڼې سره مخ دي او قابلې اړ دي چې له محدودو امکاناتو سره ډېرو ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کړي. ندا (مستعار نوم) چې د هرات په یوه خصوصي روغتیایي مرکز کې کار کوي وایي:« ما په ایران کې د ښوونې او رورنې څانګه کې تر ماسټرۍ پورې زدهکړې کړې وې؛ خو کله چې افغانستان ته ستنه شوم، اړه شوم چې قابلګي ولولم. اوس په همدې برخه کې کار کوم؛ خو کله چې راتلونکې ته ګورم، رښتیا هم د افغانستان د ښځو لپاره اندېښمنه یم. که دغه حالت همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي څو کاله وروسته هېڅ نوې فارغه قابله ونه لرو».
هغه زیاتوي: «له ایران او پاکستان څخه د کډوالو بېرته راتګ وضعیت نور هم پېچلی کړی دی. د ولادي څانګې ګڼهګوڼه د پخوا پرتله ډېره شوې او موږ له درانه کاري فشار سره مخ یو. سره له دې بیا هم ځینې ښځې د لاسرسي ستونزو او کلتوري محدودیتونو له امله په کورونو کې زېږون کوي، چې دا د مېندو او ماشومانو د مړینې ګواښ زیاتوي».
یوه بله تجربهلرونکې قابله مسکا(مستعار نوم) چې تقاعد ته نږدې ده وایي: «قابلګي یوازې یو مسلک نهدی؛ بلکې د مور او ماشوم ژوند ژغورل دي. که د نجونو زدهکړې په دې برخه کې بندې پاتې شي، ډېر ژر به له جدي کمښت سره مخ شو او دا به د زېږون پرمهال ګواښونه لا زیات کړي». هغه زیاتوي:« زموږ د کار او انرژۍ وخت نور پای ته رسېږي او زه ډېره خواشینې یم، چې نوی نسل به ډېر ژر د مسلکي قابلو له شتونه محرومه شي». هغه وایي، د روغتیایي زدهکړو بندیز یو نه جبرانېدونکې تېروتنه ده چې تاوان به یې ټول عام خلک پرې کوي.
ثنا (مستعار) چې د کندهار په کوچني مومند خصوصي روغتون کې ډاکټره ده، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي: «موږ د پرسونل له کمښت، د ډېر کاري فشار او کله ناکله د تجهیزاتو له نشتوالي سره مخ یو. سره له دې هڅه کوو ښه خدمتونه وړاندې کړو؛ خو پرته له نوو او روزل شویو قابلو، د دغه وضعیت دوام ډېر ستونزمن دی».
هغې وویل، چې په پخواني نظام کې د روزنیزو پروګرامونو له امله ښه فرصتونه وو؛ خو اوس دغه امکانات محدود شوي دي. د هغې په وینا؛ د محرم شرط هم د ځینو کورنیو لپاره ستونزې جوړې کړې او ځینې ښځې یې له کار کولو راګرځولې دي.
ثنا ټینګار کوي، چې د ښځو پر زدهکړو بندیز یې ژوره اندېښنه رامنځته کړې؛ ځکه په اوسني حالت کې هم د قابلو کمښت احساسېږي او په راتلونکو کلونو کې به دغه ناورین لا ژور شي. هغه غوښتنه کوي، چې د ښځو پر زدهکړو او کار لګول شوي محدودیتونه باید ژر تر ژره لرې شي.
د پکتیا په یوه روغتیایي مرکز کې یوه قابله چې د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم له اخیستو ډډه کړې، وایي: «قابلهګانې د مور او ماشوم د ژوند ژغورنې په برخه کې نه بدلېدونکی رول لري. په لرو پرتو سیمو کې اکثره خلک بنسټیز روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري؛ نو موږ ته ډېرې پېچلې او بېړنۍ پېښې راځي. له محدودو امکاناتو سره، سره هڅه کوو چې د مېندو او ماشومانو ژوند وژغورو؛ خو د نوو قابلو د نه روزنې له امله راتلونکی ډېر اندېښمن ښکاري».
د هغې په وینا؛ طالبانو د کورنۍ تنظیم (Family Planning) پروګرام بند کړی او په دې اړه عامه پوهاوی کم دی، چې له امله یې ډېرې ښځې د شته محدودیتونو له امله له دغه خدمتونو ګټه نهشي اخیستلای، چې دا د پرلهپسې مېندوارۍ او روغتیايي ستونزو لامل ګرځي.
قابلې ټینګار کوي، چې د ښځو زدهکړې، د نوو قابلو روزنه او د عامه پوهاوي لوړول د یوې سالمې ټولنې لپاره بنسټیزې اړتیاوې دي. په داسې حال کې چې د ښځو پر زدهکړو محدودیتونه دوام لري، اندېښنه دا ده چې افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې له جدي ناورین سره مخ شي؛ داسې ناورین چې اغېزې به یې تر راتلونکو نسلونو پورې ورسېږي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.