د پاکستان د پوځ لوی درستیز، عاصم منیر، په همدې ناسته کې ویلي، چې د «غضبللحق» په نوم عملیاتو د ترهګرو شبکو وړتیاوې او د هغوی ملاتړي بنسټونه په څرګند ډول کمزوري کړي دي. هغوی زیاته کړې، چې دا عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي، څو ترهګریزې شبکې په بشپړه توګه لهمنځه یوړل شي، د هغوی ملاتړي جوړښتونه ګډوډ شي او هر ډول عملیاتي فضا ترې واخیستل شي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو وسلهوالو پر ضد څو ځله پوځي عملیات ترسره کړي وو، خو ونه توانېد چې د هغوی د بریدونو د زیاتېدو مخه ونیسي. دا بریدونه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا ډېر شوي دي.
اسلاماباد وايي، د دې لامل په افغانستان کې د دغو ډلو خوندي پټنځایونه او د پاکستاني ځواکونو پر ضد د عملیاتو لپاره د هغوی ازادي ده. خو افغان طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.
پاکستان د طالبانو سره د شخړو له زیاتېدو وروسته د «غضبللحق» عملیات پیل کړل. د دې عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو لسګونه پوځي او وسلهوال مرکزونه د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي. پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې د طالبانو سلګونه جنګیالي وژل شوي دي.
افغان طالبانو تر اوسه د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې او د خپلو پوځي تاسیساتو د ویجاړۍ په اړه کوم رسمي شمېر نه دی خپور کړی. دې ډلې پاکستان تورن کړی چې په خپلو بریدونو کې یې ملکي سیمې په نښه کړې او ملکي وګړي یې وژلي دي.
طالبانو رسنیو ته اجازه نه ده ورکړې چې د پاکستان د بریدونو په اړه په ازاد ډول راپورونه خپاره کړي.
د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې پرلهپسې ترینګلې پاتې شوې دي.
دواړو لورو څو ځله د ډیورنډ کرښې مدیریت او امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې کړي، خو تر اوسه کومه دوامداره هوکړه نه ده شوې. د پاکستان د روانو پوځي عملیاتو او متقابلو تورونو له امله لا هم ترینګلتیا په لوړه کچه پاتې ده.
هغه زیاته کړې چې مولانا ادریس یو داسې مدرس و چې کلونه کلونه یې د تدریس له لارې د علم رڼا خپره کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همدارنګه ویلي چې د دې پېښې پر وړاندې د مولانا ادریس د کورنۍ، د هغه د زده کوونکو او د جمعیت علمای اسلام د مشرتابه ترڅنګ ولاړ دی. هغه د دې پېښې د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده.
پشتین په پښتونخوا کې د ناامنۍ پر زیاتېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هره ورځ دیني عالمان، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه، عام وګړي او ان ښځې او ماشومان وژل کېږي، خو د پاکستان ریاست د دغه وضعیت د کنټرول لپاره هېڅ جدي پلان نه لري.
نوموړي زیاته کړې، «د پښتنو لپاره یوازینۍ لار دا ده چې پخپله د خپل امنیت ساتلو بندوبست وکړي».
هغه د خپلې کورنۍ د دیني عالمانو د درېیم نسل غړی و او غور نیکه یې شیخ مولانا محمد اسماعیل د مشهور عالم شمس الحق افغاني استاد ګڼل کیږي.
محمد ادریس د خیبر پښتونخوا د نوموتي دیني عالم مولانا محمد حسن جان مدني زوم و. حسن جان د ۲۰۰۷ کال په سپټمبر کې د پېښور په وزیرباغ کې یوه ځانمرګي برید وواژه.
ادریس په دارالعلوم حقانیه کې لوړپوړی مدرس و او د ایالتي اسمبلۍ غړی (ایم پي اې) هم پاتې شوی و.
هغه موټر، چې شیخ ادریس پکې مدرسې ته روان و، له پېښې وروسته پرې د ډزو نښې لیدل کیږي
مولانا ادریس د پاکستان په ملي سیاست کې فعاله ونډه لرله. هغه د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام د چارسدې ولسوالۍ امیر پاتې شوی و او وروسته د ګوند ایالتي اعلی سرپرست او د مرکزي شورا غړی و.
هغه د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ غړی هم پاتې شوی و او د اسمبلۍ د مرستیال (ډپټي سپیکر) په توګه یې هم دنده ترسره کړې وه.
ادریس کابل ته د مولانا فضل الرحمن د تللي پلاوي غړی و
مولانا ادریس د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې د طالبانو او پاکستان د اړیکو رغولو په هدف له مولانا فضل الرحمن سره یوځای کابل ته سفر وکړ. په دغه سفر کې نوموړي د طالبانو له رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند، مولوي عبدالکبیر، د طالبانو د کورنیو او بهرنیو چارو له وزیرانو او نورو چارواکو سره لیدنې کتنې درلودې.
ددغه سفر هدف د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د اړیکو رغول او د پاکستاني طالبانو ستونزې ته د حل لارې لټول ګڼل کېدل.
شیخ ادریس په ۲۰۲۴ کال کې کابل ته د سفر پرمهال په یوه غونډه کې لیدل کیږي
ویل کېږي چې نوموړی د دغه سفر پر مهال له مولانا فضل الرحمن سره یوځای کندهار ته هم تللی و، خو طالبانو په رسمي ډول دغسې سفر نه دی تایید کړی.
هغه په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، « نن په نړۍ کې واحد اسلامي نظام په افغانستان کې دی، ټول وزارتونه او مشري له علماوو سره دي. کله چې پر دې خاوره کوز شوو، نظر مو پر پټکي، ږیره او اسلامي نظام لګي، یوې خوشبویه ځمکې ته موږ راغلي یو».
د خیبر پښتونخوا خبریال او د چارو شنونکي حق نوازخان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي او ترهګریزې پېښې ډېرې شوې او په تېرو پنځو کلونو کې ګڼ دیوبندي عالمان په نښه شوي دي.
د هغه په وینا، په سیمه کې د داعش خراسان او دیوبند مکتب پر اساس اختلافات هم لیدل شوي او داسې پاکستاني وسله وال هم کېدای شي وي، چې د نوموړي له خبرو سره توافق ونه لري، خو کره هیڅ ډلې ددې پېښې مسوولیت پرغاړه نه دی اخېستی.
د جمعیت علمای اسلام په څېر مذهبي سیاسي ګوندونه، چې د پاکستان په پارلماني سیاست کې اوږد او فعال حضور لري، د دغو بریدونو پاموړ هدف دی. دغه ګوند، چې مشري یې مولانا فضل الرحمن کوي، له افغان او پاکستاني طالبانو سره د تاریخي او فکري اړیکو له امله مشهور دی او وخت ناوخته د سولې په خبرو اترو کې د منځګړي رول هم لوبوي.
مولانا محمد ادریس د جمعیت علمای اسلام د مرکزي شورا او د پخواني صوبايي اسمبلۍ غړی نن په چارسده کې په یوه هدفيبرید کې ووژل شو. نوموړی په حقانیه مدرسه کې د ګڼو طالب مشرانو استاد هم پاتې شوی و.
مولانا محمد ادریس ترنګزی په ۱۹۶۱کال کې د چارسدې په ترنګزي سیمه کې په یوې علمي کورنۍ کې زېږېدلی، پلار یې مولانا حکیم عبدالحق د «مناظر اسلام» په نوم مشهور و. نېکه یې شیخ الحدیث مفتي شهزاده د دارالعلوم دیوبند فاضل او عالم و.
هغه د مدینې پوهنتون مشهور عالم شیخ الحدیث مولانا محمد حسن جان مدني شهید زوم و.نوموړي په ۱۹۸۳کال کې د چارسدې په جامعه نعمانیه کې تدریس پیل کړ او اوږده موده یې بېلابېل علوم تدریس کړل. وروسته یې په دارالعلوم اسلامیه تنګي کې تدریس وکړ او بیا یې په بېلابېلو مدرسو کې تدریس ته دوام ورکړ. په ۲۰۱۳کال کې هغه د دارالعلوم نعمانیه د شیخ الحدیث او د مدرسینو د رییس په توګه وټاکل شو.
نوموړی د اکوړه خټک د حقانیه دارالعلوم فاضل و او د بنسټګر شیخ عبدالحق ځانګړی شاګرد هم پاتې شوی و. د مولانا شېرعلي شاه له مړینې وروسته د مولانا سمیع الحق په ټینګار هغه هلته د حدیث درس پیل کړ او د بخاري او ترمذي له لارې یې زرګونه زدهکوونکي وروزل.
په سیاسي ډګر کې هم هغه مهم نظریاتي شخص پاتې شوی، چې په ۲۰۰۲کال کې له چارسدې د صوبايي اسمبلۍ غړی وټاکل شو. هغه د جمعیت علمای اسلام د مرکزي او صوبایي شورا غړی هم و.
نوموړی د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان نږدې کس او د حقانیه مدرسې مدرس و، چې د افغان طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي یې هم روزلي وو. پاکستانی لیکوال محمد زاهد شاه په یوې لیکنه کې کاږلي، چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا د خبرو اترو او د سیمې د کړکېچ د کمښت په تړاو د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د رول ستاینې له امله هغه پر خواله رسنیو او ځینو سیاسي کړیو په ځانګړي ډول د تحریک انصاف د ځینو غړو او پښتون ملتپالو لهخوا له سختو نیوکو او نامناسب چلند سره مخ شوی و او ان ځېنې ګواښونه یې هم ترلاسه کړي وو.