• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تاجکستان کې افغان کډوال وايي د پولیسو د نیولو له ویرې له کورونو بهر نه شي وتلی

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۷ GMT+۱

له تاجکستان نه د ۲۵۰ افغان کډوالو له جبرې ستنولو وروسته په دغه هېواد کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، چې د تاجکستاني پولیسو د فشارونو له امله یې ورځنی ژوند له سختونو ننګونو سره مخ دی او له کورونو بهر نه شي وتلی.

د تاجکستان په وحت ښار کې مېشت یو افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پولیسو یې پر کور چاپه وهلې، اسناد یې ترې اخیستي او د بېرته ورکولو په بدل کې ترې د پیسو غوښتنه کوي.

نوموړي ویلي، چې په یاد ښار کې مېشت افغان کډوال له خورا سخت وضعیت سره مخ دي او هېڅ ډول خوندیتوب نه احساسوي.

په تاجکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، چې د جبري ایستلو له ویرې هېڅوک له کوره د وتلو جرئت نه لري.

وړاندې د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې د تاجکستان د خجند ښار د جبار رسولوف ولسوالۍ په دهمنوي کلي کې یې د محمد عمر رحماني په نوم یو ۲۲ کلن افغان کډوال د یوې ۲۷ کلنې تاجکستانۍ ښځې وحیدووا عزیزه دونیاربیکوونا د وژلو په تور نیولی دی.

له یادې پیښې وروسته سرچینو ویلي و، چې تاجکستان د دوشنبې په ورځ له خجند ښار څخه ۲۵۰ کورنۍ افغانستان ته اخراج ې او په دغه هېواد کې مېشت نور افغان کډوال هم له جبري اخراج او ځورونو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په سویلي زون کې د طالبانو والیانو او قوماندانانو د ملا شیرین په مشرۍ امنیتي ناسته کړې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۱:۵۴ GMT+۱

په سویلي ولایتونو کې د طالبانو والیانو، امنیه قوماندانانو او د استخباراتو رییسانو په کندهار کې د یادې ډلې د والي ملا شیرین په مشرۍ امنیتي ناسته کړې ده. ملا شیرین په دې ناسته کې په سویلي ولایتونو کې د سیمه‌ییزو مسولانو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار کړی.

په کندهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د چارشنبې په ورځ، د زابل، هلمند، ارزګان او دایکندي والیانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو او د قول اردوګانو مسوولینو په کندهار کې د ملا شیرین په مشرۍ ناسته کړې ده.

ملا شیرین په یاده ناسته کې په سویلي ولایتونو کې د سیمه‌ییزو مسولانو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په یادو ولایتونو کې د امنیت ټینګښت باید لومړیتوب ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د پنځو سویلي ولایتونو سیمه‌ییزو مسوولانو د امنیتي ناستې پرمهال، د امنیت ټینګښت ترڅنګ د ځمکو د غصب مخنیوي، د نشه‌يي توکو د کښت، قاچاق، پلور، د سوالګرو ټولولو او د مدرسو او ښوونځيو وضعیت ته د پاملرنې په اړه هم خبرې کړې دي.

په کندهار، بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده تر ټولو نږدې او د باور وړ کس د والیانو په توګه دندې ترسره کوي او یاد والیان د هر زون مشري هم کوي.

قرغیزستان د کاسا زر پروژې چارې بشپړې کړې او د افغانستان د برخې بشپړېدو ته انتظار باسي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۱

قرغیزستان د کاسا زر پروژې په چوکاټ کې د خپلو اړوندو تاسیساتو جوړول په لویه کچه بشپړ کړي دي او اوس د افغانستان د برېښنا لېږد د برخې د بشپړېدو انتظار کوي، څو د برېښنا د لېږد عمومي سیستم فعال شي.

د یوراسیا د ثبات او پراختیا صندوق د راپور له مخې، د قرغیزستان جمهوریت د دې پروژې په اډانه کې د خپلو کارونو مهمه برخه بشپړه کړې ده او یوازې د افغانستان د برخې بشپړېدل پاتې دي.

کاسا زر پروژه چې شاوخوا ۱،۲ میلیارده امریکایي ډالر ارزښت لري، د لوړ ولتاژ د برېښنا نړیواله لېږدکرښه ده چې قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان سره نښلوي.

د دې پروژې له مخې، قرغیزستان او تاجکستان د اوړي په موسم کې د برېښنا اضافي تولید لري، په داسې حال کې چې افغانستان او پاکستان د لوړې تودوخې او د برېښنا د زیاتې اړتیا له امله د برېښنا له کمښت سره مخ وي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلونونو وروسته د پروژې کارونه ودرېدل. تر هغه وخت پورې د افغانستان د برخې شاوخوا ۱۸ سلنه ستنې چمتو شوې وې او له ۹۰ سلنې زیات اړین مواد او تجهیزات ځای پر ځای شوي وو.

د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې د اړینو تضمینونو له ترلاسه کېدو وروسته، په افغانستان کې د پروژې چارې بیا پیل شوې.

اټکل کېږي چې د پروژې بشپړ تطبیق به د ۲۰۲۷ کال تر پایه پورې پای ته ورسېږي.

د افغانستان د برخې له بشپړېدو وروسته به قرغیزستان، تاجکستان او پاکستان د لوړ ولتاژ مستقیم جریان د سیستم ازموینې پیل کړي.

د طالبانو دبرېښنا شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق همکار د اپرېل پر شلمه تاجکستان ته لاړ چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د چارو د پرمختګ په تړاو له کې اي سي قراردادي شرکت سره له نږدې وګوري.

په دې ناسته کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د کارونو د چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو د حل او د تخنیکي همغږۍ د پیاوړتیا پر موضوعاتو خبرې وشوې.

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۱

د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې ویلي، چې د منځنۍ اسیا له لارې یې له چین څخه افغانستان ته د توکو د لېږد یو نوی څو اړخیز دهلېز پرانیستی دی. تردې وړاندې د دغه دهلیز ډیری توکي د سمندر له لارې د ایران بندر عباس ته لېږدول کېدل او په لاریو کې افغانستان ته لېږدول کېدل.

د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې اړوند دولتي شرکت اوزتمیر بول کنټینر د معلوماتو له‌مخې، په دغه نوي دهلیز کې سوداګریز توکي په کنټینرونو کې له چین څخه د قزاقستان د الټینکول تمځي له لارې ازبکستان ته لېږدول کېږي.

د یاد شرکت په وینا، وروسته یاد توکي په ازبکستان کې د بخارا لوژستیکي مرکز ته رسېږي او له هغه ځایه په لاریو کې د ترکمنستان له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د راپورونو له‌مخې، دغه رېل لاره چې شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د سمندري لارې په پرتله لږ وخت او لګښت غواړي.

تردې وړاندې د دغه دهلیز ډیری توکي د سمندر له لارې د ایران بندر عباس ته لېږدول کېدل او له هغه ځایه په لاریو کې افغانستان ته لېږدول کېدل.

د ازبک چارواکو د معلوماتو له‌مخې، د دغه نوي دهلېز له لارې د توکو د لېږد اټکلي وخت ۳۰ ورځې ښودل شوی، چې دا چاره به د سوداګرۍ په برخه کې پام وړ اسانتیاوې او چټکتیا راولي.

طالبانو له چینايي کمپنیو نه د عینک مسو کان د تړون د «جدي پلي کولو» غوښتنه کړې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د چین له سفیر او د لوګر د عینک مسو د استخراج د دوو قراردادي شرکتونو له رییسانو سره په ناسته کې د شوي تړون پر جدي پلي کېدا ټینګار کړی دی.

د لوګر د عینک د مسو پروژه له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د چینايي شرکتونو د فعالیت په تمه ده. چینايي شرکت دغه قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د ۳،۴ میلیارده ډالرو په پانګونې ترلاسه کړی دی.

د تېر جمهوري حکومت پرمهال د امنیتي ستونزو، له افغان حکومت سره د قراردادي د اختلافاتو او په سیمه کې د لرغونو اثارو د زیانمنېدو د اندېښنو له امله د پروژې عملي چارې ځنډېدلې وې.

طالبانو تمه درلوده، چې د قرارداد چارې به زر پیل شي او عواید به یې ددوی پر بودجه مثبت اغیز پرېباسي.

د ۲۰۲۴ کال په جولای کې چینايي ډیپلوماتانو او طالبانو ددې پروژې د پیل اعلان وکړ او د کان د استخراج لپاره ۲۰۲۶ کال هدف ټاکل شوی و، خو د چین له سفیر او د چینايي شرکتونو له رییسانو سره د طالبانو له پرله پسې ناستو ښکاري، چې دغه شرکت تراوسه هم د قرارداد د بشپړ عملي کولو په برخه کې پاتې راغلی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د چارشنبې په ورځ، د غويي پر ۱۶مه وویل، چې په دې ناسته کې هدایت الله بدري د چین له سفیر، د اېم سي سي ټي شرکت له عمومي رییس، د عینک مسو کان د قراردادي شرکت اېم جې اې ایم له رییس او مل پلاوي سره په کتنه کې د عینک مسو کان د کان کیندنې قرارداد د د ژمنو او مکلفیتونو د نه عملي کېدو او د پروژې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې په ځانګړي ډول د عینک مسو کان د کان کیندنې د قرارداد د هغو مکلفیتونو پر نه پلي کېدا بحث شوی، چې مخکې په رسمي ډول د یاد شرکت په نوم ابلاغ شوي وو. د پروژې د عملي چارو د پرمختګ وضعیت هم ارزول شوی دی.

د اېم سي سي ټي شرکت عمومي رییس په دې ناسته کې ژمنه کړې چې د قرارداد له موادو سره سم به د کان کیندنې پاتې چارې او اړوند فعالیتونه تر سره کړي او د پروژې د پرمختګ په برخه کې به لازم ګامونه واخلي.

د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې قراردادي شرکت باید د قرارداد له شرایطو، ژمنو او د دغه وزارت له لیکلو لارښوونو سره سم عمل وکړي.

هدایت الله بدري ویلي، چې «شرکت ته لازمه ده د عینک مسو کان د پروژې د بشپړ پلیتابه لپاره عملي او جدي ګامونه واخلي، څو د قرارداد ټولې برخې په بشپړ ډول عملي شي».

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د ۱۴۰۴ کال په لیندي میاشت کې هم د عینک مسو پروژې له چینايي قراردادیانو سره په کتنه کې د یادې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی و. د طالبانو د کانونو وزارت هغه مهال وویل، چې د عینک د مسو پروژې قراردادي شرکت د تړون له‌مخې د ژمنو د عملي کولو ډاډ ورکړی و.

اټکل کېږي چې د عینک مسو کان کې شاوخوا ۱۱،۵ میلیونه ټنه مس خوندي دي او کولی شي هر کال له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو پورې عواید ولري. د قرارداد په اوږدو کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره نور عواید هم اټکل شوي، چې زرګونه مستقیم او لسګونه زره غیر مستقیم کاري فرصتونه به رامنځته کړي.

د بریتانیا په لنکاشایر کې د افغان کډوالو د بیا مېشتونې پر سر سیاسي ناندرۍ راپورته شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۱

د برېتانیاد اصلاحاتو ډلې له اعلان وروسته په لنکاشایر سیمه‌ کې د افغان کډوالو او نورو پناه غوښتونکو د بیا مېشتېدو پروګرامونو په اړه سیاسي شخړه راپورته شوې ده. د لنکا شایر سیمه ییزې شورا ویلي، غواړي له هغو دوو حکومتي پروګرامونو ووځي چې کډوال په سیمه کې ځای پر ځای کوي.

دغه ډله وايي، د کابینې په راتلونکې غونډه کې به وړاندیز وشي چې د برېتانیا د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام او د افغان کډوالو د بیا مېشتونې پروګرام څخه د وتلو پرېکړه وشي. خو د اپوزیسیون ډلې دغه اقدام بې ګټې، د سیاسي تبلیغاتو هڅه او د خلکو د احساساتو د پارولو هڅه بللې ده.

د هغوی په وینا، دا پرېکړه به کډوال له سیمې لرې نه کړای شي، خو ممکن پر هغو کسانو د ملاتړ مالي سرچینې کمې کړي، چې پخوا دلته میشت دي.

د واکمنې ډلې په وینا، لنکاشایر به د اوکراین له کډوالو د ملاتړ پروګرام کې پاتې شي، ځکه دا یې قانوني مکلفیت ګڼل کېږي، خو له هغو پروګرامونو څخه به ووځي چې دوی یې اختیاري بولي.

د برېتانیا د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام هغه قانوني لاره ده چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو بې ځایه شوي کسان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لارې ور پېژندل کېږي او وروسته یې د برېتانیا حکومت ارزونه کوي.

بل لوري ته د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام د هغو افغانانو لپاره دی چې په افغانستان کې یې له برېتانیایي ځواکونو سره کار کړی او د جګړې له امله له خطر سره مخ ګڼل کېږي.

د لنکاشایر د سیمه‌ییزې شورا دنده دا ده چې د سیمې له بېلابېلو ادارو سره د دې دواړو پروګرامونو پلي کېدل همغږي کړي، ځکه په دې سیمه کې د کورونو د برابرولو مسوولیت هم شریک دی.

که څه هم دا پروګرامونه له مرکزي حکومت څخه تمویلیږي، خو د واکمنې ډلې په وینا ځینې لګښتونه یې پر سیمه‌ییزو سرچینو فشار راولي او د کورونو د بازار پر وضعیت اغېز کوي.

د شورا یو غړي ویلي چې دا پرېکړه د عدالت لپاره ده او غواړي د سیمې اوسېدونکي، کارکوونکي او مالیه ورکوونکي لومړیتوب ولري. هغه له مرکزي حکومت غوښتي چې د کډوالو ځای پر ځای کول ودروي او پر ځای یې بودجه د زیانمنو خلکو او پخوانیو سرتېرو د ملاتړ لپاره وکاروي.

خو د اپوزیسیون مشران وايي چې دا ډول طرحې عملي نه دي او یوازې د ټاکنو د سیاسي کمپاین برخه ده.

د مخالفو ډلو په باور، د افغان کډوالو په پروګرام کې هغه کسان شامل دي چې له برېتانیایي ځواکونو سره یې د ژباړونکو او همکارانو په توګه کار کړی او اوس له خطر سره مخ دي، نو له هغوی سره مرسته د انساني او اخلاقي مکلفیت برخه ده.