• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کوټه کې د مدرسو د ثبتولو بهیر پرضد د جمعیت علمای اسلام ګوند کاربندیز دوام لري

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۶ GMT+۱

د بلوچستان په کوټه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند د کاربندیز دوام لري، د یاد ښار مارکېټونه په بشپړ ډول تړل شوي دي. تر دې وړاندې د یاد ګوند د کوټې څانګې مشر مولانا عبدالرحمان رفیق د حکومت له‌خوا د مدرسو پرضد روان عمليات غندلي و او ويلي یې و، چې د مدرسو د تړلو عملیات د منلو وړ نه‌دي.

نوموړي زیاته کړې:« مدرسو ته یو ځل یوه اداره ورشي او تر هغې ورورسته بیا په پرله‌پسې توګه د پلټنې په نوم بېلابېلې ادارې ورځي، کارکوونکي ځوروي او دوی ته ستونزې جوړوي».

مولانا رفیق د پاکستان حکومت دغه ادعا رد کړه، چې ګواکې په مدرسو کې په ناقانونه توګه بهرنیان مېشت دي او زده‌کړې کوي. هغه وويل، چې یوازې د ترکيې هېواد زده‌کوونکي په مدرسو کې د قران او حدیث زده‌کړې کوي.
نوموړي زیاته کړه، په بلوچستان کې داسې عصري ادارې شته چې بهرنیان په‌کې زده‌کړې کوي؛ خو هلته څوک نه ورځي او نه يې څوک پوښتنه کوي چې دلته څومره بهرنیان زده‌کړې کوي. هغه وایي:« زموږ به هیڅ مدرسه د خیریه قانون لاندې خپله مدرسه راجسټر نه‌کړي».

د نوموړي په وینا؛ که د بلوچستان حکومت په صوبایي اسمبلۍ غونډه کې خپله تګلاره بدله نه‌کړي، نو دوی به احتجاج ته دوام ورکړي او د روانې میاشتې په ۱۰مه به لوی لاریون ترسره کړي.

نوموړي وويل:« د‌ مدرسو د ثبت یو پخوانی قانون شته چې له مخې يې مدرسې په شخصي ډول چلول کېدای شي؛ خو حکومت غواړي مدرسې تر خپل واک کې لاندې راولي، چې موږ پرې اندېښمن یو».

بل لور ته د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو د سې‌شنبې په ورځ صوبایي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال ويلي، چې حکومت دغه اقدام د روڼتیا لپاره ترسره کوي او دوی به د علماوو اندېښنې حل کړي. نوموړي ټينګار وکړ، چې د ثبت پروسه د مدرسو پرضد نه‌ده.
هغه زیاته کړه، د نوې لړۍ له مخې به ټولې مدرسې ثبت شي او هغه زده‌کوونکي چې له بهر څخه راځي هغوي به هم د رسمي سیسټم برخه شي او له دې سره به د دوی د زده‌کړو فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات ثبت وي.

هغه وایي، حکومت چمتو دی چې د علماوو له اندېښنو سره سم خپله تګلاره و ارزوي او په دې اړه د یاد ایالت سر وزیر سرفراز بګټي د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان سره هم لیدلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري تړي

۱۶ غویی ۱۴۰۵ - ۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۳۶ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په پېښور کې به د امریکا کونسلګري په تدریجي ډول وتړل شي. د یاد وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خیبر پښتونخوا اړوند ډیپلوماتیکې چارې به په اسلام‌‌اباد کې د امریکا سفارت ته وسپارل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یادې کونسلګرۍ د تړلو اصلي لامل امنیتي اندېښنې یادې کړې دي. یاد وزارت ويلي، که څه هم په پېښور کې یې حضور ختمېږي؛ خو په پاکستان کې یې لاهم لومړیتوبونه په خپل ځای پاتې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خیبر پښتونخوا له خلکو او چارواکو سره خپلو معناداره اړیکو ته به دوام ورکړي؛ ترڅو اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي، سیمه‌ییز امنیت ته وده ورکړي او د امریکا د خلکو ګټې پر مخ یوسي.
خبرپاڼه کاږي، امریکا په پاکستان کې د خپل ماموریت او په اسلام‌اباد، کراچۍ او لاهور کې د خپلو نورو ډیپلوماتیکو دفترونو له لارې د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ژمنه ده.

دا په داسې کې ده، چې د روان کال په مارچ میاشتې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته ويلي وو چې په پېښور کې دوی خپله کونسلګري د سپما لپاره تړي او د یادې کونسلکرۍ له تړلو سره به ۷.۵ مېلینونه ډالر سپما شي.

د یادونې وړ ده، چې د پېښور کونسلګرۍ کې ۱۸ امریکايي او ۷۹ ځايي کسانو کار کاوه. امریکا وايي، د یادې کونسلګرۍ پر تړلو ۳ مېلیونه ډالر لګښت راځي چې د کونسلګرۍ توکي اسلام‌اباد، لاهور او کراچۍ ښار ته انتقال کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون: د افغان کډوالو د ستنولو بهير غيرانساني او لانجمن دی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۱

پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون (اېچ ار سي پي) په خپل کلني راپور کې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر غيرانساني او لانجمن بللی دی.

اېچ ار سي پي د ۲۰۲۵ کال په راپور کې زياته کړې، تېر کال په جبري توګه د افغان کډوالو ايستلو بهير دوامداره پاتې شوی او هغه وخت دغه «پروپاګند لا ډېر زهرجن شو، چې د طالبانو او د پاکستان ترمنځ نښتې پيل شوې».

کمېسيون وويل، د پاکستان دولت چې تېر کال له اسلام اباد څخه کډوالو ته د وتلو امر وکړ او بيا یې د «اې سي سي» او «پي او ار» کارت لرونکو ته د وتلو وويل، ددغه اعلان سره کډوال «له اساسي خدمتونو لکه روغتیا او مالي اسانتیاوو بې‌برخې شول».

د راپور له مخې، په سپتمبر کې د بشري حقونو کمېسیون اندېښنه څرګنده کړه، چې «ډېر افغان کډوال چې طبي پاملرنې ته اړتیا لري، د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته له تګ څخه ډډه کوي. ځینو روغتونونو هم راپور ورکړ چې بې له معتبرو ویزو کسانو ته یې درملنه نه ورکوله».

په راپور کې ويل شوي، په ۲۰۲۵ کال کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍثبت کړه چې له ۱.۱ میلیونه څخه زیات کسان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې جملې څخه له «۱۵۴ زرو څخه زیات کسان شړل شوي وو».

د سند پر ایالتي حکومت له سختو نيوکو وروسته د ښځو د حقونو فعالان خوشې شوي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱

د پاکستان د سند ايالتي حکومت د ښځو د لاريون بنسټ (عورت مارچ) فعاله شيما کرماني او ورسره نور فعالان وروسته له هغه خوشې کړل چې د یاد ایالت پر حکومت سختې نیوکې وشوې.

شيما کرماني او ورسره نور فعالان د سه شنبې په ورځ د کراچۍ د مطبوعاتو مرکز مخې ته هغه وخت د پوليسو لخوا ونيول شول، چې غوښتل یې یو خبري کانفرانس ورکړي.

پاکستان کې د ښځو لاريون سازمان، د بشري حقونو کمېسيون او مدني فعالانو د پيپلز ګوند په سند ايالتي حکومت نيوکې وکړې چې د ديموکراسۍ او بيان د ازادۍ ادعا لرونکو لخوا د فعالو سره دغه ډول ناوړه چلند کيږي.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون د ښځو د لاريون د څو تنظیموونکو او فعالو نیول په کلکه وغندل او وې یې ویل، د سوله‌ییزې غونډې او د بیان ازادۍ حقونه د اساسي قانون له مخې تضمین شوي دي. «د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او محرومو ډلو منع کول دا څرګندوي چې د حکومتدارۍ چلند ورځ تر بلې سخت او محدودوونکی کېږي».

د ښځو د حقونو دغه بنسټ د مې په لسمه په کراچۍ کې د لاريون کولو اعلان کړی دی. شيما کرماني وویل «د کراچۍ د مطبوعاتو مرکز کې یې، د سند حکومت لخوا د لاريون لپاره د اجازې نه ترلاسه کېدو په حواله» رسنيو سره خبرې کولې چې ونيول شوه او د تشدد کېدو تور یې هم پورې کړی دی.

پاکستان کې د عورت مارچ په نوم سازمان لخوا د ۲۰۱۸ کال راهسې د ښځو لاريون کيږي. دوی وايي د لاريون موخه یې «د داسې بنسټیزو حقونو لپاره ده، لکه له ځورونې، جنسي تېري، کورني تاوتریخوالي، ودونو کې تېري او مالي استحصال څخه ازادي».

سازمان وويل، په دوی فشار اچول کيږي چې «لاریون مه کوه. د ښځو ضد چلند مه رابرسېره کوئ. بس په کور کې کښېنه، چوپ شه. څه اړتیا ده چې له کوره ووځې؟» خو د سازمان په خبره «لاريون به کیږي».

ايمل ولي خان: د پاکستاني رياست فکر د امن د ټینګښت پر لوري نه دی

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۳ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان ويلي، «د پاکستاني رياست فکر د امن نه دی، چې مينه وي، پرمختګ وي، سړک وي، ښوونځې وي او روغتون وي». هغه زیاته کړې، پاکستانی ریاست فکر لري چې «ویره دې وي، چاودنې او تښتونې دې وي».

هغه د سه شنبې په ورځ وويل، په داسې حالاتو کې نه شي کېدای چې سېلګري پرمختګ وکړي.

ايمل ولي خان د خيبرپښتونخوا په حکومت هم نيوکې وکړې، چې د رياست لخوا «په مونږ يو داسې غير سنجيده حکومت راتپل شوی چې ټول فکر یې د يو بندي په خوشي کولو کې دی».

هغه زياته کړه، پښتونخوا کې د ټرېلیونونو کلدارو درغلۍ روانې ده، پښتونخوا کې هر لوري ته حالات خراب دي.

هغه وويل، نه د پښتونخوا اقتصاد ښه دی، نه پرمختيايي کارونه کيږي، نه سړک، نه ښوونځی او نه کالج شته او له بده مرغه هلته د امنيت بده وضعه ده.

نوموړي وويل، ټوله پښتونخوا د سېلګرۍ د ځايونو څخه ډکه ده خو هغې ته هیڅ پاملرنه نه کيږي. کله چې اسانتياوې نه وي بهرني سېلګري نه راځي او سېلګري هیڅ وده نه شي کولی شي.

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۱۵ غویی ۱۴۰۵ - ۵ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۶ GMT+۱

د پاکستان د پوځ لوی درستیز مارشال عاصم منیر او یو شمېر نورو لوړپوړو پوځي قومندانانو په یوې غونډه کې ویلي، پر کابل د واکمنو طالبانو ادارې له لوري د پاکستاني وسله‌والو ملاتړ «نامعقوله او منحرفه تګلاره» ده، چې د افغانستان د خلکو ملي ګټې له پامه غورځوي.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو پر وړاندې د پاکستان د پوځ بریدونه به دوام ومومي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر د خبرپاڼې له مخې، پوځي جنرالانو ویلي چې د ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه د طالبانو تګلاره په بشپړه توګه بربنډه شوې او برعکس پایلې یې ورکړي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز، عاصم منیر، په همدې ناسته کې ویلي، چې د «غضب‌للحق» په نوم عملیاتو د ترهګرو شبکو وړتیاوې او د هغوی ملاتړي بنسټونه په څرګند ډول کمزوري کړي دي. هغوی زیاته کړې، چې دا عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي، څو ترهګریزې شبکې په بشپړه توګه له‌منځه یوړل شي، د هغوی ملاتړي جوړښتونه ګډوډ شي او هر ډول عملیاتي فضا ترې واخیستل شي.

تر دې وړاندې هم د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو وسله‌والو پر ضد څو ځله پوځي عملیات ترسره کړي وو، خو ونه توانېد چې د هغوی د بریدونو د زیاتېدو مخه ونیسي. دا بریدونه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا ډېر شوي دي.

اسلام‌اباد وايي، د دې لامل په افغانستان کې د دغو ډلو خوندي پټنځایونه او د پاکستاني ځواکونو پر ضد د عملیاتو لپاره د هغوی ازادي ده. خو افغان طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.

پاکستان د طالبانو سره د شخړو له زیاتېدو وروسته د «غضب‌للحق» عملیات پیل کړل. د دې عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو لسګونه پوځي او وسله‌وال مرکزونه د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي. پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې د طالبانو سلګونه جنګیالي وژل شوي دي.

افغان طالبانو تر اوسه د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې او د خپلو پوځي تاسیساتو د ویجاړۍ په اړه کوم رسمي شمېر نه دی خپور کړی. دې ډلې پاکستان تورن کړی چې په خپلو بریدونو کې یې ملکي سیمې په نښه کړې او ملکي وګړي یې وژلي دي.

طالبانو رسنیو ته اجازه نه ده ورکړې چې د پاکستان د بریدونو په اړه په ازاد ډول راپورونه خپاره کړي.

اسلام‌اباد د طالبانو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان په ختیځ، په ځانګړي ډول په کونړ ولایت کې ملکي وګړي په نښه شوي دي. د پاکستان پوځ دغه ادعاوې «همغږې تبلیغاتي کمپاین او ناسم معلوماتي جګړه» بللې چې موخه یې د طالبانو د کورنیو ناکامیو پټول او ځان د قرباني په توګه ښودل دي.

پاکستان ټینګار کړی چې د دوی عملیات «دقیق، هدفمند او یوازې د نفوذي کسانو، ترهګریزو پټنځایونو او ملاتړو بنسټونو پر ضد» ترسره کېږي.

طالبانو مخکې ویلي وو، چې د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې د پاکستان بریدونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. د د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوی هم په خپلو پخوانیو راپورونو کې د پاکستان په بریدونو کې د ملکي تلفاتو شتون تایید کړی و.

د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې پرله‌پسې ترینګلې پاتې شوې دي.

دواړو لورو څو ځله د ډیورنډ کرښې مدیریت او امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې کړي، خو تر اوسه کومه دوامداره هوکړه نه ده شوې. د پاکستان د روانو پوځي عملیاتو او متقابلو تورونو له امله لا هم ترینګلتیا په لوړه کچه پاتې ده.