دغه ادارې د پنجشنبې په ورځ، د غويي پر ۱۷مه، د بشري مرستو په برخه کې د جنسیتي تحلیل په یوه تازه راپور کې ویلي، هغه ښځې چې د ساتنې او ملاتړ لږ امکانات لري، تر نورو ډېرې له ګواښونواو فشارونو سره مخ کېږي.
په راپور کې راغلي چې حاکم ټولنیز دودونه او په مرستندویو ادارو کې د ښځینه کارکوونکو محدود حضور، ښځو ته خوندي لاسرسی ستونزمن کړی او د ښځو پر اړتیاوو متمرکز بشري غبرګون یې زیانمن کړی دی.
د تحلیل له مخې، هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي، د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي او ډېری وخت اړ کېږي چې منفي مقابلوي لارې وکاروي؛ هغه کړنلارې چې د ماشومانو، په ځانګړي ډول د نجونو او هلکانو پر رواني او فزیکي وضعیت ناوړه اغېز کولی شي.
راپور زیاتوي چې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان لا هم اساسي روغتیايي، تغذیوي او بشري خدمتونو ته کافي لاسرسی نه لري، او د بوديجې کمښت دغه وضعیت نور هم خراب کړی دی.
په تحلیل کې ویل شوي چې جغرافیایي واټنونه، د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو کمښت او پر ښځو لګېدلي محدودیتونه، د میندو، تنکیو نجونو او کوچنیو ماشومانو لپاره دوامدار روغتیايي او ټولنیز خطرونه رامنځته کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه خبرداری ورکړی چې د ښځو پر تګراتګ، کار او ټولنیز ګډون محدودیتونه، له اقتصادي ستونزو، د بشري مرستو د بوديجې له کمېدو او د کډوالۍ له فشارونو سره یو ځای، افغان ښځې او نجونې لا زیاتې محروموي او امنیتي خطرونو ته یې ورټېل وهي.
د راپور له مخې، پر ښځو لګېدلي بندیزونه کوچنۍ نجونې هم له وخته د مخکې او جبري ودونو له زیاتېدونکي خطر سره مخ کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو، کار، سفر او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګېدلي او ښځې په عملي ډول له ډېرو ټولنیزو او سیاسي برخو څخه محرومې شوې دي.