پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د قومي جرګو له لارې د اوربند د هوکړو هرکلی کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وایي، اسلاماباد د قبایلي سیمو د مشرانو او د افغان قومي مشرانو ترمنځ د شویو دوو هوکړو او اوربند هرکلی کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وایي، اسلاماباد د قبایلي سیمو د مشرانو او د افغان قومي مشرانو ترمنځ د شویو دوو هوکړو او اوربند هرکلی کوي.
طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ، د غویي۱۷مه، د باجوړ- کونړ او چترال-نورستان په سیمو کې د دواړو غاړو د مشرانو د هوکړې په اړه وویل: «دا پرمختګونه د هرکلي وړ دي او ښيي چې د دواړو خواوو خلک د سولې غوښتونکي دي».
د اندرابي په وینا، دغه هوکړې د باجوړ او کونړ او همدا راز د چترال او نورستان د سیمو د قبایلي مشرانو ترمنځ شوې دي، چې پکې د اوربند ټینګښت او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د لارو د بیا پرانیستلو پرېکړه شامله ده.
د نورستان ولایت قومي مشرانو د وري میاشتې په وروستیو کې، وروسته له هغه چې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو لارې د دوو میاشتو لپاره تړلې وې او خلک د قحطۍ او لوږې له خطر سره مخ شوي وو، د چترال په سیمه کې له قومي مشرانو سره وکتل او وروسته دواړو خواوو د اوربند هوکړه وکړه.
وروسته د کونړ د سرحدي سیمو قومي مشرانو هم د باجوړ له مشرانو سره خبرې وکړې او د اوربند هوکړې ته سره ورسیدل. په دغو دواړو هوکړو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو دواړو اړخونو رضایت شامل ښودل شوی دی.

باخبره سرچینې وایي چې د طالبانو او ایران ترمنځ د یوه موبایل اپلیکیشن د جوړولو په برخه کې همکاري پیل شوې، چې هدف یې په افغانستان کې د انټرنېټ د کاروونکو څارنه بلل کېږي. دغه اپلیکیشن د سمارټ موبایلونو او انټرنېټي وسایلو معلومات د طالبانو د استخباراتي څار له سیسټمونو سره نښلوي.
افغانستان انټرنشنل ته باوري سرچینو ویلي، دغه اپلیکیشن داسې تخنیکي وړتیا لري چې د سمارټ موبایلونو او له انټرنېټ سره تړلو وسایلو معلومات د طالبانو د استخباراتي څار سیسټمونو لپاره د کشف وړ وګرځوي.
سرچینې زیاتوي چې دا اپلیکیشن د څار پرمختللي امکانات لري او کولی شي د کاروونکو حساس معلومات لکه د اوسېدو ځای، د اړیکو لیست، پیغامونه، د انټرنېټ د لټون تاریخچه او د وسایلو تخنیکي معلومات راټول او تحلیل کړي.
د لندن د سایبر امنیت کارپوهانو خبرداری ورکړی چې داسې مشکوک اپلیکیشنونه د کاروونکو شخصي معلومات په پټ ډول راټولولی شي. د دوی په وینا، دا خطر په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې زیات وي چې د ډیجیټل حریم د خوندیتوب قوانین پکې کمزوري یا محدود وي.
په ورته وخت کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس رییس هدایتالله هدایت ویلي چې د ملي راډیو ټلویزیون له خوا د کیبورډ سافټویرونه هم جوړ شوي دي.
راپور زیاتوي چې دا ډول اقدامات ښيي چې د طالبانو اړوندې ادارې په تدریجي ډول د سافټویر جوړونې او ډیجیټل ټکنالوژۍ برخو ته داخلېږي، څو د خلکو پر معلوماتو او انلاین فعالیتونو د څار او کنټرول ظرفیت زیات کړي.
کارپوهان وایي، د ایران اسلامي جمهوریت له تجربو څخه په دې برخه کې ګټه اخیستل کولی شي د شخصي حریم د خوندیتوب او د وګړو د شخصي معلوماتو د ساتنې په اړه جدي اندېښنې لا زیاتې کړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې په تېر یوه کال یې ملي موزیم، ملي لابراتوار او د لوګر او ننګرهار ولایتونو سیمهییزو موزیمونو ته ۱۹۵۳ لرغوني اثار انتقال کړي دي.
د طالبانو یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تېر یوه کال په موده کې د کابل له بلاحصار څخه د تحقیقاتي کېندنو په لړ کې ۶۴۸ قلمه خټین لوښي، سیکې، فلزي لوښې او نور لرغوني اثار موندل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تېر یوه کال موده کې ۴۲ نوې تاریخي سیمې هم کشف شوې دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د لوګر، بغلان، بلخ، سمنګان، تخار، کندوز، جوزجان، سرپل او پکتیکا ولایتونو اړوند ۴۶۰ قلمه تاریخي اثارو پاککاري او وقایه شوي دي.
وسلهوالو غلو د خیبر ولسوالۍ په جمرود سیمه کې ستنېدونکي افغان کډوال لوټ کړي او د وسلې په زور یې ترې سره زر او پیسې اخیستي دي.
افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تېره شپه یوې ډلې وسلهوالو غلو د خیبر په جمرود سیمه کې ترې پیسې، سره زر او قمیتي توکي لوټ کړي دي.
یاد افغان کډوال وايي، چې د جمرود په سیمه کې افغانستان ته د تګ په تمه د انتظار وختونه تېروي او تېره شپه وسلهوالو غلو ترې هر څه لوټ کړي دي.
یاد افغان کډوال زیاتوي، چې لا له وړاندې د پاکستان د حکومت له لوري، بېکوره شوي او افغانستان ته د تګ پرمهال هم لويي لارې خوندي نه دي .
افغان کډوالو د خیبر ولسوالۍ له ځايي امنیتي چارواکو غوښتنه کړې، چې د غلو په نیولو کې لاس په کار شي.
د خیبر پولیسو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د راپورونو لهمخې، افغانستان ته جبري ستنېدونکو افغان کډوالو څخه د کورونو څښتنان هم د میاشتو میاشتو کرایې ګرځوي او ډیری هغه کسان هم د دوی پیسې نه ورکوي، چې وړاندې یې ترې پور کړې وي.
د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر دوران واحدوف ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د لومړیو څلورو میاشتو په ترڅ کې افغانستان ته د ازبکستان صادرات ۵۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېدلي. په اپریل میاشت کې ددې صاداراتو کچه ۱۶۰ میلیون ډالرو ته لوړه شوې ده.
دوران واحدوف ویلي، افغانستان د ازبکستاني سوداګرو لپاره له هغو بهرنیو بازارونو څخه دی چې تر ټولو چټک پرمختګ پکې لیدل کېږي.
د شمېرو له مخې، د روان کال په هره میاشت کې صادرات زیات شوي دي؛ په جنورۍ کې ۱۱۷ میلیونه ډالر، په فبرورۍ کې ۱۲۵ میلیونه، په مارچ کې ۱۳۵ میلیونه او په اپرېل کې ۱۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
د راپور له مخې، له ټول صادراتو څخه ۱۳۸ میلیونه ډالر د خوراکي توکو برخه جوړوي.
ازبکستان افغانستان ته د نباتي غوړو، هګیو او څارویو، په ځانګړي ډول چرګانو صادرات هم زیات کړي دي.
واحدوف ویلي، د نباتي غوړیو صادرات ۱۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې یوازې په اپرېل میاشت کې یې ارزښت ۱۰ میلیونه ډالره و. همدارنګه، د هګیو صادرات ۳،۵ میلیونه او د ژوندیو چرګانو صادرات ۵،۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
د ازبکستان د سوداګرۍ خونې مشر وایي، افغانستان ته د صادراتو د شرکتونو شمېر او د توکو ډولونه دواړه پراخ شوي دي. د هغه په وینا، دا پرمختګ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د حکومت د ځانګړو اقتصادي پروګرامونو پایله ده.
هغه ازبک سوداګر هڅولي چې د افغانستان له بازار څخه لا زیاتې ګټې واخلي او زیاته کړې یې ده چې که اوسنی پرمختګ دوام وکړي، د کال تر پایه به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا نوره هم لوړه شي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې ازبکستاني سوداګرو ته کابل، مزارشریف او د افغانستان نورو ښارونو ته سوداګریز سفرونه تنظیمېږي، څو له افغان سوداګرو سره مستقیمې اړیکې جوړې او خپل محصولات په بازار کې معرفي کړي.
د سویلي ولایتونو یو شمېر حاجیانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د حج فریضې اداکولو لپاره منظم ټرانسپورټ نه دی چمتو کړی او له حرم څخه ډیر لرې استوګنځایونه ورته نیول شوي دي.
په روانه اونۍ کې د هېواد له سویلي ولایتونو څخه سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد پروسه پیل شوې ده.
یو شمېر حاجیانو سعودي عربستان ته له رسېدو سره هممهاله شکایت کړی، چې په مکه کې ددوی لپاره اړتیا وړ امکانات نه دي چمتو شوي.
څو تنه افغان حاجیانو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو ادارې ته د ورکړل شویو پیسو په پرتله، په مکه کې شته امکانات صفر دي.
دغه حاجیان تر ډېره له حرم څخه په ډېر لرې واټن استوګنځایونو کې له میشتېدو شکایتونه کوي.
د کندهار اوسیدونکی عبدالستار عطايي وویل:«موږ ته له حرم څخه خورا لرې د اوسېدو ځایونه نیول شوي دي. تر حرم پورې تګ راتګ ډېر مشکله دی. سپین ږیري، ښځې او یا هم ناروغانو لپاره د اوسېدو تر ځای او بیا تر حرم پورې تګ راتګ پر پښو باندې ډېر ستونزمن دی».
یاد حجیان وايي، د لارې لرې والي له امله له ځینو کسانو څخه فرض لمونځونه هم قضا کېږي.
حاجیان وايي، چې د حج فریضې اداکولو لپاره هر کس ۲۶۶۴۰۰ افغانۍ د خپلو لګښتونو لپاره طالبانو ته ورکړې دي او یادو پیسو ته په کتو باید غوره امکانات ورته چمتو شوي وای.
همدارنګه یو شمېر حاجیان د حج فریضې ادا کولو پرمهال د رسمي ښوونکو له کموالي شکایت کوي.
یاد حاجیان وايي، چې طالبانو د ښوونکو په نوم خپل خپلوان له حاجیانو سره سعودي ته لېږلي دي. د دوی په وینا، یاد کسان د حج فریضي اداکولو پرمهال حاجیانو ته هیڅ ډول لارښوونه نه کوي او ان ډیری حاجیان د خپل ګروپ ښوونکي پېژني هم نه.
د هلمند اوسېدونکی عبدالغفور وايي:«زموږ سره یې داسې کسان د معلمانو په توګه لېږلي دي، چې هغوی خپله د بل چا لارښوونې ته ضرورت لري. ټول په واسطه باندې ټاکل سوي دي. ځینې حاجیان خو خپل معلمان پېژني هم نه».
د افغانستان د نورو ولایتونو حاجیان هم د ورته ستونزو په اړه شکایت لري او وايي، چې د نورو هېوادونو د حاجیانو لپاره غوره امکانات چمتو شوي، خو یوازې پکې افغان حاجیان سرګردانه دي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو لهمخې، سږکال د افغانستان لپاره د حج ۳۰ زره تنه سهمیه ورکړل شوې ده.