د دغې ولسوالۍ یو اوسېدونکی شاه منصور (مستعار نوم) چې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره یې خبرې کولې، وویل چې د جمهوریت پر مهال د جګړو او ناامنۍ له امله پراختیایي پروژې نه عملي کېدې، او اوس هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بیا رغونې کومه نښه نه تر سترګو کېږي.
هغه وویل: «په دولت شاه کې د طالبانو د جنګونو له امله پراختیایي پروژې نه کېدې، ناامني وه، اوس د طالبانو د واکمنۍ له امله دلته هېڅ ډول د بیا رغونې څرک نشته، امنیت شته خو موږ ته یې ګټه نشته، طالبانو ټوله توجه ښارونو ته اړولې او نمایشي کارونه ترسره کوي.»
نوموړي زیاته کړه، چې لرې پرتې ولسوالۍ له پراختیايي پاملرنې څخه پاتې دي او د خلکو د ژوند د اسانتیاوو لپاره اساسي پروژې نه پلي کېږي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د لویو ښارونو ترڅنګ باید لرې پرتې سیمې هم د انکشافي پروژو برخه وګرځي، څو د خلکو د ژوند کیفیت ښه شي.
د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی چې اوس په مرکز مهترلام کې د ورځ مزدورۍ کار کوي، د نوم له ښودلو پرته یې، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د خلکو اقتصادي وضعیت خورا خراب دی.
هغه وایي: «په دولت شاه کې خلک یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي، پخوا که ناامني وه خو خلکو ته له مختلفو لارو ډوډۍ رسېده، خو چې طالبان راغلي او امنیت شوی، نو خلک مړۍ ډوډۍ پسې حیران شوي دي.»
نوموړي زیاته کړه: «زموږ په ولسوالۍ کې داسې ځمکې نشته چې خلک دې ترې کال سر غله دانه ترلاسه کړي، ځمکې کمې دي، کار نشته، ورځ مزدوري هم چاته نه پیدا کېږي، که چرته کار پیدا شي نو د یوې ورځ مزدورۍ لپاره به هم شل کسان واسطه کوې.»
د دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د بنسټیزو خدماتو نشتوالی، د انکشافي پروژو کمښت، د کارموندنې محدود فرصتونه او د زیربناوو نیمګړتیاوې د خلکو ژوند ناهیلی کړی او اقتصادي وضعیت یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
دوی زیاتوي، د ژوند چارې په سیمه کې نږدې ټکنۍ شوې دي او ډېرې کورنۍ د عاید د برابرولو لپاره نورو ولایتونو ته د کار لټولو ته اړې شوې دي.
د لغمان ولایت په ختیځه برخه کې پرته دولت شاه ولسوالي د دغه ولایت له غرنیو او نسبتا لرې پرتو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي، چې له کونړ او نورستان سره د غرنیو او درهییزو سیمو له لارې نښلول شوې ده. دا ولسوالي د خپل جغرافیایي جوړښت له امله ډېره غرنیزه، د تګ راتګ له پلوه سخته او له مرکز څخه لرې پرته سیمه ده.
د سیمې اوسېدونکي عموما په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو د کرنیزې ځمکې محدودیت، د اوبو د مدیریت کمزورتیا او د زیربناوو نشتوالی د دې لامل شوی چې د خلکو عایدات محدود پاتې شي. ډېری کورنۍ د موسمونو له بدلون سره تړلې کرنه کوي او د کال د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د لنډمهاله کارونو پر عاید متکي وي.
سیمهییز اوسېدونکي وایي، د ژوند اساسي خدمات لکه روغتیايي اسانتیاوې، د سړکونو رغونه او د اوبو او برېښنا منظم سیستمونه لا هم د پام وړ پراختیا ته اړتیا لري. د دوی په وینا، د ولسوالۍ ډېری برخې د پراختیايي پروژو له پاملرنې پاتې دي او د خلکو ورځنی ژوند له اقتصادي ستونزو سره تړلی دی.