• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ: په خیبر پښتونخوا کې ۵ وسله‌وال وژل شوي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر یا ای‌اېس‌پي‌ار ویلي، د خیبر پښتونخوا په ټانک او ډېره اسماعیل خان ولسوالیو کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال پنځه وسله‌وال وژل شوي، خو دا چې دوی ته په‌کې زیان اوښتی او که څنګه څه‌ نه‌دي ویلي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د جمعې په ورځ (د غويي ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه عملیات د مې د اوومې او اتمې نېټې ترمنځ د وسله‌والو د موجودیت د معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په ټانک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال څلور وسله‌وال له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او یو بل وسله‌وال په ډېره اسماعیل خان کې د جلا عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

پاکستاني پوځ ویلي، چې له دغو وسله‌والو څخه یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

پوځ په خپله خبرپاڼه کې دغه وسله‌وال د «هند له ملاتړه برخمن» بللي، خو د دې ادعا په اړه یې کوم شواهد نه‌دي وړاندې کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په سیمه کې د نورو احتمالي وسله‌والو د موندلو لپاره چاڼیز عملیات هم روان دي.

د پاکستان پوځ دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ او وسله‌والو بریدونو پېښې زیاتې شوې دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د جمعیت علمای اسلام ګوند وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو، دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو مولانا فضل الرحمان سره ټیلیفوني اړیکه کې د وژل شوي دیني عالم ملا ادریس پر وژل کېدو خواخوږي څرګنده کړې ده. دوی زیاتوي، چې په دې طالب چارواکو کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم شامل دی.

د جمعیت علمای اسلام ګوند رسنیز دفتر نن جمعه (د غويي پر ۱۸مه) ویلي، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او یادې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په جلا جلا ټېلیفوني اړیکو کې د دغه ګوند له مشر مولانا فضل‌الرحمان سره خبرې کړې دي. یادو چارواکو د ملا ادریس مړینه یوه لویه ضایع بللې او خپله خواخوږي یې شریکه کړې ده.

یادو طالب چارواکي د مولانا ادریس وژل کېدو په غم کې ځان برابر شریک بولي او وايي، د پاکستان د ولسونو ته ورته افغانان هم د هغه په وژنه سخت غجمن دي.

د طالبانو زیاتره مشران د وژل شوي دیني عالم مولانا ادریس شاګردان پاتې شوي دي.

افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان له سفر پرمهال وژل شوي دیني عالم مولانا ادریس هم ملتیا کړې وه او په دغه سفر کې یې په کندهار کې د طالبانو له مشر ملاهبت الله سره کتلي وو، خو طالبانو لا تر اوسه دا لیدنه په رسمي ډول نه ده تایید کړې.

پاکستاني دیني عالم مولانا محمد ادریس ترنګزی د تېرې سې‌شنبې په سهار د خیبر پښتونخوا په چارسدې سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو. په دغه برید کې د نوموړي دوه ساتونکي ټپیان شول، چې وروسته د داعش-خراسان ډلې د دغې پېښې مسوولیت پر غاړه واخیست.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې مذهبي ډلې او په ځانګړي ډول د حقاني مدرسې عالمان د تېر جمهوریت پر مهال د افغان طالبانو نږدې ملاتړي پاتې شوي دي.

سهیل اپریدی: په پښتونخوا کې د خلکو د غوښتني خلاف نظامي عملیات کېږي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې په پښتونخوا کې د خلکو د غوښتنې خلاف په زور سره نظامي عملیات ترسره کېږي او یوازې پکې ملکي بې‌ګناه وګړي قرباني کېږي.

سهیل اپریدي په پښتونخوا کې پر ملکي وګړو د ډرون بریدونو او په دغه صوبه کې د روانو پوځي عملیاتو په غبرګون د جمعې په ورځ، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د پښتخوا د امنیت لپاره د ملکي وګړو په ګډون له ۸۰ زره څخه ډېر کسان قرباني شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د ښه او بد طالبانو ترمنځ توپیر له امله باید د یادې صوبي امنیتي وضعیت نه وای خراب شوی.

اپریدی زیاتوي، چې اوس هم په یاده صوبه کې په زور او د خلکو د غوښتني خلاف نظامي عملیاتونه او ډرون بریدونه کېږي چې له امله یې بې‌ګناه کسان وژل کېږي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر خبرداری وکړی او وايي، تر څو چې د پاکستان په پالیسیو کې بدلون را نه شي او خلک د پوځي عملیاتو د مخنیوي پر ضد غږ پورته نه کړي، نو د ملکي وګړو وژني به همداسې دوام ولري.

په پاکستان کې د ملايانو د ترور څپه

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۶ GMT+۱

د پاکستان يو شمېر نوميالي او اغېزمن ديني عالمان په دې وروستيو کې د دې هېواد په ناامنه سيمو کې د ناپېژانده وسله‌والو او سختدريځو ډلو له خوا وژل شوي. محمد ادريس ترنګزی، حميدالحق حقاني، عبدالسلام عارف او عبدالباقي نورزی هغه مشهور ديني شخصيتونه دي چې د ۲۰۲۵کال له پيل راهيسې وژل شوي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان ډېری مشهور ملايان د موټرسایکل سپرو وسله‌والو په ډزو، بمي چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې وژل شوي دي. پر ديني عالمانو زياتره هدفي بريدونه افغانستان سره نږدې ډیورڼد کرښې ته څېرمه سيمو، په ځانګړي ډول جوماتونو، مدرسو او مذهبي مرکزونو کې ترسره شوي دي. دغو بريدونو د پاکستان امنيتي وضعيت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

مولانا محمد ادريس ترنګزی، چې يو پېژندل شوی ديني عالم او د پاکستان د ايالتي اسمبلۍ پخوانی غړی و، د غویي په ۱۵مه نېټه د چارسدې په سيمه کې د موټرسایکل سپرو بريدګرو له خوا ووژل شو. په دغه بريد کې لږ تر لږه دوه پوليس هم ټپيان شوي وو.

د داعش خراسان څانګې د دې بريد مسئوليت پر غاړه واخيست. داعش خراسان په خپلې اعلاميې کې دغه مشهور ديني عالم د «پاکستاني حکومت پلوی» بللی و. د نوموړي د وژل کېدو له امله د پاکستان په ځينو سيمو کې پراخ لاريونونه او غبرګونونه راپورته شول.

تر دې وړاندې، د ۱۴۰۴ کال د لړم په ۱۳مه مولانا عبدالسلام عارف، چې د ايالتي شورا غړی او په چارسده کې د يوه جومات خطيب و، په ورته بريد کې د موټرسایکل سپرو وسله‌والو له خوا ووژل شو.

عبدالسلام عارف د ابوبکر صديق مدرسې مسئول هم و. د دې بريد مسئوليت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی. پاکستاني شنونکو ويلي، پر دغه ديني عالم بريد د داعش خراسان د بريدونو په څېر ترسره شوی و.

په وروستيو بريدونو کې وژل شوي ډېری ديني عالمان د جمعيت علمای اسلام غړي وو. څارونکي وايي، د جمعيت علماوو دريځونو او سياسي فعاليتونو د دې لامل شوي چې غړي يې په نښه شي. دغه ګوند د پاکستان د پوځ له نږدې متحدانو ګڼل کېږي. د دې ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن په دې وروستيو کې د پاکستان د دولت پر ضد وسله پورته کول او تاوتريخوالی «ناروا او غيرشرعي» بللي وو.

خو د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په وروستيو کې حميدالحق حقاني، چې د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانيه مشر او د جمعيت علمای اسلام د بلې ډلې مشر و، د جومات دننه په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو. هغه د جمعې د لمانځه پر مهال په حقانيه مدرسه کې تر بريد لاندې راغی. په دې پېښه کې پنځه نور کسان هم ووژل شول او شاوخوا شل تنه ټپيان شول.

دارالعلوم حقانيه له ډیورنډ کرښې شاوخوا ۹۵ کيلومتره لرې موقعيت لري او د طالبانو ګڼ مشران په همدې مدرسه کې روزل شوي دي. د حقانيه مدرسې مسئولانو پخوا ويلي وو چې دوی پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو ته وياړي.

پاکستاني شنونکو دغه بريد داعش ته منسوب کړی، خو داعش خراسان او بلې کومې ډلې په رسمي ډول د بريد مسئوليت نه دی منلی.

د پاکستان حکومت د دغو ډېرو بريدونو وروسته اعلان کړی چې هر اړخيزې پلټنې به ترسره کړي، خو تر اوسه د دغو څېړنو پايلې په رسمي ډول نه دي خپرې شوې.

مفتي عبدالباقي نورزی، چې په بلوچستان کې د جمعيت علمای اسلام يو بل لوړپوړی مشر و، د ۱۴۰۳ کال د کب په وروستيو کې د کوټې ښار د هوايي ډګر پر سړک ووژل شو. دغه پاکستانی ديني عالم هم د موټرسایکل سپرو وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی و. داعش د دې بريد مسئوليت پر غاړه اخيستی و.

همدارنګه د مفتي شاه مير او قاري نظام‌الدين وژنې هم ورته پېښې وې. دوی دواړه د جمعيت علمای اسلام غړي وو چې په همدې موده کې په ترتيب سره په بلوچستان او پنجاب کې ووژل شول.

شيخ يوسف اپریدی او مولوي عبدالقادر هم دوه نور ديني عالمان وو چې د ۱۴۰۴ کال د غویي په لومړيو کې د خېبرپښتونخوا ايالت په خېبر او کوهاټ ولسواليو کې په دوو جلا پېښو کې د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شول. د دغو دواړو بريدونو مسئوليت کومې ډلې نه دی منلی.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د ديني عالمانو د ترور روانې څپې په ناامنه سيمو کې د خلکو او په ځانګړي ډول د جمعيت علمای اسلام لپاره يو جدي امنيتي بحران رامنځته کړی دی. پر ديني عالمانو هدفي بريدونو په کوټه، تربت، چارسده، پېښور او اسلام‌اباد کې پراخ اعتراضونه راوپارول.

جمعيت علمای اسلام دغه بريدونه «د علماوو هدفي عام‌وژنه» بللې ده. دغه ګوند د احتجاجي غونډو او لاريونونو له لارې له پاکستاني حکومته غوښتي چې ديني عالمانو او مدرسو ته بېړنی امنيت برابر کړي.

کارپوهان وايي، د وسله‌والو او په ځانګړي ډول د موټرسایکل سپرو بريدګرو له خوا د ديني عالمانو د وژنو زياتوالی د تحريک طالبان پاکستان او داعش خراسان د ځواکمنتيا او پراخېدونکو فعاليتونو څرګندونه کوي. دوی وايي، په هغو پېښو کې چې کومې ډلې مسئوليت نه دی منلی، د بريدونو ډول او تګلاره د دغو دواړو ډلو لاس لرل ښيي.

د پاکستان حکومت دغه ترورونه په سختو ټکو غندلي او ويلي يې دي چې دا د “کورنیو او بهرنيو ترهګرو” کار دی. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزير شهباز شریف هم پر ديني عالمانو د هدفي بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د بشپړو پلټنو امر يې کړی دی.

کارپوهان باور لري چې ديني مدرسو او ځينو سختدريځو ملايانو د پاکستان په ځينو ناامنو سيمو، په ځانګړي ډول خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې، د ګډوډيو په رامنځته کولو کې رول لوبولی دی. ويل کېږي چې يو شمېر دغو کسانو په يو ډول د وسله‌والو ډلو ملاتړ هم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ځينو هغو ديني عالمانو چې په پاکستان کې وژل شوي، د حکومت له هغو تګلارو سره مخالفت درلود چې د تحريک طالبان پاکستان او نورو وسله‌والو پر ضد عملي کېدې.

شنونکي وايي، پر ديني عالمانو د هدفي بريدونو زياتوالی نه يوازې د پاکستان کورنی امنيت ګواښي، بلکې د پاکستان د اسلام‌پالو ډلو ترمنځ ژور اختلافونه هم بربنډوي. دوی زياتوي، که دا بريدونه دوام وکړي، د پاکستان سياسي ثبات او امنيتي حالت به نور هم کمزوری شي.

ځينې شنونکي د تحريک طالبان پاکستان او داعش خراسان په څېر ډلو او هغو ديني عالمانو ترمنځ روان تاوتريخوالي ته اشاره کوي چې له امنيتي ادارو سره نږدې اړيکې لري. د دغو ډلو ترمنځ اوږده سيالي او پخوانۍ دښمني دا احتمال پياوړی کوي چې دغه ترورونه د همدې اختلافونو پايله وي.

وسله‌والو غلو د خیبر په جمرود کې افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال لوټلي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۱ GMT+۱

وسله‌والو غلو د خیبر ولسوالۍ په جمرود سیمه کې ستنېدونکي افغان کډوال لوټ کړي او د وسلې په زور یې ترې سره زر او پیسې اخیستي دي.

افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تېره شپه یوې ډلې وسله‌والو غلو د خیبر په جمرود سیمه کې ترې پیسې، سره زر او قمیتي توکي لوټ کړي دي.

یاد افغان کډوال وايي، چې د جمرود په سیمه کې افغانستان ته د تګ په تمه د انتظار وختونه تېروي او تېره شپه وسله‌والو غلو ترې هر څه لوټ کړي دي.

یاد افغان کډوال زیاتوي، چې لا له وړاندې د پاکستان د حکومت له لوري، بې‌کوره شوي او افغانستان ته د تګ پرمهال هم لويي لارې خوندي نه دي .

افغان کډوالو د خیبر ولسوالۍ له ځايي امنیتي چارواکو غوښتنه کړې، چې د غلو په نیولو کې لاس په کار شي.

د خیبر پولیسو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د راپورونو له‌مخې، افغانستان ته جبري ستنېدونکو افغان کډوالو څخه د کورونو څښتنان هم د میاشتو میاشتو کرایې ګرځوي او ډیری هغه کسان هم د دوی پیسې نه ورکوي، چې وړاندې یې ترې پور کړې وي.

د افغان کډوالو اېستل؛ د پېښور سترې محکمه کې د افغانانو له‌خوا تر ۶زره ډېرې عریضې ثبت شوې

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۵:۴۰ GMT+۱
•
جواد شينواری

د پاکستان حکومت له‌خوا د افغان کډوالو د اېستلو تر پرېکړې وروسته د پېښور سترې محکمه کې د افغان کډوالو له‌خوا د عریضو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د پېښور سترې محکمې د سرچینو په وینا؛ له تېر ۲۰۲۵کال راهیسې د بېلابېلو لاملونو له امله تر ۶زرو زیاتې عریضې ثبت شوې دي.

د سرچینو په وینا؛ په دغه عریضو کې د واده، زېږون، د اوږدې مودې استوګنې، کورنیو اړیکو او نورو قانوني لاملونو یادونه شوې ده. په محکمه کې په ثبت شویو عریضو کې ویل شوي، چې ګڼ افغان وګړي د پاکستاني ټولنې فعاله برخه ګرځېدلي دي د هغوی ودونه له پاکستاني کورنیو سره شوي او ماشومان یې هم په پاکستان کې زېږېدلي دي.
په یو شمېر عریضو کې اندېښنه ښودل شوې، چې افغانستان ته یې ستنېدنه دوی له جدي ګواښونو سره مخ کوي؛ په ځانګړي ډول هغه کسان چې د موسیقۍ او بشري فعالیتونو سره تړاو لري.
وکیلان وایي، د داسې کسانو جبري ستنول له بنسټیزو بشري حقونو او نړۍوالو اصولو ښکاره سرغړونه بلل کېږي. د پېښور سترې محکمه کې د سعدیه بي‌بي په نوم یوې مېرمنې ویلي، د هغې مېړه چې افغان دی دوه میاشتې وړاندې پولیسو نیولی او زندان ته یې لېږدولی دی.
د سعدیه بي‌بي په وینا؛ هغه خپله پاکستانی تابعیت لري او پلار یې هم پاکستانی دی؛ خو هغې له یوه افغان سره واده کړی دی. د نوموړې په خبره؛ دوی دوه ماشومان لري او هغې له محکمې څخه د خپل مېړه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
سعدیه بي‌بي زیاتوي، چې د مېړه په مشوره یې د افغان کډوالو کارت هم جوړ کړی و؛ څو راشن او نورې اسانتیاوې ترلاسه کړي خو هېڅ ډول مرسته ورسره ونه شوه او ستونزې یې نورې هم زیاتې شوې.

یو افغان سندرغاړی حشمت امید هم د هغو سندرغاړو له ډلې دی، چې د خپل راتلونکي په اړه له ژورې اندېښنې سره مخ دی، هغه او د نوموړي په څېر نږدې ۱۱۰ نور افغان سندرغاړي هم د پېښور سترې محکمې ته عریضه کړې ده؛ څو ورته ویزې ورکړل شي.
د پېښور سترې محکمې په دې اړه اړوندو ادارو ته په لېږلي لیک کې ویلي، چې یادو کسانو ته دې ویزې ورکړل شي؛ خو اړونده چارواکي لاهم د ځنډ او پلمو څخه کار اخلي.

د ۲۰۲۶کال (د اپرېل په ۱۰مه) نېټه د پېښور سترې محکمې افغان کډوالو ته یو مهم اجازه لیک ورکړ او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه، چې عرض کوونکي دې نه ځوروي او نه دې افغانستان ته ستنوي.
په یادې محکمه کې د عریضه کوونکو وکیل نعمان محب کاکاخېل ویلي، چې یاد کسان په افغانستان کې د امریکاملاتړ لرونکو پخوانیو ادارو سره کار کړی او دا مهال درېیمو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي. محکمې د قضیې د حساسیت له امله حکم ورکړ، چې د عریضه کوونکو پر ضد دې له سخت اقدام ډډه وشي.

د پېښور سترې محکمې وکیل فهیم مروت افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي:« د پاکستان اساسي قانون وایي، چې ریاست به د واده اړیکه مور او ماشوم ساتي. موږ وینو ښځه پاکستانۍ وي خو مېړه یې افغان وي او کله چې هغه ډيپورټ شي نو پوښتنه دا ده چې کوم ماشومان چې دلته پاتې کېږي د هغوی ساتنه به څوک کوي؟ د هغوی د خوراک لباس او روزنې مسؤول به څوک وي؟» هغه وایي، دا خو بالکل د ځنګل قانون جوړ شوی دی چې هر څوک نیسي او په زور یې له دې ځایه باسي.
فهیم مروت د پاکستان حکومت ته په خطاب سره وایي، تاسو همدا خلک په خپله خوښه دلته راوستي، هغوی دلته څلوېښت یا پنځوس کاله ژوند کړی، کاروبارونه یې جوړ کړي، که خبره د پالیسۍ وي؛ نو هماغه وخت باید جوړه شوې وه کله چې افغان کډوالو دلته کاروبار پیل کړ او هغوی ته باید ویل شوي وای چې له پاکستاني ښځو سره ودونه مه کوئ.
هغه وایي، چې د پاکستان اساسي قانون د ۱۰مې او ۵مې مادې له مخې د تابعیت حقونه خوندي کوي؛ نو بیا څوک حق نه‌لري چې دا حق ترې واخلي. نوموړی زیاتوي، چې د انسانیت له مخې باید له دې خلکو سره همدردي او مرسته وشي ډېری خلک اسناد جوړوي خو نادرا ورته ستونزې جوړوي که پاکستانۍ ښځې له خپلو افغان مېړونو سره افغانستان ته ولاړې شي؛ نو د هغوی راتلونکی له جدي ستونزو او تیارو سره مخ کېدای شي.
هغه وایي، که داسې حالت رامنځته شي چې پلار یو لور ته واستول شي او یا مور جلا شي؛ نو دا به د ماشومانو پر ژوند ژور منفي اغېز وکړي. هغه زیاتوي، هر څوک پوهېږي چې په داسې شرایطو کې د دغه ماشومانو راتلونکی له جدي ګواښونو او ناروښانه برخلیک سره مخ کېږي او دغه حالت د هغوی لپاره له ستونزو ډک ژوند رامنځته کوي.