سهیل اپریدی: په پښتونخوا کې د خلکو د غوښتني خلاف نظامي عملیات کېږي

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې په پښتونخوا کې د خلکو د غوښتنې خلاف په زور سره نظامي عملیات ترسره کېږي او یوازې پکې ملکي بېګناه وګړي قرباني کېږي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې په پښتونخوا کې د خلکو د غوښتنې خلاف په زور سره نظامي عملیات ترسره کېږي او یوازې پکې ملکي بېګناه وګړي قرباني کېږي.
سهیل اپریدي په پښتونخوا کې پر ملکي وګړو د ډرون بریدونو او په دغه صوبه کې د روانو پوځي عملیاتو په غبرګون د جمعې په ورځ، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د پښتخوا د امنیت لپاره د ملکي وګړو په ګډون له ۸۰ زره څخه ډېر کسان قرباني شوي دي.
نوموړي ویلي، چې د ښه او بد طالبانو ترمنځ توپیر له امله باید د یادې صوبي امنیتي وضعیت نه وای خراب شوی.
اپریدی زیاتوي، چې اوس هم په یاده صوبه کې په زور او د خلکو د غوښتني خلاف نظامي عملیاتونه او ډرون بریدونه کېږي چې له امله یې بېګناه کسان وژل کېږي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر خبرداری وکړی او وايي، تر څو چې د پاکستان په پالیسیو کې بدلون را نه شي او خلک د پوځي عملیاتو د مخنیوي پر ضد غږ پورته نه کړي، نو د ملکي وګړو وژني به همداسې دوام ولري.

د اسټرالیا حکومت د جمعې په ورځ د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ او د یادې ډلې پر جګپوړو مشرانو مالي او د ترهګرۍ ضد بندیزونه ولګول. دغه ډله چې د برېتانیا او امریکا له لوري هم د ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شوې، په پاکستان کې په ځانمرګو او وسلهوالو بریدونو تورنه تورنه ده.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وونګ په یوې اعلامیه کې وویل: «د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ یوه داسې ډله ده چې په ټول پاکستان کې یې د تاوتریخوالي ډګ بریدونه کړي دي. دغو بریدونو ملکي وګړي، حیاتي بنسټونه، بهرني وګړي او د پاکستان حکومت په نښه کړي دي».
مېرمن وونګ زیاته کړه چې استرالیا له تروریزم او افراطیت سره مبارزې ته کلکه ژمنه ده.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړې: «دا بندیزونه د دې لپاره طرحه شوي چې د یادې ډلې مالي سرچینې پرې کړي، د نويو کسانو د جذب مخه ونیسي او د هغوی د ایډیالوژۍ خپرېدل محدود کړي».
د اسټرالیا د قوانینو له مخې، له دغې ډلې سره هر ډول مالي راکړه ورکړه جرم دی چې تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا لرلای شي.
د راپورنو لهمخې، د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ له ۲۰۱۱ کال راهیسې په زرګونو کسان وژلي او په ځانګړې توګه په سیمه کې د چین پر پروژو بریدونه کوي.
د روان کال په جنوري میاشت کې دغې ډلې د «هیروف دو» په نوم عملیات وکړل چې د پاکستاني چارواکو په وینا ۲۷۴ کسان پکې ووژل شول.
پاکستان دغه ډله د «هندوستان فتنه» بولي او ادعا کوي چې ډیلي ورته مالي او تسلیحاتي ملاتړ چمتو کوي، خو هند تل دا تورونه رد کړي دي.
ځینې پاکستاني چارواکي افغان طالبان هم د دغې ډلې په ملاتړ تورنوي، خو طالبانو دا ادعاوې په کلکه رد کړې او بېبنسټه یې بللې دي.
د تېر جمهوري نظام پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خُرم د پاکستان د دفاع وزارت د پخوانۍ سلاکارې ماریا سلطان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان هڅه کوي د افغان هویت او تاریخ پرضد تبلیغات وکړي.
هغه ویلي، پاکستان د افغانستان پر ضد خپل سیاسي، فرهنګي او تبلیغاتي فشارونه زیات کړي دي. نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي: «د خلکو د پراخو غبرګونونو له امله مې د ماریا سلطان مرکه واورېده. د مرکې یوه برخه د طالب چارواکو او د هغوی د شتمنیو په اړه وه، چې خپله باید ورته ځواب ووایي؛ خو ځینې نورې څرګندونې یې د هر افغان د غبرګون غوښتنه کوي».
نوموړي د ماریا سلطان هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې افغانستان به په راتلونکو سیمهییزو بدلونونو کې خپله جغرافیه له لاسه ورکړي او یا دا چې افغان ملي هویت په نامه څه نهشته.
عبدالکریم خُرم ویلي، افغانستان یو تاریخي هېواد دی چې د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوی او پیاوړی شوی؛ نه داسې یو مصنوعي جوړښت لکه پاکستان چې د سیاسي پرېکړو پربنسټ رامنځته شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې پاکستان په وروستیو کې د افغانستان پر وړاندې تهاجمي دریځ خپل کړی؛ د پوځي بریدونو، د افغان کډوالو اېستلو او د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراث د «غلا» هڅې یې د همدې سیاست برخه دي.
د نوموړي په وینا؛ د ماریا سلطان تحلیلونه د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) له دریځونو سرچینه اخلي او د روان تبلیغاتي فشار یوه برخه ده. هغه ادعا کړې، چې د ایران د جګړې له پیل سره پاکستان دغه ډول تبلیغات لازیات کړي دي.
هغه ویلي، پاکستان باید درک کړي چې افغان هویت او افغان ملتپالنه یو تاریخي حقیقت دی او د تکراري تبلیغاتو له لارې نهشي لهمنځه تلای. هغه ټینګار وکړ، چې د افغان نوم او هویت په اړه د پاکستان اندېښنه د دغه هېواد د کورنۍ ناامنۍ او بېباورۍ څرګندونه کوي.
نوموړي د ماریا سلطان ځینې څرګندونې، په ځانګړي ډول د «سایکس پیکو» تړون او «وستفالیا» معاهدې په اړه، «ناسمې او نامسلکي» وبللې او ویلي یې دي، چې دغه ډول څرګندونې د یوه خپلواک څېړنیز تحلیل پرځای د ورکړل شویو دریځونو تکرار ښکاري.
له دې وړاندې د پاکستان د سویلي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټیوټ (SSASI) مشرې ماریا سلطان ادعا کړې وه، چې افغانستان په اوسني سیمهییز بدلېدونکي وضعیت کې ښایي خپله «جغرافیه او شته بڼه» له لاسه ورکړي.
هغې له پاکستاني خبریال حسن خان سره په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې ښایي په راتلونکي کې افغانستان د اوسني جوړښت په څېر یو واحد دولت پاتې نهشي.
د پاکستان د خلکو ګوند(پي پي پي) مشر ادعا لري، چې پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ريښه افغانستان کې شته سازمانونو ته رسېږي او په باور یې یاد سازمانونه د هند له ملاتړ هم برخمن دي. طالبانو او هند په وار وار د پاکستان دغه ډول ادعاوې رد کړي او امنیتي مسایل یې د پاکستان کورنۍ مساله بللې.
د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) له فرانس۲۴ سره په مرکه کې ادعا کړې: «له بده مرغه، ډېری هغه ترهګریز بریدونه چې په پاکستان کې کېږي، په افغانستان کې له شته سازمانونو سره تړاو لري».
هغه همداراز مدعي شوی: «تر کومه ځایه چې د هندي عنصر خبره ده، هغوی له هغو سازمانونو ملاتړ کوي چې په پاکستان کې دننه د ترهګریزو فعالیتونو تر شا ولاړ دي».
تر دې مخکې (چهارشنبه د غويي ۱۶مه) د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو، د پاکستان په اسلاماباد کې د یوې محکمې مخې ته له یوې چاودنې شاوخوا یو ساعت وروسته د یادې پېښې ريښه له افغانستان سره وتړل شوه او په وینا یې: «هغه برید چې د اسلاماباد د یوې محکمې مخکې وشوه، یو ساعت وروسته یې هغوی [پاکستاني چارواکو] وویل، چې ریښه یې افغانستان ته رسېږي. که تاسو [پاکستاني چارواکي] دومره پوهېږئ چې دا چاوده په افغانستان کې طرحه شوې، نو بیا ولې وشوه»؟
محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نهحل کېږي | افغانستان انټرنشنل پښتو
هند او افغان طالبانو په وار وار د پاکستان په امنیتي پېښو کې هر ډول لاس لرل رد کړي او په دغه هېواد کې یې امنیتي ننګونې د پاکستان د واکمن حکومت او په ځانګړې توګه د پوځ د ناسمو پالیسیو پایله او د پوځیانو ناکامي بللې ده.
د یادونې وړ ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ په قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین کې پر لپسې خبرو تر اوسه څه پایله نهده ورکړې او دواړه لوري لا هم لاس په ماشه دي، پر افغانستان د پاکستان بریدونه لا هم روان دي او د یوناما په وینا، د دغو بریدونو قرباني عام ولس دی.
په هالنډ کې افغان الاصله حقوقي او سیاسي فعاله څانګه صدیقي وایي، د پاکستان فکري بنسټونه دې د افغانستان د تجزیې پر ځای د خپلو داخلي ستونزو او ممکنه بېلتون غوښتونکو حرکتونو ته پام وکړي.
نوموړې پر ایکس خواله رسنۍ کې په یوه څرګندونه کې ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ولایتونه ممکن په نږدې راتلونکي کې د بنګلهدېش په څېر له پاکستان څخه جلا شي.
صدیقي لیکلي: «زه غواړم د پاکستان فکري مرکزونه د افغانستان د تجزیې پر فکر او اټکلونو تمرکز ونه کړي، بلکې د خپلو ولایتونو بلوچستان او خیبر پښتونخوا په اړه فکر وکړي، هغه ولایتونه چې ښايي ډېر ژر د بنګلهدېش په څېر له پاکستان څخه بېل شي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په سیمه کې د سیاسي بحثونو، قومي اختلافاتو او د هېوادونو د داخلي جوړښتونو په اړه متقابلې ادعاوې او اندېښنې زیاتې شوې دي.
بل لور ته د پاکستان د یوه فکري بنسټ مشرې تېره ورځ ویلي وو، چې ښایې په نږدې راتلونکي کې افغانستان د خپلې جعرافیې یو برخه له لاسه ورکړي.
د پاکستان يو شمېر نوميالي او اغېزمن ديني عالمان په دې وروستيو کې د دې هېواد په ناامنه سيمو کې د ناپېژانده وسلهوالو او سختدريځو ډلو له خوا وژل شوي. محمد ادريس ترنګزی، حميدالحق حقاني، عبدالسلام عارف او عبدالباقي نورزی هغه مشهور ديني شخصيتونه دي چې د ۲۰۲۵کال له پيل راهيسې وژل شوي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان ډېری مشهور ملايان د موټرسایکل سپرو وسلهوالو په ډزو، بمي چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې وژل شوي دي. پر ديني عالمانو زياتره هدفي بريدونه افغانستان سره نږدې ډیورڼد کرښې ته څېرمه سيمو، په ځانګړي ډول جوماتونو، مدرسو او مذهبي مرکزونو کې ترسره شوي دي. دغو بريدونو د پاکستان امنيتي وضعيت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
مولانا محمد ادريس ترنګزی، چې يو پېژندل شوی ديني عالم او د پاکستان د ايالتي اسمبلۍ پخوانی غړی و، د غویي په ۱۵مه نېټه د چارسدې په سيمه کې د موټرسایکل سپرو بريدګرو له خوا ووژل شو. په دغه بريد کې لږ تر لږه دوه پوليس هم ټپيان شوي وو.
د داعش خراسان څانګې د دې بريد مسئوليت پر غاړه واخيست. داعش خراسان په خپلې اعلاميې کې دغه مشهور ديني عالم د «پاکستاني حکومت پلوی» بللی و. د نوموړي د وژل کېدو له امله د پاکستان په ځينو سيمو کې پراخ لاريونونه او غبرګونونه راپورته شول.
تر دې وړاندې، د ۱۴۰۴ کال د لړم په ۱۳مه مولانا عبدالسلام عارف، چې د ايالتي شورا غړی او په چارسده کې د يوه جومات خطيب و، په ورته بريد کې د موټرسایکل سپرو وسلهوالو له خوا ووژل شو.
عبدالسلام عارف د ابوبکر صديق مدرسې مسئول هم و. د دې بريد مسئوليت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی. پاکستاني شنونکو ويلي، پر دغه ديني عالم بريد د داعش خراسان د بريدونو په څېر ترسره شوی و.
په وروستيو بريدونو کې وژل شوي ډېری ديني عالمان د جمعيت علمای اسلام غړي وو. څارونکي وايي، د جمعيت علماوو دريځونو او سياسي فعاليتونو د دې لامل شوي چې غړي يې په نښه شي. دغه ګوند د پاکستان د پوځ له نږدې متحدانو ګڼل کېږي. د دې ګوند مشر مولانا فضلالرحمن په دې وروستيو کې د پاکستان د دولت پر ضد وسله پورته کول او تاوتريخوالی «ناروا او غيرشرعي» بللي وو.
خو د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په وروستيو کې حميدالحق حقاني، چې د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانيه مشر او د جمعيت علمای اسلام د بلې ډلې مشر و، د جومات دننه په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو. هغه د جمعې د لمانځه پر مهال په حقانيه مدرسه کې تر بريد لاندې راغی. په دې پېښه کې پنځه نور کسان هم ووژل شول او شاوخوا شل تنه ټپيان شول.
دارالعلوم حقانيه له ډیورنډ کرښې شاوخوا ۹۵ کيلومتره لرې موقعيت لري او د طالبانو ګڼ مشران په همدې مدرسه کې روزل شوي دي. د حقانيه مدرسې مسئولانو پخوا ويلي وو چې دوی پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو ته وياړي.
پاکستاني شنونکو دغه بريد داعش ته منسوب کړی، خو داعش خراسان او بلې کومې ډلې په رسمي ډول د بريد مسئوليت نه دی منلی.
د پاکستان حکومت د دغو ډېرو بريدونو وروسته اعلان کړی چې هر اړخيزې پلټنې به ترسره کړي، خو تر اوسه د دغو څېړنو پايلې په رسمي ډول نه دي خپرې شوې.
مفتي عبدالباقي نورزی، چې په بلوچستان کې د جمعيت علمای اسلام يو بل لوړپوړی مشر و، د ۱۴۰۳ کال د کب په وروستيو کې د کوټې ښار د هوايي ډګر پر سړک ووژل شو. دغه پاکستانی ديني عالم هم د موټرسایکل سپرو وسلهوالو په ډزو کې وژل شوی و. داعش د دې بريد مسئوليت پر غاړه اخيستی و.
همدارنګه د مفتي شاه مير او قاري نظامالدين وژنې هم ورته پېښې وې. دوی دواړه د جمعيت علمای اسلام غړي وو چې په همدې موده کې په ترتيب سره په بلوچستان او پنجاب کې ووژل شول.
شيخ يوسف اپریدی او مولوي عبدالقادر هم دوه نور ديني عالمان وو چې د ۱۴۰۴ کال د غویي په لومړيو کې د خېبرپښتونخوا ايالت په خېبر او کوهاټ ولسواليو کې په دوو جلا پېښو کې د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شول. د دغو دواړو بريدونو مسئوليت کومې ډلې نه دی منلی.
د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د ديني عالمانو د ترور روانې څپې په ناامنه سيمو کې د خلکو او په ځانګړي ډول د جمعيت علمای اسلام لپاره يو جدي امنيتي بحران رامنځته کړی دی. پر ديني عالمانو هدفي بريدونو په کوټه، تربت، چارسده، پېښور او اسلاماباد کې پراخ اعتراضونه راوپارول.
جمعيت علمای اسلام دغه بريدونه «د علماوو هدفي عاموژنه» بللې ده. دغه ګوند د احتجاجي غونډو او لاريونونو له لارې له پاکستاني حکومته غوښتي چې ديني عالمانو او مدرسو ته بېړنی امنيت برابر کړي.
کارپوهان وايي، د وسلهوالو او په ځانګړي ډول د موټرسایکل سپرو بريدګرو له خوا د ديني عالمانو د وژنو زياتوالی د تحريک طالبان پاکستان او داعش خراسان د ځواکمنتيا او پراخېدونکو فعاليتونو څرګندونه کوي. دوی وايي، په هغو پېښو کې چې کومې ډلې مسئوليت نه دی منلی، د بريدونو ډول او تګلاره د دغو دواړو ډلو لاس لرل ښيي.
د پاکستان حکومت دغه ترورونه په سختو ټکو غندلي او ويلي يې دي چې دا د “کورنیو او بهرنيو ترهګرو” کار دی. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزير شهباز شریف هم پر ديني عالمانو د هدفي بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د بشپړو پلټنو امر يې کړی دی.
کارپوهان باور لري چې ديني مدرسو او ځينو سختدريځو ملايانو د پاکستان په ځينو ناامنو سيمو، په ځانګړي ډول خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې، د ګډوډيو په رامنځته کولو کې رول لوبولی دی. ويل کېږي چې يو شمېر دغو کسانو په يو ډول د وسلهوالو ډلو ملاتړ هم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ځينو هغو ديني عالمانو چې په پاکستان کې وژل شوي، د حکومت له هغو تګلارو سره مخالفت درلود چې د تحريک طالبان پاکستان او نورو وسلهوالو پر ضد عملي کېدې.
شنونکي وايي، پر ديني عالمانو د هدفي بريدونو زياتوالی نه يوازې د پاکستان کورنی امنيت ګواښي، بلکې د پاکستان د اسلامپالو ډلو ترمنځ ژور اختلافونه هم بربنډوي. دوی زياتوي، که دا بريدونه دوام وکړي، د پاکستان سياسي ثبات او امنيتي حالت به نور هم کمزوری شي.
ځينې شنونکي د تحريک طالبان پاکستان او داعش خراسان په څېر ډلو او هغو ديني عالمانو ترمنځ روان تاوتريخوالي ته اشاره کوي چې له امنيتي ادارو سره نږدې اړيکې لري. د دغو ډلو ترمنځ اوږده سيالي او پخوانۍ دښمني دا احتمال پياوړی کوي چې دغه ترورونه د همدې اختلافونو پايله وي.