• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کریم خُرم د ماریا سلطان څرګندونو ته: پاکستان هڅه کوي د افغان هویت او تاریخ ضد تبلیغات وکړي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خُرم د پاکستان د دفاع وزارت د پخوانۍ سلاکارې ماریا سلطان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان هڅه کوي د افغان هویت او تاریخ پرضد تبلیغات وکړي.

هغه ویلي، پاکستان د افغانستان پر ضد خپل سیاسي، فرهنګي او تبلیغاتي فشارونه زیات کړي دي. نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي: «د خلکو د پراخو غبرګونونو له امله مې د ماریا سلطان مرکه واورېده. د مرکې یوه برخه د طالب چارواکو او د هغوی د شتمنیو په اړه وه، چې خپله باید ورته ځواب ووایي؛ خو ځینې نورې څرګندونې یې د هر افغان د غبرګون غوښتنه کوي».

نوموړي د ماریا سلطان هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې افغانستان به په راتلونکو سیمه‌ییزو بدلونونو کې خپله جغرافیه له لاسه ورکړي او یا دا چې افغان ملي هویت په نامه څه نه‌شته.

عبدالکریم خُرم ویلي، افغانستان یو تاریخي هېواد دی چې د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوی او پیاوړی شوی؛ نه داسې یو مصنوعي جوړښت لکه پاکستان چې د سیاسي پرېکړو پربنسټ رامنځته شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې پاکستان په وروستیو کې د افغانستان پر وړاندې تهاجمي دریځ خپل کړی؛ د پوځي بریدونو، د افغان کډوالو اېستلو او د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراث د «غلا» هڅې یې د همدې سیاست برخه دي.

د نوموړي په وینا؛ د ماریا سلطان تحلیلونه د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) له دریځونو سرچینه اخلي او د روان تبلیغاتي فشار یوه برخه ده. هغه ادعا کړې، چې د ایران د جګړې له پیل سره پاکستان دغه ډول تبلیغات لازیات کړي دي.

هغه ویلي، پاکستان باید درک کړي چې افغان هویت او افغان ملتپالنه یو تاریخي حقیقت دی او د تکراري تبلیغاتو له لارې نه‌شي له‌منځه تلای. هغه ټینګار وکړ، چې د افغان نوم او هویت په اړه د پاکستان اندېښنه د دغه هېواد د کورنۍ ناامنۍ او بې‌باورۍ څرګندونه کوي.

نوموړي د ماریا سلطان ځینې څرګندونې، په ځانګړي ډول د «سایکس پیکو» تړون او «وستفالیا» معاهدې په اړه، «ناسمې او نامسلکي» وبللې او ویلي یې دي، چې دغه ډول څرګندونې د یوه خپلواک څېړنیز تحلیل پرځای د ورکړل شویو دریځونو تکرار ښکاري.

له دې وړاندې د پاکستان د سویلي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټیوټ (SSASI) مشرې ماریا سلطان ادعا کړې وه، چې افغانستان په اوسني سیمه‌ییز بدلېدونکي وضعیت کې ښایي خپله «جغرافیه او شته بڼه» له لاسه ورکړي.
هغې له پاکستاني خبریال حسن خان سره په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې ښایي په راتلونکي کې افغانستان د اوسني جوړښت په څېر یو واحد دولت پاتې نه‌شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

له تخصصه تر واسطې؛ د طالبانو ادارې د نامسلکي ګومارنو په منګولو کې

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۱

په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ناورین، اداري کمزورتیا او د عامه خدمتونو له جدي ستونزو سره مخ دی، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم له کندهار پوهنتون څخه د لیدنې پرمهال اعلان کړی چې د پوهنتون یوشمېر محصلین به دولتي ادارو ته د مامورینو په توګه معرفي شي.

نوموړي ویلي، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان به تر ارزونې وروسته په دولتي ادارو کې په دندو وګومارل شي؛ خو د دغه اعلان ترشا د عامو خلکو په منځ کې تر ټولو لویه پوښتنه دا ده، چې د پخوانیو تجربه لرونکو او مسلکي مامورینو برخلیک به څه وي؟
خلک وايي، هغه کسان چې کلونه یې د افغانستان په بېلابېلو ادارو کې تجربه ترلاسه کړې وه اوس یا له دندو شړل شوي، یا ګوښه شوي او یا هم د داسې کسانو له‌خوا ځای ناستي شوي چې نه مسلکي تجربه لري او نه هم د ادارې له اصولو سره بلد دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان په ګڼو دولتي ادارو کې د پراخو بدلونونو لړۍ پیل شوې ده. سلګونه تجربه لرونکي مامورین له دندو لرې کړای شوي او پر ځای یې د طالبانو غړي، خپلوان، جنګي ملګري او هغه کسان ګومارل شوي چې تر ډېره د «شناخت او وفادارۍ» پربنسټ ټاکل شوي دي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی او پخوانی دولتي مامور چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، اوس د دولت ګڼې ادارې د مسلک پربنسټ نه؛ بلکې د واسطې او اړیکو پر بنسټ اداره کېږي. هغه وايي: «پخوا که څه هم ستونزې ډېرې وې؛ خو بیا هم په ادارو کې متخصص کسان پر دندو بوخت وو. اوس داسې کسان پر څوکيو ناست دي، چې ان د ادارې ابتدایي اصول نه پېژني؛ یوازې ځکه مقرر شوي چې طالبان دي یا د کوم قوماندان خپلوان دي».

د خلکو له نظره؛ د طالبانو په حکومت کې د نامسلکي ګومارنو یوه تر ټولو ډېره یادېدونکې بېلګه د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت ده. نیوکه کوونکي وایي، چې د دغه وزارت مشرتابه د مخابراتو، ټېکنالوژۍ او ډیجیټلي سیستمونو په برخه کې هیڅ زده‌کړې نه‌لري؛ خو بیا هم د مهمې ادارې مشري ورسپارل شوې ده.

د کندهار پوهنتون یو استاد په دې اړه وایي: «کله چې د مخابراتو په څېر حساس وزارت ته داسې کسان راوستل کېږي، چې له ټېکنالوژۍ سره ابتدایي بلدتیا هم نه‌لري؛ نو له ادارې به څنګه د پرمختګ تمه وشي؟ نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي انقلاب پر لور روانه ده؛ خو دلته لاهم د جنګي سابقې پر اساس وزیران ټاکل کېږي».

هغه زیاتوي، چې د تخصص نشتوالی یوازې په یوه وزارت پورې محدود نه‌دی؛ بلکې د روغتیا، مالیې، پوهنې، ښار جوړونې او نورو ادارو په کچه هم ورته ستونزې شته. خلک شکایت کوي، چې اوس په دولتي ادارو کې د دندې تر ټولو مهم شرط «جنګي سابقه» او طالبانو ته وفاداري ده؛ نه لوړې زده‌کړې او مسلکي وړتیا.

د کندهار پوهنتون یو فارغ شوی ځوان منیر احمد وایي: «موږ کلونه زده‌کړې وکړې؛ خو اوس راته ویل کېږي چې تجربه نه‌لرئ. بل خوا داسې کسان مقررېږي، چې نه پوهنتون پېژني او نه کمپیوټر کارولای شي یوازې ځکه مقرر شوي چې له طالبانو سره یې په جګړه کې برخه لرله».

د اداري چارو یوشمېر شنونکي باور لري، چې د نامسلکي کسانو پراخې ګومارنې د افغانستان د ادارو د فلج کېدو اصلي لامل ګرځېدلې دي. د دوی په وینا؛ په ګڼو ادارو کې د طالبانو د قوماندانانو، وزیرانو او چارواکو خپلوانو ته لومړیتوب ورکول کېږي، چې په دې کار سره د خلکو کارونه ورځ تر بلې له ځنډ او خنډ سره مخ کېږي.

خلک باور لري که د مسلکي کسانو د شړلو او نامسلکي افرادو د ګومارلو لړۍ همداسې روانه پاتې شي؛ نو نه یوازې به اداري نظام لا کمزوری شي، بلکې افغانستان به د علم، تخصص او پرمختګ له نړۍوال کاروان نه نور هم شاته پاتې شي.

ازبکستان او د جاپان همکارۍ ادارې د افغانستان لپاره د ګډو پروژو په اړه خبرې کړې دي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله اېرګاشف د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۱۷مه) د جایکا ادارې د سویلي اسیا برخې له عمومي مشر تتسویا یامادا سره لیدلي. دواړه خواوو په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا پر ګډو پروژو خبرې کړې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې جاپاني لوري د افغانستان په اړه د تاشکند عملي چلند ستایلی او د ترمز ښار د شته زېربناوو اهمیت یې د نړۍوالو بشري او ټولنیزو پروژو د پلي کېدو لپاره یو مناسب مرکز بللی دی.
تتسویا یامادا دارنګه د جایکا د لېوالتیا یادونه کړې، چې غواړي د ترمز له امکاناتو څخه په بېلابېلو برخو لکه ښوونه او روزنه، روغتیا، کرنه، د خصوصي سکتور پراختیا او د نشه‌یي توکو د قاچاق پرضد مبارزه کې ګټه واخلي.

ازبکستان په وروستیو کلونو کې ترمز ښار د افغانستان لپاره د بشري مرستو او لوژستیکي مرکز په توګه پیاوړی کړی دی. دغه ښار له ۲۰۲۲کال راهیسې افغانستان ته د مرستو د لېږد لپاره د نړۍوال ترانسپورتي مرکز په توګه کار کوي او تازه د ملګرو ملتونو د بېړنیو زېرمو شبکې (UNHCR) برخه هم ګرځېدلی دی.

دغه لیدنه د ازبکستان د هغو دوامداره ډیپلوماټیکو هڅو یوه برخه بلل کېږي، چې موخه یې د افغانستان لپاره د نړۍوالو مرستو همغږي کول دي. په وروستیو میاشتو کې عصمت‌الله اېرګاشف د بېلابېلو نړۍوالو ډیپلوماټانو او سازمانونو له استازو سره لیدلي دي؛ څو د عملي پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شي.

شنونکي وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د پراختیایي پروژو پلي کېدل له بندیزونو، د بشري حقونو ستونزو، امنیتي ننګونو او بانکي محدودیتونو سره مخ دي.

د افغان ښځو یو غورځنګ: پر افغان ښځو د تاوتریخوالي زیاتوالی د اندېښنې وړ دی

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۱

د «افغان ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ» د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، هدفي وژنو او د بشري حقونو د پراخې او سیستماتیکې سرغړونې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي د زیاتوالي په غبرګون کې د افغان ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ غړو د کابل په بېلابېلو برخو کې پر دیوالونو د شعارونو پر کښلو خپلې اندېښنې څرګندې کړې. په وروستیو کې د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، وروستیو مستندو راپورونو ښودلې چې په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی او د جنسي ځورونې پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي. دوی زیاتوي، چې د قانون حاکمیت، خپلواک عدلي نظام او د ملاتړو بنسټونو د نشتوالي له امله قربانیان عدالت ته لاسرسی نه‌لري.

په اعلامیه کې د څو وروستیو پېښو یادونه شوې، چې په‌کې په بدخشان کې د ۱۲ کلنې «بي‌بي خدیجې» وژل کېدل، په هرات کې د «سونیا» په نوم د یوې ۲۲ کلنې ښځې سر پرې کېدل، په غور کې د فرزانې وژل کېدل او همدارنګه د بدریې جلالي وژنه شامله ده. دغه غورځنګ وايي، یادې پېښې د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالي او د معافیت د کلتور څرګندې بېلګې دي.

د اعلامیې له مخې؛ د طالبانو اوسني سیاستونه لکه له ټولنیزو چارو د ښځو څنډې ته کول، پر زده‌کړو او کار محدودیتونه او د تاوتریخوالي د عاملانو نه محاکمه کول د دغه ناورین د پراخېدو بنسټیز لاملونه دي.

دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو اړوندو ادارو غوښتي، چې په افغانستان کې «جنسیتي توپیر» په رسمیت وپېژني، د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره خپلواک نړۍوال مېکانیزم رامنځته کړي او په افغانستان کې د یوه مشروع، پراخ بنسټه او د خلکو پر ارادې ولاړ د یوه سیاسي نظام ملاتړ وکړي.

اعلامیه زیاتوي، چې د نړۍوالې ټولنې چوپتیا او بې‌غوري به د بشري ناورین د لا ژورېدو، د تاوتریخوالي د پراخېدو او د جبري کډوالۍ د زیاتېدو لامل شي. د راپورونو له مخې؛ اقتصادي فشارونه، پراخه بې‌کاري، ټولنیز محدودیتونه او حقوقي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي کمښت د دغه تاوتریخوالي د زیاتوالي اصلي لاملونه ښودل شوي دي.

د بلاول بوټو زرداري ادعا؛ په پاکستان کې د بریدونو رېښه افغانستان ته رسېږي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۱ GMT+۱

د پاکستان د خلکو ګوند(پي پي پي) مشر ادعا لري، چې پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ريښه افغانستان کې شته سازمانونو ته رسېږي او په باور یې یاد سازمانونه د هند له ملاتړ هم برخمن دي. طالبانو او هند په وار وار د پاکستان دغه ډول ادعاوې رد کړي او امنیتي مسایل یې د پاکستان کورنۍ مساله بللې.

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) له فرانس۲۴ سره په مرکه کې ادعا کړې: «له بده مرغه، ډېری هغه ترهګریز بریدونه چې په پاکستان کې کېږي، په افغانستان کې له شته سازمانونو سره تړاو لري».

هغه همداراز مدعي شوی: «تر کومه ځایه چې د هندي عنصر خبره ده، هغوی له هغو سازمانونو ملاتړ کوي چې په پاکستان کې دننه د ترهګریزو فعالیتونو تر شا ولاړ دي».

تر دې مخکې (چهارشنبه د غويي ۱۶مه) د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو، د پاکستان په اسلام‌اباد کې د یوې محکمې مخې ته له یوې چاودنې شاوخوا یو ساعت وروسته د یادې پېښې ريښه له افغانستان سره وتړل شوه او په وینا یې: «هغه برید چې د اسلام‌اباد د یوې محکمې مخکې وشوه، یو ساعت وروسته یې هغوی [پاکستاني چارواکو] وویل، چې ریښه یې افغانستان ته رسېږي. که تاسو [پاکستاني چارواکي] دومره پوهېږئ چې دا چاوده په افغانستان کې طرحه شوې، نو بیا ولې وشوه»؟

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

هند او افغان طالبانو په وار وار د پاکستان په امنیتي پېښو کې هر ډول لاس لرل رد کړي او په دغه هېواد کې یې امنیتي ننګونې د پاکستان د واکمن حکومت او په ځانګړې توګه د پوځ د ناسمو پالیسیو پایله او د پوځیانو ناکامي بللې ده.

د یادونې وړ ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ په قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین کې پر لپسې خبرو تر اوسه څه پایله نه‌ده ورکړې او دواړه لوري لا هم لاس په ماشه دي، پر افغانستان د پاکستان بریدونه لا هم روان دي او د یوناما په وینا، د دغو بریدونو قرباني عام ولس دی.

د طالباني سانسور په ترڅ کې؛ فرانسه کې جلاوطنه خبریالانو د نیمروز په نوم ټلوېزیون جوړ کړ

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱

په فرانسه کې مېشتو یو شمېر جلاوطنه افغان خبریالانو د «نیمروز» په نوم نوې ټلوېزیوني شبکه جوړه کړې ده. د دې رسنۍ مسوولان وايي، چې د دغه ټلوېزیون تمرکز به د افغانستان، سیمې او نړۍ د مهمو پېښو پر پوښښ وي.

د نیمروز ټلوېزیون په هغې خبرپاڼه کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې دغې رسنۍ په فرانسه کې د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه خپل رسمي فعالیت پیل کړی دی.

د نیمروز ټلوېزیون مسوولان وایي، چې دا رسنۍ د یو شمېر جلاوطنه افغان خبریالانو په نوښت رامنځته شوې او د ژورنالېزم مسلکي اصولو، د بیان ازادۍ، معلوماتو ته د ازاد لاسرسي او د خلکو د غږ انعکاس ته ژمنه ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیمروز ټلوېزیون غواړي د هغو خلکو غږ پورته کړي، چې په افغانستان کې د رسنیزو محدودیتونو له امله د اورېدو لږ فرصت لري. دې رسنۍ یادونه کړې، چې په افغانستان کې خپلواکې رسنۍ له پراخو فشارونو او محدودیتونو سره مخ دي او میلیونونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

نیمروز ټلوېزیون ویلي، چې هڅه به وکړي د خبرونو، لیکنیو راپورونو او تحلیلي مطالبو له لارې خپلواک، رښتینی او مسلکي روایتونه خپاره کړي. دغې رسنۍ همداراز د فرهنګي او ژبني تنوع، انساني ارزښتونو او بشري حقونو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

د نیمروز ټلوېزیون د څرګندونو له مخې، دغه رسنۍ اوس‌مهال خپل مطالب د رسمي وېبپاڼې او ټولنیزو شبکو له لارې د خبرونو، لیکنیو راپورونو او تحلیلي محتوا په بڼه خپروي.

په افغانستان کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې پر مهال د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته رسنیز چاپېریال سخت محدود شوی دی. د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي یا یوناما په یوه راپور کې راغلي، چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له ګواښونو، خپل‌سرو نیونو، ناوړه چلند، قضايي تعقیب او د ورځني کار له سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان هم ویلي، چې طالبانو د خبریالانو په نیولو او شکنجه کولو، د راپور ورکولو پر محدودولو او د خبرخونو په چارو کې د مستقیمې لاسوهنې له لارې د افغانستان رسنیز چاپېریال سخت کمزوری کړی دی.

د ژوندو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز هم د هېواد په لږ تر لږه ۲۵ ولایتونو کې عملي شوی دی.