• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر د تیرا مشران وايي د امنیتي پوستو لپاره د دوی مېوه لرونکې ونې وهل شوې دي

رفعت الله اورکزی
رفعت الله اورکزی

افغانستان انټرنشنل-پښتو، پېښور

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۱

د خیبر د تیرا قومي مشران وايي، چې ددوی په سیمه کې لس نوې پوستې جوړې شوې او شاوخوا دوه کیلومټره ونې، چې مېوه لرونکې ونې پکې شاملې دي، وهل شوې دي. د قومي مشرانو په وینا، د خیبر مرستیال کمشنر ددوی له ۱۴ غوښتنو څخه یوه هم نه ده منلې.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د تیرا درې بې ځایه شویو خلکو ته پاکستاني حکومت ژمنه ور کړې وه چې د اپرېل میاشتې تر نیمایي پورې به د هغوی د بېرته ستنېدو بهیر پیل شي، خو اوس نږدې یوه میاشت تېرېدونکې ده او لا هم د هغوی د ستنېدو لړۍ نه ده پیل شوې.

د روان کال په پیل کې له تیرا درې څخه زرګونو کورنیو کډه وکړه او د خېبر ولسوالۍ د باړې تحصیل او د پېښور په بېلابېلو سیمو کې مېشت شول. ځايي ادارې ژمنه کړې وه چې په تیرا کې د ناقانونه وسله والو ډلو پر ضد د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته به د اپرېل له پنځلسمې نېټې څخه د بې ځایه شویو خلکو ستنېدل پیل شي، خو تر اوسه د حکومت له خوا په دې اړه هېڅ اعلان نه دی شوی۔

د تیرا بې ځایه شویو خلکو د خپلو حقونو لپاره د «تحریک متاثرين تیرا» په نوم یوه ټولنه هم جوړه کړې، چې له تېرو سلو ورځو راهیسې د باړې پرېس کلب مخې ته احتجاجي پرلت کوي.

د «تحریک متاثرين تیرا» ویاند صحبت خان اپرېدي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې له دوو میاشتو وروسته به د دوی د ستنېدو بهیر پیل شي، خو اوس داسې ښکاري چې ښايي راتلونکې میاشت هم دا ستنېدل ممکن نه شي.

هغه وویل، « د تیرا بې ځایه شوي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي؛ یو خو د دوبي موسم پیل شوی، بل دا چې ډېری بې ځایه شویو کسانو په باړه کې کورونه یوازې د دوو میاشتو لپاره په کرایه نیولي وو، خو اوس چې د ټاکلي مهال وېش له مخې بېرته ستنېدل ونه شول، نو د کورونو مالکانو پرې فشار راوړی چې یا کورونه پرېږدي او یا کرایه زیاته کړي».

هغه زیاته کړه چې تېره ورځ د دوی د تنظیم یوه پلاوي د خېبر ولسوالۍ له مرستیال کمېشنر سره لیدنه کړې وه او د تیرا د بې ځایه شویو خلکو ۱۴ غوښتنې یې ورته وړاندې کړې، خو یوه غوښتنه یې هم ونه منل شوه.

د تیرا د متاثرينو له غوښتنو څخه یوه دا هم وه چې د هغوی د نه شتون پر مهال به په سیمه کې هېڅ ډول ناقانونه ودانۍ نه جوړېږي او نه به مېوه لرونکي ونې پرې کېږي خو د متاثرينو په وینا، په وروستیو ورځو کې په تیرا کې ګڼ شمېر نوې امنیتي پوستې جوړې شوې دي، چې د هغو لپاره مېوه لرونکي ونې په بې‌رحمانه ډول پرې کړل شوې دي.

له حکومت سره په مذاکراتو کې د تیرا درې یو قبایلي مشر ډاکټر نوروز خان افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې تر اوسه ورته دا معلومه نه شوه چې د تیرا خلک د کوم دلیل له مخې له خپلو سیمو په زور بې‌ځایه کړل شول.

هغه وویل چې له حکومت سره د مذاکراتو پر مهال له دوی سره شوې ډېرې ژمنې لا هم نه دي عملي شوې.

د ډاکټر نوروز خان په وینا، دوی ته داسې معلومات رسېدلي چې د خلکو له وتلو وروسته په تیرا کې ګڼ شمېر نوې پوستې جوړې شوې دي، چې ځینې یې د عامو خلکو پر شخصي ځمکو جوړې شوې دي.

هغه وویل، « موږ ته معلومات رسېدلي چې په کومو ځایونو کې نوې پوستې جوړې شوې دي، هلته تر شاوخوا دوه کیلومترو پورې ونې پرې کړل شوې دي، حال دا چې دومره لرې واټن پورې د ونو غوڅولو ته هېڅ اړتیا نه وه.»

هغه زیاته کړه چې د شلوبر، ملک دین خېل او زخه خېلو قبایلو په سیمو کې نږدې لس نوې پوستې جوړې شوې دي.

د قبایلي جرګې یو غړي او د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا خان امیر اپرېدي ویلي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د تیرا قبایلي جرګه د ایف سي له مشر (آی جي ایف سي) سره لیدنه وکړي، چې ډېر امکان شته د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو مهال‌وېش پکې وټاکل شي.

هغه وویل چې د روژې په میاشت کې یې هم له حکومتي چارواکو سره جرګه کړې وه او غوښتنه یې ترې کړې وه چې د مېوه لرونکو ونو پرې کول دې سملاسي ودرول شي او په دې اړه ورسره ژمنه هم شوې وه چې نورې ونې به نه پرې کېږي، خو د قبایلي جرګې خبره ونه منل شوه.

بل لور ته د خېبر ولسوالۍ ډپټي کمېشنر وایي چې په تیرا دره کې د لومړي ځل لپاره د حکومت واکمني ټینګه شوې ده او هلته پرمختیایي کارونه په چټکۍ روان دي.

هغه وویل چې د میدان په سیمه کې د لومړي ځل لپاره سړکونه جوړېږي او د پرمختیایي چارو تر بشپړېدو وروسته به هلته د پولیسو ځواکونه هم ځای پر ځای شي.

تیرا دره شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره اوږده قبایلي سیمه ده، چې ډېره برخه یې د خېبر ولسوالۍ پورې اړه لري، په داسې حال کې چې ځینې برخې یې د اورکزیو او کورمې ولسوالیو کې هم شاملې دي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۳

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۴

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

د کراچۍ له ملیر زندان څخه د یوه خبریال د وژنې په تور نیول شوی کس تښتېدلی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۱

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو ویلي، چې د تښتونې او وژنې په قضیو کې ښکېل یو تورن کس د ملیر له زندان څخه تښتېدلی. د چارواکو په وینا، دغه بندي چې د یوه سوداګر او یوه پښتون خبریال ولي بابر په وژنه کې په لاس لرلو تورن و، په زندان کې د بندیانو د شمېرلو پر مهال ورک شوی دی.

د راپورونو له مخې، دغه تورن کس نوید نومېږي او په پولکا مشهور دی. پولیسو هغه څو ورځې وړاندې د جوهر اباد په سیمه کې نیولی و. د پولیسو په وینا، نوید د ریحان په نوم یو سوداګر تښتولی او بیا یې وژلی و، چې د هغه مړی هم د همدې تورن په لارښوونه موندل شوی و.

د پولیسو چارواکو زیاته کړې، چې تښتېدلی بندي په تېر کې د جیو ټلویزیون د پښتون خبریال ولي خان بابر د وژنې په قضیه کې هم نیول شوی و.

ولي خان بابر د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ کې د کراچۍ په لیاقت اباد سیمه کې د وسله والو په ډزو ووژل شو. که څه هم نوید په دې قضیه کې نیول شوی و، خو د کافي شواهدو د نشتوالي له امله خوشې شوی و.

د یادونې وړ ده چې وروسته پولیسو د ولي خان بابر د وژنې په تور د متحده قومي موومنټ دوه کسان ونیول او هغوی ته د مرګ سزا واورول شوه.

د ملیر له زندان څخه د قیدیانو تېښته نوې خبره نه ده؛ تېر کال هم له همدې زندان څخه تر ۲۰۰ډېر قیدیان تښتېدلي وو، چې له هغې وروسته چارواکو ویلي وو چې د زندان امنیتي تدابیر یې سخت کړي دي.

خیبر پښتونخوا حکومت: د ټل–پاراچنار پر لاره د امنیت لپاره ځانګړی ځواک جوړ شوی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي، د کرمې ولسوالۍ د خلکو د خوندیتوب لپاره یې د ټل–پاړاچنار پر لویه لاره ځانګړی امنیتي ځواک جوړ کړی دی.

د پېښور عالي محکمې کې د اورېدنې پر مهال د کرمې د پولیسو مشر ملک حبیب ویلي، په دغه ځواک کې له ۱۱۰۰ څخه زیات کسان شامل دي، چې پخواني پوځیان، پولیس او نور امنیتي سرتېري هم پکې برخه لري.

محکمې له پولیسو غوښتي چې د جون تر ۹مې نېټې پورې د یادې لارې د امنیت تازه راپور وړاندې کړي او حکومت دې د خلکو د ستونزو د حل لپاره د خپلو اقداماتو بشپړ معلومات هم محکمې ته وسپاري.

د پولیسو مشر ویلي، که څه هم د امنیت وضعیت تر پخوا ښه شوی، خو د ځینو امنیتي اندېښنو له امله د لارې یوه برخه لا هم تړلې ده او هڅې روانې دي چې ژر تر ژره بېرته پرانېستل شي.

د یادونې وړ ده چې کرمه ولسوالۍ د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې د سختو فرقه‌ییزو نښتو شاهدې وه، چې په پایله کې یې لسګونه کسان ووژل شول او د سیمې عادي ژوند سخت اغېزمن شو.

خیبر پښتونخوا کې له دولتي زېرمو زر ټنه غنم ورک شوي دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۶:۱۲ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د خوراک ادارې په زېرمو کې د غنمو د ورکېدو تازه پېښو د احتمالي فساد او جدي بې‌نظمیو اندېښنې راپارولي دي. حکومتي پلټنې او رسمي اسناد ښيي چې د بنو او سوات له دولتي زېرمو څخه تر زر مېټريک ټنو زیات غنم ورک شوي دي.

د اسنادو له مخې، په بنو کې ۳۹۱ اعشاریه ۱۷۶ مېټريک ټنه او په سوات کې ۶۳۳ اعشاریه ۲۰۰ مېټريک ټنه غنم نه دي موندل شوي، هغه موضوع چې د زېرمو د ساتنې، څارنې او امنیت په اړه یې پوښتنې راپورته کړې دي.

د خېبر پښتونخوا د خوراک ادارې ویلي، د پېښې د څېړنې لپاره به ځانګړې کمېټې وټاکل شي او د هر ډول بې‌نظمۍ او احتمالي فساد پر ضد به جدي اقدامات ترسره کړي.

په تازه پلټنو کې د بنو د نار حافظ‌اباد له ګودامونو نور ۱۲۳ مېټريک ټنه غنم هم ورک موندل شوي دي. چارواکي وایي، دا پنځم ځل دی چې له همدې مرکز څخه د غنمو د کموالي راپور ورکول کېږي.

د خوراک ادارې یوه چارواکي ویلي، پرله‌پسې کمښتونه د ادارې لپاره د سختې اندېښنې وړ دي او د احتمالي فساد شکونه نور هم پیاوړي کوي.

بنو کې موټر بم او وسله‌وال برید؛ درې پولیس وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ښار کې پر یوې امنیتي پوستې د موټر بم او وسله‌وال برید له امله لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې چارواکي د مرګ ژوبلې د زیاتېدو احتمال نه ردوي.

امنیتي چارواکو ویلي، بریدګرو د شنبې په ماښام لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د پولیسو پوستې سره نږدې وچاودنه ورکړه، چې له امله یې د پوستې ودانۍ په بشپړه توګه ونړېده او شاوخوا سیمو ته هم درانه زیانونه واوښتل.

د بنو د پولیسو په وینا، د پېښې پر مهال په پوسته کې ۱۵ پولیسو دنده ترسره کوله.

امنیتي سرچینو ویلي، د چاودنې وروسته بریدګر پوستې ته ننوتل او پر پولیسو یې نږدې جګړه پیل کړه. سرچینې زیاتوي چې وسله‌والو په دې برید کې له ډرون الوتکو څخه هم کار اخیستی دی.

د راپورونو له مخې، کله چې نور امنیتي ځواکونه د مرستې لپاره سیمې ته ورسېدل، بریدګرو هغوی ته کمین نیولی وو چې په پایله کې نور سرتېري هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.

سیمې ته د ژغورنې ډلې او امبولانسونه رسېدلي او د بنو په دولتي روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د دغه برید مسوولیت د «اتحادالمجاهدین» په نوم یوې وسله‌والې ډلې منلی دی.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، دغه ډله په افغانستان کې فعالیت لري او د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د ورته بریدونو پړه هم پر غاړه اخلي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول د افغانستان له سیاسي بدلون وروسته، د ناامنۍ او وسله‌والو بریدونو له زیاتوالي سره مخ شوی دی.

سهیل اپريدی: د مې ۹مه د پاکستان د تاريخ توره ورځ ده

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي، د ۲۰۲۳ کال د مې ۹مې د پېښو په تړاو ويلي، دا د پاکستان د تاریخ یوه توره ورځ ده او دغه ورځ به هېڅکله هم هېره نه‌شي. د ۲۰۲۳ کال د مې پر ۹مه د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان د غبن په قضیه کې ونیول شو او بیا په ټول هېوا کې تاوتریخجن لاریونونه وشول.

د ۲۰۲۳ کال د مې پر ۹مه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د القادر بنسټ د غبن په قضيه کې ونیول شو او بيا یې په غبرګون کې پلویانو په ټول هېواد کې تاوتریخجن لاريونونه وکړل، چې په ترڅ کې یې پر حکومتي او پوځي ودانیو هم بریدونه وشول.

حکومت او امنیتي ادارو د دغو بريدونو پړه د تحریک انصاف پر مشرانو او فعالانو واچوله، خو عمران خان او د ګوند نورو مشرانو یې یاد تورونه رد کړل او په ډاګه یې کړه، چې حاکم حکومت د دوی د ګوند د ختمولو لپاره په دغه ډول «منظم پلان» جوړ کړی وو.

په همدې تړاو د تحریک انصاف پاکستان غړي او د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د شنبې په ورځ (د غويي ۱۹مه) ویلي، د مې له ۹مې وروسته پر هېواد «جعلي حکمران مسلط کړل شول، چې د پاکستان او د پاکستاني ولس په تباهۍ کې یې هېڅ کسر پرېنښود. دغو حکمرانانو نه یوازې ملي اقتصاد ته زیان ورساوه، بلکې دولتي ادارې یې هم کمزورې کړې او د ولس او ادارو ترمنځ یې واټنونه زیات کړل».

هغه زياته کړه، «د مې د ۹مې په پېښه کې پرېکړه‌کوونکي او دولتي ادارې ککړ وو او همدې مسالې جدي پوښتنې راپورته کړي دي. تر نن ورځې د پېښې په تړاو د امنيتي کامرو ويډیوګانې نه‌دي خپرې شوي».

د پاکستان حکومت د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر د دغو ادعاو په تړاو تر اوسه څه نه‌دي ویلي او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند لا هم د یادو پېښو د کره پلټنې غوښتونکی دی.