• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ايمل ولي خان: که د پاکستان ریاست وغواړي ترهګري په بشپړ ډول ختمولای شي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۷ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان په خېبرپښتونخوا کې د روانې ناامنۍ څپې ته په غبرګون کې ويلي، دلته چې څوک په ناامنۍ کې لاس لري او کوي یې، «د پاکستان حکومت د دې هر یوه ترهګر په اړه معلومات لري».

ایمل ولي په یوه خپور کړي ويډيویي پیغام کې ویلي، د هر ترهګر «څېره، د هغه پناه ځای، له کومه راځي او چېرته ځي هر څه معلوم دي. دا خلک له بهر څخه نه دي راغلي».

هغه د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو د نوم اخستلو پرته وويل، دا «هم د دوی خپل دي، چې خپله یې روزلي دي. نن دا ترهګر په ټول ايالت کې ازادانه ګرځي، حتی چې د حیات‌اباد (پېښور) په څېر حساسه سیمه کې هم د دوی ویډیوګانې مخې ته راغلې دي». چې هلته ګرځي.

همداراز په يوه بل پیغام کې ايمل ولي خان بنو کې د پوليسو په پوسته د بريد په اړه وويل، ««پر یوه خوا په ټول هېواد کې جشن نمانځل کېږي، حال دا چې پر بله خوا له بنو څخه راتلونکې خبرونه او ویډیوګانې روښانه کوي چې د پښتنو ژوند د پاکستان لپاره څومره ارزښت لري.»

هغه وويل، «موږ په تکرار سره غوښتنه کوو چې د ترهګرۍ د عفریت د ختمولو لپاره دې جدي ګامونه پورته شي، خو نن هم د فدرالي او ایالتي حکومتونو مسوولان یو پر بل تورونه ولګوي، او موږ به جسدونه اوچتوو».

ايمل ولي خان د پاکستان او هند ترمنځ له جګړې وروسته د پاکستان له لوري د می پر ۹مه د «معرکه حق» د لومړي کال نمانځلو په ترڅ کې وويل، «پښتانه هم جشن نمانځل غواړي، خو یو د حقیقت او پخلاينې کمېسیون دې جوړ شي څو لږ تر لږه موږ (پښتانه) خپل قاتلان وپېژنو چې په تېرو ۵۰ کلونو کې زموږ وژنې چا وکړې؟».

د خيبرپښتونخوا په بنو ایالت کې د مې د ۹مې پر شپه پر پوليس پوسته ځانمرګی وسله وال بريد شوی، ۱۵ سرتيري یې پکې وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د «اتحادالمجاهدين» په نوم يوې وسلوالې ډلې د دې بريد مسوليت پر غاړه اخيستی دی.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۳

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۴

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

په پاکستان کې د ښځو د حقونو غږ: فعالان وایي ښځې دې د برابر انسان په توګه وپېژندل شي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱
•
فضل عزیز

د پاکستان د سند ايالت په کراچۍ ښار کې د ښځو لاريون بنسټ (عورت مارچ) د مور نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه کړې غونډه کې غوښتنه کړې، چې ښځې دې د برابر انسان په توګه وپېژندل شي او پوره حقونه دې ورکړل شي.

د يکشنبې په ورځ په کراچۍ کې د سمندر پر غاړه جوړې شوې غونډې تنظيموونکې شيما کرماني افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وويل، په نن ورځ د دوی ټولو لومړۍ غوښتنه د «د ښځو خونديتوب» دی، تر ټولو لومړی باید د بشري حقونو فعالان خوندي کړل شي، ځکه «چې مونږ د هغو خلکو غږ جوړېږو څوک چې غږ نشي پورته کولی».

هغې زياته کړه، د ښځو د لاريون له لارې لومړۍ غوښتنه د «ښځو پرضد دې تشدد ته د پای ټکی کېښودل شي، ښځو ته دې سر پناه برابره وي، کارګرو ښځو ته دې برابر معاش ورکړل شي، د ښځې په کور دننه کارونو ته دې درناوی ورکړل شي».

د ښځو په لاريون کې ځينې غوښتنې په هغو بنرونو ليکل شوې وې چې ښځو او سړو فعالانو په لاسونو کې پورته کړي وو.

یوې انجلۍ په لاس کې بېنر پورته کړی چې پرې ليکل شوي، «يوې ته خو حق ورکړه، څلور څه له غواړې».

100%

د ښځو په لاريون کې د بشري حقونو فعالو هم ګډون درلود، د يو ځوان په لاس کې بېنر باندې ليکل شوي وو، «ناموس ستا، مسووله یې ښځه ولې؟ په ناموس دې ښځه ونه وژل شي، د سرغړونو مخنيوی دې وشي».

100%

همداشان يوې بلې پېغلې په لاسونو کې پورته کړی شعار، او پر هغې ليکل شوي وو، «پوهه ځواک دی، او ښځې د دواړو مستحقې دي».

100%

د لاريون د يوې بلې ګډونوالې په لاس کې پورته کړل شوي بنر باندې ليک وو، «زه د هغو غلي کړل شوو ښځو د نسلونو غږ له ځان سره وړم».

100%

د يوې بلې مېرمن په لاس کې پورته کړل شوي بېنر باندې ليکل شوي و، «د ښځې له کوره بهر وتل د وېرې خبره نه، بلکې د حق خبره ده».

100%

په دې لاریون کې د ښځو سربېره نارینه وو هم برخه احیستې وه، د يو ځوان په لاس کې بېنر چې پرې د «نر واکۍ» د له منځه وړلو عکس پرې کښل شوی و.

100%

د لاريون په پنډال کې د جماعت اسلامي ګوند د يو مشر محمد ابراهيم خان د لګول شوي عکس سره ليکل شوې و، «ابراهيم خان باور لري چې د ښځو ځای په قبرونو کې دی».

100%

د يو پاکستاني هنرمند احمد علي بټ په انځور ليکل شوي و، «هغه د کلتور پرضد فلمونو کې کار کول خوښوي، خو د ښځو له لاريون سره ستونزه لري».

100%

د ښځو د لاريون فعالو وويل، تر هغې به د ښځو د حقونو لپاره مبارزه دوامداره ساتي، څو یې چې ښځو ته پوره حقونه نه وي ترلاسه کړي. په پاکستان کې د ۲۰۱۸م کال د (عورت مارچ) په نوم راهيسې د ښځو لاريونونه کيږي.

د يادونې وړ ده په کراچۍ د ښځو لاريون ته د سند ايالتي حکومت لخوا مشروطه اجازه ورکړل شوې وه.

د خیبر د تیرا مشران وايي د امنیتي پوستو لپاره د دوی مېوه لرونکې ونې وهل شوې دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۱
•
رفعت الله اورکزی

د خیبر د تیرا قومي مشران وايي، چې ددوی په سیمه کې لس نوې پوستې جوړې شوې او شاوخوا دوه کیلومټره ونې، چې مېوه لرونکې ونې پکې شاملې دي، وهل شوې دي. د قومي مشرانو په وینا، د خیبر مرستیال کمشنر ددوی له ۱۴ غوښتنو څخه یوه هم نه ده منلې.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د تیرا درې بې ځایه شویو خلکو ته پاکستاني حکومت ژمنه ور کړې وه چې د اپرېل میاشتې تر نیمایي پورې به د هغوی د بېرته ستنېدو بهیر پیل شي، خو اوس نږدې یوه میاشت تېرېدونکې ده او لا هم د هغوی د ستنېدو لړۍ نه ده پیل شوې.

د روان کال په پیل کې له تیرا درې څخه زرګونو کورنیو کډه وکړه او د خېبر ولسوالۍ د باړې تحصیل او د پېښور په بېلابېلو سیمو کې مېشت شول. ځايي ادارې ژمنه کړې وه چې په تیرا کې د ناقانونه وسله والو ډلو پر ضد د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته به د اپرېل له پنځلسمې نېټې څخه د بې ځایه شویو خلکو ستنېدل پیل شي، خو تر اوسه د حکومت له خوا په دې اړه هېڅ اعلان نه دی شوی۔

د تیرا بې ځایه شویو خلکو د خپلو حقونو لپاره د «تحریک متاثرين تیرا» په نوم یوه ټولنه هم جوړه کړې، چې له تېرو سلو ورځو راهیسې د باړې پرېس کلب مخې ته احتجاجي پرلت کوي.

د «تحریک متاثرين تیرا» ویاند صحبت خان اپرېدي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې له دوو میاشتو وروسته به د دوی د ستنېدو بهیر پیل شي، خو اوس داسې ښکاري چې ښايي راتلونکې میاشت هم دا ستنېدل ممکن نه شي.

هغه وویل، « د تیرا بې ځایه شوي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي؛ یو خو د دوبي موسم پیل شوی، بل دا چې ډېری بې ځایه شویو کسانو په باړه کې کورونه یوازې د دوو میاشتو لپاره په کرایه نیولي وو، خو اوس چې د ټاکلي مهال وېش له مخې بېرته ستنېدل ونه شول، نو د کورونو مالکانو پرې فشار راوړی چې یا کورونه پرېږدي او یا کرایه زیاته کړي».

هغه زیاته کړه چې تېره ورځ د دوی د تنظیم یوه پلاوي د خېبر ولسوالۍ له مرستیال کمېشنر سره لیدنه کړې وه او د تیرا د بې ځایه شویو خلکو ۱۴ غوښتنې یې ورته وړاندې کړې، خو یوه غوښتنه یې هم ونه منل شوه.

د تیرا د متاثرينو له غوښتنو څخه یوه دا هم وه چې د هغوی د نه شتون پر مهال به په سیمه کې هېڅ ډول ناقانونه ودانۍ نه جوړېږي او نه به مېوه لرونکي ونې پرې کېږي خو د متاثرينو په وینا، په وروستیو ورځو کې په تیرا کې ګڼ شمېر نوې امنیتي پوستې جوړې شوې دي، چې د هغو لپاره مېوه لرونکي ونې په بې‌رحمانه ډول پرې کړل شوې دي.

له حکومت سره په مذاکراتو کې د تیرا درې یو قبایلي مشر ډاکټر نوروز خان افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې تر اوسه ورته دا معلومه نه شوه چې د تیرا خلک د کوم دلیل له مخې له خپلو سیمو په زور بې‌ځایه کړل شول.

هغه وویل چې له حکومت سره د مذاکراتو پر مهال له دوی سره شوې ډېرې ژمنې لا هم نه دي عملي شوې.

د ډاکټر نوروز خان په وینا، دوی ته داسې معلومات رسېدلي چې د خلکو له وتلو وروسته په تیرا کې ګڼ شمېر نوې پوستې جوړې شوې دي، چې ځینې یې د عامو خلکو پر شخصي ځمکو جوړې شوې دي.

هغه وویل، « موږ ته معلومات رسېدلي چې په کومو ځایونو کې نوې پوستې جوړې شوې دي، هلته تر شاوخوا دوه کیلومترو پورې ونې پرې کړل شوې دي، حال دا چې دومره لرې واټن پورې د ونو غوڅولو ته هېڅ اړتیا نه وه.»

هغه زیاته کړه چې د شلوبر، ملک دین خېل او زخه خېلو قبایلو په سیمو کې نږدې لس نوې پوستې جوړې شوې دي.

د قبایلي جرګې یو غړي او د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا خان امیر اپرېدي ویلي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د تیرا قبایلي جرګه د ایف سي له مشر (آی جي ایف سي) سره لیدنه وکړي، چې ډېر امکان شته د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو مهال‌وېش پکې وټاکل شي.

هغه وویل چې د روژې په میاشت کې یې هم له حکومتي چارواکو سره جرګه کړې وه او غوښتنه یې ترې کړې وه چې د مېوه لرونکو ونو پرې کول دې سملاسي ودرول شي او په دې اړه ورسره ژمنه هم شوې وه چې نورې ونې به نه پرې کېږي، خو د قبایلي جرګې خبره ونه منل شوه.

بل لور ته د خېبر ولسوالۍ ډپټي کمېشنر وایي چې په تیرا دره کې د لومړي ځل لپاره د حکومت واکمني ټینګه شوې ده او هلته پرمختیایي کارونه په چټکۍ روان دي.

هغه وویل چې د میدان په سیمه کې د لومړي ځل لپاره سړکونه جوړېږي او د پرمختیایي چارو تر بشپړېدو وروسته به هلته د پولیسو ځواکونه هم ځای پر ځای شي.

تیرا دره شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره اوږده قبایلي سیمه ده، چې ډېره برخه یې د خېبر ولسوالۍ پورې اړه لري، په داسې حال کې چې ځینې برخې یې د اورکزیو او کورمې ولسوالیو کې هم شاملې دي.

د کراچۍ له ملیر زندان څخه د یوه خبریال د وژنې په تور نیول شوی کس تښتېدلی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۱

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو ویلي، چې د تښتونې او وژنې په قضیو کې ښکېل یو تورن کس د ملیر له زندان څخه تښتېدلی. د چارواکو په وینا، دغه بندي چې د یوه سوداګر او یوه پښتون خبریال ولي بابر په وژنه کې په لاس لرلو تورن و، په زندان کې د بندیانو د شمېرلو پر مهال ورک شوی دی.

د راپورونو له مخې، دغه تورن کس نوید نومېږي او په پولکا مشهور دی. پولیسو هغه څو ورځې وړاندې د جوهر اباد په سیمه کې نیولی و. د پولیسو په وینا، نوید د ریحان په نوم یو سوداګر تښتولی او بیا یې وژلی و، چې د هغه مړی هم د همدې تورن په لارښوونه موندل شوی و.

د پولیسو چارواکو زیاته کړې، چې تښتېدلی بندي په تېر کې د جیو ټلویزیون د پښتون خبریال ولي خان بابر د وژنې په قضیه کې هم نیول شوی و.

ولي خان بابر د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ کې د کراچۍ په لیاقت اباد سیمه کې د وسله والو په ډزو ووژل شو. که څه هم نوید په دې قضیه کې نیول شوی و، خو د کافي شواهدو د نشتوالي له امله خوشې شوی و.

د یادونې وړ ده چې وروسته پولیسو د ولي خان بابر د وژنې په تور د متحده قومي موومنټ دوه کسان ونیول او هغوی ته د مرګ سزا واورول شوه.

د ملیر له زندان څخه د قیدیانو تېښته نوې خبره نه ده؛ تېر کال هم له همدې زندان څخه تر ۲۰۰ډېر قیدیان تښتېدلي وو، چې له هغې وروسته چارواکو ویلي وو چې د زندان امنیتي تدابیر یې سخت کړي دي.

د پاکستان لوی درستیز پر طالبانو غږ کړی چې «د وسله والو ملاتړ» پرېږدي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د پاکستان لوی درستیز ویلي چې اسلام اباد له افغانستان نه یوازې یوه غوښتنه لري او هغه دا چې «د هند په لارښوونه د وسله والو له ملاتړه » لاس واخلي او هلته د ټي ټي پي مرکزونه له منځه یوسي. طالبان په افغانستان کې د وسله والو د مرکزونو شته والی ردوي.

عاصم منیر د یکشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې له هند سره د جګړې د لومړۍ کالیزې په مراسمو کې وویل، چې افغانستان دې په خپله خاوره کې «د وسله والو ملاتړ بند کړي او د هغوی پټنځایونه» دې له منځه یوسي.

نوموړي د طالبانو له نوم یادونې پرته وویل، چې « له افغانستان څخه زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې په خپله خاوره کې د «فتنة الخوارج» او «فتنة الهند» ملاتړ پای ته ورسوي».

د پاکستان پوځ او رسنۍ دغه اصطلاحات ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو ته کاروي.

د پاکستان د پوځ مشر هند ته هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که نوی ډیلی په راتلونکي کې د کوم بل برید هڅه وکړي، نو د جګړې پایلې به خورا پراخې او خطرناکې وي.

هغه زیاته کړه چې راتلونکې جګړې به په څو اړخیزو عملیاتو مشتملې وي او ادعا یې وکړه چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ترهګرۍ لړۍ لا هم دوام لري.

جنرال عاصم منیر د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د خلکو او امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلې او ویې ویل چې په تېرو دوو لسیزو کې د پوځ او پولیسو زړورتیا په تاریخ کې ساري نه لري. هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي، خو د پاکستان پوځ به د وروستي ترهګر تر وژل کېدو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د پاکستان پر پوځ نیوکې دي، چې په قبایلي سیمو کې له ۲۰۰۲ یمو کلونو راهیسې واړه او ستر پوځي عملیات کوي، خو تر دې دمه په خیبر پښتونخوا او قبایلي ولسوالیو کې ناامنۍ او د ترهګرۍ پېښې نه دي ختمې شوې.

یو شمېر شنونکي او د پوځ منتقدان دا د افغانستان په تړاو د پاکستان د پوځ د ښو او بدو جنګیالیو د سیاستونو محصول ګڼي، خو پوځ وايي، چې دوی د جنګیالیو ترمنځ د ښه او بد توپیر نه کوي.

اسلام اباد په پرله پسې ډول طالبان په پاکستان کې په جګړه کې د ښکیلو وسله والو جنګیالیو په ملاتړ تورنوي، خو طالبان وايي، چې د پاکستان پوځ د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر دوی اچوي.

د پاکستان لوی درستیز په خپلو خبرو کې پر هند تور ولګاوه، چې له «دولتي ترهګرۍ» کار اخلي او دا ډول فعالیتونه له افغانستان نه کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې نوي ډیلي اوکابل اسلام اباد په دولتي ترهګرۍ تورناوه.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې ترینګلې دي او دواړو خواوو پر ډیورنډ کرښه نښتې کړې او د پاکستان الوتکو د کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ښارونه او طالبانو په ځواب کې د پاکستان ځینې پوځي اهداف په ډرونونو هدف ګرځولي دي.

خیبر پښتونخوا حکومت: د ټل–پاراچنار پر لاره د امنیت لپاره ځانګړی ځواک جوړ شوی

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي، د کرمې ولسوالۍ د خلکو د خوندیتوب لپاره یې د ټل–پاړاچنار پر لویه لاره ځانګړی امنیتي ځواک جوړ کړی دی.

د پېښور عالي محکمې کې د اورېدنې پر مهال د کرمې د پولیسو مشر ملک حبیب ویلي، په دغه ځواک کې له ۱۱۰۰ څخه زیات کسان شامل دي، چې پخواني پوځیان، پولیس او نور امنیتي سرتېري هم پکې برخه لري.

محکمې له پولیسو غوښتي چې د جون تر ۹مې نېټې پورې د یادې لارې د امنیت تازه راپور وړاندې کړي او حکومت دې د خلکو د ستونزو د حل لپاره د خپلو اقداماتو بشپړ معلومات هم محکمې ته وسپاري.

د پولیسو مشر ویلي، که څه هم د امنیت وضعیت تر پخوا ښه شوی، خو د ځینو امنیتي اندېښنو له امله د لارې یوه برخه لا هم تړلې ده او هڅې روانې دي چې ژر تر ژره بېرته پرانېستل شي.

د یادونې وړ ده چې کرمه ولسوالۍ د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې د سختو فرقه‌ییزو نښتو شاهدې وه، چې په پایله کې یې لسګونه کسان ووژل شول او د سیمې عادي ژوند سخت اغېزمن شو.