د اروپایي کمېسیون ویاند، مارکوس لامرت وویل، چې له طالب چارواکو سره لیدنه په همدې چوکاټ کې ترسره کېږي. هغه زیاته کړه، چې دا خبرې اترې د کډوالو د اېستلو په عملي او ډیپلوماتیکو مسایلو تمرکز لري.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی. د نړیوالو بنسټونو د شمېرو لهمخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر پنځه میلیونه ډېر افغانان، چې ډېری یې په جبري ډول دي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي او ډېری یې له بېوزلۍ، بېکارۍ او د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي.
د اروپا پارلمان کې د زرغون ګوند استازې هانا نیومن خبرداری ورکړی، چې له جرمني او نورو اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو تګلاره به د طالبانو د پیاوړتیا او د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو لامل شي.
هغې د جرمني په «فرانکفورټر روندشاو» ورځپاڼه کې په یوې لیکنه کې ویلي، چې د جرمني حکومت افغانستان ته د افغان کډوالو د اېستلو د زمینې برابرولو لپاره له طالبانو سره تعامل ته مخه کړې ده. د هغې په وینا، دا اقدام تر ډېره د کورنیو سیاسي فشارونو او د کډوالو ضد بحثونو تر اغېز لاندې ترسره شوی دی.
مېرمن نیومن ویلي، د جرمني حکومت اصلي تمرکز پر دې دی چې څومره افغان کډوال، په کوم سرعت او کومو شرایطو کې اېستل کېدای شي، خو د دې پرېکړې امنیتي او بشري پایلو ته کمه پاملرنه شوې ده.
هغې خبرداری ورکړی، ډېری هغه افغانان چې له اروپا اېستل کېږي، تر بېرته ستنېدو وروسته به له سختې بېوزلۍ، بېکارۍ، د دولتي خدمتونو له نشتوالي او نامعلوم راتلونکي سره مخ شي.
د اروپا پارلمان د دې غړې په وینا، افغانستان د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه دی او د خلکو لویه برخه یې ان د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نهلري. هغې زیاته کړې، چې په داسې وضعیت کې مذهبي شبکې او دیني مدرسې، چې ځینې یې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي، د کمزورې حکومتولۍ تشه ډکوي.
نیومن ټینګار کړی، چې دغو افراطي شبکو ته د ډېرو بېرته ستنو شویو ځوانانو یو ځای کېدل تر ډېره د اړتیا او د ژوندي پاتې کېدو لپاره وي، نه د ایډیولوژیک باور له امله.
هغې د ایران تجربې ته په اشارې ویلي، چې استبدادي حکومتونه معمولاً د بېوزلو قشرونو په جذب او د اقتصادي او ټولنیزو ملاتړ په وړاندې کولو سره سیاسي وفاداري رامنځته کوي؛ هغه تګلاره چې د هغې په خبره طالبان هم ترې ګټه اخیستلای شي.
د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناالله د دغه هېواد په سنا کې ادعا کړې، چې له ۷ تر ۸ زرو «بېلارې» شوي کسان په افغانستان کې له ترهګریزې روزنې ترلاسه کولو وروسته په پاکستان کې بریدونه کوي. هغه همداراز ادعا کړې، په افغانستان کې دغه چاره د هند او اسراییل په ملاتړ کېږي.
د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناالله د دغه هېواد په سنا کې ادعا کړې: «له ۷ څخه تر اتو زرو پورې بې لارې شوي کسان په افغانستان کې د هند او اسراییل له تمویل سره ترهګریزې روزنې ترلاسه کوي او په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي».
رانا ثناالله زياته کړه، «لومړي وزیر شهباز شریف روښانه کړې، چې افغانستان باید د پاکستان او ترهګرۍ تر منځ یو انتخاب کړي».
هغه وویل چې، پاکستان به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې د ترهګرو د روزنیزو کمپونو او پټنځایونو په نښه کولو ته دوام ورکړي، څو دا وبا له منځه ولاړه شي.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې دا تور لګوي چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره کارو کېږي، خو طالبان د پاکستان دغه تور ردوي او وايي، پاکستان کې ناامني د دغه هيواد کورنۍ ستونزه ده.
د یادونې وړ ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ په قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین کې پر لپسې خبرو تر اوسه څه پایله نهده ورکړې او دواړه لوري لا هم لاس په ماشه دي، پر افغانستان د پاکستان بریدونه لا هم روان دي او د یوناما په وینا، د دغو بریدونو قرباني عام ولس دی.
د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړی خوشحال خان کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په یوې مرکه کې ویلي، چې د ډیورند کرښې اړوند پرېکړه د حکومتونو نه، بلکې د افغان ولسونو کار دی. هغه زیاته کړې، چې پر افغانستان بریدونه د یاد هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری دی.
نوموړي په نورستان او کونړ کې د چترال له قومي مشرانو سره د تړونونو په تړاو وویل: «د دې کرښې اختیار نه یو سیاسي ګوند ته شته او نه هېڅ قسم حکومت دا فیصله کولای شي چې ډیورند رسمي کرښه ده، نه ده او یا څه شی دی. ډیورند باندې به ولسونه فیصله کوي، دا د ګوندونو او وړو جرګو خبرې نهدي».
د پاکستان د پارلمان دغه غړی زیاتوي، پر افغانستان داسې خلک واکمن دي، چې نه له افغانستان څخه دفاع کولای شي او نه یې هم «سالمیت ساتلی شي». خوشحال خان کاکړ زیاته کړې، چې افغان طالبان د افغانستان د پرمختګ توان هم نهلري.
د بشري حقونو د څار سازمان او د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان یاد برید غیرقانوني، نابرابر او احتمالي جنګي جنایت بللی او د خپلواکو څېړنو او ځواب وینې غوښتنه یې کړې ده.
طالبانو د پاکستان یاد برید د ناروغانو او ملکي وګړو قصدي ډلهییزه وژنه بللې او هغه یې له نړیوالو بشرپالو قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده. د طالبانو چارواکو ټینګار کړی، چې د «امید» روغتون یوازې یو روغتیايي مرکز و او له پوځي مرکزونو سره یې هیڅ تړاو نه درلود.
پاکستان بیا ادعا لري، چې هدف یې له تحریک طالبان پاکستان سره تړلي پوځي تاسیسات، د مهماتو ډیپوګانې او نورې زیربناوې وې او په مستقیم ډول روغتیایی مرکز نهدی ویشتل شوی.