• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد صادق وايي په پاکستان کې د مېشتو افغان محصلانو د ستونزو د حل په اړه یې ناسته کړې

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د دغه هېواد د روغتیا وزیر په مشرۍ یې د افغانستان او منځنۍ اسیا د همغږۍ کمېټې سره په پاکستان کې د مېشتو افغان محصلانو او ډاکټرانو د تعلیمي او مسلکي ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي

محمد صادق د جمعې په ورځ، د غويي ۲۵مه پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په دغه ناسته کې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا، د ډاکټرانو د تخصصي زده‌کړو کالج، د لوړو زده‌کړو کمېسیون او د نورو اړوندو حکومتي ادارو مشرانو او استازو ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو د افغان محصلینو د زده‌کړو، اسنادو، استوګنې او مسلکي روزنې په برخه کې شته ستونزې وڅېړلې او د هغو د حل لپاره یې پر بېلابېلو لارو چارو بحث وکړ. د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د افغان محصلینو او ډاکټرانو لپاره باید په اړوندو برخو کې لازمې اسانتیاوې زیاتې شي، ترڅو هغوی وکولای شي خپلې زده‌کړې او مسلکي دورې په سمه توګه بشپړې کړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۳ GMT+۱

د برېتانیا حکومت په رسمي ډول اعلان وکړ، چې د افغانانو د بیا مېشتېدنې په پروګرام کې یې جدي بدلونونه راوستي دي. په دې بدلونونو کې له افغانستان څخه د لېږد په برخه کې د لوژستیکي مرستو پای ته رسول او تر ۲۰۲۸ کال پورې د دغه پروګرام بشپړ تړل شامل دي.

د برېتانیا حکومت ویلي، چې له دې وروسته له هغو افغانانو سره چې په شرایطو براردي، له افغانستان څخه درېیم هېواد ته د وتلو په برخه کې هېڅ ډول لوژستیکي مرسته نه کوي.

وړاندې به د برېتانیا دفاع وزارت د سفر په تنظیم، د پولو په موندلو او امنیتي مشورو کې مرسته کوله، خو اوس دا کسان باید په خپله خوښه او مسوولیت درېیم هواد ته ځان ورسوي.

د راپورونو له‌مخې هغه کسان چې د منل کېدو لیکونه ترلاسه کوي، یوازې ۱۲ میاشتې وخت لري چې په یوه درېیم هېواد ویزې مرکز ته حاضر شي او خپل بایومیټریک ثبت کړي. د هغو کسانو لپاره چې تر اوسه په شرایېو برابر نه دي پېژندل شوي، حکومت تمه لری چې د ۲۰۲۷ کال تر پسرلي پورې به ټولو ټولو غوښتونکو برخلیک وټاکي.

برېتانیا وروستي وروستی نېټه د ۲۰۲۸ کال ډسمبر ټاکلې ده، له دې نېټې وروسته به د افغانانو د بیا مېشتېددنې ټولې چارې او لېږدونه په بشپړ ډول پای ته ورسیږي.

خو په ورته مهال بیا بشري بنسټونه اندیښمن دي چې د لوژستیکي مرستو بندول به د هغو کسانو ژوند له جدي خطر سره مخ کړي چې په بټه ژوند کوي او د طالبانو له تر تعقیب لاندې دي.

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۷:۱۶ GMT+۱

​​د روسیې د پارلمان (دوما) د بهرنیو چارو کمیټې غړی او د دغه هېواد د عامه ډیپلوماسۍ مرکز عمومي رییس دیمیتري سیولوف ویلي، چې دغه اداره به د ۲۰۲۶کال تر پایه په کابل کې خپله استازولي پرانیزي. د هغه په وینا؛ د یاد اقدام موخه د روسي ژبې وده او د روسیې تاریخ او کلتور معرفي کول دي.

دیمیتري سیولوف د پنجشنبې په ورځ په کازان کې د (روسیې-اسلامي نړۍ د ۱۷م اقتصادي فورم) په څنډه کې ټاس خبري اژانس ته وویل: «په کابل کې د استازولۍ دفتر د پرانیستلو لپاره خبرې روانې دي او موږ هیله‌من یو، چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې خپل پروګرامونه پلي کړو».

د هغه په وینا؛ د دغه مرکزونو اصلي موخه د روسي ژبې پراختیا، د روسیې د تاریخ او کلتور معرفي کول او په ځانګړي ډول په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښوونیزو پروژو پلي کول دي.

د روسیې د عامه ډیپلوماسۍ مرکز اوس‌مهال په نهو افریقایي هېوادونو او ابخازیا کې فعال دی او استازي یې تر ډېره کلتوري او ښوونیزې پروژې پلي کوي. د روسیې او اسلامي نړۍ ۱۷م اقتصادي فورم به د غويي له ۲۲مې تر ۲۷مې پورې په کازان کې ترسره شي او د طالبانو یو پلاوی به هم په‌کې ګډون وکړي.

دیمیتري سیولوف تر دې وړاندې په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن سره لیدلي و او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې اترې کړې وې.

د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز څه شی دی؟

دا په روسیه کې ثبت شوی هغه سازمان دی، چې په ۲۰۲۴کال کې فعال شوی او موخه یې «ولسي ډیپلوماسي» ده. د یاد سازمان اصلي فعالیتونه په نورو هېوادونو کې د روسي ژبې، کلتور او تاریخ وده، د «کورونو جوړول»، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښوونیز، کلتوري او علمي پروژو پلي کول او د هېوادونو د خلکو ترمنځ د نارسمي اړیکو پیاوړتیا شامله ده.

دغه مرکز د روسیې له دولتي بشري همکاریو سازمان سره نږدې همکاري لري؛ خو ځان د یوې نادولتي ادارې په توګه معرفي کوي. اوس‌مهال یې تمرکز تر ډېره پر افریقايي هېوادونو دی؛ خو اوس افغانستان ته هم خپل فعالیتونه پراخوي.

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۷:۱۵ GMT+۱

له پراخو غبرګونونو سره، سره په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو پر زده‌کړو له لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې. دغه بندیز د زرګونه نجونو هیلې او راتلونکی له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی. هغه نجونې چې کلونه یې د خپلو خوبونو لپاره مبارزه کړې وه؛ اوس په کور ناستې دي.

یوې افغانې نجلۍ د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې پر زده‌کړو د طالبانو له بندیز وروسته په کور ناسته ده او له کلونو زحمت وروسته یې د جنسیت له امله خپلو هیلو ته له رسېدو پاتې شوه.
هغه وایي، له کوچنیوالي یې هیله لرله چې ډاکټره شي او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې ډېرې سختۍ ګاللې دي. هغه چې د دولسم ټولګي زده‌کوونکې وه وایي، د کانکور د چمتووالي لپاره یو کال له خپلې کورنۍ لرې د خپلوانو په کور کې اوسېده او شپه او ورځ یې درس ویل.

نوموړې زیاتوي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې وتړل شوې او ټولې هیلې یې نیمګړې پاتې شوې. هغې په نهیلۍ وویل، چې د کانکور لپاره یې ټول زحمتونه په اوبو لاهو شول او هغه څه چې کلونه یې ورته مبارزه کړې وه؛ بې‌‌ګتې پاتې شول.

دغه نجلۍ وایي، که څه هم د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ده؛ خو بیا هم ځان بې‌سواده احساسوي، ځکه ونه توانېده خپلې هیلې پوره کړي. د یادې نجلۍ کیسه د هغو زرګونه افغانو نجونو د درد کیسه ده، چې د زده‌کړو له حق څخه بې‌برخې شوې او راتلونکی یې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نږدې ۱۷۰۰ورځې کېږې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی. د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو حقونو مرستيالې هېدر بار په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی، چې نړۍ په معاصره دوره کې د ښځو د حقونو له تر ټولو پراخو سرغړونو سره مخ ده.
هغې زیاته کړه، چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو بندیز به دغه هېواد د ښځینه متخصصینو له جدي کمښت سره مخ کړي. د هغې په وینا؛ دغه حالت به ډېر ژر د دې لامل شي، چې د طب، حقوقو، لوړو زده‌کړو او انجنيرۍ په څانګو کې افغانستان ښځينه متخصصينې ونه‌لري.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۶:۱۷ GMT+۱

د کندهار مشهوره او تاریخي «شالمار مېله» چې لسیزي یې د خلکو د خوښۍ، دودیزو لوبو، موسیقۍ او ټولنیزو ناستو رنګین انځور وړاندې کاوه، سږکال یې لا دوه اونۍ هم دوام ونه کړ او مېله‌وال بېرته خپلو سیمو ته ستانه شول.

دغه مېله چې هرکال د توت د پخېدو له موسم سره یو ځای پیلېږي، پخوا به نږدې یوه میاشت روانه وه؛ خو اوس يې د طالبانو د سختو محدودیتونو او بندیزونو له امله خپل پخوانی رنګ او خوند له لاسه ورکړی دی.

د سیمې خلک وایي، شالمار اوس یوازې د نوم یوه مېله پاتې ده؛ نه د پخوا په څېر خوشحالي او نه هم د ولسي دودونو ازادي په‌کې لیدل کېږي. شالمار د کندهار یوه مشهوره تاریخي، تفریحي او دودیزه مېله ده، چې تاریخي مخینه یې د احمدشاه بابا وخت ته رسېږي.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د تېرو کلونو د شالمار مېلې د ګډونوالو یوه برخه
100%
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د تېرو کلونو د شالمار مېلې د ګډونوالو یوه برخه

دغه مېله د توت پخېدو سره هغه وخت پیلېږي، کله چې د ارغنداب د باغونو توتان پخېږي او خلک له سپين بولدک، تخته پل، ارغستان، معروف او نورو ولسوالیو څخه د تفریح لپاره راځي.

د کندهار اوسېدونکي وایي، پخوا به د یادې مېلې فضا بېخي بله وه، خلک به له نورو سېمو څخه له کورنیو او دوستانو سره راتلل. د غېږ نیولو دودیزې لوبې، د اتڼ محفلونه، د موسیقۍ مجلسونه، د شپې د دریا «چمبې» مشاعرې، د لډو او ورقو سیالۍ، دودیزې سندرې او د کلیوالو خوړو پخول د یادې مېلې مهمې برخې وې.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ یو سپین ږېری حاجي اسدالله وایي، شالمار یوازې یوه تفریحي مېله نه وه؛ بلکې د خلکو د خپلمنځي اړیکو، کلتوري راټولېدنې او دودیز هویت یوه مهمه برخه ګڼل کېده.

هغه زیاته کړه: «پخوا به شالمار ته زرګونه کسان راتلل، د شپې تر ناوخته ان تر سهاره به د دریاوو او ډول غږونه وو، ځوانانو به اتڼونه کول، سندري به ویل کېدې او خلک به خوشحاله وو؛ خو اوس هر څه چوپ دي».

هغه زیاتوي، د طالبانو له بندیزونو وروسته خلک نور زړه نه ښه کوي چې څو ورځې په مېله کې پاتې شي.

په تېرو کلونو کې شالمار مېله کې د ځوانانو د محلي موسیقۍ او خوښۍ یوه شېبه چې طالبانو اوس پرې بندیز لګولی
100%
په تېرو کلونو کې شالمار مېله کې د ځوانانو د محلي موسیقۍ او خوښۍ یوه شېبه چې طالبانو اوس پرې بندیز لګولی

د تخته پل ولسوالۍ یو ځوان نعمت‌الله هم په دې اړه وایي: «دا ځل خو مېله دومره ژر ختمه شوه، چې لا خلک سم راټول شوي هم نه وو؛ نه موسیقي شته، نه ازاد مجلسونه، نه هغه دودیزې لوبې، یوازې خلک راځي لږ ګرځي او بېرته ځي».

ځايي خلک وایي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په شالمار مېله کې د موسیقۍ، سندرو، د شپې مجلسونو او ګڼو ولسي دودونو مخه نیول شوې ده.

د سیمې یو بل اوسېدونکی محمداسحاق وایي: «کله چې د خلکو د خوښۍ هره لاره بنده شي؛ نو مېله به څنګه ژوندۍ پاتې شي؟ شالمار اوس یوازې یوه عادي مېله ده هغه د پخوا رنګ او خوند يې تللی دی».

هغه زیاتوي، چې پخوا به سوداګرو هم ښه کاروبار کاوه؛ خو اوس د خلکو د کم رنګه ګډون له امله اقتصادي ګټه هم کمه شوې ده. شالمار مېله د کندهار د هغو لرغونو ولسي مېلو څخه ده، چې نسل په نسل خلکو ژوندۍ ساتلې ده.
د ارغنداب شنې سیمې، د توتانو او انارو باغونه، د پسرلي ښکلی موسم او د خلکو دودیزې راټولېدنې د یادې مېلې ځانګړتیاوې بلل کېږي. کلتوري فعالان وایي، که ولسي مېلې محدودې او بې‌خونده شي؛ نو د سیمې کلتوري هویت ته زیان رسېږي.

د دوی په باور؛ شالمار یوازې د ساعتېرۍ ځای نه وو؛ بلکې د خلکو د فرهنګي ازادۍ یوه نښه هم وه. د سپین بولدک یو اوسېدونکی سیدولي په دې اړه وایي: «موږ به پخوا د شالمار لپاره څو ورځې تیاری نیوه، اوس ځکه خلک نه پاتې کېږي چې هلته د خوښۍ څه نه‌دي پاتې. موږ سږکال دغه مېلې ته تللي وو د شپې تر ناوخته به طالبانو نه پرېښودو، دریا نه وه، لډو یا نور د تفریح څه نه‌وو؛ نو داسې مېله به څنګه وي».

شالمار مېله چې یو وخت د کندهار د ولسي خوښیو او دودیز فرهنګ ژوندی سمبول وو، اوس د محدودیتونو او بندیزونو تر اغېز لاندې خپل رنګ بایلي.

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو پېښو له امله ۸ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۵:۳۵ GMT+۱

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو پېښو له امله ۸ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي. ځایي پولیس وايي، یوازې د پنجګور ولسوالۍ د ګوارګو سیمې اړوند پر یوه موټر د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې درې کسه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

بلخوا د حب ښار د ګلشن لسبېلې په سیمه کې د کورنۍ شخړې له امله په یوه کور کې ډزې شوې، چې له امله یې یوه مور او د هغې زوی وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده. په همدې حال کې د کچلاک بازار د وزیراباد سړک پر غاړه په یوې سوداګریزې ودانۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه کارګر وروڼه وژلي دي.
د کچلاک پولیس وایي، وژل شوي کسان محمد حسن او محمد عاطف نومېدل چې د خیبر پښتونخوا د مردان اوسېدونکي وو. وسله‌والو پر دواړو وروڼو ډزې کړې او خپله له سیمې تښتېدلي دي.

بلخوا د کچي ولسوالۍ د بولان په سیند کې یو ځوان د لامبو پرمهال ډوب شوی. همداراز د چاغي ولسوالۍ په مرکز دالبندین ښار کې هم ناپېژاندو کسانو ډزې کړې، چې له امله یې دوه تنه ټپیان شوي او یو ځوان تښتول شوی دی.

همدارنګه د مستونګ ولسوالۍ د درینګړ په سیمه کې وسله‌والو د پولیسو پر تاڼه برید کړی، ودانۍ یې سوځولې او تاڼه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.