په اسلاماباد او پېښور کې له یو شمېر افغان ښځو سره په شویو خبرو کې، هغوی ویلي چې له یوې خوا افغانستان ته له بېرته ستنېدو وېره لري او له بلې خوا په پاکستان کې د قانوني وضعیت د نه روښانتیا او اقتصادي فشارونو له امله په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پاکستان د زرګونو هغو افغانانو لپاره د لنډمهاله تم ځای په توګه مطرح شو چې پخوا یې له رسنیو، مدني ټولنو، قضايي ادارو او نړیوالو بنسټونو سره کار کړی و. خو په وروستیو کلونو کې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د اړیکو له خرابېدو سره، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د سختو تګلارو راپورونه زیات شوي دي.
د بشري حقونو بنسټونو له پاکستان غوښتي چې د کډوالو اړوند نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي، خو راپورونه ښيي چې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ لا هم روانه ده.
په اسلام اباد کې بهر ته د تګ په تمه میشته سیما (مستعار نوم)، چې د دوو ماشومانو مور ده، وایي، په کابل کې یې له رسنیو سره کار کاوه او د ښځو د حقونو فعاله وه، خو اوس له څلورو کلونو انتظار وروسته هم بې برخلیکه پاتې ده.
هغې وویل، « ویزه مې ختمه شوې او هره شېبه د پولیسو له نیولو او ډیپورټ سره مخ یم».
سیما زیاته کړه، « ماشومان مې ان د باد له غږه وېرېږي، ځکه یو ځل پولیسو نیولي وو او د پیسو په بدل کې خوشې شوي وو».
د هغې په وینا، اوس مهال پولیس هره میاشت ترې د نه ډیپورټ کېدو په بدل کې غیر قانوني پیسې اخلي. هغه زیاتوي چې ښوونځي ته د ماشومانو نه تګ ورته ډېر دردناک دی.
سیما، چې د فرانسې د کډوالۍ کېس لري، وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې وروسته زنداني شوې وه او له خوشې کېدو وروسته پاکستان ته لاړه. د هغې په وینا، خاوند یې د ویزې د تمدید لپاره تورخم ته د تګ پر مهال نیول شوی او تر اوسه یې درک نه شته.
په دې منځ کې داسې ښځې هم شته، چې پخپله مدافع وکیلانې دي، خو د کډوالو پرضد د روان کمپاین له امله د خپل ځان د دفاع هم کم فرصت مومي.
سارا، چې په کابل کې مدافع وکیله وه، وایي پخوا یې د خلکو لپاره غږ پورته کاوه، خو اوس خپله مرستې ته اړه ده.
هغې وویل، « د پولیسو له وېرې خپل غږ نه شم پورته کولی. اته خبرداري راکړل شوي چې که له رسنیو سره خبرې وکړم، له پاکستان نه به وایستل شم».
هغې زیاته کړې چې د امریکا پي ټو کیس لري، خو لا هم بې برخلیکه ده.
بنفشه، چې پخوا په کابل کې د ښوونځي استاده وه، وایي، په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان ته تللې او تر دې وړاندې له ایران څخه هم ډیپورټ شوې وه. هغه له یوې پاکستانۍ کورنۍ سره یو ځای اوسي.
د نوموړې ویزه ختمه شوې او دا شکایت لري، چې پاکستاني چارواکي افغان کډوالو ته د ویزو اسانتیا نه ورکوي.
هغه زیاتوي، « د پولیسو له وېرې خپل ناروغ ماشومان هم ډاکټر ته نه شم بیولی. د وضعیت د خرابېدو له امله اوس نور خپل کار هم نه شم کولای، ځکه پولیس کور په کور ګرځي او د هر بلاک لاندې تر ناوخته پورې ولاړ وي او د هر تېرېدونکي اسناد چک کوي».
بنفشه خپل استوګنځي ته نږدې د یوې پېښې یادونه کوي، چې په پایله کې یې یوې افغانې مور خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زموږ په ګاونډ کې تېره اونۍ یوه امیندواره ناروغه ښځه د پولیسو له وېرې روغتون ته نه شوه وړل کېدای او له دوو ورځو سخت درد وروسته یې ساه ورکړه».
هغه وایي، چې په اروپا کې د کډوالۍ کیسونه لري، خو لا هم بې برخلیکه ده.
دغه افغانې ښځې له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه کوي چې د دوی غږ واوري او د خوندي لېږد او دایمي حل لارې زمینه ورته برابره کړي، څو له وېرې او نامعلوم برخلیک څخه خلاصې شي.
په داسې حال کې چې پاکستان د امنیتي تدابیرو او د کډوالۍ د تنظیم خبره کوي، د بشري حقونو مدافع بنسټونه خبرداری ورکوي چې د جبري ایستلو پراخ اقدامات ښايي هغه افغانان بېرته خطرناکو شرایطو ته واستوي چې ځانونه له ګواښ سره مخ بولي.