• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بغلان کې د نږدې دوه میلیونه ډالرو په پانګونه د وریجو د پروسس فابریکه جوړیږي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۷:۱۶ GMT+۱

بغلان ولایت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، د مرکزي بغلان ولسوالۍ په چم کلا کلي کې د نږدې دوه میلیونه ډالرو په پانګونې د وریجو د پروسس یوې صنعتي فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې دي، چې هدف یې د کورنیو تولیداتو زیاتوالی او د کارموندنې پراخول دي.

د یاد ریاست په وینا، دغه فابریکه د کورني تولید د پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو د پروسس د ظرفیت لوړولو په موخه جوړېږي.

مسوولین وایي چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د وریجو د پروسس معیاري بهیر رامنځته شي او په سیمه کې به د کرنیزو محصولاتو د ارزښت زیاتېدو زمینه برابره شي.

د بغلان د صنعت او سوداګرۍ ریاست زیاتوي چې دغه فابریکه به د بشپړېدو وروسته سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او د سیمې د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

د ټلیفوني زنګ پر مهال به د جبري نکاح په اړه د هبت‌الله فرمان اورول کېږي

۴

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۵

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د راتلونکې اوونۍ چهارشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۶:۱۹ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د دوی د «هلال کمېټې» ته د هېواد په هېڅ ولایت کې د ذوالحجې میاشت نه ده ثابته شوې. له همدې امله، دوشنبه د غويي ۲۷مه د اختر میاشتې لومړۍ نېټه او د راتلونکې اوونۍ چهارشنبه، د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې ده.

د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، سې‌شنبه د غبرګولي ۵مه د عرفې له ورځې سره برابره ده.

سعودي عربستان تر اوسه د میاشتې د لیدورسمې اعلان ندی کړی.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر اوسه د سعودي عربستان له اعلان سره د میاشتې په لیدو کې توافق نه دی کړی او هر کال د خپل «هلال کمېټې» د پرېکړې پر بنسټ د روژې او اختر نېټې اعلانوي. تېر کال هم طالبانو لوی اختر له سعودي عربستان څخه یوه ورځ وروسته اعلان کړی و.

ملګري ملتونه: د افغان بزګرانو او کوچنیو سوداګرو لپاره د بازار موندنې فرصتونه پراخ شوي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام وایي، په افغانستان کې د کرنیزو او کوچنیو او منځنیو سوداګریزو شرکتونود ملاتړ پروګرامونو له لارې لسګونه تصدۍ د کابل په یوه لویه کرنیزه نندارتون کې ګډون ته برابرې شوې، چې هدف یې د بازار موندنې پراخول او د ښځو د اقتصادي ونډې پیاوړتیا وه.

د یو این ډي پي په خپور کړي راپور کې ویلي، د افغانستان د «د ټولنې د مقاومت پروګرام» (ACRP) په چوکاټ کې په ۲۰۲۶ کال کې د بادغیس، هلمند او کندهار ۳۴ کوچني او منځني سوداګریز شرکتونه، چې ۱۹یې د ښځو له خوا اداره کېږي، د کابل د بادام باغ د څېړنیز فارم په ۳۴م کرنیز او مالدارۍ نندارتون کې ګډون کړی و.

دغه نندارتون چې د اپرېل له ۲۲ تر ۲۵ مې نېټې جوړ شوی و، د «معاصره کرنه او مالداري د خوړو د امنیت او اقتصادي ودې بنسټ» تر شعار لاندې ترسره شوی، او پکې ګډونوالو ته د وچو مېوو، کرنیزو پروسس شوو محصولاتو او لاسي صنایعو د نندارې او پلور زمینه برابره شوې وه.

یو این ډي پي وایي، دا ډول نندارتونونه د هغو بزګرانو لپاره مهم بدیل اقتصادي فرصتونه رامنځته کوي چې د کوکنارو د کښت د بندیز له امله له مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

د کندهار د یوې ښځینه سوداګرې فاطمې اکبري په وینا، دغه نندارتون ښځو ته د بازار مستقیم لاسرسی برابروي، په داسې حال کې چې په عادي شرایطو کې هغوی نشي کولی په ازاد ډول بازارونو ته ولاړې شي.

هغې ویلي: «په نندارتون کې موږ له مشتریانو سره مستقیم اړیکه نیسو، د خپلو محصولاتو په اړه نظرونه اخلو او د بازار اړتیاوې درک کوو. همدارنګه له بېلابېلو سوداګرو سره تړونونه کوو چې زموږ د محصولاتو د پېر او صادراتو زمینه برابره کړي.»

نوموړې زیاتوي چې د داسې نندارتونونو ګډون د ښځینه سوداګرو لپاره نه یوازې اقتصادي ګټه لري، بلکې رواني او ټولنیز اغېز هم لري، ځکه چې د هغوی د کار چاپېریال له کورني محدودیت څخه بهر ته پراخېږي.

په ورته وخت کې، د بادغیس د قادس ولسوالۍ یو بزګر ګلبدین ویلي چې له سوداګرو سره اړیکې او د بازار موندنې فرصتونه د هغوی د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د لوړولو لامل شوي دي.

هغه زیاته کړې: «که موږ خپلو محلي محصولاتو ته وده ورکړو، کولای شو وارداتي توکي بدل کړو او په کور دننه بازارونه پیاوړي کړو.»

طالبان وایي د افغان ټرانس پروژې د تخنیکي مطالعاتو عملي چارې به ډېر ژر پیل شي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د افغان ټرانس پروژې د تخنیکي مطالعاتو عملي چارې به نږدې راتلونکې کې پیل شي چې له بشپړېدو سره به یې د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې له سیمې سره لا پیاوړې شي.

وروسته له هغې چې د روسیې د وسپنې پټلۍ شرکت اعلان وکړ چې روسي او ازبکستاني متخصصین به د افغان ټرانس پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات ترسره کړي، د ټولګټو وزارت هم ویلي چې دوی چمتو دي د پروژې عملي کارونه ژر پیل شي.

د دوی په باور، دا پروژه به په سیمه کې د افغانستان ستراتیژیک اهمیت نور هم زیات کړي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، وایي چې د دې پروژې د امکان‌سنجۍ هوکړه‌لیک تر دې وړاندې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوی و او د مطالعاتو لپاره اړوند شرکت هم ټاکل شوی دی. د نوموړي په خبره، وزارت چمتو دی چې د پروژې عملي چارې پیل کړي.

افغان ټرانس پروژه د جنوبي او مرکزي اسیا د نښلولو لپاره طرحه شوې ده. د دې پروژې موخه په سیمه کې د ټرانزیټي دهلېز جوړول دي، چې د ازبکستان د ترمز ښار به د افغانستان له مزارشریف او د پاکستان له پېښور ښار سره ونښلوي.

طالبان: د خوست ولایتي روغتون ډاکټرانو په تېر یوه کال کې تر ۳ زرو ډېر جراحي عملیات کړي دي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د ځايي ولایتي روغتون ډاکټرانو په تېر یوه کال کې ۳۳۱۲ بریالي جراحي عملیات ترسره کړي دي. د خوست د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، په دې شمېر کې ۱۷۱۸ ستر او ۱۵۹۴ واړه جراحي عملیات شامل دي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په یاده موده کې لسګونه زره نورو ناروغانو ته هم روغتیایي خدمات وړاندې شوي دي. د خپرو شویو ارقامو پر بنسټ، په تېر یوه کال کې ۲۳ زره او ۲۲ ناروغان په دې روغتون کې بستر او روغتیايي خدمات ورته برابر شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې له دې سربېره ۱۵۵ زره او ۶۰۵ تنه نورو ناروغانو ته هم خدمات برابر شوي دي. د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د دومره زیات شمېر عملیات او روغتیایي خدماتو ترسره کېدل د خوست د ولایتي روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان بیا اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانستان روغتیایي نظام د بودجې د کمښت له کبله له سخت ګواښ سره مخ دی او د امریکا د پراختیايي مرستو په بندېدو سره دا ناورین لا پراخ شوی دی.

ویل کېږي په ټول هېواد کې سلګونه روغتیايي مرکزونه په ځانګړې توګه هغه مرکزونه چې پر بهرنیو مرستو یې فعالیت کاوه، د بودجې د کموالي له امله تړل شوي دي.

د طالبانو د برمته‌ نيونې حکومت

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۰۸ GMT+۱

په تېرو درېيو لسيزو کې طالبانو او له دغې ډلې سره تړلو شبکو په افغانستان کې لسګونه بهرني وګړي نيولي يا برمته کړي دي؛ هغه لړۍ چې په ۱۹۹۰يمه لسيزه کې له محدودو نيونو سره پيل شوه او له ۲۰۲۱ کال وروسته په هدفي زنداني کېدو بدله شوه.

که څه هم په افغانستان کې د بهرنيو وګړو د نيولو او برمته کولو کره او هر اړخيز شمېر نه‌شته، خو د افغانستان انټرنشنل څېړنې، چې د نړيوالو معتبرو سرچينو پر راپورونو ولاړې دي، ښيي چې له ۱۹۹۰يمې لسيزې راهيسې لږ تر لږه ۶۰ بهرني وګړي په افغانستان کې تښتول شوي يا نيول شوي دي.

که څه هم طالبانو د دغو ټولو پېښو مسوولیت په رسمي ډول نه‌دی منلی او په ځينو راپورونو کې د جنايي ډلو او نورو وسله‌والو شبکو نومونه هم ياد شوي، خو په پای کې ډېری دغه پېښې طالبانو يا له هغوی سره تړلو شبکو ته منسوبې شوې دي.

طالبانو په تېرو درېيو لسيزو کې د امريکا، برېتانيا، فرانسې، جرمني، ايټاليا، ترکيې، چين، هند، جاپان، سوېلي کوريا، کاناډا، اسټراليا، هالنډ، ناروې، ډنمارک، بنګله‌دېش، نيپال، ايران، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو وګړي برمته کړي دي.

له دغو کسانو ځينې د خبرو اترو، د بنديانو د تبادلې يا د ژغورنې د عملياتو له لارې خوشې شوي، ځينې نور له مياشتو يا کلونو بند وروسته وژل شوي او يو شمېر يې لا هم له نامعلوم برخليک سره مخ دي.

د طالبانو د واکمنۍ تر سيوري لاندې د بهرنيو وګړو د برمته کولو پيل

د ۱۹۹۵ کال هغه پېښه، چې طالبانو په کندهار کې يوه روسۍ باروړونکې الوتکه درولې وه، د طالبانو له خوا د بهرنيو وګړو د برمته کولو لومړنۍ پېژندل شوې پېښه بلل کېږي.

په دغې پېښه کې يوه الوتکه له اوو روسي عملې غړو سره د طالبانو تر کنټرول لاندې په کندهار کې کوزېدو ته اړ شوه او عمله يې تر يوه کال زياته موده په بند کې وساتل شوه.

دا دوسيه په پای کې هغه مهال وتړل شوه، چې دغه کسان وتښتېدل او په هماغې الوتکې کې له افغانستانه ووتل.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، په افغانستان کې د نا امنیو او د طالبانو او د هغوی د متحدو ډلو د بریدونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، د بهرنيو وګړو د برمته کولو پېښې هم ډېرې شوې.

په دې موده کې د ښځو په ګډون یو شمېر خبريالان، مرستندويه کارکوونکي، انجنيران او د بېلابېلو هېوادونو اتباع وتښتول شول او دا چاره ورو ورو د طالبانو لپاره د فشار او امتياز اخيستلو پر یوې وسیلې بدله شوه.

د «شلټر ناو انټرنشنل» دوسيه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له خوا د بهرنيو وګړو د برمته کولو له لومړنيو پېژندل شويو پېښو څخه وه.

په دې پېښه کې طالبانو د «شلټر ناو انټرنشنل» په نوم د مسيحي مرستندويه ادارې څو کارکوونکي برمته کړل. دغه کسان د ۲۰۰۱ کال تر وروستيو پورې بنديان وو او په پای کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو سره خوشې شول.

په ناامنه افغانستان کې د برمته‌نيونې زياتوالی (۲۰۰۳ – ۲۰۲۱)

۲۰۰۳ کال: ترکي انجنير حسن اونال له خپل افغان موټرچلوونکي سره د افغانستان په سویل کې د يوې ودانیزې پروژې پر مهال د طالبانو اړوند وسله‌والو له خوا وتښتول شو، خو څو ورځې وروسته خوشې شو.

۲۰۰۴ کال: د ملګرو ملتونو څو کارکوونکي، لکه د برېتانيا تبعه انټا فلانيګان او د کوزوو تبعه شقيه حبيبي، له نورو نړيوالو کارکوونکو سره يو ځای په کابل کې د طالبانو له خوا وتښتول شول او څو اونۍ وروسته خوشې شول.

۲۰۰۵ کال: په افغانستان کې برېتانوی امنيتي قراردادي ډېوېډ جان اډيسون د طالبانو له خوا وتښتول شو او څو ورځې وروسته يې مړی وموندل شو.

همداراز هندي انجنير مانياپان رامان کاتي له خپلو افغان ساتونکو سره يو ځای د طالبانو له خوا وتښتول شو او وروسته يې جسد وموندل شو.

۲۰۰۶ کال: طالبانو په جلا پېښو کې هندی وګړی کاسولا سوريا نارايانا او څلور مقدونيايي وګړي وتښتول، چې دواړه پېښې د برمته شويو کسانو په وژلو سره پای ته ورسېدې.

۲۰۰۷ کال: په دغه کال کې د طالبانو له خوا د برمته کولو ګڼې پېښې ثبت شوي، چې په‌کې د فرانسوي مرستندويه کارکوونکو، يو ايټاليايي خبريال، د سوېلي کوريا د وګړو يوه ډله او څو جرمن اتباع شامل وو.

ايټاليايي خبريال دانييلې ماستروجاکومو د طالب بنديانو په تبادله کې خوشې شو.

له ۲۳ برمته شويو سوېلي کوريايي وګړو څخه دوه تنه یې ووژل شول او پاتې نور د خبرو اترو له لارې خوشې شول.

۲۰۰۸ کال: کاناډايۍ خبرياله مېليسا فانګ په کابل کې د طالبانو له خوا وتښتول شوه او وروسته خوشې شوه.

هالنډی وګړی پيټر اوسترهاوس له خپل افغان موټر چلوونکي سره په کندوز کې د طالبانو له خوا وتښتول شو او وروسته دواړه خوشې شول.

په همدې کال کې هالنډۍ خبرياله جواني ډي ريکه هم د طالبانو له خوا وتښتول شوه او څو ورځې وروسته خوشې شوه.

ايټاليايي خبريال ګابريلې تورسيلو هم په هلمند کې د طالبانو اړوند وسله‌والو له خوا وتښتول شو او څو اونۍ وروسته خوشې شو.

په همدې کال کې يو امريکايی وګړی په کندهار کې د حزب اسلامي حکمتيار ډلې له خوا برمته شو، خو وروسته د امريکايي ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې وژغورل شو.

۲۰۰۹ کال: د نيويارک ټايمز خبريال سټېفن فارېل له خپل افغان ژباړن سره د طالبانو له خوا وتښتول شو، خو د عملياتو په پايله کې خوشې شو.

د همدې ورځپاڼې بل خبريال ډېوېډ روډ له شاوخوا اوو مياشتو بند وروسته په تېښته بریالی شو.

۲۰۱۰ کال: برېتانوۍ مرستندويه کارکوونکې لينډا نورګر په کونړ کې د طالبانو له خوا برمته شوه او د ژغورنې د عملياتو پر مهال ووژل شوه.

۲۰۱۲ کال: امريکايۍ تبعه کېټلن کولمن له خپل کاناډايي مېړه سره په ميدان وردګ کې د طالبانو له خوا وتښتول شوه او له شاوخوا پنځو کلونو بند وروسته وژغورل شول.

۲۰۱۵ کال: جرمن مرستندويه کارکوونکی سټېفان ای، چې طالبانو تښتولی وو، وروسته د افغانستان د پخوانيو امنيتي ځواکونو له خوا خوشې شو.

۲۰۱۶ کال: د افغانستان- امريکايي پوهنتون استاد کېوين کېنګ او اسټراليايی استاد ټيموټي وېکس په کابل کې وتښتول شول او د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د بنديانو د تبادلې په چوکاټ کې خوشې شول.

۲۰۲۰ کال: امريکايی قراردادي مارک رنډال فرېريچز په کابل کې وتښتول شو او د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د بنديانو د تبادلې په پايله کې خوشې شو.

د طالبانو د دويمې واکمنۍ پر مهال هدفي نيونې (۲۰۲۱ – تر اوسه)

د طالبانو د بيا واکمنۍ له پيل وروسته هم د بهرنيو او دوه تابعيت لرونکو کسانو د نيولو څو پېښې ثبت شوې دي.

۲۰۲۲ اګست: امريکايی وګړی رايان کوربېټ په کابل کې ونيول شو او د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې خوشې شو.

۲۰۲۲ ډسمبر: امريکايی ګرځندوی جورج ګليزمن ونيول شو او د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې خوشې شو.

۲۰۲۳ جنوري او مارچ: درې برېټانویان، چې کېوين کورنوال، مايلز روټلېج او يو بل ناڅرګند کس په‌کې شامل وو، د طالبانو له خوا ونيول شول.

۲۰۲۵ جنوري: امريکايی څېړونکی ډينس کويل ونيول شو او له ۴۰۰ ورځو زيات بند وروسته د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې خوشې شو.

100%

په دې موده کې يو شمېر هغه بهرني اتباع هم ونيول شول، چې افغاني ريښه يې لرله.

محمود شاه حبيبي، چې افغاني‌الاصله امريکايی دی، لا هم بندي دی، خو افغاني‌الاصله فرانسوی مرتضی بهبودي خوشې شوی دی.

د امتياز اخيستنې وسيله

په ډېریو دغو دوسيو کې د برمته شويو کسانو خوشې کېدل طالبانو ته د ځانګړو امتيازونو په بدل کې ترسره شوي دي.

په دغو امتيازونو کې د طالب چارواکو او قومندانانو د بنديانو تبادله، مالي فديې او کله ناکله له بهرنيو هېوادونو سره په خبرو اترو کې سياسي امتيازونه شامل وو.

د ۲۰۲۶ کال په پيل کې امريکا طالبان د «خپلسرو نيونو او د امريکايي وګړو د سياسي فشار د وسيلې په توګه کارولو» له امله په تور نوملړ کې شامل کړل.

تر دې وړاندې د امريکا د بنديانو د چارو استازي ادم بولر خبرداری ورکړی وو، چې واشنګټن به له هغو کسانو سره اړيکې ونه ساتي چې امريکايان برمته کوي.

هغه او نورو امريکايي چارواکو څو ځله د طالبانو له خوا د برمته‌نيونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

له دې خبرداري سره سره، د بهرنيو وګړو نيول او ساتل لا هم د طالبانو لپاره له لوېديځو هېوادونو سره د تعامل يوه مهمه وسيله ګڼل کېږي.

کابل ته د امريکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وروستی سفر او د امريکايي چارواکو او طالبانو تر منځ دوامداره اړيکې ښيي، چې د بنديانو او برمته شويو دوسيه لا هم د دواړو لوريو د خبرو اترو له اصلي موضوعاتو څخه ده.

بايد وويل شي، چې پورته يادې شوې پېښې د طالبانو له خوا د بهرنيو وګړو د برمته کولو او نيولو يوازې د تېرو درېيو لسيزو تر ټولو مشهورې او رسنيزې دوسيې رانغاړي.

د «برمته‌نيونې ډيپلوماسۍ» د پټ طبيعت له امله، د ډېرو بهرنيانو، کارکوونکو او انجنيرانو د تښتولو دوسيې ــ په ځانګړي ډول د امريکايي سرتېري بو برګډال د پنځه کلن بند او د ۲۰۰۷ کال د ۲۳ سوېلي کوريايي مرستندويه کارکوونکو د بحران په څېر پېښې ــ د امنيتي ادارو په سپارښتنه يا د پټو خبرو اترو د اسانتياوو لپاره په رسمي شمېرو کې یې لږ انعکاس موندلی دی.

له همدې امله، د دغو سياسي او مالي فشارونو د قربانيانو اصلي شمېر تر مستندو شويو مواردو ډېر پراخ بلل کېږي.