که څه هم په افغانستان کې د بهرنيو وګړو د نيولو او برمته کولو کره او هر اړخيز شمېر نهشته، خو د افغانستان انټرنشنل څېړنې، چې د نړيوالو معتبرو سرچينو پر راپورونو ولاړې دي، ښيي چې له ۱۹۹۰يمې لسيزې راهيسې لږ تر لږه ۶۰ بهرني وګړي په افغانستان کې تښتول شوي يا نيول شوي دي.
که څه هم طالبانو د دغو ټولو پېښو مسوولیت په رسمي ډول نهدی منلی او په ځينو راپورونو کې د جنايي ډلو او نورو وسلهوالو شبکو نومونه هم ياد شوي، خو په پای کې ډېری دغه پېښې طالبانو يا له هغوی سره تړلو شبکو ته منسوبې شوې دي.
طالبانو په تېرو درېيو لسيزو کې د امريکا، برېتانيا، فرانسې، جرمني، ايټاليا، ترکيې، چين، هند، جاپان، سوېلي کوريا، کاناډا، اسټراليا، هالنډ، ناروې، ډنمارک، بنګلهدېش، نيپال، ايران، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو وګړي برمته کړي دي.
له دغو کسانو ځينې د خبرو اترو، د بنديانو د تبادلې يا د ژغورنې د عملياتو له لارې خوشې شوي، ځينې نور له مياشتو يا کلونو بند وروسته وژل شوي او يو شمېر يې لا هم له نامعلوم برخليک سره مخ دي.
د طالبانو د واکمنۍ تر سيوري لاندې د بهرنيو وګړو د برمته کولو پيل
د ۱۹۹۵ کال هغه پېښه، چې طالبانو په کندهار کې يوه روسۍ باروړونکې الوتکه درولې وه، د طالبانو له خوا د بهرنيو وګړو د برمته کولو لومړنۍ پېژندل شوې پېښه بلل کېږي.
په دغې پېښه کې يوه الوتکه له اوو روسي عملې غړو سره د طالبانو تر کنټرول لاندې په کندهار کې کوزېدو ته اړ شوه او عمله يې تر يوه کال زياته موده په بند کې وساتل شوه.
دا دوسيه په پای کې هغه مهال وتړل شوه، چې دغه کسان وتښتېدل او په هماغې الوتکې کې له افغانستانه ووتل.
له ۲۰۰۱ کال وروسته، په افغانستان کې د نا امنیو او د طالبانو او د هغوی د متحدو ډلو د بریدونو له زیاتېدو سره هممهاله، د بهرنيو وګړو د برمته کولو پېښې هم ډېرې شوې.
په دې موده کې د ښځو په ګډون یو شمېر خبريالان، مرستندويه کارکوونکي، انجنيران او د بېلابېلو هېوادونو اتباع وتښتول شول او دا چاره ورو ورو د طالبانو لپاره د فشار او امتياز اخيستلو پر یوې وسیلې بدله شوه.
د «شلټر ناو انټرنشنل» دوسيه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له خوا د بهرنيو وګړو د برمته کولو له لومړنيو پېژندل شويو پېښو څخه وه.
په دې پېښه کې طالبانو د «شلټر ناو انټرنشنل» په نوم د مسيحي مرستندويه ادارې څو کارکوونکي برمته کړل. دغه کسان د ۲۰۰۱ کال تر وروستيو پورې بنديان وو او په پای کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو سره خوشې شول.
په ناامنه افغانستان کې د برمتهنيونې زياتوالی (۲۰۰۳ – ۲۰۲۱)
۲۰۰۳ کال: ترکي انجنير حسن اونال له خپل افغان موټرچلوونکي سره د افغانستان په سویل کې د يوې ودانیزې پروژې پر مهال د طالبانو اړوند وسلهوالو له خوا وتښتول شو، خو څو ورځې وروسته خوشې شو.
۲۰۰۴ کال: د ملګرو ملتونو څو کارکوونکي، لکه د برېتانيا تبعه انټا فلانيګان او د کوزوو تبعه شقيه حبيبي، له نورو نړيوالو کارکوونکو سره يو ځای په کابل کې د طالبانو له خوا وتښتول شول او څو اونۍ وروسته خوشې شول.
۲۰۰۵ کال: په افغانستان کې برېتانوی امنيتي قراردادي ډېوېډ جان اډيسون د طالبانو له خوا وتښتول شو او څو ورځې وروسته يې مړی وموندل شو.
همداراز هندي انجنير مانياپان رامان کاتي له خپلو افغان ساتونکو سره يو ځای د طالبانو له خوا وتښتول شو او وروسته يې جسد وموندل شو.
۲۰۰۶ کال: طالبانو په جلا پېښو کې هندی وګړی کاسولا سوريا نارايانا او څلور مقدونيايي وګړي وتښتول، چې دواړه پېښې د برمته شويو کسانو په وژلو سره پای ته ورسېدې.
۲۰۰۷ کال: په دغه کال کې د طالبانو له خوا د برمته کولو ګڼې پېښې ثبت شوي، چې پهکې د فرانسوي مرستندويه کارکوونکو، يو ايټاليايي خبريال، د سوېلي کوريا د وګړو يوه ډله او څو جرمن اتباع شامل وو.
ايټاليايي خبريال دانييلې ماستروجاکومو د طالب بنديانو په تبادله کې خوشې شو.
له ۲۳ برمته شويو سوېلي کوريايي وګړو څخه دوه تنه یې ووژل شول او پاتې نور د خبرو اترو له لارې خوشې شول.
۲۰۰۸ کال: کاناډايۍ خبرياله مېليسا فانګ په کابل کې د طالبانو له خوا وتښتول شوه او وروسته خوشې شوه.
هالنډی وګړی پيټر اوسترهاوس له خپل افغان موټر چلوونکي سره په کندوز کې د طالبانو له خوا وتښتول شو او وروسته دواړه خوشې شول.
په همدې کال کې هالنډۍ خبرياله جواني ډي ريکه هم د طالبانو له خوا وتښتول شوه او څو ورځې وروسته خوشې شوه.
ايټاليايي خبريال ګابريلې تورسيلو هم په هلمند کې د طالبانو اړوند وسلهوالو له خوا وتښتول شو او څو اونۍ وروسته خوشې شو.
په همدې کال کې يو امريکايی وګړی په کندهار کې د حزب اسلامي حکمتيار ډلې له خوا برمته شو، خو وروسته د امريکايي ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې وژغورل شو.
۲۰۰۹ کال: د نيويارک ټايمز خبريال سټېفن فارېل له خپل افغان ژباړن سره د طالبانو له خوا وتښتول شو، خو د عملياتو په پايله کې خوشې شو.
د همدې ورځپاڼې بل خبريال ډېوېډ روډ له شاوخوا اوو مياشتو بند وروسته په تېښته بریالی شو.
۲۰۱۰ کال: برېتانوۍ مرستندويه کارکوونکې لينډا نورګر په کونړ کې د طالبانو له خوا برمته شوه او د ژغورنې د عملياتو پر مهال ووژل شوه.
۲۰۱۲ کال: امريکايۍ تبعه کېټلن کولمن له خپل کاناډايي مېړه سره په ميدان وردګ کې د طالبانو له خوا وتښتول شوه او له شاوخوا پنځو کلونو بند وروسته وژغورل شول.
۲۰۱۵ کال: جرمن مرستندويه کارکوونکی سټېفان ای، چې طالبانو تښتولی وو، وروسته د افغانستان د پخوانيو امنيتي ځواکونو له خوا خوشې شو.
۲۰۱۶ کال: د افغانستان- امريکايي پوهنتون استاد کېوين کېنګ او اسټراليايی استاد ټيموټي وېکس په کابل کې وتښتول شول او د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د بنديانو د تبادلې په چوکاټ کې خوشې شول.
۲۰۲۰ کال: امريکايی قراردادي مارک رنډال فرېريچز په کابل کې وتښتول شو او د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د بنديانو د تبادلې په پايله کې خوشې شو.
د طالبانو د دويمې واکمنۍ پر مهال هدفي نيونې (۲۰۲۱ – تر اوسه)
د طالبانو د بيا واکمنۍ له پيل وروسته هم د بهرنيو او دوه تابعيت لرونکو کسانو د نيولو څو پېښې ثبت شوې دي.
۲۰۲۲ اګست: امريکايی وګړی رايان کوربېټ په کابل کې ونيول شو او د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې خوشې شو.
۲۰۲۲ ډسمبر: امريکايی ګرځندوی جورج ګليزمن ونيول شو او د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې خوشې شو.
۲۰۲۳ جنوري او مارچ: درې برېټانویان، چې کېوين کورنوال، مايلز روټلېج او يو بل ناڅرګند کس پهکې شامل وو، د طالبانو له خوا ونيول شول.
۲۰۲۵ جنوري: امريکايی څېړونکی ډينس کويل ونيول شو او له ۴۰۰ ورځو زيات بند وروسته د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې خوشې شو.
په دې موده کې يو شمېر هغه بهرني اتباع هم ونيول شول، چې افغاني ريښه يې لرله.
محمود شاه حبيبي، چې افغانيالاصله امريکايی دی، لا هم بندي دی، خو افغانيالاصله فرانسوی مرتضی بهبودي خوشې شوی دی.
د امتياز اخيستنې وسيله
په ډېریو دغو دوسيو کې د برمته شويو کسانو خوشې کېدل طالبانو ته د ځانګړو امتيازونو په بدل کې ترسره شوي دي.
په دغو امتيازونو کې د طالب چارواکو او قومندانانو د بنديانو تبادله، مالي فديې او کله ناکله له بهرنيو هېوادونو سره په خبرو اترو کې سياسي امتيازونه شامل وو.
د ۲۰۲۶ کال په پيل کې امريکا طالبان د «خپلسرو نيونو او د امريکايي وګړو د سياسي فشار د وسيلې په توګه کارولو» له امله په تور نوملړ کې شامل کړل.
تر دې وړاندې د امريکا د بنديانو د چارو استازي ادم بولر خبرداری ورکړی وو، چې واشنګټن به له هغو کسانو سره اړيکې ونه ساتي چې امريکايان برمته کوي.
هغه او نورو امريکايي چارواکو څو ځله د طالبانو له خوا د برمتهنيونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
له دې خبرداري سره سره، د بهرنيو وګړو نيول او ساتل لا هم د طالبانو لپاره له لوېديځو هېوادونو سره د تعامل يوه مهمه وسيله ګڼل کېږي.
کابل ته د امريکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وروستی سفر او د امريکايي چارواکو او طالبانو تر منځ دوامداره اړيکې ښيي، چې د بنديانو او برمته شويو دوسيه لا هم د دواړو لوريو د خبرو اترو له اصلي موضوعاتو څخه ده.
بايد وويل شي، چې پورته يادې شوې پېښې د طالبانو له خوا د بهرنيو وګړو د برمته کولو او نيولو يوازې د تېرو درېيو لسيزو تر ټولو مشهورې او رسنيزې دوسيې رانغاړي.
د «برمتهنيونې ډيپلوماسۍ» د پټ طبيعت له امله، د ډېرو بهرنيانو، کارکوونکو او انجنيرانو د تښتولو دوسيې ــ په ځانګړي ډول د امريکايي سرتېري بو برګډال د پنځه کلن بند او د ۲۰۰۷ کال د ۲۳ سوېلي کوريايي مرستندويه کارکوونکو د بحران په څېر پېښې ــ د امنيتي ادارو په سپارښتنه يا د پټو خبرو اترو د اسانتياوو لپاره په رسمي شمېرو کې یې لږ انعکاس موندلی دی.
له همدې امله، د دغو سياسي او مالي فشارونو د قربانيانو اصلي شمېر تر مستندو شويو مواردو ډېر پراخ بلل کېږي.