له دغو کسانو ځينې د خبرو اترو، د بنديانو د تبادلې يا د ژغورنې د عملياتو له لارې خوشې شوي، ځينې نور له مياشتو يا کلونو بند وروسته وژل شوي او يو شمېر يې لا هم له نامعلوم برخليک سره مخ دي.
په دغو امتيازونو کې د طالب چارواکو او قومندانانو د بنديانو تبادله، مالي فديې او کله ناکله له بهرنيو هېوادونو سره په خبرو اترو کې سياسي امتيازونه شامل وو.
د ۲۰۲۶ کال په پيل کې امريکا طالبان د «خپلسرو نيونو او د امريکايي وګړو د سياسي فشار د وسيلې په توګه کارولو» له امله په تور نوملړ کې شامل کړل.
تر دې وړاندې د امريکا د بنديانو د چارو استازي ادم بولر خبرداری ورکړی وو، چې واشنګټن به له هغو کسانو سره اړيکې ونه ساتي چې امريکايان برمته کوي.
هغه او نورو امريکايي چارواکو څو ځله د طالبانو له خوا د برمتهنيونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
له دې خبرداري سره سره، د بهرنيو وګړو نيول او ساتل لا هم د طالبانو لپاره له لوېديځو هېوادونو سره د تعامل يوه مهمه وسيله ګڼل کېږي.
کابل ته د امريکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وروستی سفر او د امريکايي چارواکو او طالبانو تر منځ دوامداره اړيکې ښيي، چې د بنديانو او برمته شويو دوسيه لا هم د دواړو لوريو د خبرو اترو له اصلي موضوعاتو څخه ده.
بايد وويل شي، چې پورته يادې شوې پېښې د طالبانو له خوا د بهرنيو وګړو د برمته کولو او نيولو يوازې د تېرو درېيو لسيزو تر ټولو مشهورې او رسنيزې دوسيې رانغاړي.
محمد مبین وایي، د طالبانو محاکم او قاضیان د نظام او انسانانو د اصلاح لپاره دي. د نوموړي په خبره: «زندانونه د انسانانو د اصلاح لپاره دي. د نظام څپېړه دا د پلار څپېړه ده او دا کوم عیب هم نه دی». هغه ټینګار وکړ، چې په زندان کې یې رواني حالت ښه و او له هېڅ ډول شکنجې سره مخ شوی نهدی.
هغه ویلي: «کېدای شي په تېرو شلو کلونو کې له موږ څخه ځینې داسې خبرې شوې وي، چې د مشرانو به خوښې نهوې، نو اینده کې به دغه شی نهتکرارېږي».
د طالبانو د خواله رسنیو دغه فعال تر دې مخکې هم طالبانو نیولی وو. د نوموړي د نیول کېدو لامل په وار وار د پاکستان پر ضد توندې څرګندونې بلل شوي، خو طالبانو په رسمي ډول د هغه د زنداني کېدو لامل نهدی روښانه کړی.