په کونړ کې یو ۱۰ کلن ماشوم په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

په کونړ ولایت کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په چپه درې ولسوالۍ کې یو ۱۰کلن ماشوم په اوبو کې د لوبو پر مهال ډوب شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

په کونړ ولایت کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په چپه درې ولسوالۍ کې یو ۱۰کلن ماشوم په اوبو کې د لوبو پر مهال ډوب شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، دغه پېښه پرون چهارشنبه د غويي په ۳۰مه د چپه درې ولسوالۍ د «کندي» کلي په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینو ویلي،چې د ماشوم جسد تر اوسه نه دی موندل شوی او د هغه کورنۍ له هغو اوسېدونکو چې د سیند غاړې ته نږدې ژوند کوي، غوښتي چې د جسد په موندلو کې ورسره همکاري وکړي.
د کونړ سیمهییزو طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې روان لمریز کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سیندونو او اوبو بندونو پر غاړو د اوبو لوبو پر مهال د خلکو د ډوبېدو ګڼې پېښې راپور شوې دي.
د راپورونو له مخې، بېاحتیاطي او د سیندونو په شاوخوا کې د ژغورنې د اسانتیاوو نشتوالی د دغو مرګونو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د امریکا د کانګرس یوه غړي ټیم برچټ ویلي، چې متحده ایالات لا هم هره اونۍ ۴۰ میلیونه ډالر طالبانو ته لېږي. نوموړي د امریکا پر سنا نیوکه کړې چې د ده د وړاندیز شوي قانون په اړه یې رایه نه ده ورکړې چې له مخې یې ترهګرو ته د مالیه ورکوونکو د پیسو ورکړه بندېږي.
ټیم برچټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د «ترهګرو لپاره د مالیاتو نه ورکولو» په نوم د هغه وړاندیز شوی قانون د سنا په جرګه کې ځنډېدلی دی. هغه په خپل پیغام کې زیاته کړې: «ټولو ته خبر ورکړئ چې دوی کولای شي له موږ څخه په وړیا توګه کرکه وکړي.»
د دغه امریکایي چارواکي په وینا، دا پیسې په مستقیم ډول د امریکا د مالیه ورکوونکو له جیبونو څخه ایستل کېږي او د طالبانو لاس ته ورځي. هغه له خلکو غوښتي چې د دې وضعیت په اړه ځانونه خبر کړي او د سنا د دې بېعملۍ په وړاندې خپل غږ پورته کړي.
برچټ ټینګار کوي چې د هغه د قانون تصویبول د دې لپاره اړین دي چې ترهګرو ډلو ته د امریکایي وګړو د مالیاتو د ورتګ مخه ونیول شي. طالبانو ته د ۴۰ میلیونه ډالرو د اونیو کڅوړو لېږل هغه موضوع ده چې تر دې وړاندې هم د یو شمېر نورو امریکایي چارواکو له توندو نیوکو سره مخ شوې ده.
تر دې وړاندې د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح او د جمهوري نظام یو شمېر نورو لوړو پوړو چارواکو هم طالبانو ته د امریکا د دغه نغدي کځوړو په تړاو نیوکې کړې وې. صالح ویلي وو چې د دغو کڅوړو له کبله طالبانو خپل بنسټونه پیاوړي کړي او پر افغانانو یې د ژوند کړۍ نوره هم تنګه کړې ده.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر خالد حنفي وايي، «افغانانو» یو هدف یعنې «د یهودانو اېستنه» پوره کړې او پر دویم هدف چې د «اسلامي نظام» تطبیق دی، د پوره کولو په هڅه کې دي. خو د چارو شنونکي بیا وايي، چې افغانانو له سلګونه کلونو راهیسې مسلمانان دي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۰مه) ویلي، خالد حنفي له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کې ویلي، افغانانو د خپلو قربانیو او سرښندنو پر مټ خپله لومړنۍ موخه، چې د یهودانو ماتول وو، ترلاسه کړه؛ اوس د ټولو افغانانو مکلفیت دی چې د اسلامي شریعت د پلي کېدو لپاره په ګډه هلې ځلې وکړي.
د دغه وزارت له لوري په خپاره شوي غږیز کلپ کې خالد حنفي ویلي: «افغانانو یو هدف پوره کړ، چې د یهودانو اېستنه وه او دویم هدف چې تر هغې مهم دی د اسلامي نظام تطبیق دی. موږ او تاسو اوس په همدې ازموینه کې ښکېل او مصروف یو».
هغه د هېواد له ټولو اقشارو وغوښتل، چې د اسلامي نظام د تطبیق لپاره سره یو موټی شي.
د چارو شنونکي بیا وايي، چې افغانان له سلګونو کلونو راهیسې مسلمانان دي او له پخوا راهیسې ټولو شرعي احکامو ته درناوی لري او پر عملي کولو یې ځان مکلف ګڼي او په دې برخه کې د هېچا فرمایش ته اړتیا نهلري.
د جمهوري نظام پر مهال د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ویلي، په افغانستان کې «قومي سیاست» د ځینو څېرو د عاید او شخصي ګټو وسیله ګرځېدلی دی. هغه ټینګار کړی چې هېواد ته تر ټولو ډېر زیان همدغو قومي سیاستوالو رسولی دی.
امرخېل پر خواله رسنیو خپلو پاڼو کې لیکلي، چې هېواد ته ملي یووالی، ورورولي او اتفاق پکار دي، نه قومي سیاست.
امرخېل ویلي، چې دغه اشخاص د خپلو قومونو د حقونو تر عنوان لاندې عین هماغه حقونه تر پښو لاندې کړي دي. د هغه په وینا، قومي سیاست د شخصي قدرت، امتیازونو او عاید د راټولولو یوه وسیله شوې چې د ټولنې پر اعتماد او ګډو ارزښتونو منفي اغېز کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې دغه ډول څېرې یوازې یوې ډلې پورې محدودې نه دي، بلکې د پښتنو، تاجکانو، هزارهګانو او ازبکانو په ګډون په ټولو قومونو کې شتون لري. نوموړي ویلي چې د قومونو تر نوم لاندې تفرقې پارول د ملي اجماع مخه نیسي او د ګډو ملي ګټو پر ځای فردي پروژې شتمنوي.
د ننګرهار پخواني والي ټینګار کړی، چې د افغانستان د اوسني او راتلونکي ثبات لپاره د ملي یووالي، ورورولۍ او اتفاق پر بنسټ سیاست ضروري دی. هغه غوښتنه کړې چې د قومونو د حقونو مشروع بحث باید د قانون، عدالت او برابر فرصتونو له لارې وشي، نه د شخصي ګټو د شبکو له لارې چې د ټول هېواد سیاسي فضا کمزوري کوي.
د افغانستان د لوېدیځو او شماللوېدیځو ولایتونو اوسېدونکو پر خپلو کروندو د «کشفک» یا «کفشک» په نوم د یوې غنم خوړونکې حشرې د یرغل له امله اندېښنه ښوولې. هغوی وایي، هره ورځ د دې افت ناورین پراخېږي او د دې حشرې پر وړاندې د مبارزې لپاره د امکاناتو نشتوالي وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
ځینې سیمهییز اوسېدونکي وایي چې دا افت معمولاً د کرنې په موسم کې د منځنۍ اسیا له پولو، په ځانګړي ډول له ترکمنستان، افغانستان ته ننوځي. دغه حشره اوس له کرنیزو ځمکو اوښتې او د خلکو کورونو ته هم داخل شوې ده.
د فاریاب اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویډیوګانې او انځورونه استولي او وضعیت یې بحراني بللی دی. د دوی په وینا، کورونه یې له دغو حشرو ډک شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا غنم خوړونکې حشرې د فاریاب په ګرزیوان، کوهستان، قیصار، شیرینتګاب، دولتاباد او یو شمېر نورو سیمو کې خورې شوې دي.
همداراز، په هرات او بادغیس کې یو شمېر بزګرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د کشفک حشرې یرغل د دغو ولایتونو په ځینو سیمو کې د غنمو کروندې د لهمنځه تلو له خطر سره مخ کړې دي.
د دوی په وینا، دغو حشرو د هرات د کشک کهنه، کشک رباط سنګي او ګلران ولسوالیو او د بادغیس د ابکمري ولسوالۍ پر کروندو برید کړی دی.
د غنموخوړونکي «سن» حشره (Eurygaster integriceps)، چې په افغانستان کې د کشفک یا کفشک په نوم پېژندل کېږي، د غلو دانو، په ځانګړي ډول د غنمو او وربشو لپاره یو له تر ټولو ویجاړوونکو کرنیزو افتونو څخه ګڼل کېږي.
دغه افت د نبات د ودې په بېلابېلو پړاوونو کې د بوټو شیره زبېښي، چې له امله یې بوټي کمزوري او وچېږي. سربېره پر دې، دا حشره د غنمو په دانو کې ځانګړي انزایمونه پرېږدي چې د اوړو کیفیت سخت خرابوي او د ډوډۍ پخولو لپاره یې نامناسب ګرځوي.
د افغانستان په لوېدیځ او شماللوېدیځ کې پر کروندو د کشفک پراخ او بېساری یرغل، د کافي امکاناتو او د افت ضد درملو د نشتوالي له امله، د بزګرانو لپاره په یوه جدي بحران بدل شوی او د هغوی د کلني حاصلاتو او خوراکي امنیت لپاره یې ستر ګواښ رامنځته کړی دی.
د بزګرانو په وینا، دا حشره په ډېر چټکۍ سره ډېرېږي او له کرنیزو محصولاتو تغذیه کوي. دغه حشره ډېر بد بوی لري او پر نباتاتو او سبزیو یې کېناستل د زهري دوا د پاشلو په څېر اغېز کوي.
د دې افت زیان تر دې کچې رسېدلی چې پاتې محصولات ان د څارویو د خوراک لپاره هم بېګټې شوي دي.
د فاریاب یوه زیانمن شوي بزګر افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دغې حشرې بد بوی د چینو او څاهګانو اوبه هم د څښلو وړ نه دي پرېښې. زیانمنو بزګرانو د خپلو حاصلاتو د بشپړ لهمنځه تلو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د افت ضد درملو د بېړنۍ مرستې او وېش غوښتنه یې کړې ده.
بلخوا، د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې له دې وضعیت خبر دي او د افت پر ضد یې تخنیکي ډلې د مبارزې لپاره سیمو ته استولې دي.
خو بزګران ټینګار کوي چې د دغې حشرې د خپرېدو چټکتیا د ترسره شویو اقداماتو په پرتله ډېره زیاته ده.
افغانستان یو پر کرنې متکي هېواد دی او د دې هېواد ډېری خلک د خپلې معیشت او بقا لپاره پر کرنیزو محصولاتو تکیه لري.
د کشفک یرغل په داسې حال کې رامنځته شوی چې د هېواد کرنیز سکتور لا له وړاندې د پرلهپسې وچکالیو، ویجاړوونکو سېلابونو او نورو طبیعي افتونو له امله سخت زیانمن شوی دی.
د دغو بحرانونو هممهاله کېدو په شمال او لوېدیځ افغانستان کې د خوراکي ناامنۍ او بېوزلۍ د لا زیاتېدو اندېښنې تر ټولو لوړې کچې ته رسولې دي.
د میلیونونو افغان کډوالو له بېرته ستنېدنې سره طالبانو تر اوسه یوازې پر څه باندې ۳۱ زره ستنو شویو کورنیو د استوګنې نمرې وېشلي دي. له دې سربېره طالبانو د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د نوي استوګنیز ښارګوټي د تفصیلي پلان له تاییدېدو هم خبر ورکړی دی.
د طالبانو له بیا واکمنېد راهیسې له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د یو مخیزې اېستنې په لړ کې شاوخوا ۵ میلیونه کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. په دې کې ډېری یې داسې کورنۍ دي، چې په افغانستان کې هېڅ ډول سرپناه نهلري او سمدستي له سرپناه سربېره بشري مرستو ته هم اړتیا لري.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، راستنو شویوکډوالو ته د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۳۱۰۲۵ ته ورسېد او په وینا یې، دا لړۍ لا هم په «چټکۍ» سره دوام لري.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د ځمکو د وېش بهیر به د منظور شویو طرزالعملونو، شفافو معیارونو او عادلانه میکانېزم لهمخې دوام ومومي، څو مستحقو راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې مناسب فرصتونه برابر شي».
له دې سره سم،د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت په یوې جلا خبرپاڼه کې وايي، د کابل د خاکجبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدنې او باعزته ژوند په موخه د نوي استوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان تایید او د یاد وزارت د وزیر له لوري لاسلیک شوی دی.
د یاد وزارت د مسوولینو په وینا، په دې ښارګوټي کې ټولې ۴۶۵۲ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوي، چې د اړمنو او راستنو شویو کډوالو کورنیو لپاره به په منظم او شفاف ډول ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې ستنې شوې کورنۍ له طالبانو او نورو مرستندویه بنسټونو په لومړي سر کې د سرپناه غوښتنه لري او بیا د ژوند د دوام لپار مرستو ته سترګې په لاره دي، خو د کډوالو په چارو کې نړۍوال بنسټونه هم په ځلونو ویلي، چې د بودجې د کمښت له امله نهشي کولی د ټولو ستنو شویو کډوالو لاسنیوی وکړي.