دغه پلان چې د اپرېل له میاشتې د ډسمبر تر پایه په پام کې نیول شوی، په سرحدي سیمو او د کډوالو د ځای پر ځای کېدو په سیمو کې به پلي شي.
د دغې طرحې له مخې، د اړتیاوو ځواب په دوو برخو کې تنظیم شوی دی. لومړۍ برخه سرحدي مرستې دي چې تمرکز یې پر بېړنیو او ژغورونکو مرستو دی او د کډوالۍ نړیوال سازمان په مشرۍ به د ایران او پاکستان په رسمي لارو کې د ۱۰۰،۷میلیونه ډالرو په ارزښت عملي شي. دویمه برخه د بېرته ادغام پروګرام دی چې ۴۲۸،۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري او د لومړیتوب لرونکو ۳۵ ولسوالیو لپاره ځانګړې شوې ده.
په دې برخه کې به د زدهکړو، روغتیا، پاکو اوبو او حفظالصحې خدماتو بېرته فعالول، اقتصادي فرصتونه او د دوامدار ژوند زمینه برابرول، او همداراز د استوګنې او ځمکو د حقونو تأمین شامل وي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې تر اوسه نږدې ۵.۹ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې نږدې ۶۰۰ زره کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه طرحه اټکل کوي چې په راتلونکو اتو میاشتو کې به شاوخوا ۱.۷ میلیونه کسان له ایران او ۱،۱میلیونه نور له پاکستانه افغانستان ته راستانه شي. د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، له نیمايي ډېر راستنېدونکي ښځې او ماشومان دي او ګڼ شمېر یې له افغانستانه بهر زېږېدلي او لوی شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي او د بشري چارو د همغږۍ سرپرست تاجالدین اوېلا وویل، دا بهیر یوازې لنډمهاله سرحدي موضوع نه ده، بلکې ژورې نفوسي او پراختیايي اغېزې لري او دوامدار او اصولي غبرګون ته اړتیا لري.
هغه خبرداری ورکړ چې که د روزګار، استوګنې، پاکو اوبو، روغتیا او خوندیتوب په برخو کې منځمهاله پانګونه ونه شي، نو هېواد به له دویم ځل بېځایه کېدو، ژورې بېوزلۍ او د راستنېدونکو او کوربه ټولنو ترمنځ له ټولنیزو ترینګلتیاوو سره مخ شي.
په افغانستان کې د «ورلډ ویژن» ادارې مشر تهمیندري ډیسېلوا وویل چې یوازې سرحدي کنسرسیوم ۱۰۰.۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو دغه اندازه یوازې د ۴۰ سلنه زیانمنو کسانو اړتیاوې پوره کوي، په داسې حال کې چې ۷۰ سلنه کسان د زیانمننونکي معیارونه پوره کوي.
دغه طرحه په کابل کې د تمویلکوونکو هېوادونو د استازو، د ملګرو ملتونو د ادارو او نادولتي بنسټونو په حضور کې پرانیستل شوه. په دې غونډه کې له تمویلکوونکو وغوښتل شول چې د ۲۰۲۶ غبرګون طرحه په بشپړه توګه تمویل کړي، څو د بشري او خوندیتوب بحرانونو د لا پراخېدو مخه ونیول شي او د میلیونونو افغانانو د رغېدو، دوامدار ادغام او مقاومت بنسټ کېښودل شي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې په سرحدونو کې به عملي تمرکز پر څو اړخیزو نغدي مرستو، روغتیا، تغذیې، خوندیتوب، پاکو اوبو، حفظالصحې او ترانسپورټ وي، او د راستنېدنې په سیمو کې به اساسي خدماتو، اقتصادي فرصتونو او د استوګنې او ځمکو حقونو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې د افغانستان نفوس نږدې له ۱۰ تر ۱۲ سلنه زیات کړی دی. د ملګرو ملتونو ادارې او شریک نادولتي بنسټونه وایي، بریالی غبرګون هغه مهال ممکن دی چې پر پولو بېړنۍ مرستې د ټولنې دننه د ادغام له پروګرامونو سره وتړل شي او د دواړو برخو د تمویل تشې ډکې شي، که نه نو پر سیمهییزو خدمتونو فشار او د ټولنیزو ناکراریو خطر به زیات شي.