ځینې سیمهییز اوسېدونکي وایي چې دا افت معمولاً د کرنې په موسم کې د منځنۍ اسیا له پولو، په ځانګړي ډول له ترکمنستان، افغانستان ته ننوځي. دغه حشره اوس له کرنیزو ځمکو اوښتې او د خلکو کورونو ته هم داخل شوې ده.
د فاریاب اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویډیوګانې او انځورونه استولي او وضعیت یې بحراني بللی دی. د دوی په وینا، کورونه یې له دغو حشرو ډک شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا غنم خوړونکې حشرې د فاریاب په ګرزیوان، کوهستان، قیصار، شیرینتګاب، دولتاباد او یو شمېر نورو سیمو کې خورې شوې دي.
همداراز، په هرات او بادغیس کې یو شمېر بزګرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د کشفک حشرې یرغل د دغو ولایتونو په ځینو سیمو کې د غنمو کروندې د لهمنځه تلو له خطر سره مخ کړې دي.
د دوی په وینا، دغو حشرو د هرات د کشک کهنه، کشک رباط سنګي او ګلران ولسوالیو او د بادغیس د ابکمري ولسوالۍ پر کروندو برید کړی دی.
د غنموخوړونکي «سن» حشره (Eurygaster integriceps)، چې په افغانستان کې د کشفک یا کفشک په نوم پېژندل کېږي، د غلو دانو، په ځانګړي ډول د غنمو او وربشو لپاره یو له تر ټولو ویجاړوونکو کرنیزو افتونو څخه ګڼل کېږي.
دغه افت د نبات د ودې په بېلابېلو پړاوونو کې د بوټو شیره زبېښي، چې له امله یې بوټي کمزوري او وچېږي. سربېره پر دې، دا حشره د غنمو په دانو کې ځانګړي انزایمونه پرېږدي چې د اوړو کیفیت سخت خرابوي او د ډوډۍ پخولو لپاره یې نامناسب ګرځوي.
د افغانستان په لوېدیځ او شماللوېدیځ کې پر کروندو د کشفک پراخ او بېساری یرغل، د کافي امکاناتو او د افت ضد درملو د نشتوالي له امله، د بزګرانو لپاره په یوه جدي بحران بدل شوی او د هغوی د کلني حاصلاتو او خوراکي امنیت لپاره یې ستر ګواښ رامنځته کړی دی.
د بزګرانو په وینا، دا حشره په ډېر چټکۍ سره ډېرېږي او له کرنیزو محصولاتو تغذیه کوي. دغه حشره ډېر بد بوی لري او پر نباتاتو او سبزیو یې کېناستل د زهري دوا د پاشلو په څېر اغېز کوي.
د دې افت زیان تر دې کچې رسېدلی چې پاتې محصولات ان د څارویو د خوراک لپاره هم بېګټې شوي دي.
د فاریاب یوه زیانمن شوي بزګر افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دغې حشرې بد بوی د چینو او څاهګانو اوبه هم د څښلو وړ نه دي پرېښې. زیانمنو بزګرانو د خپلو حاصلاتو د بشپړ لهمنځه تلو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د افت ضد درملو د بېړنۍ مرستې او وېش غوښتنه یې کړې ده.
بلخوا، د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې له دې وضعیت خبر دي او د افت پر ضد یې تخنیکي ډلې د مبارزې لپاره سیمو ته استولې دي.
خو بزګران ټینګار کوي چې د دغې حشرې د خپرېدو چټکتیا د ترسره شویو اقداماتو په پرتله ډېره زیاته ده.
افغانستان یو پر کرنې متکي هېواد دی او د دې هېواد ډېری خلک د خپلې معیشت او بقا لپاره پر کرنیزو محصولاتو تکیه لري.
د کشفک یرغل په داسې حال کې رامنځته شوی چې د هېواد کرنیز سکتور لا له وړاندې د پرلهپسې وچکالیو، ویجاړوونکو سېلابونو او نورو طبیعي افتونو له امله سخت زیانمن شوی دی.
د دغو بحرانونو هممهاله کېدو په شمال او لوېدیځ افغانستان کې د خوراکي ناامنۍ او بېوزلۍ د لا زیاتېدو اندېښنې تر ټولو لوړې کچې ته رسولې دي.