د افغانستان د څېړونکو شبکه وایي، چې په هېواد کې د چاپېریال ناورین له وچکالۍ، سېلابونو، د اوبو له کمښت، ککړتیا، خوراکي ناامنۍ او پر ښارونو له زیات فشار سره تړلی دی او اغېزې به یې په راتلونکو کلونو کې د افغانستان د خلکو پر ژوند سیوری وغوړوي.
د افغانستان د څېړونکو شبکې ویلي چې د هېواد خوراکي نظام له مخ پر زیاتېدونکي فشار سره مخ دی. کورني حاصلات نه کافي دي او نه هم په یوشانډول ترلاسه کېږي، او د سوداګرۍ لارې هم په وروستیو کلونو کې څو ځله بدلې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د پسرلي بارانونه د غنمو د ښه حاصل لپاره کافي وو، خو د اقلیمي بحران اوږدمهاله حقیقت او پرلهپسې وچکالۍ لا هم ویجاړوونکې اغېزې لري.
راپور وایي، سره له دې چې افغانستان د نړۍ د ککړونکو ګازونو په تولید کې ډېره کمه ونډه لري، خو بیا هم د اقلیمي بدلونونو له امله له مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی.
دغه راپور د هوا ککړتیا ته هم اشاره کوي او لیکي چې د کابل ژمي له خفه کوونکي لوګي سره مل وي، ځکه خلک د خپلو کورونو د تودولو لپاره سکاره، لرګي او آن پلاستیک سوځوي او له زړو موټرو څخه کار اخلي.