دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې ماشومان تر ټولو زیانمنه ډله ده، او له پنځه کلونو کم عمره ماشومان د خوړو له لارې د انتقالېدونکو ناروغیو نږدې درېیمه برخه پېښې زغمي، سره له دې چې د نړۍ یوازې ۹ سلنه نفوس جوړوي.
راپور زیاتوي، چې دا ناروغۍ په ځانګړي ډول د نس ناستې په څېر حالتونو کې د ماشومانو لپاره ډېرې مرګونې تمامېدای شي، په داسې حال کې چې په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول کمعاید سیمو کې، د روغتیايي خدماتو محدودیت دا ستونزه لا پسې جدي کړې ده.
د راپور له مخې، د خوړو له لارې رامنځته کېدونکې ناروغۍ نه یوازې د مکروبونو او ویروسونو له امله خپرېږي، بلکې په خوړو کې موجود کیمیاوي مواد لکه زهرجن فلزي عنصر او مېتیلمرکري هم د ماشومانو د دماغي ودې، اعصابو او اوږدمهالو ناروغیو خطر زیاتوي.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر ډاکټر تدروس ادهانوم ګیبریسوس ویلي: «د خوړو خوندیتوب یوازې یو تخنیکي موضوع نه ده، بلکې د هرې ورځې د ژوند برخه ده. ناامنه خوراک د عامې روغتیا یوه جدي ستونزه ده چې تر اوسه یې بشپړ انځور نه و څرګند.»
هغه زیاته کړې: «دا نوي شمېرې هېوادونو ته دا امکان ورکوي چې وپوهېږي د ناروغیو اصلي بار چیرته ډېر دی او خپلې پالیسۍ د هغې پر بنسټ جوړې کړي.»
د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د خوړو له لارې رامنځته کېدونکو ناروغیو تر ټولو لویه برخه د مکروبي عواملو لکه باکتریاوو او ویروسونو له امله وه، چې شاوخوا ۸۶۰ میلیونه پېښې یې جوړولې. خو د مړینو لویه برخه بیا د کیمیاوي زهرجنو موادو له امله ثبت شوې، چې د ټولو مړینو نږدې ۷۳ سلنه جوړوي.
دغه سازمان وایي چې یوازې نیمه فلزي ماده او زهرجن کمیاوي عنصر د یو کال په ترڅ کې د یو میلیون څخه ډېرو مړینو سبب شوي، چې د زړه ناروغیو او سرطانونو خطر څو چنده لوړوي.
په راپور کې همداراز راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د ناامنه خوراک له امله نړۍ ته شاوخوا ۳۱۰ میلیارده ډالر اقتصادي زیان اوښتی، چې د ژوند د لګښتونو له توپیرونو سره سم دا اندازه تر ۶۴۷ میلیارده ډالرو هم رسېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د خوړو د خوندیتوب لپاره باید حکومتونه د اوبو او حفظالصحې سیستمونه ښه کړي، د خوړو د تولید او پروسس معیارونه سخت کړي او خلکو ته روغتیايي خدمات پراخ کړي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د اقلیم بدلون، نړیوالې سوداګرۍ او ټولنیزې نابرابرۍ له امله د ناامنه خوراک ستونزه لا هم په زیاتېدو ده، او افغانستان په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو څخه دی چې د دې ستونزې له جدي اغېزو سره مخ دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې ستونزې د کمولو لپاره باید د «یو روغتیا» (One Health) تګلاره عملي شي، څو د انسان، حیوان او چاپېریال روغتیا په ګډه خوندي شي.