د بشر حقونو څار بنسټ ویلي، چې پاکستان د الکترونیکي جرمونو قانون د بشري حقونو د مدافعینو او د حکومت د منتقدانو پر ضد د فشار د وسیلې په توګه کاروي. یاد بنسټ دا څرګندونې د ایمان مزاري او هادي علي چټې د لس کلن بند له سزا وروسته کړې دي.
د بشر حقونو د څار ادارې ویلي، پاکستاني چارواکو د بشري حقونو دوه وکیلان، ایمان مزاري او هادي علي چټه، د بلوڅو او پښتنو فعالانو سره د پیوستون څرګندولو او د پاکستان پر پوځ د نیوکو په تړاو د ټولنیزو رسنیو د پوسټونو له امله په لس ـ لس کاله بند محکوم کړي دي.
د دغې ادارې د راپور له مخې، ایمان مزاري او هادي علي چټه د جنورۍ په ۲۳مه نیول شوي او یوه ورځ وروسته د اسلاماباد یوې محکمې د «سایبري ترهګرۍ» او «ناسمو معلوماتو د خپرولو» په تورونو مجرم وپېژندل. دواړه اوس هم د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندیان دي.
راپور زیاتوي چې د دوی محاکمه په بېساري چټکتیا ترسره شوې او مدافع وکیلانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې شاهدان تر پوښتنو لاندې راولي او یا هم د ځان په ګټه شواهد وړاندې کړي. د ادارې په وینا، د محکمې پرېکړه په داسې حال کې اعلان شوې چې د قاضي د احتمالي جانبدارۍ په اړه د دوسیې د انتقال غوښتنه لا تر غور لاندې وه.
د بشر حقونو د څار ادارې په راپور کې راغلي چې پاکستاني چارواکي د الکترونیکي جرمونو د مخنیوي قانون له مادو څخه د سولهییزو منتقدانو او د بشري حقونو د فعالانو د غلي کولو لپاره کار اخلي.
د راپور له مخې، ایمان مزاري او هادي علي چټه په وروستیو کلونو کې څو ځله د خپلو بشري فعالیتونو له امله نیول شوي او له قضايي تعقیب سره مخ شوي دي. ایمان مزاري په ۲۰۲۵ کال کې د «نړیوال اظهار فورم» د ځوان الهامبښونکي جایزه هم ترلاسه کړې وه.
د بشر حقونو د څار ادارې له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې د دواړو وکیلانو د بند سزاوې لغوه او هغوی بېقید او شرطه خوشې کړي. ادارې همدارنګه پر اسلاماباد غږ کړی چې د بشري حقونو د مدافعینو او منتقدانو پر ضد د سایبري جرمونو او ترهګرۍ اړوند قوانینو کارول پای ته ورسوي.
راپور دا هم وایي چې په پاکستان کې د بیان د آزادۍ پر وړاندې محدودیتونه په وروستیو کلونو کې زیات شوي او په ځانګړي ډول بلوڅ او پښتانه فعالان د ترهګرۍ ضد قوانینو، څارنې او جبري ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
د پاکستان استازي ادعا وکړه چې په افغانستان کې د ټيټيپي، داعش خراسان او نورو ډلو شتون د پاکستان پر ضد د بریدونو لامل ګرځېدلی او دغه ډلې له افغان خاورې څخه فعالیت کوي.
هغه وویل چې د دغو ډلو له امله پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې له ۵ زرو څخه زیات ترهګریز بریدونه تجربه کړي او تر ۱۲۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي دي.
په وینا کې د خېبر پښتونخوا یوې پېښې ته هم اشاره وشوه، چې پکې د ۱۵ پولیسو د وژل کېدو مسوولیت د ټيټيپي پر غاړه واچول شو او ادعا یې وکړه چې برید له افغانستان څخه پلان شوی و.
هغه تور پورې کړ چې طالبان د ترهګرو ډلو پر ضد عملي اقدام نه کوي او د دغو ډلو له فعالیتونو سره “چوپ ملاتړ یا همکاري” لري، چې دا د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.
د پاکستان استازي وویل چې اسلاماباد څو ځله د طالبانو د قانع کولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي او قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین هم د منځګړیتوب رول لوبولی، خو د هغه په وینا، طالبان لا هم له سخت دریځۍ نه دي اوښتي دي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان به د خپل حاکمیت او امنیت د دفاع لپاره “له هر ډول اړتیا سره سم ځواب ورکړي”، خو ټینګار یې وکړ چې دا اقدامات به د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې وي.
په وینا کې د ملګرو ملتونو پر راپور هم نیوکه وشوه او ادعا وشوه چې په راپور کې د افغانستان وضعیت یو اړخیز بیان شوی او د ترهګرۍ له ګواښونو سره کافي حساب نه دی شوی.
د پاکستان استازي وویل چې په افغانستان کې د وسلو خپرېدل، غیرقانوني مالي شبکې او د پیسو مینځلو سیستمونه د وضعیت د خرابېدو مهم عوامل دي.
د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل خان ويلي، د پښتنو د ستونزو حل په سوله يیزه، د اساسي قانون لاندې مبارزې، پر پوهه او اقتصاد ولاړ دی، هغه زیاته کړې چې ګوند یې د وسله والو لښکرو د جوړولو سره کلک مخالفت کوي.
ايمل ولي خان په يوه پیغام کې وويل، چې د پښتنو ستونزې هېڅکله د لښکرو په جوړولو یا د وسلوالو ډلو له لارې نه شي حل کېدای، او د ګوند ښکاره دریځ یې دا دی چې دوی د ریاست له اساسي چوکاټ او نظام سره موافق دي، او د ریاست پر ضد د لښکر جوړولو یا زور کارولو له لارې هېڅ بریا نه شي ترلاسه کېدای.
هغه زياته کړه، چې غیر دولتي وسلهوالې ډلې او شخصي لښکر جوړول د دې هېواد او په ځانګړي ډول د پښتنو د سیمو ستونزې لا نورې هم پېچلې کړې دي.
همداراز نوموړي وويل، که د حالاتو د بدلون په نوم لښکر جوړېږي، نو تر ټولو زیات زیان یې هم خپله پښتنو ته رسېږي.
هغه غږ وکړ، وخت راغلی چې د لښکرو پر ځای د تلپاتې حل په اړه فکر وشي او تر څو چې ځوانان عصري زدهکړې ترلاسه نه کړي او د پوهې اقتصاد ته داخل نه شي، تر هغې به ولس د پرمختګ لاره ونه مومي.
ايمل ولي خان وويل، چې د بلوڅانو سره یې تاریخي او د ورورګلوۍ اړیکه ده او دوی خپلې خبرې له هغوی سره په سولهییزو او د اساسي قانون له لارو رسوي.