یوه افغانه مور: د خپلې لور ناروښانه برخلیک ته هره ورځ اوښکې تویوم

یوې افغانې مور افغانستان انټرنشنل پښتو ته په دغه رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله د خپلې لور ناروښانه راتلونکې په اړه ژوره اندېښنه لري.

یوې افغانې مور افغانستان انټرنشنل پښتو ته په دغه رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله د خپلې لور ناروښانه راتلونکې په اړه ژوره اندېښنه لري.
نوموړې ویلي، د لور یې لوی ارمان و چې زدهکړې بشپړې کړي او خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه شي؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې ټولې هیلې مړاوې شوې او خوبونه یې لهمنځه ولاړل.
هغې زیاته کړې، چې لور یې د زرګونه نورو افغان نجونو په څېر ورځ تر بلې نهیلې کېږي او دغه وضعیت ورته د زغملو نهدی. د دغه مور په وینا؛ د همدې اندېښنو له امله د شپې ارام خوب نهشي کولی او تل په دې فکر کې وي، چې څنګه خپله لور له دې تیارو او نهیلۍ وژغوري.
هغې ویلي: «موږ یوازې یو عادي ژوند، امنیت، زدهکړې او د راتلونکي لپاره فرصت غواړو». نوموړې هیله څرګنده کړې، چې پیغام یې نړۍ ته ورسېږي او نړۍوال پوه شي چې د زدهکړو له حقه د بېبرخه شویو نجونو د شمېرو ترشا داسې له درده ډکې مېندې هم شته چې هره ورځ د خپلو لوڼو د ناروښانه برخلیک له امله اوښکې تویوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی او نږدې پنځه کاله کېږي چې افغان نجونې له منځنیو او لوړو زدهکړو بېبرخې دي.

د شېر علي ظريفي په نوم یوه کابل مېشتي ويلي، د پيسو د پور په اړه یې د طالبانو محکمې ته عريضه کړې، خو له دوه نیمو کلونو راهیسې یې د عريضې دوسيه نهده اورېدل شوې. هغه زیاتوي، په همدې تړاو یې د طالبانو سترې محکمې ته عريضه وکړه، خو ورته وويل شول: «خپل نوبت ته منتظر اوسئ».
شېرعلي ظريفي په خپلهفېسبوکپاڼه ليکلي، د پيسو د پور د ترلاسه کولو په لړ کې یې دوه نيم کاله وړاندې د مدافع وکيل له لارې د کابل د بګراميو محکمې ته عريضه وکړه او څه وخت مخکې یې بيا له محکمې د عريضې په اړه پوښتنه وکړه، نو ورته وویل شول: «ستا د دوسېې نوبت ۲۵۰م دی، تر اوسه پنځوس دوسېې اجرا شوي، ۲۰۰ لا پاتې دي، یا انتظار وباسه او یا سترې محکمې ته عارض شه چې نوبت دې رامخکې کړي».
هغه زیاتوي: «سترې محکمې ته مې عریضه وکړه چې دا څه حال دی؟ په څلورو کلونو کې پنځوس دوسېې؟ زه به شپاړس کاله نور انتظار باسم چې په ابتدایه محکمې کې نوبت راورسیږي، بیا مرافعه او تمیز، مطلب دا چې عدالت تعطیل دی، د خلکو غم وخورئ».
د هغه په وینا، له ډېر انتظار وروسته د طالبانو سترې محکمې یوازې دومره ورته ولیکل: «تاسو خپل نوبت ته منتظر اوسئ».
هغه څرګنده کړې: «زما د تجربې مطابق: چې په یوه اداره کې چارواکو ته د کار د اجرا لپاره ودریدې، که کار ېې درته وکړ، احسان به ېې ګڼې او که خنډونه ېې درته جوړ کړل، وېې شړلې او وېې رټلې، عدالت به ېې ګڼې، نظام ته به اسلامي وایې او په هر حال به شکر باسې».
د یادونې وړ ده، چې دا یوازې د یوه کابل مېشتي روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نهتاییدوي.
له عراق څخه یوه افغان کډوال افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالېږلي پیغام کې په دغه هېواد کې د افغان کارګرو او مساپرو له وضعیت او د عراقي پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کړی دی.
نوموړي ویلي، په عراق کې یو شمېر افغان کارګر له سختو کاري شرایطو سره مخ دي او کله چې کار کوي، د څلورو یا پنځو میاشتو معاشونه نه ورکول کېږي.
د هغه په وینا، که افغانان د عراقي پولیسو له لوري ونیول شي، تر شپږو میاشتو پورې یې کورنۍ او خپلوان د هغوی له برخلیک څخه بېخبره پاتې کېږي.
هغه ادعا کړې چې د نیول شویو افغانانو د خوشې کولو په بدل کې له هغوی څخه اته سوه تر نهه سوه امریکايي ډالر غوښتل کېږي.
دغه عراق میشتي افغان زیاته کړې چې پاکستانیان په شاوخوا شلو ورځو او بنګالیان په لسو ورځو کې خپلو هېوادونو ته ډیپورټ کېږي، خو افغانان تر شپږو میاشتو پورې په توقیف کې ساتل کیږي او وروسته ترې پېسې غوښتل کیږي او بیا بېرته افغانستان ته استول کېږي.
نوموړي د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې په عراق کې د افغان مساپرو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره له عراقي چارواکو سره دا موضوع تعقیب کړي.
تر دې مخکې هم، د عراق په زندانونو کې د یو شمېر افغان بندیانو کورنۍ ویلي و، عراقي پولیس د بندیانو د خوشې کولو په بدل کې ۴۰۰ تر ۶۰۰ ډالر غواړي. دوی د طالبانو پر بهرنیو چارو وزارت نیوکې کوي چې ددغو بندیانو د ستونزو په حل کې یې تر دې دمه همکاري نه ده کړې.
د ننګرهار یوه ځوان افغانستان انټرنشنل ته په خپل غږیز پیغام کې ویلي و، چې ورور یې یو ځل له زندان څخه ورسره اړیکه نیولې او ورته یې ویلي چې د خوشې کېدو لپاره ترې ۶۰۰ ډالر غوښتل شوي دي.
د هغه په وینا، له پیغام سره یو بانکي حساب هم ورلېږل شوی او ورته ویل شوي چې که پیسې انتقال کړي، ورور به یې افغانستان ته ډیپورټ شي.
دغه شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې وړاندې هم په عراق کې مېشتو یو شمېر افغان مساپرو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي وو چې په وروستیو میاشتو کې ګڼ شمېر افغان ځوانان د کار موندنې لپاره عراق ته تللي، خو د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي او زندانونو ته لېږدول شوي دي.
یو شمېر افغان بندیان او د هغوی خپلوان ادعا کوي چې زرګونه افغان کډوال په عراق کې د غیرقانوني استوګنې په تور نیول شوي او اوس مهال په بېلابېلو زندانونو کې ساتل کېږي.
د دوی په وینا، د زندانونو وضعیت د اندېښنې وړ دی او بندیان د خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو او نورو لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي. هغوی همدارنګه ادعا کوي چې له ځینو افغان بندیانو سره د نړیوالو انساني معیارونو خلاف چلند کېږي.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې په عراق کې د یوه افغان مساپر روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.
افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شوې ویډیو کې ښکاري چې د جلالاباد ښار د شپږمې ناحیې د خالص فامیلیو سیمې اوسېدونکی اسرار احمد د وهلو ټکولو له امله ټپي شوی دی. له جلال اباد څخه یوه سرچینه وایي چې اسرار د قاري متین په نوم یوه طالب چارواکي له لوري په چړو وهل شوی دی.
د سرچینې په وینا، د طالبانو یو چارواکی چې قاري متین نومېږي، له خپلو ساتونکو سره د پنجشنبې ورځې مازیګر شاوخوا پنځه بجې د اسرار احمد کور ته ورغلی، د کور دروازې قلف یې مات کړی او کور ته تر ننوتلو وروسته یې نوموړی وهلی دی.
سرچینه زیاتوي چې قاري متین اسرار احمد په چړو هم وهلی او د پېښې پر مهال یې ورسره زور زیاتی کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، اسرار احمد له پېښې وروسته دولتي روغتون ته لېږدول شوی و او اوس یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل کېږي.
د یادونې وړ ده چې دا د ننګرهار د یوه اوسېدونکي روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو په خپلواکه توګه دا پېښه نه تاییدوي.
کابل کې یو ځوان د افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالېږلي غږیز پیغام کې شکایت کړی چې له لوړو زده کړو سره سره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کار فرصت نه لري او له اوږدې مودې راهیسې بېکاره پاتې دی. د هغه په وینا، ملا نه دی، ځکه بېکاره دی.
نوموړي، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه دي غوښتي نوم یې خپور شي، وویل چې د زراعت له پوهنځي فارغ شوی، خو تر اوسه نه دی توانېدلی د خپلې زده کړې له مخې دنده پیدا کړي.
هغه ادعا کوي چې په د طالبانو په دولتي ادارو کې ډېری بستونه هغو کسانو ته سپارل شوي چې د ده په وینا لازمې تخصصي زده کړې نه لري، ملایان دي، په داسې حال کې چې د پوهنتونونو فارغان او تجربه لرونکي کسان بېکاره ګرځي.
د نوموړي په خبره، د کار موندلو پر مهال د واسطې او اړیکو نشتوالی د ده لپاره لوی خنډ ګرځېدلی دی. هغه وايي: «نه ملا یم او نه هم واسطه لرم، له همدې امله د کار فرصت نه راکول کېږي».
دغه ځوان زیاتوي چې د زراعت په برخه کې په هېواد کې د کار پراخ فرصتونه شته، خو د متخصصو کسانو د جذب لپاره عملي ګامونه نه پورته کېږي. د هغه په وینا، ځینې کسان د زراعت پوهنځي فارغانو ته په ملنډو وايي چې «ته بزګر یې، ورشه بزګري وکړه»، ځکه د طالبانو د حکومت له لوري د کار زمینه نه ده برابره شوې.
هغه له طالبانو غوښتي چې د زراعت او نورو تخصصي برخو فارغانو ته د کار مناسب فرصتونه برابر کړي او د دندو په وېش کې وړتیا او تخصص ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې له هېڅ نظام سره ستونزه نه لري او یوازې غواړي د خپلې زده کړې او وړتیا له مخې هېواد ته خدمت وکړي، خو د کار نشتوالی یې له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړی دی.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې د کابل ښار د یوه اوسېدونکي روایت دی، افغانستان په دې اړه په خپلواکه توګه کوم نظر نه لري.
له نیمروز ولایت څخه یو ټکسي چلوونکي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پيغام کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د ترافیک چارواکو ټول ټکسي چلوونکي پر سړکونو له کار کولو منع کړي. نوموړي ویلي، چې طالبان د زرګونه ټکسي چلوونکو پوښتنو او ستونزو ته ځواب نه وایي.
نوموړي ویلي، په نیمروز کې د طالبانو د ترافیک مسوولین د ټکسي چلوونکو د کار مخه نیسي او دوی اړ شوي چې تش لاس خپلو کورونو ته ستانه شي. د هغه په خبره، د طالبانو ولایت مقام ته یې هم شکایت کړی؛ خو په خبره یې هیڅوک یې غوښتنو او پوښتنو ته ځواب نه وایي.
نوموړي زیاته کړې: «موږ د نیمروز ولایت مقام ته شکایت وکړ؛ خو هېچا زموږ غوښتنې ته ځواب ونه وایه. د علماوو شورا، د امر بالمعروف ادارې او د ترانسپورټ ریاست ته مو هم شکایتونه وکړل؛ خو هېڅوک د ټکسي چلوونکو ستونزو ته پاملرنه نهکوي».
هغه دا هم ویلي، ان د نیمروز ولایت طالب مسوولینو ته یې عریضې وړاندې کړې چې پایله یې نهده ورکړې. د نوموړي په خبره؛ په دغه ولایت کې شاوخوا ۲زره کورنۍ د همدې ټکسي چلوونې له لارې د خپل ژوند لګښتونه پوره کوي.