• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران پر حبس محکوم ۱۶۴ نور افغان بندیان طالبانو ته وسپارل

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون اداره وايي، د ایران دولت د حسن نیت پر بنسټ پر حبس محکوم د ۳ ښځو په ګډون ۱۶۴ افغان بندیان د هغوی په خوښه د نیمروز د ورېښمو پله لارې تېره ورځ افغانستان ته راولېږدول شول. خو په تهران کې د طالبانو سفارت بیا د دغو رالېږدول شویو بندیانو شمېر ۱۶۲ بولي.

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې رييس محمد یوسف مستري د دغه بهیر د عملي کېدو په موخه نیمروز ته په خپل سفر کې ویلي، دغه محکومین به د خپل حبس پاتې موده د دې ادارې تر چتر لاندې زندانونو کې تېره کړي.

محمد یوسف مستري زیاته کړه: «ما د نیمروز ولایت د زندان مسوولینو ته سپارښتنه کړې، څو له ایرانه رالېږدو شویو محبوسینو ته ډېره پاملرنه وکړي او د انساني او شرعي حقونو په نظر کې نیولو ورته لومړی روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او بیا ورته د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړي».

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې دا له ایرانه د افغان زندانیانو د رالېږد د دولسم پړاو لومړۍ جوپه وه او ټاکل شوې چې یو شمېر نور پر حبس محکوم افغانان هم له ایرانه خپل هېواد ته رالېږدول شي.

د دوغارون پولې له لارې ۴۰۸ افغان بندیان له ایران نه افغانستان ته لېږدول شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

خو له دې ټولو سره سره په تهران کې د طالبانو سفارت د وروستۍ جوپې د رالېږدول شویو زندانیانو شمېر ۱۶۲ تنه بولي، په داسې حال کې چې د طالبانو د زندانونو چارو د سمون اداره د دغو رالېږدول شویو شمېر ۱۶۴ بولي.

د بنديانو تبادله؛ یو ایرانی زنداني ایران ته او ۱۶۵ افغانان افغانستان ته انتقال شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې په تېرو پنځو ورځو کې له ایران څخه په درېیو پړاونو کې پر حبس محکوم شاوخوا ۷۳۵ افغان بندیان افغانستان ته رالېږدول شوي دي، خو په ایران کې لا هم سلګونه افغان بندیان پاتې دي او د بشري حقونو مدافعان له طالبانو غواړي چې په دغه هېواد پر اعدام د محکومو افغانانو د وضعیت له ارزونې وروسته د اعدام حکم پر حبس د بدلېدو او یا هم افغانستان د رالېږدول کېدو په تړاو هڅې وکړي. لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟

هه‌نګاو: ایران په ۲۰۲۵ کال کې ۸۵ افغانان اعدام کړي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

ایران په ۲۰۲۵ کال کې ۸۵ افغانان او په ۲۰۲۴ کال کې بیا ۸۰ افغان بندیان اعدام کړي، چې دغې چارې بیا د نړۍوالو بشري حقونو د سازمانونو تُند غبرګونونه راپارولي وو.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړیوال پروګرام: د مرستو کمښت تر ټولو ډېر افغان ښځې او ماشومان ځپي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱
د خوړو نړیوال پروګرام: د مرستو کمښت تر ټولو ډېر افغان ښځې او ماشومان ځپي
100%

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبرداری ورکړی، چې نړیوالو مرسته کوونکو او تمویلونکو هېوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې دي او د دې وضعیت تر ټولو دروند اغېز او بار پر افغان مېرمنو او ماشومانو پرېوځي.

د دغې ادارې د افغانستان د څانګې مشر، جان ایلیف، یوې رسنۍ ته ویلي چې د نړیوالو مرستو کمېدو د میلیونونو اړمنو افغانانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه وویل: «مرسته کوونکو له افغانستان څخه مخ اړولی او د دې کار اصلي منفي اغېز په رښتیا هم پر ښځو او ماشومانو دی، چې دا خورا زړه بوږنوونکی حالت دی.»

ایلیف د ۲۰۲۱ کال هغو ژمنو ته اشاره وکړه چې نړیوالې ټولنې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره کړې وې او ویې ویل چې اوس ګڼې افغان ښځې پوښتنه کوي چې هغه ژمنې او د نړیوالې ټولنې اعلان شوی پیوستون چېرته تللی دی.

د نوموړي په وینا: «په ۲۰۲۱ کال کې نړۍ له افغان ښځو سره د نه متزلزلېدونکي او تلپاتې پیوستون کلکه ژمنه کړې وه، خو نن په ۲۰۲۶ کال کې همدا افغان ښځې پوښتنه کوي چې هغه ژمنې او پیوستون اوس چېرته دی؟»

د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو کمښت د افغانستان د بېوزلو کورنیو لپاره یو جدي ګواښ بللی او خبرداری یې ورکړی چې که مرستې بېرته زیاتې نه شي، میلیونونه خلک به له لا ډېرو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ شي.

یادې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په اوسني حساس پړاو کې افغان میندې او ماشومان یوازې پرېنږدي او د بشري مرستو د دوام لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

د طالبانو د روغتیا وزارت یو پلاوی د واردېدونکو درملو د کیفیت ارزونې لپاره ازبکستان ته لاړ

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱
د طالبانو د روغتیا وزارت یو پلاوی د واردېدونکو درملو د کیفیت ارزونې لپاره ازبکستان ته لاړ
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی هېواد ته د واردېدونکو درملو د ارزونې په موخه ازبکستان ته تللی او موخه یې هم باکیفیته درملو ته د هېوادوالو د لاسرسي تأمینول دي. له شاوخوا ۸ میاشتو راهیسې له پاکستان سره د سوداګرۍ له بندېدو وروسته اوس افغانستان تر ډېره پر منځنۍ اسیا تکیه دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه پلاوي مشري د یاد وزارت د خوړو او درملو معينيت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رييس عبدالبصیر قانع کوي او موخه یې هم د ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولیدي فابریکو لیدنه، د تولیدي ظرفیتونو ارزونه، د کیفیت کنټرول له معیارونو او سیسټمونو سره بلدتیا او همدارنګه د هغو تولیدي فابریکو د وضعیت ارزول دي، چې د ښه تولید (GMP) نړیوال اصول او معیارونه پلي کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د خوړو او درملو معينيت پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د ازبکستان د اړوندو ادارو او تولیدي شرکتونو له مسوولینو سره ليدنې ترسره او تخنیکي همکاریو د پراختیا، د وارداتي معیارونو لوړولو، د مسلکي تجربو د شریکولو او له نړیوالو معیارونو سره سم د درملو برابرولو لپاره د لا زیاتو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه نظرونه شريک کړي».

تر دې مخکې د افغانستان ډېری د اړتیا وړ درمل او نور توکي له پاکستان او یا هم د پاکستان له لارې افغانستان ته واردېدل، خو طالبان له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې له پاکستان سره د سوداګریزو چارو له بندولو وروسته هڅې کوي، چې د درملو په ګډون د اړتیا وړ نور توکي له منځنۍ اسیا او ایران څخه برابر کړي.

یو شمېر هېوادوال په کور دننه د ځنیو ځانګړو ناروغیو د درملو له نشتوالي او یا هم د کمښت له امله شکایت لري او په وینا یې، د ډېریو نورو درملو بیې هم لوړې شوې دي.

طالبان له اردن نه کابل ته یوه بوینګ چارټر الوتکه را لیږدوي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۱
طالبان له اردن نه کابل ته یوه بوینګ چارټر الوتکه را لیږدوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوايي شرکت چارواکو د اردن د هوايي شرکت له مسوولانو سره د یوې بوينګ ۲۰۰-۷۶۷ ډوله چارتر الوتکې د تړون پر څرنګوالي خبرې کړې دي. دغه الوتکه په هره الوتنه کې د ۲۹۰ تنو مسافرو او ۲۵ ټنه سوداګریز توکو د لېږد ظرفيت لري.

د طالبانو تر واک لاندې د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، چې د شرکتونو د مسوولینو ترمنځ په تخنيکي، عملياتي او سوداګريزو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاريو او د یادې چارتر الوتکې د الوتنو د ظرفيت پر لوړولو ټينګار شوی دی.

د طالبانو اریانا افغان هوايي شرکت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، د دغو مذاکراتو په پایله کې هیله څرګنده شوې چې د دغه تړون په لاسلیک کېدو سره به یاده چارتر الوتکه د افغانستان د هوايي ترانسپورټ په پیاوړتیا او د ملي سوداګرو او عامو مسافرینو لپاره د نویو اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

د چارواکو په وینا، دغه بوينګ ۲۰۰-۷۶۷ ډوله چارتر الوتکه په هره الوتنه کې د شاوخوا ۲۹۰ تنو مسافرینو او ۲۵ ټنه سوداګریزو توکو د لېږدولو وړتیا لري.

ټاکل شوې ده چې دغه الوتکه په نږدې راتلونکي کې کابل ته راورسیږي او په رسمي ډول خپلې کورنۍ او نړیوالې الوتنې پیل کړي.

د امریکا استازې: طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۸ GMT+۱
د امریکا استازې: طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي
100%

د یوناما د ماموریت د تمدید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو استازې له طالبانو وغوښتل چې خپلې نړیوالې او ترهګرۍ ضد ژمنې عملي کړي او «د برمته نیونې ډیپلوماسي» او د ښځو او نجونو د حقونو نقض کول پای ته ورسوي.

هغې ټینګار وکړ چې طالبان باید د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو لګول شوي محدودیتونه لغو کړي او ټول هغه خنډونه له منځه یوسي چې د ماموریت د ترسره کولو لپاره د یوناما وړتیا محدودوي.

د هغې په وینا، د ملګرو ملتونو کارکوونکي باید وکولای شي چې له کوم خنډ پرته خپلې دندې ترسره کړي.

د امریکا استازې همدارنګه د یوناما د مشرۍ لپاره د نوي ځانګړي استازي ټاکل د دغه ماموریت د اغېز د تضمین لپاره یو مهم ګام وباله او د ملګرو ملتونو له سرمنشي یې وغوښتل چې ژر تر ژره د دغه موقف لپاره یو وړ کس معرفي کړي.

له دې سره سره، هغې ټینګار وکړ چې د یوناما د نوي مشر ټاکل، د دوحې د سیاسي بهیر د پرمخ بېولو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو عاجله اړتیا له منځه نه وړي؛ هغه بهیر چې امنیت شورا په ۲۰۲۳ کال کې په ۲۷۲۱ پرېکړه لیک کې د هغه د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.

د امریکا استازې وویل چې متحده ایالاتو د افغانستان بشري کړکېچ ته د رسېدو، د خبرو اترو د ملاتړ او د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې د یوناما د مهم رول له امله، د دغه پلاوي د ماموریت تمدید ته مثبته رایه ورکړې ده.

هغې زیاته کړه چې د افغانستان په اړه د یوناما راپورونه د امنیت شورا په پرېکړو کې مهم رول لري او د دې بنسټ کارکوونکي په سختو او کله ناکله خطرناکو شرایطو کې خپلو دندو ته دوام ورکوي.

هغې په پای کې وویل چې په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت تحقق د نړیوالې ټولنې همکارۍ او د یوناما د ماموریت ملاتړ ته اړتیا لري او د امنیت شورا له غړو یې وغوښتل چې د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره له متحده ایالاتو سره همکاري او همغږي وکړي.

د وسله والو ډلو حضور؛ ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې ۲۳ تر ۲۵ وسله والې ډلې فعالې دي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۶ GMT+۱
•
جمشید یما امیري
د وسله والو ډلو حضور؛ ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې ۲۳ تر ۲۵ وسله والې ډلې فعالې دي
100%

په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه جدي اندېښنې لري، تازه راپورونه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اسناد ښيي چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې شاوخوا ۲۳ تر ۲۵ ترهګرې ډلې فعالې دي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې د اسنادو له مخې، دغه ډلې د خپلو اهدافو او جوړښتونو له مخې په شپږو لویو کټګوریو وېشل شوي دي. راپورونه وايي چې دا وسله والې شبکې اوس د پخوا په څېر لوی او جلا سازمانونه نه دي، بلکې د فشارونو د کمولو لپاره په کوچنیو ډلو ، فرعي شبکو او پوښښي جبهاتو بدل شوي دي.

یو پخوانی افغان امنیتي چارواکی وایي چې په حقیقت کې یوه پراخه د مدغم کېدو پروسه روانه ده او شاوخوا ۲۳ ډلې د لویو ډلو په جوړښت کې جذب شوي دي. د هغه په وینا، طالبان هڅه کوي د دغو ډلو رسنیز فعالیتونه محدود کړي او هغوی د یوه چتر لاندې وساتي څو نړیوال حساسیتونه و نه پارېږي.

هغه زیاتوي چې حتی لویې شبکو هم بدلون موندلی دی. د بېلګې په توګه، القاعده اوس په دوو برخو وېشل شوې: مرکزي القاعده او د هند نیمه وچې څانګه. همدارنګه د پاکستان ضد جبهه کې څو کوچنۍ ډلې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په جوړښت کې مدغم شوې دي.

100%

تر ټولو لویو سرحدي ګواښونو کې داعش خراسان، القاعده او د القاعدې د هند نیمه وچې څانګه شاملې دي.

داعش خراسان ډله د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر سخت فشار لاندې راغلې، خو لا هم فعاله ده. داعش خراسان له پیل راهیسې هم د پخواني حکومت او هم د طالبانو پر ضد جګړه کړې او اوس هم د طالبانو مشروعیت نه مني.

د امنیتي ارزونو له مخې، دغه ډله له ۲۰۰۰ تر ۴۰۰۰ پورې وسله وال لري. د دې ډلې مشري زیاتره افغانان کوي، خو د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه تاجکستان او اوزبکستان اتباع هم پکې شامل دي.

یاده ډله د مسکو د کروکوس کنسرت تالار په مرګوني برید کې هم د پیچلو سرحدي عملیاتو وړتیا ښودلې وه.

القاعده :امریکا وروسته له هغه چې ایمن الظواهري په کابل کې ووژل شو، ګومان کاوه چې القاعده ختمه شوې، خو د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې دا شبکه بیا رغېږي.

راپورونه وایي چې القاعده خپل روزنیز مرکزونه بیا فعال کړي او په څو ولایتونو کې شتون لري، خو لا یې دسرحدي ګواښونو مستقیم عملیاتو نښې نه دي لیدل شوي. سره له دې، دا شبکه د طالبانو په جوړښت کې نفوذ لري.

د هند نیمه وچې د القاعدې څانګه

د ملګرو ملتونو وروستي راپورونه د دې څانګې د فعالیت د زیاتوالي خبر ورکوي. د راپور له مخې، اسامه محمود او د هغه مرستیال یحیی غوري په کابل کې موجود دي.

همدارنګه ویل کېږي چې د دې څانګې رسنیز مرکز په هرات کې فعال دی. د بندیزونو د څار ډلې د دې ډلې د عملیاتو سرحدي ګواښونو د تمرکز په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د منځنۍ اسیا ډلې

جماعت انصارالله (د تاجکستان طالبان)، د ازبکستان اسلامي حرکت، اتحاد جهاد اسلامي، جماعت امام البخاري او کتائب التوحید والجهاد د مهمو ډلو له ډلې دي.

دا ډلې زیاتره په بدخشان، تخار، کندز او بغلان کې فعالیت کوي او د منځنۍ اسیا هېوادونه هدف ګرځوي. دوی کله ناکله د تاجکستان پولې ته نږدې عملیات ترسره کوي، همدارنګه د مخدره موادو قاچاق، وسلو لیږد او د ټولنیزو شبکو له لارې جلب او جذب هم کوي.

طالبانو له واکمنېدو وروسته دا ډلې له پولو لرې سیمو ته انتقال کړې، خو راپورونه وایي چې اوس بېرته سرحدي سیمو ته ستنې شوې دي.

100%

پاکستاني ډلې

تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار، حزب الاحرار، سپاه صحابه پاکستان، لشکر جنګوي، لشکر طیبه، جیش محمد او تحریک جهاد پاکستان په افغانستان کې فعالې ډلې دي.

اسلام اباد ادعا کوي چې تر ۶۰۰۰ زیات د تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کې دي او له دې خاورې د پاکستان دننه بریدونه تنظیموي.

ځینې ډلې د کشمیر او هند پر ضد فعالیت کوي، خو تحریک طالبان پاکستان د پاکستان حکومت اصلي مخالفه ډله ګرځېدلې ده. دا موضوع د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر ټولو لویه شخړه رامنځته کړې ده.

طالبان دا تورونه ردوي او پاکستان بیا افغانستان د بې ثباتۍ په هڅو تورنوي.

چین او د ترکستان اسلامي ګوند

د ترکستان اسلامي ګوند چې اویغوري وسله وال پکې شامل دي، په بدخشان او شمال ختیځو سیمو کې فعالیت لري.

چین دا ډله د خپل ملي امنیت لپاره جدي ګواښ بولي او له طالبانو یې غوښتي چې د دې ډلې فعالیتونه بند کړي او غړي یې وسپاري.

خو طالبان تر اوسه دا غوښتنه په بشپړه توګه نه ده منلې.

بلوڅ او ایراني ډلې

په جنوب او جنوب لوېدیځ کې د بلوچ وسله والو ډلې لکه د بلوچ ازادي بخښونکي پوځ او نورې ډلې فعالې دي.

پاکستان هند تورنوي چې د دې ډلو ملاتړ کوي او طالبان هم په دې تورنوي چې د هند په مرسته د هغوی فعالیت ته زمینه برابروي.

همدارنګه د ایران پر ضد جیش العدل هم په نیمروز او کندهار کې فعالیت لري.

د پخوانیو افغان چارواکو په وینا، د دغو ډلو او طالبانو ترمنځ اړیکې یوازې تصادفي نه بلکې سازماني او ستراتیژیکې دي.

یو پخوانی چارواکی وایي چې ۷۵ سلنه ځانمرګي بریدګر د همدې ډلو له غړو جوړ وو.

هغه زیاتوي چې طالبانو له دغو ډلو سره د همکاریو ژمنې کړې وې او اوس د هماغې پالیسۍ اغېزې لیدل کېږي.

د هغه په وینا، که اوسنی وضعیت دوام وکړي، دا ګواښ د نورو هېوادونو لور ته هم پراخېدای شي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، له داعش خراسان پرته نورې ډلې په یوه یا بله توګه له طالبانو سره اړیکې لري او افغانستان اوس د افراطي ډلو لپاره د بیا رغونې، جلب او جذب او شبکې جوړولو په مرکز بدل شوی دی.