د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي چې میلیونونه کسان لا هم د جګړو، ځورونې او ناامنۍ له امله خپلو هېوادونو پرېښودو ته اړ کېږي، خو د دوی د بیا مېشتېدو لپاره نړیوال امکانات د اړتیاوو په پرتله په چټکۍ سره کمېږي.
د راپور له مخې، که څه هم د ۲۰۲۷ کال لپاره د بیا مېشتېدو اړتیا د ۲۰۲۶ کال د اټکلونو په پرتله شپږ سلنه کمه ښودل شوې، خو دا کموالی د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو معنا نه لري، بلکې د بېلابېلو هېوادونو د شرایطو د بدلونونو پایله ده.
راپور وایي چې په سوریه کې د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې سیاسي بدلونونو ځینو کډوالو ته دا زمینه برابره کړې چې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو د افغان کډوالو په اړه وضعیت بل ډول دی. د ادارې په وینا، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د شمېر کمېدل تر ډېره د هغو ستنېدنو له امله دي چې د سختو او نامناسبو شرایطو لاندې ترسره کېږي.
ملګري ملتونه وایي چې افغانان لا هم د هغو کډوالو تر ټولو لویه ډله ده چې د بیا مېشتېدو اړتیا لري. له افغانانو وروسته د سویلي سوډان، سوډان، سوریې او د بنګلهدېش په کمپونو کې مېشت روهینګیا کډوال د بیا مېشتېدو تر ټولو اړتیا لرونکو ډلو کې شامل دي.
د راپور له مخې، د ختیځې او سویلي افریقا هېوادونه د کډوالو د بیا مېشتېدو تر ټولو لوړې اړتیاوې لري، ورپسې اسیا او ارام سمندر سیمه او بیا لوېدیځه او مرکزي افریقا راځي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د بیا مېشتېدو فرصتونه په داسې وخت کې کمېږي چې بشري اړتیاوې لا هم پراخې دي او میلیونونه کډوال له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې یوازې شاوخوا ۳۷ زره کډوال د ملګرو ملتونو په ملاتړ د بیا مېشتېدو پروګرامونو له لارې درېیمو هېوادونو ته لېږدول شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر یو کال مخکې له ۱۱۶ زرو څخه ډېر و.
راپور زیاتوي چې دغه کمښت نړیواله ټولنه له هغه هدف څخه لیرې کړې چې تر ۲۰۲۷ کال پورې د ۱۳۰ زرو بیا مېشتېدو ځایونو برابرول پکې په پام کې نیول شوي وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د دوامدارو حللارو او ساحوي خوندیتوب د ملاتړ د څانګې مشرې، جکي کیګن ویلي: «د بیا مېشتېدو د ځایونو کمښت د پالیسۍ د بدلونونو، د منونکو هېوادونو له لوري د منلو د بهیر ځنډېدو، د شرایطو د سختېدو او د دوسیو د ډېر ځنډ له امله رامنځته شوی دی.»
هغې ټینګار کړی چې د بیا مېشتېدو پروګرام پراخول نه یوازې د زیانمنو کډوالو د ساتنې لپاره مهم دي، بلکې پر کوربه هېوادونو فشار هم کموي او هغو کورنیو ته دایمي حل برابروي چې په خوندي ډول خپل هېواد ته نه شي ستنېدای.
راپور همدارنګه څرګندوي چې د نړۍ نږدې ۶۸ سلنه کډوال په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې ژوند کوي، چې له امله یې د دغو هېوادونو پر عامه خدمتونو او سرچینو فشارونه زیات شوي دي.
جکي کیګن ویلي: «د بیا مېشتېدو پراخول هم بېړنی او هم عملي اقدام دی. د کوټو زیاتول، د نورو هېوادونو ګډون او د دوسیو د ارزونې بهیر چټکول کولای شي دا ژوند ژغورونکې وسیله هغو کسانو ته ورسوي چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.»
د ۱۹۵۱ کال د کډوالو د کنوانسیون د ۷۵مې کلیزې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له حکومتونو غوښتي چې د کډوالو د خوندیتوب لپاره خپلې ژمنې نوې کړي او د دوامدارو حللارو لارې پراخې کړي.
ادارې ټینګار کړی: «بیا مېشتېدل خیرات نه دی، بلکې یو دوامدار حل دی چې راتلونکو نسلونو ته د بېځایه کېدو د کړۍ په ماتولو کې مرسته کوي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاتوي چې هغه کډوال چې په بریالیتوب سره بیا مېشتېږي، په خپلو نویو ټولنو کې اقتصادي او ټولنیزه ونډه اخلي او په عین حال کې په خپلو اصلي هېوادونو او د پناه په هېوادونو کې له خپلو خپلوانو سره هم مرستو ته دوام ورکوي.