ایران یو افغان اعدام کړ

د ههنګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان راپور ورکړی، ایراني چارواکو د عبدالله جلالي په نوم یو ۲۵ کلن افغان وګړی د نشهیي توکو اړوندو جرمونو په تور د زاهدان په مرکزي زندان کې اعدام کړی دی.

د ههنګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان راپور ورکړی، ایراني چارواکو د عبدالله جلالي په نوم یو ۲۵ کلن افغان وګړی د نشهیي توکو اړوندو جرمونو په تور د زاهدان په مرکزي زندان کې اعدام کړی دی.
د راپور له مخې؛ عبدالله جلالي د چهارشنبې په سهار (د غبرګولي ۲۷مه) اعدام شوی دی. نوموړی د افغانستان د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکی و.د راپور له مخې؛ جلالي واده کړی و او دوه ماشومان یې لرل. جلالي څلور کاله وړاندې هغه مهال چې ۲۱ کلن و؛ د ایران په زاهدان ښار کې د ایراني ځواکونو لهخوا د نشهیي توکو اړوندو جرمونو په تور نیول شوی و.د ایران دولتي رسنیو او د قضاییه قوې اړوندو رسنیو لاتراوسه د نوموړي د اعدام په اړه څه نهدي ویلي.د یاد بشري حقونو د سازمان وینا؛ ایران په ۲۰۲۴کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۰ افغان بندیان او په ۲۰۲۵ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۵ افغانان هم د بېلابېلو تورونو له امله اعدام کړي دي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ ویاند عنایت الله الکوزی وایي، د ځیرکو موبایلونو د کنټرول لپاره د بودجې ځانکړې کېدو په اړه د دغه وزارت وزیر عبدالاحد فضلي ته ځانګړې شوې څرګندونې بېاساسه دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې اړه د مشرتابه لهخوا لاتراوسه کوم هدایت نهدی ورته شوی. افغانستان انټرنشنل د طالبانو په ادارو کې د ځیرکو موبایلونو د بندېدو او ماتېدو په اړه د خبرونو او ویډیو تر نشرولو وروسته اوس د یادې ډلې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ اداره دغه خبرونه بېاساسه ګڼي.
یاد وزارت ویلي: «د ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې هغه معلومات چې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر عبدالاحد فضلي په نوم د ځیرکو موبایلونو او یا هم د ځانګړو بودجو د منظورۍ په اړه خپاره شوي ناسم او بېاساسه دي».
طالبانو ویلي، یوشمېر رسنیو داسې خبرونه خپاره کړې چې ګواکي د هبتالله په امر د طالبانو د مخابراتو وزارت په ځیرکو ټلیفونونو کې د «فاحش او ناسم پروګرام او محتویاتو په اړه چې د ټولنې پر اخلاقو منفي اغېز کوي بند یا کنټرول شي». هغه وایي، داسې هیڅ هدایت یې نهدی تر لاسه کړی.
د یاد وزارت ویاند الکوزي له رسنیو غوښتنه کړې، چې د دوی اړوند رسمي څرګندونې دې یوازې د دوی له پاڼو وڅاري.
د طالبانو له پوځي او ملکي ادارو څخه داسې ویډیوګانې خپرې شوې، چې طالب مسوولین د خپلو کارکوونکو څخه ځیرک ټلیفونونه ټول کړي او ماتوي يې. د دې سره هممهاله له یوشمېر ښوونیزو ادارو او بنسټونو څخه هم راپورونه ترلاسه شوي، چې طالبانو په ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونو کې هم د ځیرکو موبایلونو پر کارونې بندیز لګولی دی.
د طالبانو ځینې مسوولان بیا وایي، ځیرک موبایلونه د امنیتي معلوماتو د افشا کېدو، د ادارو د محرمو اسنادو د خپرېدو او د هغو محتواوو د خپرېدو لامل کېدای شي چې د دوی له نظره له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې دي. له همدې امله په ځینو وزارتونو، پوځي مرکزونو او ښوونیزو ادارو کې د موبایلونو د کارونې په اړه ځانګړي محدودیتونه وضع شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د هندوستان د وېزې ترلاسه کولو لپاره د مخکنیو اړینو اسنادو ترڅنګ یوشمېر نور اسناد هم د غوښتونکو لپاره لازمي شوي دي. سوداګر دغه محدودیتونه او د اسنادو ډېروالی د سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې خنډ یادوي.
په کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ د هند د وېزې غوښتونکي باید د هند د بلنې لیک ولري او په دغه لیک کې باید د بلنې ورکوونکي شرکت د GSTIN نمبر، سریال نمبر او نور اړین معلومات په واضح ډول درج شوي وي.
یادې خونې زیاته کړې، چې د بلنې ورکوونکي شرکت د ثبت سند او یا هم د هند د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو بنسټونو د ثبت سند له نورو اسنادو سره یو ځای غواړي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، هغه کسان چې پخوا یې د هند ویزې ترلاسه کړې وي اړ دي چې د خپلو زړو پاسپورټونو هغه کاپۍ هم وړاندې کړي چې پخوانۍ هندي ویزې پهکې لګېدلې وي.
په ورته وخت کې د کندهار یو سوداګر عبدالمنان وايي، د هند ویزه د افغان سوداګرو لپاره ځانګړی اهمیت لري او د ویزې په بهیر کې زیات محدودیتونه او د اسنادو ډېرښت د سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
هغه وویل: «موږ له اړوندو مسوولینو غواړو، چې د افغان سوداګرو لپاره د هند د ویزې ترلاسه کولو پروسه اسانه او چټکه کړي؛ څو سوداګر وکولای شي پرته له ستونزو خپل کاروباري سفرونه ترسره کړي».
همداراز یو بل سوداګر حاجي عبدالودود هم وايي، د ویزو ترلاسه کولو په برخه کې اسانتیا به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو اړیکو مثبت اغېز وکړي او د سوداګرۍ د پراختیا لامل به شي.
هغه زیاته کړه: «که د ویزو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي، سوداګر به وکولای شي د اړتیا وړ توکي په مناسب وخت وارد کړي او دغه چاره به د هېواد پر بازارونو او اقتصادي فعالیتونو هم ښه اغېز ولري».
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سوداګرو او د ویزو له غوښتونکو غوښتي، چې د غوښتنلیک د سپارلو پرمهال یاد اسناد په بشپړ ډول چمتو کړي؛ ترڅو د ویزې لړۍ له ځنډ او احتمالي ستونزو مخنیوی وشي.
په کندهار کې د هند کونسلګرۍ د وېزو په برخه کې د نويو بدلونونو په اړه لاتراوسه وضاحت نهدی ورکړی.
یوه افغانه قابله چې په یوه بریتانوي بنسټ کې کار کوي د هرات ولایت له بېبرخو او محرومو ښځو سره د خپلو مرستو او تجربو په اړه ټېلګراف ورځپاڼې ته یوه لیکنه کړې ده. هغې لیکلي، چې دغه مېرمنو ته د جنسي او زېږون روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
دغه قابلې چې خپل نوم یې نهدی اخیستی په خپله لیکنه کې ویلي، چې هغه او د اېماېسای افغانستان موسسې همکاران یې د افغانستان د لوېدیځو سیمو تر ټولو لرو پرتو سیمو ته سفرونه کوي او هلته کور په کور محرومو ښځو ته د جنسي او زېږون روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړې لیکلي، چې په افغانستان کې پر ښځو لګېدلو محدودیتونو د هغوی لپاره روغتیايي خدماتو ته لاسرسی خورا ستونزمن کړی دی. د هغې په وینا؛ ښځې له کوره د وتلو پرمهال اکثره اړې دي، چې له یوه نارینه محرم سره یو ځای وي او د جنسي او زېږون روغتیا په برخه کې هم نهشي کولای نارینه ډاکټرانو ته مراجعه وکړي.
دغه قابله چې په هرات کې فعالیت کوي وایي، د دغه محدودیتونو پایلې یې له نږدې لیدلې دي او د ډېرو هغو ښځو د کړاو شاهده پاتې شوې چې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ شوې دي.
یادې قابلې په خپله لیکنه کې د قابلهګۍ مسلک ته د ننوتلو پرمهال د خپلو شخصي ستونزو یادونه هم کړې ده. د هغې په وینا؛ که څه هم د قابلهګۍ زدهکړې یې کړې وې، خو د عملي او کلینیکي روزنې د فرصتونو د کمښت له امله یې نهشوای کولای خپله زدهکړه او پوهه په عملي توګه وکاروي.
هغې همدارنګه لیکلي، چې پلار یې د معلولیت له امله د کار کولو توان نهلاره او کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه. د کورنۍ د لګښتونو برابرولو لپاره یې ورور اړ شو، چې ښوونځی پرېږدي.
هغې زیاته کړه، چې د اېماېسای افغانستان لهخوا تنظیم شوي د زېږون روغتیا په برخه کې د روزنیز پروګرام لپاره د اعلان تر لیدلو وروسته یې خپل غوښتنلیک وړاندې کړ او ومنل شوه. هغې وویل، چې په دغه پروګرام کې ګډون د هغې په ژوند کې یو مهم ټکی و او هغې ته یې د اړین عملي روزنې ترلاسه کولو او د کار بازار ته د ننوتلو فرصت برابر کړ.
یادې قابلې لیکلي، چې اوس د اېماېسای افغانستان د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له ډلې څخه په یوې ډله کې کار کوي او له خپلو همکارانو سره یوځای محرومو او لرو پرتو سیمو ته سفرونه کوي.
د هغې په وینا؛ دغه ګرځنده ټیمونه کور په کور ښځو او نجونو ته د زېږون روغتیا، د کورنۍ د تنظیم او نورو لومړنیو روغتیايي خدمتونو اسانتیاوې برابروي او هڅه کوي چې د ښځو د روغتیايي ستونزو او اړتیاوو په اړه د خبرو اترو لپاره یو خوندي چاپېریال رامنځته کړي.
د هغې د لیکنې په یوه برخه کې د مېندوارۍ د مخنیوي په اړه د بحث کولو په برخه کې کلتوري ننګونو ته اشاره شوې او لیکلي یې دي، چې ډېری ښځې د ټولنیزو او دودیزو فشارونو له امله د خپلو روغتیایي اړتیاوو په اړه په ازاده توګه خبرې نهشي کولی.
یادې قابلې همدارنګه د یوې داسې ښځې یادونه کړې، چې شپږ واړه ماشومان یې لرل. د هغې په وینا؛ دغه ښځې په اندېښنې سره ویلي و، چې د خپلو ماشومانو د راتلونکې د برابرولو توان نهلري. د روغتیايي مشورې له ترلاسه کولو وروسته هغې پرېکړه وکړه، چې د مېندوارۍ د مخنیوي لپاره له رحم دننه وسیلې (IUD) څخه استفاده وکړي.
د یادې قابلې په وینا؛ د اېماېسای افغانستان د کار زدهکړې پروګرام ښيي، چې له شته محدودیتونو سره، سره لا هم د ښځو لپاره د روغتیا په برخه کې د زدهکړې او کار زمینه برابرېدای شي.
هغې ټینګار وکړ، چې د قابلو او ښځینه روغتیایي کارکاوونکو روزنه نه یوازې د سیمهییزو ټولنو وضعیت ښه کولو کې مرسته کوي؛ بلکې د افغانستان د روغتیا سیسټم پیاوړتیا کې هم مرسته کوي.
طالبانو د ۲۰۲۱کال د اګسټ میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته په تدریجي ډول د ښځو پر کار او زدهکړو پراخ محدودیتونه ولګول. د دغه پالیسیو له امله د ښځو لپاره د زدهکړو او کاري فرصتونو لاسرسی محدود شوی او د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو بهیر هم اغېزمن شوی دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونېسف خبرداری ورکړی و، که د طالبانو اوسني محدودیتونه دوام ومومي؛ نو افغانستان به تر ۲۰۳۰کال پورې د شاوخوا ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.
یونېسف ویلي و، چې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر مسلکي روزنو محدودیتونه به د ښوونې او روزنې او روغتیايي سکټورونو لپاره د ښځینه متخصصو کادرونو د کمښت لامل شي، چې دا به د مېلیونونه افغان ښځو او ماشومانو پر ژوند مستقیم اغېز ولري.
افغانستان کې د یو بل کال لپاره د یوناما ماموریت له غځېدو وروسته پنجشېر کې د ملګرو ملتونو اړوندو ۹ ادارو د طالبانو له اړوندو ادارو سره د همغږۍ غونډه کړې. د ملګرو ملتونو د پروژهيي خدمتونو دفتر وویل، په روان کال کې به دغه ولایت کې د ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت پراختیايي پروژې عملي کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما ماموریت په ۱۵ موافقو رایو سره د یو بل کال لپاره وغځاوه.
له دې سرههممهاله په پنجشېر کې د طالبانو د والي حافظ محمد اغا حکیم په مشرۍ او د یوناما د مرکزي زون د رييس په حضور سره د ملګرو ملتونو د ۹ فعالو او اړوندو دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د پنجشېر لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې یوازې په روان کال کې دغه ولایت لپاره د نړۍوالو بنسټونو او موسسو د نږدې ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ټولګټې او پراختیايي پروژې جذب شوې دي.
په دې غونډه کې د یوناما د مرکزي زون رييس تبیتا د بشرپاله چارو، د نړۍوالو مرستو د جلب او د اړوندو بنسټونو تر منځ د همغږیو د پیاوړتیا په برخو کې د خپلو همکاریو له دوامه ډاډ ورکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژهيي خدمتونو دفتر (UNOPS) څرګنده کړه، چې په روان کال کې به په دغه ولایت کې د ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت ښاري پراختیايي پروژې عملي کړي.
د پنجشېر لپاره د طالبانو والي په دې غونډه کې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو له فعالیتونو هرکلی وکړ او ویې ویل، ولایتي اداره له ټولو هغو موسسو او نړۍوالو بنسټونو چې د «خیر» په نیت د ځايي خلکو د هوساینې لپاره کار کوي، ملاتړ کوي.
د امریکا د استازو جرګې غړې یاسمین انصاري په افغانستان کې د امریکا د متحدینو په ملاتړ کې واشنګټن ناکامه بولي او له قطر څخه د کانګو په څېر درېیمو هېوادونو ته د افغان پناهغوښتونکو د استولو په تړاو له ولسمشر ټرمپ څخه د ځواب او وضاحت غوښتنه کړې ده.
د امریکا د استازو جرګې غړې ایرانيالاصله غړې یاسمین انصاري د چهارشنبې ورځې په ناوخته (د غبرګولي ۲۷مه) په خپله اېکسپاڼه په قطر کې له بند پاتې افغان پناهغوښتونکو سره د ټرمپ ادارې پر چلند نیوکې کړې دي.
د امریکا د استازو جرګې دغې ډيموکراټ غړې د قطر په یوې اډې کې بند پاتې څه باندې ۱۰۰۰ افغان پناه غوښتونکي اتلان وبلل او زیاته یې کړه: «دا هغه اتلان دي چې په افغانستان کې یې زموږ له ماموریت سره د مرستې په لاره کې لوی خطرونه منلي وو».
یاسمین انصاري امریکا د خپلو افغان متحدینو په ملاتړ کې پاتې بولي او په دې تړاو له ولسمشر ټرمپ څخه د ځواب او وضاحت غوښتنه کړې او همداراز یې ویلي: «موږ د خپلو دغو متحدینو په ملاتړ کې د پاتې راتلو او د کانګو ډیموکراټيک جمهوریت په څېر درېیمو هېوادونو ته د هغوی د شړلو په اړه د ټرمپ د بوږنوونکو هڅو په تړاو بېړنیو ځوابونو ته اړتیا لرو».
تر دې مخکې د امریکا د استازو جرګې څه باندې ۸۰ غړو چې لږ تر لږه درې جمهوريپال او ګڼ شمېر ډیموکراټان په کې شامل دي، په یوه لیک کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو څخه غوښتنه کړې وه، چې کانګو ته د هغو شاوخوا ۱۱۰۰ افغانانو د لېږد پلان بیا وارزوي، چې اوس مهال په قطر کې بند پاتې دي او د بیا مېشتېدو په تمه دي.
د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ له نږدې ۵ کلونو راهیسې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان د قطر په یوې اډې کې امریکا ته د تګ په تمه بېبرخلیکه پراته دي.