د طالبانو د عامې روغتیا وزیر: غواړو سنتي طب معیاري کړو

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د سنتي طب د فعالیتونو د ارزونې په غونډه کې د سنتي طب پر معیاري کولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د سنتي طب د فعالیتونو د ارزونې په غونډه کې د سنتي طب پر معیاري کولو ټینګار کړی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن جمعه د غبرګولي پر ۲۹مه په اېکس کې لیکلي، چې په کابل کې د یوناني او دودیز طب د فعالیتونو د ارزونې او د راتلونکو لومړیتوبونو د ټاکلو په موخه یوه ځانګړې ناسته شوې ده. په دغه ناسته کې د طالبانو د عامې روغتیا او له مرکز او ولایتونو څخه د یوناني طب استازو ګډون کړی و.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په یاده ناسته کې د یوناني طب له استازو غوښتي چې د سنتي طب د معیاري کېدو په برخه کې دې د قوانینو او د دغه وزارت د لارښودونو په پلي کولو کې پوره همکاري وشي. نوموړي زیاته کړې:« د دغه سکټور د معیاري کولو لپاره ګډ کار ته اړتیا ده ترڅو ټول مسوولین خپلې دندې په ایماني او وجداني توګه ترسره کړي.»
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هند ته د خپل وروستي سفر پرمهال د دغه هېواد د سنتي، ایورویدي او یوناني طب له وزیر شري پرتاپراو جادوف سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د سنتي طب په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.
د ازبکستان او افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په لړ کې، ازبک لوري وړاندیز کړی دی چې د افغانستان په نعیماباد سیمه کې د ازبکستان د محصولاتو لپاره یو لوژستیکي مرکز او د ذخیره کولو ګودام جوړ شي څو د سوداګرۍ بهیر چټک او د ټرانسپورټ لګښتونه کم شي.
د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي، له شاوخوا ۵۰ افغان سوداګرو سره په ناسته کې یې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار کړی.
په یاده غونډه کې د سوداګرۍ د لا اغېزمنولو لپاره د ګډو عملي میکانیزمونو د جوړولو غوښتنه شوې او همدارنګه وړاندیز شوی چې د افغانستان په نعیم اباد سیمه کې د ازبک توکو لپاره د ذخیره کولو او لوژستیک یو مرکز جوړ شي، څو د لېږد لګښتونه کم او د توکو د رسولو بهیر چټک شي.
په یاده ناسته کې د برېښنايي سوداګرۍ د پلیټفارم د پراخې کارونې موضوع په اړه هم خبرې شوې دي. د ازبکستاني رسنیو د راپور لهمخې، دواړو لوریو هوکړه کړې چې د شته ستونزو د حل او د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره ګډې هڅې روانې وساتي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ډیورنډ کرښې د څار او امنیت ساتنې لپاره د یوې ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړي قطعې د جوړولو امر ور کړی. د یادې قطعې نوم «هبتي قطعه» ده او د جنګیالیو معاشونه به یې د عادي طالبانو په پرتله لوړ وي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مشر لهخوا جوړه شوې ځانګړي قطعه د ډیورنډ کرښې د امنیت خوندیتوب لپاره جوړیږي او د یادې قطعې له منظمېدو وروسته به د ډیورنډ کرښې د څار او ددې کرښې په اوږدو کې د هرډول تحرکاتو او د جګړې او متارکې قومانده د همدې قطعې په واک کې وي.
په کندهار او کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل:«پخواني سرتېري به هم پر ډیورنډ کرښه په خپلو پوستو کې وي، خو ټوله قومانده به د نوې قطعې په لاس کې وي. یعنې که جنګ کېږي، یا جنګ نه کېږي، د داسې ټولو کارونو صلاحیت به له همدې قطعې سره وي».
د سرچینو د معلوماتو لهمخې، د یادې قطعې څلورزره کسان همدا اوس د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ په لیوا کې مېشت دي او د یادو کسانو د ثبت او راجسټر چارې روانې دي.
همدارنګه د یادې قطعې څلورزره نور سرتېري په کابل کې دي او هملته یې د نوملیکنې او تنظیمولو چارې روانې دي.
سرچینو ویلي چې د یادې قطعې د جنګیالیو معاشونه او امتیازات د نورو طالبانو په پرتله لوړ دي.
دغه قطعه د هېڅ وزارت په تشکیل کې نه ده او یوازې مولوي هبت الله اخوندزاده ته ځواب ویونکي ده.
یوې سرچینې چې ددې قطعې د نوملیکنې چارې یې له نږدې څارلې، وویل:« په قطعه کې د سرباز بست نشته، استخدام له افسر څخه دی او د دوی امتیازات هم لوړ دي او دا کسان یوازې شیخ صاحب ته ځواب ویونکي دي. دوی نه د دفاع او نه هم د کورنیو چارو وزارت تر اثر لاندې دي».
د طالبانو اړوند سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د یادې قطعې جنګیالي تر ډېره د کندهار، ارزګان او هلمند ولایت اوسېدونکي دي او د زابل یو شمېر محدود جنګیالي هم پکې دي.
سرچینې وايي، د پلان لهمخې، یادې ۸زره کسیزه قطعې ته به له امریکا پاتې پرمختللي وسلې، شپه لید تجهیزات، موټر او فعالې چورلکې او څارګر ډرونونه هم په واک کې ورکړل شي.
د دوی په وینا، د ۸ زره کسیزې قطعې د جلب او جذب پروسې له بشپړېدو وروسته په پام کې ده، چې د دې قطعې جنګیالیو ته د توپوګرافي، سرحدي ګزمو، غیرقانوني تګ راتګ مخنیوي، د قاچاق ضد عملیاتو، د څار او شکمنو کسانو د پېژندنې او تعقیب او دغه راز د جي پي اېس، ډرون کامرو او ډرون څارګرو څرخکو په برخو کې روزنه ورکړل شي.
سرچینو ددې قطعې د قوماندې د مرکز په اړه وویل، چې «څلور زره سرتېري به په کندهار او څلور زره نور به په کابل کې مېشت وي او د اړتیا پرمهال به د هبتالله اخوندزاده په قومانده دندو ته استول کېږي».
سرچینو د یادې قطعې د قوماندان به اړه څه نه ونه ویل خو اټکل کوي، چې ښايي د طالبانو د اوو زونونو له مشرانو څخه یو تن د یادې قطعې د قوماندان په توګه وټاکل شي.
شنونکي د طالبانو د مشر دغه اقدام پر ډیورنډ کرښه د نښتو، ګزمو، امنیتي پوستو د چارو، تحرکاتو او تګ راتګ کنټرول ګڼي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي چې د یاد هېواد هوايي دفاع د خیبر ولسوالۍ په شینکو سیمه کې د طالبانو ډرون الوتکه کشف او نسکوره کړې ده. یاد وزارت ویلي، ډرون په چټکۍ سره کنټرول شوی او هیڅ مرګ ژوبله نه لري.
د طالبانو د دفاع وزارت د شنبې په سهار اعلان وکړ چې تېره شپه یې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې «د داعش ډلې پورې تړلي مرکزونه» په نښه کړي دي. خو د پاکستان د معلوماتو او خپرونو وزارت دا ادعا سمدستي ناسمه وبلله او ویې ویل چې د دوی هوایي مدافع ځواکونو شینکو سیمې ته نږدې د طالبانو اړوند یوه ابتدایي ډرون الوتکه تر پېژندلو وروسته نسکوره کړې ده، چې هیڅ ډول ځاني او مالي زیان یې نه دی اړولی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د حقایقو د څېړلو څانګې وویل چې د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو کمپونه چې له دوو لسیزو راهیسې فعال دي، په اصل کې د طالبانو تر واک لاندې قلمرو کې دي او له هغه ځایه اداره او ملاتړ کېږي. دغه وزارت د نسکورې شوې الوتکې عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې «طالبان د داعش، بلوڅ ازادي غوښتونکو، تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلو څخه د خپل ملاتړ پټولو لپاره د داسې جعلي بیانیو خپرولو عادت لري».
هممهاله، د خیبر په سرحدي لرې پرتې سیمه کې ځایي اوسېدونکو د هغې بېپېلوټه الوتکې پاتې شونې موندلې دي، چې د استوګنې له سیمو څخه لرې په دښته کې غورځېدلې ده.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان او ایران پر وړاندې د پاکستان د ځینو سیاستونو په اړه نیوکه کړې او هغه یې ناسم بللي دي. نوموړي یو ځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د «مولانا محمد ادریس» په یاد جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي. هغه په یاده غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) جوړه شوې وه وویل، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ شته اختلافات او شخړې باید د خبرو اترو له لارې حل شي؛ نه د زور او فشار له لارې.
هغه وړاندې هم ويلي و، چې افغانستان ثبات ته او پاکستان يو باثباته ګاونډي ته اړتيا لري. هغه د امریکا او ايران ترمنځ د پخلاينې په ترڅ کې د افغانستان سره هم د سولې د خبرو غوښتنه کړې وه.
هغه ویلي و: «که موږ د امریکا او د ایران ترمنځ پخلاینه د دې لپاره غواړو، چې په سیمه کې جګړه نه غواړو او د سیمې خلکو ته سوله ورکول غواړو؛ نو د دې اړتیا له افغانستان سره ولې نهشته؟»
نوموړي په خپلو خبرو کې د پاکستان وروستیو ټاکنو پرمهال د لاسوهنو او نفوذ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې د تاوتریخوالي له لارې د هر ډول سیاسي یا فکري نظریې تپل ناسم کار دی او دغه ډول تګلارې تل ناکامې ثابتې شوې دي.
هغه ادعا کړې، چې په پاکستان کې د ټاکنې کمېسیون په چارو کې د ځینو کړیو د لاسوهنو له امله ولسواکي زیانمنه شوې ده. د نوموړي په وینا؛ د وروستیو ټاکنو پرمهال د هغه د ګوند په رایو کې هم لاسوهنه شوې ده.
د پاکستان د اقتصادي وضعیت په اړه نوموړي د حکومت پر مالي پالیسیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د هېواد پر مالي پرېکړو د بهرنیو بنسټونو اغېز زیات شوی. د هغه په وینا؛ پر عامو خلکو مالیاتي بار زیات شوی، خو د فساد او اداري کمزورۍ د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه نهدي پورته شوي.
فضل الرحمان د لوړوپوړو چارواکو او با نفوذه کړیو پر مالي امتیازاتو هم نیوکه کړې او ویلي دي، په داسې حال کې چې ځینې ځانګړې ډلې له پراخو امتیازاتو برخمنې دي، عام خلک له بېروزګارۍ، فقر او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
په بدخشان کې د طالبانو لهخوا د سرو زرو کانونو بندېدو او د خلکو د اعتراضونو او ناراضۍ اړوند د افغانستان انټرنشنل- پښتو راپور تر خپرېدو وروسته یادې ډلې ویلي، په بدخشان کې د سرو او سپينو زرو کانونو د کېندنې لړۍ په لنډمهالي ډول درېدلې چې اوس یو وار بیا پيلېږي.
په بدخشان کې د طالبانو د کانونو رییس عبدالمتین رحیمزی وایي، چې د کانونو اړوند د هبتالله اخوندزاده لهخوا د نوي قانون تر وړاندې کولو وروسته په دغه ولایت کې د سرو او سپینو زرو د کانونو کېندنې لړۍ یو وار بیا پيلېږي.
نوموړي ویلي، چې دامهال یې د کارکوونکو د کمښت له کبله د کانونو د کېندنې چارې له درېیو ولسوالیو پيل کړې او د یوه مهالوېش له مخې به یې ټولو ولسوالیو ته وغځوي. رحیمزي ویلي، چې د کانونو د کېندنې نوي قانون له مخې په همدې سیمه کې دودیز کارکوونکي او هغه کسان چې د لاسونو پر مټ استخراج کوي له مالیاتو معاف شوي او دوی دامهال د دغه کسانو هویت ثبتوي.
نوموړي زیاته کړې، چې په اجاره ورکول شويو کانونو څخه یوازې پنځه برخه مالیه اخیستل کېږي. تر دې وړاندې طالبانو د سرو زرو د هر جریب پر سر هره میاشت ۴.۸ ګرامه زر غوښتل.
طالبانو په بدخشان کې وروسته له هغه د سرو او سپين زرو د کانونو د کېندې لړۍ پیل کړې، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو د همدغه کانونو د کېندنې لړۍ بندېدو له کبله د سیمهییزو اوسېدونکو پرلهپسې اندېښنې خپرې کړې وې.
په تېر یوه کال کې په تخار او بدخشان کې د سرو زرو کانونو پر سر لانجې ګونجې زیاتې شوې، چې له امله یې څو ځلې د ځایي اوسېدونکو، کان کېندونکو شرکتونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځته شوې دي.
د سرو زرو دودیز او لاسي استخراج له کلونو راهیسې په تخار او بدخشان کې د زرګونه کورنیو د عاید اصلي سرچینه بلل کېږي او د پخواني حکومت پرمهال د دوی د فعالیتونو مخه نه نیول کېده. ځايي اوسېدونکو ویلي، چې طالبانو د کانونو د چارو په درولو سره د خلکو د عاید او روزګار سرچینې تړي.