• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بریتانیا کې ۷ افغان کډوالو پر دوو نجونو د جنسي تېري تورونه رد کړل

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۵۸ GMT+۱

په بریتانیا کې ۷ افغان کډوالو د نورویچ په شاهي محکمه کې پر دوو تنکیو نجونو د جنسي تېري ۳۸ بېلابېل تورونه په کلکه رد کړل. دغه کسان د سختو امنیتي تدابیرو او عامه غوسې په فضا کې محکمې ته وړاندې شول او قاضي پرېکړه وکړه چې د جنوري په ۱۱مه به یې د محاکمې اصلي بهیر پیل شي.

په بریتانیا کې اووه تنه افغان کډوال پر دوو تنکیو ځوانو نجونو باندې د جنسي تېري او نورو جرمونو په تور راتلونکی کال محاکمه کېږي. دغه کسان چې عمرونه یې د ۲۰ او ۲۱ کلونو ترمنځ ښودل شوي، د جمعې په ورځ د نورویچ په شاهي محکمه کې پر ځان لګول شوي تورونه په کلکه رد کړل. د تورنو کسانو له ډلې څخه شپږ تنه یې ۲۰ کلن او یو تن یې ۲۱ کلن دی، چې په ټولیزه توګه پرې د جنسي تېري د ۲۸ قضیو په ګډون د ۳۸ بېلابېلو جرمونو تورونه لګول شوي دي.

دغه پېښې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ او د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې ترمنځ د نورویچ په ښار کې شوې دي او د قرباني شویو نجونو هویت د قانوني دلایلو له امله پټ ساتل شوی دی.

محکمې ته د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د جمیل خلیل او احمدین احمدزي په ګډون دغو کسانو په محکمه کې د ژباړونکو له لارې خبرې وکړې او ټول تورونه یې رد کړل.

څارنوالې فیلیسیا ډیوي وویل، چې یو بل شکمن کس دا مهال د ایرلنډ په جمهوریت کې دی او بریتانیا ته د سپارلو په تمه دی ترڅو په ورته تورونو محکوم شي.

د نورفولک پولیسو تایید کړې چې دغو کسانو د کډوالو په هوټلونو کې ژوند نه کاوه او دغه پېښې هلته نه دي شوې.

د راپورونو له‌مخې، له دغې ډلې څخه پنځه تنه په وړو کښتیو او دوه نور په موټرو کې په پټه توګه بریتانیا ته داخل شوي وو او د درېیو او شپږو کلونو ترمنځ موده کې په دغه هېواد کې اوسېدل.

قاضي کترین مور وویل چې د دغو کسانو محکمه به د راتلونکي کال د جنورۍ په ۱۱مه پیل شي او شاوخوا ۱۲ اونۍ به دوام وکړي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د کاریتاس نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې افغانستان په نړۍ کې د کډوالو د اوو اصلي سرچینو څخه یو بللی دی.

دغه مرستندویه سازمان د کډوالو د نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د جګړو، تاوتریخوالي او اوږدمهاله بحرانونو له امله په میلیونونو خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ترویج لرونکی

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ
۱

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۲

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۳

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

۴

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

۵

طالبان: د ځیرکو موبایلونو بندیز په اړه د مخابراتو وزیر ته ځانګړې شوې څرګندونې بې‌اساسه دي

•
•
•

نور کیسې

په پروان کې د پخواني پوځ یو قوماندان وژل شوی

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۱
په پروان کې د پخواني پوځ یو قوماندان وژل شوی
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د حشمت الله په نوم د پخواني پوځ یو قوماندان په پروان ولایت کې په ډېرې بې‌رحمۍ وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، حشمت‌الله د جمهوري نظام پر مهال د ۲۰۱ سیلاب قول‌اردو د څلورمې لوا د درېیم کنډک د تولۍ قوماندان و.

د دغه پخواني نظامي خپلوان وایي حشمت‌الله څلور ورځې وړاندې هغه مهال په جبل السراج ولسوالۍ کې په خپل پټي کې د کار کولو پرمهال بې‌درکه شو.

د نوموړي خپلوان وايي، د هغه مړی د جمعې په ورځ د غبرګولي ۲۹مه په داسې حال کې وموندل شو چې پر بدن ی سختو شکنجو نښې ښکارېدې او د هغه سترګې ایستلې شوې وي.

د حشمت‌الله د کورنۍ یوه غړي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د دغه پخواني پوځي قوماندان مړی د ګاونډي ولایت کاپیسا په اړوندو سیمو کې د سیند په غاړه کې موندل شوی دی. افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو انځورونو کې ښکارې چې حشمت الله سخت شکنجه شوی او سترګې یې اېستلې شوې دي.

د حشمت‌الله خپلوان وایي چې هغه د جمهوري نظام له سقوط وروسته، یو ځل د طالبانو د ځواکونو له خوا نیول شوی و، خو د لیکلي تعهد له ورکولو وروسته خوشې شو.

هغه له خوشې کېدو وروسته، د غچ اخیستنې له وېرې ایران ته پناه یووړه؛ خو په دې وروستیو کې افغانستان ته راستون شوی و او په خپله پلرنۍ سیمه کې یې عادي ژوند او کرنه کوله.

د هغه خپلوانو ویلي چې حشمت‌الله هېڅ ډول نظامي او وسله وال فعالیت نه درلود.

د عمومي عفوې د نقض او سیستماتیکو غچ اخیستنو په دوام؛ د پوځ د دغه قوماندان وحشیانه وژنه په داسې حال کې کېږي چې د نړیوالو بنسټونو، په شمول د ملګرو ملتونو (یوناما) او د بښنې نړیوال سازمان ګڼ راپورونه ښيي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو غچ اخیستنه، خپلسري نیول، شکنجه او وژنه لا هم دوام لري.

که څه هم د طالبانو مشر واک ته د رسېدو په پیل کې د «عمومي عفوې» فرمان صادر کړ خو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پخوانیو نظاميانو هدفي وژنې روانې دي او پخواني امنیتي ځواکونه په افغانستان کې د ژوند لپاره هېڅ خوندي ځای نه لري.

په پروان کې د طالبانو محلي چارواکو تر اوسه د دې وژنې په اړه څه نه دي ویلي.

امسو: افغان خبریالان په ګاونډیو هېوادونو کې له سختو ګواښونو سره مخ دي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
امسو: افغان خبریالان په ګاونډیو هېوادونو کې له سختو ګواښونو سره مخ دي
100%

د افغانستان رسنیو ملاتړي سازمان (امسو) د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په پاکستان، ایران، هند او ترکیه کې سلګونه جلا وطنه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له ناڅرګند برخلیک، حقوقي ستونزو، اقتصادي فشارونو او رواني ګواښونو سره مخ دي.

یاد سازمان د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغو هېوادونو د کډوالۍ نویو تګلارو او سختو شرایطو د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼ خبریالان د بیان ازادۍ د محدودیتونو، امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو له امله ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د افغانستان رسنیو ملاتړي سازمان ټینګار کړی، چې په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو د ایستلو او جبري ستنېدو بهیر د دوی مسلکي، ټولنیز او بشري حقونه زیانمنوي او دا چاره د رسنیو د ازادۍ او د اطلاعاتو د جریان پر راتلونکي هم منفي اغېز کوي.

د امسو په اعلامیه کې راغلي: «نن ورځ سلګونه مسلکي خبریالان په پاکستان او ایران کې د ویزو د تمدید د پای ته رسېدو، د جبري اېستلو له وېرې، د کار د حق نشتوالي او د نړیوالو بنسټونو له خوا د دوسیو د نه خبرولو له امله له بشري بې‌برخلیکۍ سره لاس او ګرېوان دي». اعلامیه زیاتوي: «دا یوازي د افرادو بحران نه دی، بلکې د یوې بشپړې لسېزې د رسنیزو او روڼتیايي ارزښتونو د فکري پانګې تدریجي زوال دی».

اعلامیه کې راغلي، هغه هېوادونه چې افغان خبریالانو ته یې پناه ورکړې، باید د نړیوالو بشري حقونو او قانوني مکلفیتونو پر بنسټ د دوی خوندیتوب تضمین کړي او د جبري اېستلو له اقداماتو ډډه وکړي. امسو همداراز له نړیوالو بنسټونو، د رسنیو د ملاتړ سازمانونو او مرستندویو ادارو غوښتي، چې د افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او د هغوی د خوندیتوب او دوامداره فعالیت لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان رسنیو ملاتړي سازمان په وینا، د بیان ازادي او خپلواکه رسنۍ د عدالت، روڼتیا او بشري حقونو د ساتنې بنسټیز عناصر دي او د افغان خبریالانو ملاتړ د دغو ارزښتونو د خوندي ساتلو لپاره اړین دی.

بېنېټ: د طالبانو نوې اصولنامه نجونې له تاوتریخوالي ډکو ودونو په دام کې اچوي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۱
بېنېټ: د طالبانو نوې اصولنامه نجونې له تاوتریخوالي ډکو ودونو په دام کې اچوي
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ ویلي چې د زوجینو د تفریق اصولنامه د ماشومانو ودونو ته اجازه ورکوي او ښځې او نجونې په تاوتریخجنو ودونو کې ایساروي.

بېنېټ د دغې اصولنامې د بیا کتنې یا لغوه کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې باید د بشري حقونو له معیارونو سره سمون ولري.

د طالبانو د عدلیې وزارت د روان لمریز کال ثور میاشت کې یو سند د «د زوجینو تفریق اصولنامې» تر عنوان لاندې خپور کړی و او ویلي یې و چې دا سند د هبت الله له توشیح وروسته په رسمي جریده کې ثبت شوی دی.

یاده اصولنامه د بشري حقونو د بنسټونو او مدني فعالانو له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده.

ریچارد بېنېټ د جمعې په ورځ په خپل اېکس پاڼه کې چې د دغې اصولنامې له مخې ښځې او نجونې په تاوتریخجنو وادونو کې راییساریږي او د داسې وادونو د پای ته رسولو پر ځای د طلاق د بهیر تنظیم داسې جوړ شوی چې په عملي ډول د ماشومانو ودونو ته مشروعیت ورکوي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو هم ویلي وو چې دا فرمان د کورنیو، په ځانګړي ډول د پلار واک زیاتوي او داسې شرایط رامنځته کوي چې د کورني تاوتریخوالي راپور ورکول د نجونو لپاره نږدې ناممکن کېږي. دوی د دې فرمان د تبعیضي موادو د لغوه کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې سند په اړه جامع حقوقي تحلیل چمتو کوي.

د طالبانو د «زوجینو تفریق» اصولنامه د «غیرکفو» واده، د مېړه اوږدې غیابت، او د لومړي مېړه د بېرته راتګ په څېر مواردو کې د ښځو د طلاق غوښتنې محدودوي.

همدارنګه په ځینو مواردو کې د ناروغۍ، شخړو او د تاوتریخوالي ادعاوو په صورت کې د جلاکیدو بهیر د قاضي پرېکړې یا د مېړه رضایت پورې تړلې ګڼل شوی دی.

ازبکستان غواړي په افغانستان کې د خپلو محصولاتو لپاره لوژستیکي مرکز جوړ کړي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۱
ازبکستان غواړي په افغانستان کې د خپلو محصولاتو لپاره لوژستیکي مرکز جوړ کړي
100%

د ازبکستان او افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په لړ کې، ازبک لوري وړاندیز کړی دی چې د افغانستان په نعیم‌اباد سیمه کې د ازبکستان د محصولاتو لپاره یو لوژستیکي مرکز او د ذخیره کولو ګودام جوړ شي څو د سوداګرۍ بهیر چټک او د ټرانسپورټ لګښتونه کم شي.

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي، له شاوخوا ۵۰ افغان سوداګرو سره په ناسته کې یې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار کړی.

په یاده غونډه کې د سوداګرۍ د لا اغېزمنولو لپاره د ګډو عملي میکانیزمونو د جوړولو غوښتنه شوې او همدارنګه وړاندیز شوی چې د افغانستان په نعیم اباد سیمه کې د ازبک توکو لپاره د ذخیره کولو او لوژستیک یو مرکز جوړ شي، څو د لېږد لګښتونه کم او د توکو د رسولو بهیر چټک شي.

په یاده ناسته کې د برېښنايي سوداګرۍ د پلیټفارم د پراخې کارونې موضوع په اړه هم خبرې شوې دي. د ازبکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، دواړو لوریو هوکړه کړې چې د شته ستونزو د حل او د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره ګډې هڅې روانې وساتي.

هبت الله اخوندزاده د ډیورنډ کرښې د امنیت لپاره ۸۰۰۰ کسیزه قطعه جوړوي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۱۹ GMT+۱
•
عبدالله همیم
هبت الله اخوندزاده د ډیورنډ کرښې د امنیت لپاره ۸۰۰۰ کسیزه قطعه جوړوي
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ډیورنډ کرښې د څار او امنیت ساتنې لپاره د یوې ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړي قطعې د جوړولو امر ور کړی. د یادې قطعې نوم «هبتي قطعه» ده او د جنګیالیو معاشونه به یې د عادي طالبانو په پرتله لوړ وي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مشر له‌خوا جوړه شوې ځانګړي قطعه د ډیورنډ کرښې د امنیت خوندیتوب لپاره جوړیږي او د یادې قطعې له منظمېدو وروسته به د ډیورنډ کرښې د څار او ددې کرښې په اوږدو کې د هرډول تحرکاتو او د جګړې او متارکې قومانده د همدې قطعې په واک کې وي.

په کندهار او کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل:«پخواني سرتېري به هم پر ډیورنډ کرښه په خپلو پوستو کې وي، خو ټوله قومانده به د نوې قطعې په لاس کې وي. یعنې که جنګ کېږي، یا جنګ نه کېږي، د داسې ټولو کارونو صلاحیت به له همدې قطعې سره وي».

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د یادې قطعې څلورزره کسان همدا اوس د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ په لیوا کې مېشت دي او د یادو کسانو د ثبت او راجسټر چارې روانې دي.

همدارنګه د یادې قطعې څلورزره نور سرتېري په کابل کې دي او هملته یې د نوملیکنې او تنظیمولو چارې روانې دي.

سرچینو ویلي چې د یادې قطعې د جنګیالیو معاشونه او امتیازات د نورو طالبانو په پرتله لوړ دي.

دغه قطعه د هېڅ وزارت په تشکیل کې نه ده او یوازې مولوي هبت الله اخوندزاده ته ځواب ویونکي ده.

یوې سرچینې چې ددې قطعې د نوملیکنې چارې یې له نږدې څارلې، وویل:« په قطعه کې د سرباز بست نشته، استخدام له افسر څخه دی او د دوی امتیازات هم لوړ دي او دا کسان یوازې شیخ صاحب ته ځواب ویونکي دي. دوی نه د دفاع او نه هم د کورنیو چارو وزارت تر اثر لاندې دي».

د طالبانو اړوند سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د یادې قطعې جنګیالي تر ډېره د کندهار، ارزګان او هلمند ولایت اوسېدونکي دي او د زابل یو شمېر محدود جنګیالي هم پکې دي.

سرچینې وايي، د پلان له‌مخې، یادې ۸زره کسیزه قطعې ته به له امریکا پاتې پرمختللي وسلې، شپه لید تجهیزات، موټر او فعالې چورلکې او څارګر ډرونونه هم په واک کې ورکړل شي.

د دوی په وینا، د ۸ زره کسیزې قطعې د جلب او جذب پروسې له بشپړېدو وروسته په پام کې ده، چې د دې قطعې جنګیالیو ته د توپوګرافي، سرحدي ګزمو، غیرقانوني تګ راتګ مخنیوي، د قاچاق ضد عملیاتو، د څار او شکمنو کسانو د پېژندنې او تعقیب او دغه راز د جي پي اېس، ډرون کامرو او ډرون څارګرو څرخکو په برخو کې روزنه ورکړل شي.

سرچینو ددې قطعې د قوماندې د مرکز په اړه وویل، چې «څلور زره سرتېري به په کندهار او څلور زره نور به په کابل کې مېشت وي او د اړتیا پرمهال به د هبت‌الله اخوندزاده په قومانده دندو ته استول کېږي».

سرچینو د یادې قطعې د قوماندان به اړه څه نه ونه ویل خو اټکل کوي، چې ښايي د طالبانو د اوو زونونو له مشرانو څخه یو تن د یادې قطعې د قوماندان په توګه وټاکل شي.

شنونکي د طالبانو د مشر دغه اقدام پر ډیورنډ کرښه د نښتو، ګزمو، امنیتي پوستو د چارو، تحرکاتو او تګ راتګ کنټرول ګڼي.