دغه طالب عسکر او د هغه دوه ملګري دا مهال د هند د لاجپتنګر په سیمه کې مېشت دي.
دغه طالب د افغانستان انټرنشنل خبریال ته ویلي، چې د سپینبولدک په سرحدي نښته کې ټپي شوی دی.
هغه ویلي، له ټپي کېدو وروسته د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په مستقیم امر هند ته د سفر زمینه برابره شوه او په کابل کې د هند سفارت هم د ویزې په برخه کې ورسره همکاري کړې ده.
تر اوسه په کابل کې د هند سفارت او د طالبانو دفاع وزارت په دې تړاو څه سپیناوی نهدی کړی او دا هم روښانه نهده، چې دا مهال په هند کې څومره نور طالبان تر درملنې لاندې دي.
هند د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشتې کې پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانانو لپاره د عادي او برېښنايي ویزو ورکړه ودروله. دغه هېواد لا هم د ویزو بهیر په بشپړ ډول نهدی پرانیستی، خو له ۲۰۲۵ کال راهیسې یې د افغانانو لپاره د ویزو نوی سیستم فعال کړی دی.
د هند د نوې تګلارې له مخې، د اوس لپاره یوازې افغان ناروغانو او پایوازانو ته یې او همداراز، سوداګریزه او تحصیلي ویزې، د ننوتلو ویزه (Entry Visa) او له ملګرو ملتونو سره تړلې ویزې ورکول کېږي؛ خو د دغو ویزو ترلاسه کول د ټولو افغانانو لپاره اسانه نهدي. د هند اصلي تمرکز پر طبي او بشري ویزو دی او د ویزو هره غوښتنه په جلا توګه ارزول کېږي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړه په تدریجي ډول پراخه شوې ده. په دې شخړه کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې ډزې، هوايي بریدونه او مخامخ پوځي نښتې شاملې دي چې په دې وروستیو میاشتو کې یې شدت موندلی دی.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ډیورند کرښې په اوږدو کې ناامني او د وسلهوالو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي. په دغو خونړیو نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېرې لا هم نهدي په ډاګه شوي. ملګرو ملتونو بیا ویلي، چې د دغې جګړې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د طالبانو درې وزیران په رسمي ډول هند ته تللي دي. په دغو کسانو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي شامل دي.
هند ته د طالبانو د وزیرانو د سفرونو په اړه د پاکستان دریځ تر ډېره محتاط، اندېښمن او په ځینو مواردو کې نیوکه کوونکی پاتې شوی دی.
هند دا مهال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک او اقتصادي حضور پراخوي. اسلاماباد دغه بهیر د سیمهییزې جیوپولیټیکې سیالۍ یوه برخه ګڼي او ورته په ډېر حساس نظر ګوري.