ملګري ملتونه: د واشنګټن او تهران ترمنځ په سوله کې باید بشري حقونه قرباني نهشي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د امریکا او د اسلامي جمهوریت ترمنځ په هر ډول د سولې په تړون کې باید بشري حقونو تر پښو لاندې نهشي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د امریکا او د اسلامي جمهوریت ترمنځ په هر ډول د سولې په تړون کې باید بشري حقونو تر پښو لاندې نهشي.
دغو کارپوهانو د واشنګټن او تهران ترمنځ د ۱۴ مادهييز هوکړه لیک د لاسلیک هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی، چې هر هغه تړون چې په ایران کې د بشري حقونو وضعیت ته پام نهکوي، په بنسټیز ډول نیمګړی دی.
کارپوهانو وویل، چې په دغه هوکړه کې نږدې ټول تمرکز پر پوځي وتلو، د هرمز تنګي پر بیا پرانېستلو، هستوي ژمنو، د بندیزونو پر لرې کولو او د ۳۰۰ میلیارده ډالرو پر بیارغونې صندوق دی، خو د ایران خلک چې له بهرني پوځي تېري او کورنۍ ځپنې څخه په کلکه ځورېدلي، په دغه چوکاټ کې نږدې نهښکاري.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، د روان کال د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د جګړې له پیل راهیسې، د اسلامي جمهوریت چارواکو د اعتراضونو او مخالفتونو پر وړاندې سخت اقدامات کړي دي. دوی ویلي، چې په دې موده کې زرګونه کسان نیول شوي، چې ډېری یې شکنجه شوي، په زوره ورک شوي، له نمایشي اعدامونو سره مخ شوي او یا ویدیويي اجباري اعترافونو ته اړ شوي دي.
د کارپوهانو په راپور کې راغلي، چې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۱۵۶ کسان په دغه هېواد کې اعدام شوي دي، چې له دې ډلې لږ تر لږه ۴۲ تنه د جاسوسۍ او ملي امنیت ته د ګواښ په تورونو اعدام شوي او ډېری دغه حکمونه له شکنجې لاندې د ترلاسه شویو اعترافونو او مدافع وکیل ته د نه لاسرسي په پایله کې صادر شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د اسلامي جمهوریت چارواکو د مجازات او له پولو هاخوا د ځپنې د یوې وسیلې په توګه د لږ تر لږه ۱۵۰۰ وګړو شتمنۍ غصب کړې دي، چې په هغو کې سلګونه داسې ایرانیان هم شامل دي، چې په بهر کې ژوند کوي.
کارپوهانو زیاته کړې، چې په دې لړ کې بهایان، کردان او بلوڅان په ځانګړي ډول له جدي خطر سره مخ دي او د دغه هېواد د نوي رهبر له خوا په وروستي اعلان شوي بښنه کې هغه کسان چې په امنیتي تورونو تورن وو، په ښکاره ډول استثنا شوي، چې له امله یې د تېرو اعتراضونو ډېری بندیان لا هم په زندانونو کې دي. دغه راز د درېیو میاشتو لپاره د انټرنیټ نږدې بشپړ بندښت د خلکو سوداګري، معیشت او کورنۍ له نورې نړۍ څخه جلا کړې وې او که څه هم اوس انټرنیټ تر ډېره فعال شوی، خو سخت فلټرینګ دوام لري.
کارپوهانو خبرداری ورکړی، یو داسې تړون چې یوازې جیوپولیټیک ګټې خوندي کوي او د ایران خلک شاته پرېږدي، د سولې د تړون نوم نهشي خپلولی. دوی پر ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول پر منځګړو هېوادونو غږ وکړ، چې له خپل نفوذ څخه کار واخلي، څو په وروستي تړون کې چې په راتلونکو ۶۰ ورځو کې پرې خبرې اترې کېږي، د قربانیانو لپاره حساب ورکونه او جبران، پر اعدامونو د بندیز لګول، په خپل سر د نیول شویو کسانو خوشې کول، د جبري ورکو شویو کسانو برخلیک روښانه کول، انټرنیټ ته ازاد لاسرسی او د مدني فضا ساتنه شامل کړل شي. کارپوهانو ټینګار کړی، چې د جګړې پای ته رسېدل باید د حقونو د بیا ترلاسه کولو په معنا ونهګڼل شي، ځکه د ایران د خلکو لپاره دا کار لا هم نه دی پیل شوی.
د یادولو وړ ده، چې په دغو جیوپولیټیکو نښتو کې د هرمز تنګی تل د درنو شخړو او پوځي کړکېچونو اصلي مرکز پاتې شوی دی. د اسلامي جمهوریت له خوا د دغه تنګي تړل او د بېړیو توقیفول د دې لامل شول، چې د امریکا متحده ایالات د تېرې اپریل میاشتې له ۱۳مې نېټې راهیسې د دغه هېواد د بندرونو سمندري محاصره پیل کړي، چې له امله یې په سیمه کې پوځي او اقتصادي کړکېچونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.