هالنډ کې افغان ژباړونکي د دایمي استوګنې له حقه بېبرخې شوي

هغه افغان ژباړونکي چې په افغانستان کې یې له هالنډي پوځ او حکومتي ماموریتونو سره کار کړی و، وايي د اروپايي ټولنې د کډوالۍ د نوي تړون له مخې به نور د دایمي استوګنې اجازه ترلاسه نه کړي.

هغه افغان ژباړونکي چې په افغانستان کې یې له هالنډي پوځ او حکومتي ماموریتونو سره کار کړی و، وايي د اروپايي ټولنې د کډوالۍ د نوي تړون له مخې به نور د دایمي استوګنې اجازه ترلاسه نه کړي.
د هالنډ رسنیو د راپور له مخې، دغو ژباړونکو ته رسمي لیکونه استول شوي چې پکې ویل شوي، د جون له ۱۲مې نافذ شوي نوي اروپايي تړون له مخې د نامحدودې پناه غوښتنې جوازونه نور نه ورکول کېږي. پر ځای یې دوی ته د درېیو کلونو لپاره د استوګنې اسناد ورکول کېږي.
ژباړونکي وايي، د هالنډي ځواکونو له ملاتړ وروسته یې په افغانستان کې خپل امنیت، دنده او راتلونکی له لاسه ورکړی او بېرته ستنېدل ورته ممکن نه دي. دوی زیاتوي چې ډېری یې د ۲۰۲۱ کال د کابل تر سقوط مخکې د هالنډ له حکومت سره د شویو هوکړو له مخې دغه هېواد ته لېږدول شوي وو.
دوی ټینګار کوي چې اوس په هالنډ کې کار کوي، مالیه ورکوي او ماشومان یې په هالنډي ښوونځیو کې زدهکړې کوي، نو ځکه باید د ځانګړې ډلې په توګه وپېژندل شي او د اوږدمهالې استوګنې حق ورکړل شي.
د هالنډ د کډوالۍ وزیر بارت فان دن برینک ویلي، د نوي اروپايي تړون له مخې نور چا ته دایمي استوګنه نه ورکول کېږي، خو ځینې نورې قانوني لارې شته چې له مخې یې کسان کولای شي په هېواد کې پاتې شي، لکه د تابعیت ترلاسه کول.
هالنډ له ۲۰۲۱ کال راهیسې یو شمېر افغان ژباړونکي، ساتونکي او نور ځايي کارکوونکي منلي، خو د هغوی د لېږد او مېشتېدو بهیر له انتقادونو سره هم مخ شوی او ورو بلل شوی دی.

د جمهوریت پر مهال په پاکستان کې افغان سفیر نجیبالله عليخېل، ویلي چې د ټرانسافغان د رېل پټلۍ ستره سیمهییزه پروژه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو او د اسلاماباد له «صادقانه همکارۍ» پرته له جدي ستونزو سره مخ کېدای شي.
عليخېل په خپل اېکسپاڼه کې لیکلي چې ازبکستان له څو کلونو راهیسې د دې پروژې عملي کېدو ته لېوالتیا لري او د ټرانسافغان پټلۍ به د افغانستان، مرکزي او جنوبي اسیا او همدارنګه پاکستان د اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت ولري.
نوموړي ویلي، د امریکا د شل کلن حضور پر مهال په افغانستان کې د تروریزم پر ضد مبارزې ته لومړیتوب ورکړل شو او د ټاپي او ټرانسافغان په څېر لویې اقتصادي پروژې تر ډېره له پامه وغورځول شوې.
هغه همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوږدمهاله کړکېچ او بېباوري د دې لامل شوې چې د ټرانسافغان پروژه له بېلابېلو خنډونو سره مخ شي.
د هغه په وینا: «که څه هم پاکستان سره د ستونزو ابعاد ډېر او ژور دي، خو عمومي برداشت دا دی چې د ترانسافغان په شان د سترو پروژو تطبیق، د دواړو هېوادونو د اړیکو له عادي کېدو او د پاکستان د صادقانه همکارۍ پرته، یو ستونزمن او تر ډېره حده غیر عملي کار ښکاري.»
پخواني افغان سفیر یادونه کړې چې د جمهوري نظام پر مهال به افغانستان د سیمهییزو پروژو موضوع د واګه بندر له لارې هند ته د افغان سوداګریزو توکو د تګ راتګ له مسلې سره تړه، خو د ده په باور د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، مناسبه ده چې ټرانسافغان او ورته نورې سیمهییزې پروژې له دې موضوع جلا وساتل شي.
هغه لیکلي: «مناسبه به دا وي چې د ټرانسافغان او نورې سیمهییزې پروژې له واګه سره اصلا ونه تړل شي، بلکې دا بحث د تجارت او ټرانزیت په چوکاټ کې مطرح شي او نه په سیمهییزو پروژو کې.»
عليخېل په خپلو څرګندونو کې د سیمهییز اتصال لپاره د افغانستان او پاکستان پر همکارۍ هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېوادونه خپل ګاونډیان نه شي بدلولای، نو ځکه دواړو لورو ته په کار ده چې د کړکېچ د پراخولو پر ځای، موجودې ستونزې مدیریت او د حل عملي لارې چارې ولټوي.
هغه افغانستان یو جګړهځپلی هېواد او د اسیا څلورلارې بللې او ویلي یې دي چې هېواد د اقتصادمحورو تګلارو او سترو سیمهییزو پروژو عملي کېدو ته سخته اړتیا لري، خو دا هدف د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور له فضا پرته ناشونی ښکاري.
نوموړي په پای کې ټینګار کړی چې له پاکستان سره په اړیکو کې باید تاریخي حساسیتونه او دردونه هېر نه شي، خو د افغانستان د بهرنیو اړیکو راتلونکی باید د احساساتو پر ځای د ملي ګټو پر بنسټ تعریف او تنظیم شي.
د طالبانو د کډوالو کمېسیون وايي، پاکستان او ایران یوازې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) له بېلابېلو لارو ۵۸۵ کډوالې کورنۍ چې شمېر۳۰۶۰ کېږي، په جبري ډول افغانستان ته اړولي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۳۹۸ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۵۵۳ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.
د طالبانو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۴۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۳۹ کېږي، د سپین بولدک له لارې ۸۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳۳ کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۸ کېږي او ۷۳۲ نور مسافر او همداراز د هرات د اسلامکلا له لارې ۹ کورنۍ چې د غړو شمېر ۴۰ کېږي په جبر سره هېواد ته را اړول شوي دي.
د خبرپاڼې لهمخې، له دې شمېر څخه ۳۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۷۳ ته رسېږي خپلو مېنو ته لېږدول شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کولو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.
په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې بهیر زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو لهمخې له کډوالو سره چلند وکړي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) په هرات ښار کې د طالبانو یوه غړي د دوو ماشومانو تر لفظي او فزیکي شخړې وروسته پر دوو ځوانانو ډزې کړي او دواړه یې ټپیان کړي دي.
دغه پېښه د هرات ښار د یوولسمې ناحیې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. د سرچینو په وینا، لومړی دوه ماشومان چې یو یې اته کلن او بل یې نهه کلن وو، د لوبو پر مهال له یو بل سره په شخړه اوښتي وو.
سرچینه وایي، له دې شخړې وروسته د یوه ماشوم مشر ورور، چې د طالبانو غړی دی، له وسلې سره د بل ماشوم د کور مخې ته ورغی او هلته یې پر دوو ځوانانو ډزې وکړې چې د کور مخې ته ولاړ وو.
د معلوماتو له مخې، یو ټپي شوی کس د یاد ماشوم شل کلن ورور دی او بل ټپي د هغه نولس کلن د تره زوی دی.
په هرات کې د حوزوي روغتون یوې سرچینې هم تایید کړې، چې له ټپیانو څخه یو یې په خورا نازک روغتیايي حالت کې دی او د ځانګړې پاملرنې په څانګه کې بستر شوی دی.
د راپورونو له مخې، د طالبانو ډېری غړي او سرتېري په وسلو سمبال ګرځي او خپلې رسمي ثبت شوې وسلې له ځان سره کورونو او نورو غیر رسمي ځایونو ته هم وړي.
په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو پر مهال د وسلو ناسم او غیرمسوولانه کارونې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او د ډېرو کورنیو د غم او زیان لامل شوې ده.
طالبانو لا تراوسه په دې تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی دی. دا پلاوی چې قزاقستاني سوداګر هم پکې شامل دي، په افغانستان کې د پانګونې د بېلابېلو فرصتونو د ارزولو په موخه دا سفر کړی.
نورالدین عزیزي په کابل کې خبریالانو ته وویل، د قزاقستان دغه پلاوی د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۹مه) کابل ته رسېدلی او په افغانستان کې به د غالیو، وچو او تازه مېوو، د مرمرو ډبرو او نورو کاني موادو په برخو کې د پانګونې فرصتونه له نږدې وڅېړي. د نوموړي په وینا، د قزاقستان حکومت او سوداګر غواړي په دغو سکټورونو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړه، چې قزاقستاني سوداګر د افغانستان د ډبرو سکرو او همدارنګه د درملو په برخو کې هم د پانګونې لپاره ځانګړې لېوالتیا لري. هغه وویل، چې د دغو برخو ارزونه به د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
د عزیزي د څرګندونو له مخې، دا مهال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کلنۍ کچه شاوخوا درې میلیارده ډالرو ته رسیږي او په وینا یې، دواړه لوري هڅه کوي، چې د نویو پانګونو له لارې دغه کچه نوره هم لوړه کړي.
د مقاومت جبهې سرچینو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۹مه) افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې اروپایي ټولنې د احمد مسعود په مشرۍ له دغې جبهې سره، د «کډوالۍ کړکېچ د مدیریت» په تړاو خبرې کړې دي.
په ورته وخت کې یوې بلې سرچینې ویلي، چې اروپایي ټولنه د افغانستان اړوند له دوو جلا کمېټو سره د اړیکو د ټینګولو امکان ارزوي، څو د هغو افغان کډوالو د اېستلو په اړه ورسره سلا مشورې وکړي، چې د استوګنې قانوني اسناد نهلري. د سرچینو په وینا، په دغو کمېټو کې په یوې کې ښايي د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم ګډون ولري.
د مقاومت جبهې یوې سرچینې وویل: «هر ځل چې اروپا ته تللي یو، تر کډوالۍ لویه او مهمه موضوع نهده مطرح شوې».
د نوموړي په وینا: «په تېرو دوو کلونو کې له اروپایي هېوادونو سره د جبهې د خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه یوه د کډوالۍ مدیریت او په ځانګړي ډول د هغو کډوالو بېرته ستنول وو، چې پر جرمونو تورن دي».
دغه پرمختګ په ډیپلوماټیکو کړیو کې داسې انګېرل کېږي، چې اروپایي هېوادونه ښايي د طالبانو تر څنګ د افغانانو نور سیاسي ادرسونه هم په پام کې ونیسي.
په بروکسل کې راپورونه وایي، چې طالبانو له اروپایي ټولنې سره د هغو څه باندې ۲۷ زره بېاسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره اووه کسیزه کمېټه جوړه کړې ده.
د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو
خو سرچینې وایي، کله چې طالب چارواکي خبر شول چې احمد مسعود هم د همدې خبرو اترو د ګډون لپاره بلل شوی، نو حیران او له ناڅاپي حالت سره مخ شول.
تر اوسه اروپایي ټولنې او همداراز طالبانو په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه څه نهدي ویلي.