دغه لاریون د یکشنبې په ورځ د مونیخ ښاروالۍ د تاریخي ودانۍ مخې ته د افغان کډوالو له خوا ترسره شو. ګډونوالو په خپور کړې پرېکړهلیک کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارتاید» بللې دي.
په پرېکړهلیک کې راغلي چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، پر حقونو او ازادیو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.
ګډونوالو د ښځو پر زدهکړو، کار او ټولنیز حضور د محدودیتونو یادونه وکړه او ویې ویل چې دغو اقداماتو د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه تر اغېز لاندې راوستي دي. د دوی په وینا، د طالبانو دغه تګلارې د جنسیتي اپارتاید څرګندې بېلګې دي.
په پرېکړهلیک کې په هرات کې د یو شمېر ښځو نیولو ته هم اشاره شوې او د دغو اقداماتو د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده. ګډونوالو د نجونو له زدهکړو محرومول، په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د ښځو پر فعالیتونو محدودیتونه، د معترضانو او خبریالانو نیول، پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ بندیزونه او د اعتراضي غونډو ځپل د اندېښنې وړ موضوعات وبلل.
دوی همداراز د هرات او د افغانستان په نورو سیمو کې د ښځو او معترضانو د خپلسرو نیونو او ورسره د ناوړه چلند د درولو غوښتنه وکړه.
د پرېکړهلیک په بله برخه کې د بشري حقونو د سرغړونو، په ځانګړې توګه د هرات د جبرییل ښارګوټي له معترضانو سره د طالبانو د چلند په اړه د خپلواکو او نړیوالو څېړنو غوښتنه شوې ده.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې د ښځو پراخې نیونې د جامو یا فرهنګي او مذهبي موضوعاتو له امله نه دي، بلکې د دوی په وینا، دا د ښځو د غلي کولو او ځپلو لپاره یو سیاسي ابزار دی چې د انساني کرامت، فردي ازادیو او د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.
معترضانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ زیات کړي او د هغوی د حقونو موضوع په نړیوالو فورمونو کې تعقیب کړي. دوی له حکومتونو هم وغوښتل چې له طالبانو سره د تعامل پر مهال د بشري حقونو او د ښځو د حقونو وضعیت په پام کې ونیسي.
دوی ټینګار وکړ چې تر هغه وخته چې طالبان د افغانستان د خلکو بنسټیزو حقونو ته درناوی ونه کړي، نړیواله ټولنه باید د دغې ډلې له هر ډول سیاسي مشروعیت ورکولو او د اړیکو له عادي کولو څخه ډډه وکړي.