نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان له ۱۲ متشبثو ښځو سره د مرکو پر بنسټ د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳۱مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، افغان ښځې او نجونې د زدهکړو او کار له دوامه تر محرومېدو وروسته زرګونه ښځې چې ډېری یې د کورنۍ سرپرستې وې، خپلې عایداتي سرچینې له لاسه ورکړې او بالاخره ځينو یې سوداګریزو چارو ته مخه کړې، خو دغه چاره هم له بېشمېره ستونزو او ننګونو سره مخ ده.
په دې راپور کې راغلي، هغو نجونو او ښځو چې د لوړو زدهکړو او د وکیلانو، انجینرانو او یا هم د پوهنتون د استادانو خوبونه لیدل، اوس د غالیو اوبدلو، د سینګارتوکو پلورلو او یا همه نورو حرفوي زدهکړو ته مخه کړې، ځکه چې طالبان هغوی ته په دولتي او غیر دولتي بنسټونو او د شخصي کاروبار په توګه په سینګارتونونو کې د کار اجازه نهورکوي.
د راپور پربنسټ، هغه ښځې چې کار کوي، له مخ په زیاتیدونکو خنډونو سره مخ دي. شاوخوا دوه اونۍ مخکې په هرات کې یو شمېر ښځې د حجاب د څرنګوالي په تړاو له ځورول کېدو سربېره نیول شوي او په تړاو یې اعتراضونو هم په کلکه ځپل شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ د نږدې پنځو کلونو په تېرېدو سره افغان ښځو ته سوداګري او متشبثیت یوه او وروستۍ لاره پاتې ده، څو پرې له اقتصادي اړخه د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي. په دې راپور کې په هرات کې د سوداګرو ښځو یوې استازې بهناز سلجوقي ویلي: «په افغانستان کې د ښځو لپاره یوازنۍ پاتې شوې هيله سوداګري ده».
په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ښځينه متشبثې د سرپرستانو د نهلرلو له امله نهشي کولی په یوازې سر پلازمېنې کابل یا نورو ولایتونو ته د خپلو تولیداتو د رسولو او پلور لپاره لاړې شي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېعالله ابراهیمي ویلي، د دوی د «اصولو» له مراعاتولو وروسته ښځو ته په سوداګریزو چارو کې اجازه ورکوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وینا، دمګړۍ څه باندې ۱۰ زره افغان ښځې د سوداګرۍ جوازونه لري، خو. د نړیوال بانک د اټکل لهمخې، شاوخوا ۱۲۰ زره نورې ښځې بې له جوازه کار کوي، چې له همدې امله کوچنۍ سوداګرۍ د افغان ښځو لپاره تر ټولو لوی کارموندونکی سکټور دی.
د یادونې وړ ده، چې د افغان ښځو لویه برخه بیا له کوره بهر بیخي کار نهکوي؛ د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرامد معلوماتو له مخې، تر ۲۰۲۴ کال پورې تر ۷ سلنې کمې افغان ښځې پر کارونو بوختې وې.