طالبان وایي بلخ کې یې د دولتي اسنادو د جعل په تور څلور کسان نیولي دي

بلخ ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت د کشفي او عملیاتي ځواکونو له خوا څلور تنه د دولتي اسنادو د جعل او ناقانونه جوړولو په تور نیول شوي دي.

بلخ ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت د کشفي او عملیاتي ځواکونو له خوا څلور تنه د دولتي اسنادو د جعل او ناقانونه جوړولو په تور نیول شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي کسان د ترافیکو اړوند جوازسیرونه، د موټر چلولو لایسنسونه او نور رسمي اسناد په جعلي ډول جوړول او د خپلو غیرقانوني فعالیتونو لپاره یې د بېلابېلو دولتي ادارو جعلي مهرونه او ټاپې کارولې.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې له نیول شویو کسانو څخه ګڼ شمېر جعلي اسناد، مهرونه، ټاپې او نور وسایل هم ترلاسه او ضبط شوي دي.
امنیه قوماندانۍ زیاته کړې چې یاد کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي ترڅو د قانون له مخې پرې لازم اجراآت ترسره شي.
بلخ امنیه قوماندانۍ له خلکو غوښتي چې د هر ډول جعلکارۍ او ناقانونه فعالیتونو په اړه امنیتي ادارو ته پر وخت معلومات ورکړي څو د قانون د حاکمیت او عامه نظم د ټینګښت لپاره اقدامات وشي.

د امریکا د شیکاګو ښار یو شمېر افغانانو د یوې اعتراضي غونډې پر مهال په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې او د ښځو او نجونو پر وړاندې د روانو محدودیتونو د مخنیوي لپاره د اغېزمنو سیاسي، حقوقي او ډیپلوماټیکو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
ګډونوالو په خپره کړې پرېکړهلیک کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې د «سیستماتیک ځپنې» له امله ژوره اندېښنه لري.
دوی ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د یوې هدفمندې او جوړښتي پالیسۍ برخه ده چې موخه یې له ټولنیز او عامه ژوند څخه د ښځو ایستل دي. د معترضانو په وینا، دغه تګلارې د جنسیتي اپارتاید څرګند مثال او د ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او نورو نړیوالو حقوقي اسنادو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.
معترضانو د دې وضعیت پر وړاندې چوپتیا د منلو وړ نه ده بللې او له د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د بشري حقونو شورا، نړیوالې جزايي محکمې او نورو نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د افغان ښځو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت، څېړنې او مستندسازۍ لپاره یو خپلواک نړیوال میکانېزم رامنځته کړي.
په پرېکړهلیک کې همداراز غوښتنه شوې چې د ښځو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو عاملان او امرکوونکي وڅېړل شي، عدلي تعقیب یې وشي او حسابورکولو ته اړ کړل شي.
ګډونوالو له حکومتونو، نړیوالو سازمانونو او اړوندو بنسټونو وغوښتل چې له هر هغه اقدام یا پالیسۍ څخه ډډه وکړي چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي اپارتاید او سیستماتیک تبعیض د عادي کېدو، مشروعیت موندلو یا دوام لامل کېږي.
دوی همداراز د ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون د حقونو د تضمین او د ښځو، مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافعینو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
دغه اعتراضونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې په هرات کې د حجاب د نه رعایت په تور د لسګونو ښځو د نیولو او د معترضانو د ځپلو راپورونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی او میلیونونه ماشومان په دغه هېواد کې له شدیدي خوارځواکۍ سره مبارزه کوي.
د دغه راپور له مخې، چې د ژنیو له موندنو وروسته خپور شوی، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۳،۷میلیونه ماشومان په افغانستان کې له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ وي.
د مرستندویو ادارو په وینا، په ډېرو مواردو کې روغتیايي خدمتونو ته د ناوخته لاسرسي له امله د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کېږي او ځینې وختونه د مړینې سبب هم ګرځي.
د اوچا مشرې اولګا چرووکو ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د بشري مرستو هڅې روانې دي، خو د مالي سرچینو کمښت او لرې پرتو سیمو ته د لاسرسي ستونزې د مرستو بهیر له جدي خنډونو سره مخ کړی دی.
هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې نږدې ۲۲میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د ۱،۷میلیارد ډالرو اړتیا وړ بودجې یوازې شاوخوا ۱۴سلنه تمویل شوې ده. د نوموړې په وینا، په ځینو سیمو کې د مرستو کمښت د خلکو ژوند له سختو شرایطو سره مخ کړی دی.
راپور همداراز وايي، وچکالي او د اوبو کمښت په کلیوالو سیمو، په ځانګړې توګه بامیان ولایت کې، د خلکو د بېځایه کېدو یو مهم لامل ګرځېدلی دی. ډېری کورنۍ د کرنیزو ځمکو د وچېدو او د څښاک اوبو د نشتوالي له امله خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي.
اوچا ویلي، افغانستان ته بېرته ستنېدونکي کډوال هم له سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه ډېری کسان داسې هېواد ته ستنېږي چې خپله له پراخ بشري بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، یوازې په یوه اوونۍ کې تر ۲۰ جون پورې شاوخوا ۸زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه هم د بشري بحران د ژورېدو یو لامل بلل شوي او ویل شوي چې دغه محدودیتونه د ښځو لاسرسی زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او اقتصادي فرصتونو ته اغېزمنوي.
مرستندویو ادارو خبرداری ورکړی چې په ډېرو سیمو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، په ځانګړې توګه د میندو او ماشومانو د پاملرنې په برخه کې، یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روان کال له جنورۍ تر اپرېل پورې مرستندویو ادارو په افغانستان کې له ۵.۹میلیونه کسانو سره مرسته کړې، چې پکې ۳.۵ میلیونه کسانو خوراکي مرستې ترلاسه کړې دي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د اړتیا کچه لا هم لوړه ده او میلیونونه افغانان د ژوند د دوام لپاره بیړنیو او دوامداره مرستو ته اړتیا لري.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې په کابل کې د قطر سفارت په کوربتوب د طالب استازو او د ملګرو ملتونو د چارواکو ترمنځ د تعامل او همکاریو د پراختیا په اړه ناسته د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ د عملمحوره اړیکو لپاره مهمه وه.
جلالي په ایکس خواله رسنۍ کې د قطر له سفارت څخه د یوې مهمې ناستې د کوربتوب له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل د اسانتیا په برخه کې دوامداره ملاتړ کړی دی.
نوموړي په ځانګړي ډول په کابل کې د قطر سفارت او د دغه سفارت له چارواکو مننه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره دا ډول غونډې مهم رول لري.
جلالي لیکلي: «د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ واقعي او عملمحوره تعامل د باور جوړونې، متقابل درک او عملي همکاریو د پرمختګ لپاره حیاتي اهمیت لري.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو د اسانتیا په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
د طالبانو مخالفې ډلې، ازادۍ جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې د کابل ښار په دولسمه امنیتي حوزه کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د محتسبانو پر موټر برید کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
جبهې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، برید د کابل ښار د دولسمې حوزې اړوند د ملي امنیت د رهایشي ښارګوټي په سیمه کې د شپې شاوخوا ۸:۲۰ بجې ترسره شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د ازادۍ جبهې جنګیالیو د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د محتسبانو لېږدوونکی موټر په نښه کړی دی. جبهه ادعا کوي چې په دې برید کې «دوه طالب جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.»
ازادۍ جبهې د طالبانو د امر بالمعروف اداره «بدنامه» بللې او ادعا یې کړې چې د دې ادارې محتسبان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، پر ژوند د محدودیتونو په لګولو او ځورونې کې رول لري.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د ازادۍ جبهې مبارزین د امر بالمعروف د ملیشو فعالیتونه تر څار لاندې لري او په مناسبو فرصتونو کې به یې په نښه کړي.»
جبهې همداراز له افغانانو غوښتي چې د طالبانو د محدودیتونو او د څپنې د ماشین پر ضد د خپلې مبارزې په بهیر کې ورسره همکاري وکړي.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، او د ازادۍ جبهې د ادعاوو په خپلواکه توګه د تایید امکان نه دی موندل شوی.
د بشري حقونو سازمان ههنګاو راپور ورکړی، چې د ایراني چارواکو د یوه افغان وګړي په ګډون درې تنه د یزد په مرکزي زندان کې اعدام کړی دی.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د بادغیس اوسېدونکی ۲۷ کلن نور جلال مجاهد د چهارشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې، د غبرګولي په ۲۷مه، د یزد په مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.
ههنګاو ویلي، مجاهد شاوخوا دوه کاله وړاندې د «نشهيي توکو» اړوند قضیې کې نیول شوی و او وروسته د اعدام سزا ورته ورکړل شوې وه.
د راپور له مخې، له نوموړي سره یوځای د اردکان اوسېدونکی ۲۸ کلن رضا نظیف چې هغه هم د نشهيي توکو په تړاو په اعدام محکوم شوی و، او ۵۰ کلن اسفندیار صدري چې د «عمدي وژنې» په تور محکوم شوی و، هم اعدام شوي دي.
دغه سازمان ویلي، د اسفندیار صدري د اعدام حکم له شپږ کلن بند وروسته د قضايي بهیر له بشپړېدو سره عملي شوی دی.
ههنګاو ټینګار کړی چې د دغو درېیو بندیانو اعدامونه تر اوسه د ایران دولتي رسنیو او یا د دغه هېواد اړوندو رسمي ادارو نه دي اعلان کړي او په «خاموشۍ» کې ترسره شوي دي.
ایران په تېرو کلونو کې د اعدامونو د پراخ پلي کېدو، په ځانګړې توګه د نشهيي توکو اړوند قضیو کې، د بشري حقونو د بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. ههنګاو له هغو سازمانونو څخه دی چې په ایران کې د اعدامونو موارد ثبت او خپروي.