د دغه راپور له مخې، چې د ژنیو له موندنو وروسته خپور شوی، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۳،۷میلیونه ماشومان په افغانستان کې له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ وي.
د مرستندویو ادارو په وینا، په ډېرو مواردو کې روغتیايي خدمتونو ته د ناوخته لاسرسي له امله د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کېږي او ځینې وختونه د مړینې سبب هم ګرځي.
د اوچا مشرې اولګا چرووکو ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د بشري مرستو هڅې روانې دي، خو د مالي سرچینو کمښت او لرې پرتو سیمو ته د لاسرسي ستونزې د مرستو بهیر له جدي خنډونو سره مخ کړی دی.
هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې نږدې ۲۲میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د ۱،۷میلیارد ډالرو اړتیا وړ بودجې یوازې شاوخوا ۱۴سلنه تمویل شوې ده. د نوموړې په وینا، په ځینو سیمو کې د مرستو کمښت د خلکو ژوند له سختو شرایطو سره مخ کړی دی.
راپور همداراز وايي، وچکالي او د اوبو کمښت په کلیوالو سیمو، په ځانګړې توګه بامیان ولایت کې، د خلکو د بېځایه کېدو یو مهم لامل ګرځېدلی دی. ډېری کورنۍ د کرنیزو ځمکو د وچېدو او د څښاک اوبو د نشتوالي له امله خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي.
اوچا ویلي، افغانستان ته بېرته ستنېدونکي کډوال هم له سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه ډېری کسان داسې هېواد ته ستنېږي چې خپله له پراخ بشري بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، یوازې په یوه اوونۍ کې تر ۲۰ جون پورې شاوخوا ۸زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه هم د بشري بحران د ژورېدو یو لامل بلل شوي او ویل شوي چې دغه محدودیتونه د ښځو لاسرسی زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او اقتصادي فرصتونو ته اغېزمنوي.
مرستندویو ادارو خبرداری ورکړی چې په ډېرو سیمو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، په ځانګړې توګه د میندو او ماشومانو د پاملرنې په برخه کې، یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روان کال له جنورۍ تر اپرېل پورې مرستندویو ادارو په افغانستان کې له ۵.۹میلیونه کسانو سره مرسته کړې، چې پکې ۳.۵ میلیونه کسانو خوراکي مرستې ترلاسه کړې دي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د اړتیا کچه لا هم لوړه ده او میلیونونه افغانان د ژوند د دوام لپاره بیړنیو او دوامداره مرستو ته اړتیا لري.