ایراني چارواکي وايي له افغانستان سره سوداګریزه راشه درشه ۱۸ سلنه ډېره شوې

ایراني چارواکي وايي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو موټرو تګ راتګ له۱۴۰۰ کال څخه د ۱۴۰۴ کال تر پایه پورې په اوسط ډول هر کال شاوخوا ۱۸ سلنه زیات شوی دی.

ایراني چارواکي وايي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو موټرو تګ راتګ له۱۴۰۰ کال څخه د ۱۴۰۴ کال تر پایه پورې په اوسط ډول هر کال شاوخوا ۱۸ سلنه زیات شوی دی.
د ایران د دوغارون سرحدي بندر مدیر محسن رکني ویلي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د دوغارون له پولې د نړیوالو باروړونکو موټرو تګ راتګ هر کال په اوسط ډول ۱۸ سلنه وده کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې په ۱۴۰۴ کال کې د تګ راتګ شمېر ۲۹۳ زرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۳ کال کې د۲۲۹ زره موټرو تګ راتګ ثبت شوی و، چې ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
هغه همدارنګه وویل چې د روان کال د پسرلي په درې میاشتنۍ دوره کې له دوغارون سرحدي بندر څخه د نړیوالو ترانسپورتي وسایطو ۸۲ زره او ۴۰۴ تګ راتګونه ثبت شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۲ سلنه زیاتوالی څرګندوي.
دغه ایراني چارواکي د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي مهم لامل له ګاونډیو هېوادونو سره د تهران د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا تګلاره وبلله.
هغه ویلي چې دا زیاتوالی له افغانستان سره د دوغارون په پوله کې په څرګند ډول لیدل کېږي.
رکني زیاته کړې چې که په پوله کې ځینې اداري ستونزې او د ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی نه وای او ټولو ادارو د ځمکنیو سرحدونو د داخلېدو او وتلو د مدیریت اړوند لارښوونې په بشپړه توګه عملي کړې وای، نو د سوداګرۍ کلنۍ وده به تر ۵۰ سلنې پورې رسېدلې وای.

د شکنجې نړیوال شاخص په ۲۰۲۶ کال کې افغانستان د شنجکې، خپلسرو نیونو او د بشري حقونو د سرغړونو له پلوه د «ډېر لوړ خطر» هېواد بللی. په راپور کې راغلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې شکنجه، خپل سرې نیونې، د ښځو او لږکیو ځپل او د مدني ازادیو محدودیتونه پراخ شوي دي.
د ۲۰۲۶ کال د شکنجې نړیوال شاخص په خپل تازه راپور کې ویلي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کنوانسیون په ګډون خپلې نړۍوالې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي. په راپور کې راغلي چې طالبانو په خپل قانون کې د شکنجې او ناوړه چلند ځینې بڼې قانوني کړې او د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د خلکو د چلند، جامو او ټولنیزو فعالیتونو د څار او خپلسرو نیونو کې مهم رول لري.
په دغه راپور کې راغلي، د طاللبانو له ۸۰ څخه ډېر فرمانونه د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تبعیض، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي او شکنجې ته قانوني بڼه ورکړې ده او په ۲۰۲۶ کال کې د طالبانو د جزايي اجرااتو قانون د کورني تاوتریخوالي ځینې بڼې هم قانوني کړې دي.
په راپور کې راغلي، چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د خلکو د نیولو، توقیف او پلټنو پر مهال له شکنجې، فزیکي او رواني ځورونې، جبري ورکېدو او سپکوونکي چلند څخه کار اخلي. د شکنجې نړیوال شاخص د طالبانو دغه چلند ته د «ډېر لوړ خطر» درجه ورکړې ده.
په راپور کې راغلي:«طالبان په پراخه کچه شکنجه او ناوړه چلند کاروي. خپلسري نیونې، په عام محضر کې په دُرو وهلل او اعدامونه ترسره کېږي. خلک د جامو، ږیرې او یا هم د حجاب د نه مراعتولو له امله نیول کېږی. د وهلو ټکولو، جبري ورکیدو، رواني شکنجې او دوامداره څار ترڅنګ د کورونو تلاشي او امنیتي پلټنې په منظم ډول تر سره کېږي».
په راپور کې د طالبانو د توقیف پرمهال له شکنجې څخه د خوندیتوب حق په برخه کې هم د «خطر کچه لوړه» ښودل شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې توقیقونه له قانوني بهیر پرته ترسره کېږي، د حقوقي وکیل حق له منځه تللی، د استخباراتو په توقیف ځایونو کې وحشیانه شکنجه، جنسي تاوتریخوالی او رواني شکنجه ترسره کېږي.
په دغه راپور کې د ښځینه بندیانو یادونه هم شوې او ویل شوې، چې د طالبانو په توقیف ځایونو کې د ښځینه بندیانو شمېر هم د ۲۰۲۱ کال له ۸۴۰ تنو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۸۲۵ تنو ته لوړ شوی دی.
په کندهار کې د طالبانو اړوند سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ددغه ولایت په محکمو کې شاوخوا ۹۰ زره دوسیې بې برخلیکه او د قاضیانو پرېکړو ته په تمه پاتې دي. د سرچینو په وینا، د دغو دوسیو د ځنډېدو موده له شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو رسیږي.
د کندهار په ښاري محکمې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې ۹۰ زره دوسیې ناحله او بې برخلیکه پاتې دي.
دغو سرچینو ویلي چې په یادو دوسیو کې یوه لویه برخه د ځمکو، سرایونو، بڼونو او نورو جایدادونو پر سر د دعواوو دي. دغه راز ځینې پکې جنايي،مالي، سوداګریزې، د طلاق، اداري فساد، سیاسي او امنیتي قضیې دي.
سرچینو د قاضیانو له خوا د دومره ډېر شمېر دوسیو د نه څېړلو لامل په محکمو کې فساد بللی دی.
د طالبانو اړوند یوې سرچینې وویل:« خلک د یوې عادي د پور د قضیې په اړه درې میاشتې یا پنځه میاشتې محکمې ته ځي او راځي. خلکو ته یوه او بله بهانه کېږي. اکثره دوسیې چې پریکړه یې کېږي او له نورو دوسیو څخه مخکې کېږي حتما قاضي، د دیوان رییس او نور قاضیان د دعوه کوونکي سره یولاس وي او هر یو پکې خپل ونډه لري».
د کندهار په ښاري محکمه کې سرچینو د دوسیو د نه څېړلو بل لامل له اداري او قضايي سیستم سره په محکمو کې د طالبانو د قاضیانو او مسوولینو نابلدتیا بولي.
په ورته مهال یو شمېر ښاریان هم په دغه ولایت کې له قضايي ادارو شکایت کوي.
د یاد ښار ځینې اوسېدونکي وايي، دوسيې يې په محکمو کي بندې پاتې دي او ځینې عادي دوسیې، چې د پور یا کومې بلې شخړې وي، پرېکړې یې تر شپږو مياشتو او ان تر څو کلونو وخت نیسي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی وايي:« ځيني قاضيان غوښتنه کوي هغه دوسيې چي شپږ مياشتي مخکي ثبت شوې وي، وایی بېرته یې له سره ثبت کړئ او بیا یې د کتنې لپاره مراجعه وکړئ. په داسې وخت کې زموږ شپږ میاشتې وخت ناحقه ضایع شوی وي او یا هم دا د پیسو اخېستلو لپاره د لارې جوړول دي».
په محکمو کې د دوسیو د څېړلو ځنډ یوازې تر کندهاره محدود نه دی.
د هېواد د ګڼو نورو ولایتونو اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د مولوي هبت الله دفتر ابتدايه، مرافعه او تميز محکمو ته په يوه مکتوب کي لارښوونه کړې وه چې دوسيو ته جدي پاملرنه وکړي، څو د خلکو ستونزې حل او د شکايتونو مخه ونيول شي.
په ياد مکتوب کي راغلي چي ابتدايه محکمه بايد دوسيې په يوه نيمه مياشت کې، مرافعه محکمه په شلو ورځو کې او تميز محکمه له شلو ورځو تر يوې مياشتې موده کي دوسیې خلاصې کړي او که کوم قاضي په ټاکلې موده کې د دوسيې د څېړلو توان نه لري، بايد خپل شرعي عذر سترې محکمې ته وړاندې کړي.
پر کابل له واکمنېدو پنځه کاله وروسته طالبان اوس په دې هڅه کې دي، چې خپل جنګي جوړښت د یوه منظم پوځ بڼې ته واړوي او د زغرهوالو قطعاتو، توپخانې، هوايي ځواک او لوژستیکي شبکو تامیناتو ته نوې لارې ومومي.
په همدې موخه د غبرګولي پر شپږمه د مسکو امنیتي ناستې په څنډه کې د طالبانو دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره د پوځي- تخنیکي همکاریو یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې مسکو د طالبانو په واک کې د شوروي اتحاد د پېر پوځي تجهیزات بېرته رغوي.
دغه تړون داسې مهال لاسلیکیږي، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ له تېرې فبروري میاشتې راهیسې اړیکې ترینګلې دي او پاکستاني الوتکې په مکرر ډول د افغانستان پلازمېنه او سرحدي ولایتونه په نښه کوي.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو د موندنو له مخې، طالبانو د نوي تړون په اډانه کې له مسکو څخه د وسلو، زغرهوالو وسایطو، هوايي دفاعي سیستمونو او حتا د جنګي الوتکو او چورلکو د ترمیم او بیا فعالولو غوښتنه کړې ده.
د شوروي میراث بیا راژوندي کول
د طالبانو د دفاع وزارت، د چارو ادارې د دفاع او امنیت ریاست او د بهرنیو چارو وزارت له بېلابېلو سرچینو سره د خبرو پر بنسټ، د دواړو لوریو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پنځه بنسټیزې برخې لري چې د ځواکونو روزنه، د وسلو تخنیکي ملاتړ، استخباراتي همکاري، د روسیې لپاره د ګواښ بلل کېدونکو وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات او لوژستیکي همکاري پکې شامل دي.
د سرچینو په وینا، د دغې همکارۍ اصلي تمرکز د داعش - خراسان ډلې پر ضد دی، چې مسکو یې د منځنۍ اسیا او روسیې امنیت ته جدي ګواښ ګڼي.
روسیې د کوچنیو وسلو د ترمیم او اکمال ژمنه کړې، څو د ډیورنډ کرښې او د منځنۍ اسیا له پولو سره نږدې د طالبانو پوستې پیاوړې شي.
خو د طالبانو غوښتنې تر دې ډېرې او پراخې دي.
د طالبانو د چارو ادارې د دفاع او امنیت ریاست یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو هڅه کړې د روسیې له نظامي-صنعتي کمپلکس سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي، څو د وسلو د پېر او ترمیم دواړه امکانات برابر کړي.
طالبانو د AK کورنۍ د ۱۴زره او ۸۰۳ بېلابېلو ډولونو نوملړ چمتو کړی، چې له مخې به یې روسیه دغه وسلې ترمیموي او د مهماتو مرسته به یې کوي. په دغو وسلو کې AK-47، AKM، AKMS او AK-74 شامل دي، چې په افغانستان کې په «کلاشنکوف» مشهور دي.
سربېره پر دې، ۸۶۳۲ میله AKS-7 لنډي(کرینکوف)، SKS نیمهاتومات ټوپک او SVD دراګونوف سنایپر ټوپک هم په نوملړ کې شامل دي چې باید ابتدايي ترمیم او پالش شي. په دغه نوملړ کې ۲۱ زره او ۳۲ ماکاروف، TT-33 او Stechkin اتوماتې تومانچې هم غوښتل شوې دي.
د پوځي چارو کارپوهان وايي، د دغو وسلو ډېری برخه د شوروي اتحاد، د پخوانيو حکومتونو او یا هم د څو لسیزو جګړو پر مهال افغانستان ته رسېدلې ده.
د طالبانو په لاس کې موجودې امریکایۍ وسلې سره له دې، چې تر روسۍ هغو پرمختللې دي، خو د پرزو، مرمیو او ترمیم د محدودیتونو له امله یې د دې ډلې په جنګیالیو کې استعمال ورځ تر بلې کمیږي.
طالبانو د درندو وسلو د ترمیم په برخه کې هم ځینې وسلې په نښه کړې، چې ۷۶۵ دهشکې(DShK)،پیکا (PKM)، زیکویو، KPVاو ار، پي، کېRPK ، پکې شامل دي. دا وسلې د ساحوي جګړو او د پوستو د دفاع لپاره مهمې ګڼل کېږي.
په زغرضد وسلو کې د راکټ (RPG-7)، ټانک ضد SPG-9 او B-10 توپونو تر څنګ، طالبانو د لارښودو توغندیو لکه 9M14 Malyutka او 9K111 Fagot غوښتنه هم کړې ده.
مالیوټکا او فاګوټ د شوروي جوړ ټانک ضد توغندي (ATGM) د درنو هدفونو د له منځه وړو لپاره تر ټولو مرګونې وسلې ګڼل کیږي. ماليوتکا د لومړي نسل توغندی دی چې په لاسي جاسټیک کنټرولېږي او تر ۳ کیلومتره پورې ټانکونه ویشتلی شي، خو فاګوټ د دویم نسل پرمختللی سېستم دی چې له لولې یا ټیوب څخه توغول کېږي او د دوربین په مرسته په خپلکاري ډول هدف په نښه کوي.
سرچینه وايي چې د دغو وسلو لېست په دفاع وزارت کې شته خو تر اوسه یې موجودیت نه دی تثبیت شوی، نو ځکه یې له روسیې غوښتنه شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو په ځانګړې توګه د اوږې هوایي دفاعي سیستمونو لکه سټریلا (Strela) او ایګلا (Igla) د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده. دغه توغنديشوروي اتحاد او وروسته روسیې جوړ کړيچې په اوږه د لېږد وړ دي.
دا وسلې د انفرارېډ (تودوخې تعقیب) ټکنالوژۍ پر بنسټ کار کوي او د هدف د انجن د تودوخې نښه تعقیبوي او ځان ورسره سموي.
دا سیستمونه ډېری د ټیټې ارتفاع الوتکو لکه چورلکو، پوځي ټرانسپورټي الوتکو او ځینو جنګي الوتکو د ویشتلو لپاره کارول کېږي.
د دغو وسلو غوښتنه داسې مهال کېږي چې د شنونکو په باور، د افغانستان هوايي حریم لا هم خوندي نه دی او په مکرر ډول د هېواد په فضا کې د ناڅرګندو بې پیلوټه الوتکو د الوتنو خبرونه ور کول کیږي.
طالبان زاړه زغرهوال ټانکونه او وسایط بېرته رغوي
د افغانستان د دفاع وزارت په تجهیزاتو کې ۷۶BTR-60او BTR-70 اته ټایره پرسونل وړونکي زغره وال ټانکونه او د پلو ځواکونو جګړه ییز وسایطBMP-1، BMP-2او دغه راز T-55 او T-62 ټانکونه تثبیت شوي دي. له دې وړاندې ددې وسایطو شمېر د ۴۶۰ په شاوخوا کې شمېرل کېده.
د طالبانو په دفاع وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ترمیم کېدونکو تجهیزاتو په ډله کې دغه زغره وال ګاډي هم شامل دي، چې ۲۱ ترې روغ دي او نور یې ترمیم او رغونې ته اړتیا لري.
د شوروي اتحاد او افغان مجاهدینو د جګړې (۱۹۷۹–۱۹۸۹) په کلونو کې د BMP-1 او BMP-2 زغره والو جنګي وسایطو رول د شوروي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې مهم بلل کېده. دغه جګړه د دې لامل شوه چې د BMP-1 د ډیزاین ځینې مهمې نیمګړتیاوې ښکاره شي او په پایله کې د پرمختللي BMP-2 کارول ګړندي شي.
د پوځي شنونکو په وینا، BMP-1 چې په اصل کې د اروپا د اوارو میدانونو د جګړو لپاره جوړ شوی و، په افغانستان کې له ستونزو سره مخ شو. د دغو وسایطو د۷۳ ملي متري توپ اغیزپه غرونو او لوړو ساحو کېد مجاهدینو پر اهدافو محدود و. همدارنګه زغره یې د RPG-7 راکټونو او درندو ماشینګڼو په وړاندې کمزورې بلل کېده، چې له امله یې د زیان منلو کچه لوړه وه، خو په دویم نسل کې یې دغه نیمګړتیاوې لرې شوې دي.
طالبانو دغه راز د یودېرشو ۱۵۲ مليمتره موټري توپخانې او ۲۷ویشتګرو یا راکټ لانچرود ترمیم غوښتنه هم کړې ده.
د سرچینې په وینا، د طالبانو تر کنټرول لاندې په دفاع وزارت کې۳۰۲۰روسي کاماز، توپ لېږدوونکي موټر، ټیلر او ټانک ټیلر هم موجود دي، خو تراوسه روښانه نه ده، چې په دغو وسایطو کې څومره هغه رغونې او څومره نور یې نوي کولو ته اړتیا لري.
د کاماز موټرو موضوع د غویي میاشتې په وروستیو کې په کازان اقتصادي فورم کې د طالبانو استازو له روسي او تاتارستاني چارواکو سره مطرح کړه.
د «شیطان ارابه» بېرته الوځي؟
د طالبانو د غوښتنو تر ټولو مهمه برخه ښايي هوايي ځواک وي.
طالبانو د ۱۱ مېګ-۸اومېګ-۱۷ (Mi-17) ترانسپورتي چورلکو او څلور Mi-24 جنګي چورلکو د ترمیم غوښتنه کړې ده.Mi-24، چې په افغانستان کې د «شیطان ارابه» په نوم پېژندل کېږي، د نږدې هوايي ملاتړ لپاره کارول کېږي.
سربېره پر دې، د ۱۲ نورو MiG-21، MiG-23، Su-22 او Su-25 جنګي الوتکو د ترمیم غوښتنه هم شوې ده.
دا الوتکې د کابل، هرات، جلال اباد، خوست، بګرام او کندهار هوايي ډګرونو په هنګرونو کې ولاړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، چې دا غوښتنې د «دفاعي اړتیاوو» پر بنسټ دي. د سرچینې په وینا، طالبان هڅه کوي له روسیې سره اړیکې له سیاسي هغو نه امنیتي او اقتصادي اړخونو ته هم وغځوي.
یاده سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو او روسیې د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون اصلي محور د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې مبارزه ده چې روسیې ته مطلوبې دي.
د پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پاتې شویو وسلو بیا ترمیم ډېر مصرف لري او که چېرې ترمیم هم شي یوازې او یوازې په داخلي کچه د استفادې وړ دي.
نوموړی وايي: “دا وسلې که جوړې هم شي د دې لپاره نه دي چې د نورو هېوادونو سره دې پرې مقابله وشي، ښايي د داعش د خطر لپاره په کورنۍ کچه استفاده شي خو د جبهه يي جګړې لپاره یې استفاده نه شي کېدی”.
د میاخېل په خبره، د هوايي دفاع د وسلو د تر لاسه کولو لپاره د طالبانو غوښتنه یوازې یوه غوښتنه ده او روسیه په داسې حساسو شرایطو کې پر طالبانو باور نه شي کولی.
هغه وايي، روسیه یوازې غواړي چې تعامل هم ولري او بشپړه مرسته هم ونه کړي.
د پوځي چارو شنونکی ډګروال شریف اڅکزی په دې نظر دی، چې طالبان د شاوخوا درې لسیزو چریکي جګړې له تجربې وروسته هڅه کوي خپل ځواکونه د یوه منظم او کلاسیک پوځ بڼې ته واړوي.
د پخواني جمهوري نظام له سقوط وروسته، که څه هم د امریکايي وسلو او تجهیزاتو پراخې زېرمې د طالبانو لاس ته ولوېدې، خو د دغو تجهیزاتو ساتنه، تخنیکي ملاتړ او ترمیم د دوی لپاره لویه ستونزه پاتې شوې ده.
روسیې تر اوسه په رسمي ډول د دغو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي، خو روسي رسنیو د طالبانو او مسکو ترمنځ همکاري د منځنۍ اسیا د امنیت، د داعش د نفوذ د مهارولو او د لویدیځ له نفوذ سره د سیالۍ په چوکاټ کې ارزولې ده.
داسې ښکاري چې کرملین له طالبانو سره محدودې تخنیکي او استخباراتي همکارۍ ته لېوالتیا لري، خو د درنو وسلو خرڅلاو به د نړیوالو حساسیتونو او احتمالي غبرګونونو له امله له احتیاط سره مل وي.
د بدخشان د ارګو په اتین جلو سیمه کې رفیع الله، چې د هلمند له باغران ولسوالۍ راغلی، له دوو کلونو راهیسې هره ورځ د کوکنارو په کروندو کې بوخت وي. هغه له یوې داسې سیمې ارګو ته کوچېدلی، چې هلته د کوکنارو کر بند دی او ځمکې یا په ډاګونو او یا هم د زردالو او انارو په باغونو بدلې شوې.
رفیع الله، چې تازه یې ګوډه ماته فارسي زده کړې، افغانستان انټرنشنل ته وویل:«اول کال چې کوکنار بند شول د هلمند باغران ولسوالۍ ته ولاړو، په یوه دره کې مو کوکنار وکرل، زه وم او دوه مې وروڼه راسره وو».
خو په باغران کې هم طالبانو هغه وڅاره او کروندو ته پسې ورغلل.
نوموي زیاته کړه، « کله چې کوکنار ګل ته ورسېدل، طالبان راخبر شول او زموږ لس جریبه بوټي یې واړول».
هغه څو ورځې وروسته په لښکرګاه کې د نشه يي توکو له سوداګرو سره ولیدل او د هغوی په مشوره د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ ته لاړ. دلته هغه او دده په څېر ګڼو نورو بزګرانو یا ځمکې ګرو کړې او یا یې دوه پردرې برخې د کر لپاره په اجاره واخېستې.
د کندهار یو بزګر، چې د رفیع الله په څېر ارګو ته تللی، وايي، یو شمېر بزګران او د کوکنارو د کرکیلې مسلکي کسان د هغو شرکتونو مسوولانو له ځان سره کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ته بېولي، چې په دغو ولایتونو کې دویم او درېیم لاس قراردادونه لري.
هغه زیاته کړه، « دغه بزګران او کارګر په کمه لاسباړه کار کوي او پاتې وخت د کوکنارو په کروندو کې بوختیږي».
خو رفیع الله دلته هم د طالبانو د کوکنارو اړولو له ځواکونو په کراره نه دی.
د غويي پر ۱۹مه د ارګو د اتین جلو سیمې کروندګرو د طالبانو د کوکنارو اړولو د ځواکونو خلاف پراخ لاریونونه وکړل، چې په پایله کې یې دوه تنه ووژل شول. د طالبانو د ارګو ولسوالۍ چارواکو دغه کروندګر بلوا کوونکي وبلل.
د هلمند او بدخشان د نشه يي توکو یو شمېر سوداګرو په وردوج، درواز او یاوان ولسوالیو کې د نشه يي توکو د پروسس فابریکې جوړې کړې او اوس لنډ دوی له ارګو نه خپل تاریاک د پروسس لپاره وردوج، درواز او یاوان ته لیږدوي.
د رفیع الله په وینا، په دغو ولسوالیو کې د طالبانو یو شمېر محلي چارواکي او د بدخشان، هلمند او کندهار له نشه يي توکو سره تړلې شبکه په ګډه د کوکنارو د کر او تاریاکو د پروسس چارې مدیریت کوي.
محلي سرچینې وايي، چې سیمه ییز کروندګر د کوکنارو په کروندو کې د بوختېدو لپاره د کندهار خلکو ته له دې امله لومړیتوب ور کوي، چې د کوکنارو کرکیلې ډېری د کندهار د طالبانو له خوا له منځه وړل کیږي، خو کله کله د کندهاري بزګرانو په مرسته یا واسطه ددوی کروندې له بشپړ له منځه تلو ژغورل کیږي.
د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د کوکنارو د کر خلاف د طالبانو اقدامات ددې لامل شوي چې د نشه يي توکو د قاچاق لويي شبکې د کوکنارو کر او کاروبار د افغانستان له سویل څخه شمالي ولایتونو، په ځانګړې توګه بدخشان، تخار او کندوز ولایتونو ته ولېږدوي.
په لښکرګاه کې د کوکنارو له کر سره تړلي یو تن له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل:«په کندهار، هلمند او ارزګان ولایت کې طالبان بزګرانو ته د کوکنارو د کر له امله سزاوې ورکوي. ځینې خلک د نورو پیسه دارو په لمسون بدخشان، تخار او کندوز ته ولاړل او هلته یې په ځینو داسې درو او سیمو کې کوکنار کرل پیل کړل چې د طالبانو تګ راتګ پکې کم دی».
یو شمېر بزګران وايي، چې د نشه توکو د قاچاق له لویو شبکو سره عام کروندګر هم خوښ دي، ځکه د دوی په باور، د نورو کرکیلو په پرتله د کوکنارو کښت ورته ډېره اقتصادي ګټه رسوي.
افغانستان له دوو لسیزو څخه د زیاتې مودې لپاره د نړۍ د تاریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد پېژندل کېده، خو له ۲۰۲۲ کال وروسته دغه وضعیت له پراخو بدلونونو سره مخ شو او د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او اپینو د تولید کچه په بېساري ډول راکمه شوې ده.
په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د تاریاکو تولید په اوج کې و. د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، په دغه کال کې شاوخوا ۲۳۳ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو تر کښت لاندې وه او د تاریاکو ټول تولید نږدې ۶۲۰۰ ټنو ته رسېده. افغانستان پر همدې کال د نړۍ نږدې ۸۰ سلنه ناقانونه تاریاک تولیدول.
په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو د کر ساحه څه باندې لس زره هکټاره ته راښکته شوې او د اپینو ټول تولید هم په همدې موده کې له څه باندې ۶۰۰۰ ټنو څخه شاوخوا ۲۹۶ ټنو ته راکم شوی دی.
خو په دې منځ کې ګڼ شمېر بزګران چې کلونه یې د کوکنارو له لارې ژوند کاوه، له بېکارۍ او بېوزلۍ سره مخ شول او د رفیع الله په څېر ځینې اړ شول چې د کر سیمه بدله کړي. ځینو بزګرانو پر خپلو ځمکو هینجه وکرله او ځینو نورو د انارو او زردالو بڼونه جوړ کړل، خو ډېر بزګران د وړ بدیل د نشتوالي، سوداګریزو لارو د بندېدو او کم حاصله فصلونو له امله لاهم کوکنار بې «بدیله کښت» ګڼي.
د تېر جمهوري نظام پرمهال د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معیین ابراهیم ازهر د افغانستان له سویل نه د شمالي ولایتونو پر لور د کوکنارو د جغرافیا د لېږد لامل پر بزګرانو د طالبانو فشارونه او بدیل طبیعي شرایط ګڼي. هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « څو مهم عوامل پکې رول لري. لومړی د طالبانو فشارونه او د کوکنارو د کښت منع کول، بل په شمالي او شمال ختیزو سیمو کې مناسب طبعي شرایط، یانې غرنیزي او لرې سیمې لري چې د طالبانو ورتګ ستونزمن دی. بل لامل هم د بزګرانو اقتصادي ستونزي، د معیشتي فرصتونو کمښت، د قاچاقي شبکو پراخ فعالیت او په لرې پرتو سیمو کې د قانون نه پلي کېدل دي».
د هغه په وینا، د نشه يي توکو د قاچاق شبکې هڅه کوي چې تولید په بېلابېلو سیمو کې وساتي او کله چې په یوه سیمه کې فشار زیات شي ښايي خپل فعالیتونه نورو سیمو ته ولېږدوي.
خو ځینې نور پر کوکنارو د طالبانو بندیز له سیاسي موخو سره تړلی ګڼي او په دې باور دی، چې طالبان له دې لارې پر ځان نړیوال فشارونه را کموي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پخوانۍ وزیرې سلامت عظیمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « د تریاکو د تولید کمښت تر ډېره بریده واقعي دی، خو میداني واقعیتونه ښيي چې دا کمښت په ټولو سیمو کې یو شان نه دی. په ځینو سیمو کې بزګرانو په پټه د کوکنارو کښت ته دوام ورکړی او یا یې په راتلونکي کې د بیا کرلو تکل لري. له همدې امله، د تولید کمښت واقعي دی، خو بشپړ او دوامدار نه دی».
نوموړي په دې باور ده، چې د بدیل معیشت نشتوالي ډېر کروندګر دې ته اړ کړي چې په ځینو سیمو کې د طالبانو له بندیز څخه سرغړونې وکړي، ځکه بېوزلي، د کافي عاید نشتوالی، په ځینو سیمو کې کمزورې څارنه، د کوکنارو د کښت لوړه ګټه او د قاچاقي شبکو فعالیتونه لا هم بزګران دې ته هڅوي چې کوکنار وکري.
د افغانستان نشهيي توکي تر ډېره له دوو مهمو لارو نړیوالو بازارونو ته رسېږي؛ لوېدیځ مسیر چې د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته غځېږي او شمالي مسیر چې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له لارې روسیې او اروپا ته ځي. د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کر او تاریاکو د تولید له کمېدو سره هممهاله، د نشهيي توکو نړیوال بازار د «میتامفتامین» په څېر د مصنوعي توکو پر لور روان دی.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که څه هم د کوکنارو د کښت کمېدل له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې یو مهم بدلون دی، خو د بزګرانو لپاره د اقتصادي بدیل نشتوالی او د قاچاقي شبکو دوام کولی شي د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې وساتي.
یادونه: د رفیع الله نوم د هغه په غوښتنه مستعار کارېدلی.
د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په خپل شخصي زندان کې د شیعهګانو تر نیول کېدو وروسته د کابل د څلورو حوزو له امنیتي چارواکو سره ولیدل او هغوی ته یې امر وکړ، چې امنیت ټینګ کړي او د ګډوډۍ مخه ونیسي. هغه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د امرونو پر اطاعت هم ټینګار وکړ.
د طالبانو د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عبدالحکیم شرعي په دغه لیدنه کې د عامه نظم د ساتلو لپاره د امنیتي ادارو همکاري مهمه بللې او د کابل د امنیتي حوزو له مسولینو یې غوښتي، چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي همداراز د طالبانو د امنیتي مسوولینو او د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی. هغه ویلي، چې یاد کمېسیون د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو بهیر په «جديت او قاطعیت» سره روان ساتي.
د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا؛ د امنیتي حوزو امرینو ډاډ ورکړی چې د عامه نظم د ټینګښت، د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو او د هبتالله اخوندزاده د حکمونو د عملي کولو په برخه کې به همکاري کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د دوشنبې په ورځ په کابل ښار کې د محرم د بېرغونو او نښو پورته کولو له امله تر۳۰ زیات شیعه وګړي په خپل شخصي زندان کې ساتلي وو.
عبدالحکیم شرعي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د رییسالوزرا او د کورنیو چارو د وزیر له لارښوونې وروسته یاد کسان له خپل شخصي زندان څخه خوشې کړل. ورته مهال د طالبانو امنیتي ځواکونو د عدلیې وزیر په امر په کابل کې د خصوصي تلویزیون تمدن مرکزي دفتر ته ورننوتل او خپرونې یې ودرولې.
د یادې رسنۍ مسوولینو پرون ویلي وو، چې ناپېژانده کسان د دغه ټلوېزیون وسایل او تجهیزات له ودانۍ څخه انتقالوي. عبدالحکیم شرعي د طالبانو له پیاوړو وزیرانو څخه شمېرل کېږي. نوموړی د رسمي زندانونو ترڅنګ شخصي زندان هم لري او په تېرو څو کلونو کې یې د ځمکو د شخړو او نورو قضیو په تړاو یوشمېر کسان نیولي او بندیان کړي دي.